د اسټراليا حکومت شاوخوا ۷۵۰۰ پناه غوښتونکو د روان کال د اکتوبر مياشتې پورې وخت ورکړی ترڅو کډوالۍ لپاره خپل غوښتنليک يا اپليکيشن د دغه هیواد د مهاجرت ادارې ته وړاندې کړي.

د تیرې يکشنبې په ورځ د استرالیا د مهاجرت وزارت اعلان وکړ چې ټول هغه کډوال چې دا مهال په استرالیا کې ژوند کوي خو د استرالیا د کډوالې ویزې لپاره یې تر اوسه وړاندیز نه دې کړي د اکتوبر تر لومړۍ نیټې وخت لري تر څو یاده پروسه بشپړه کړي.

په اعلامیه کې راغلي وو، که چیرته کډوال د غوښتنلیک په بشپړولو کې پاتې راشي، نو د استرالیا حکومت به پرې ټولې مالي مرستې بندې کړې، له استرالیا څخه به وشړل شي او پر بیرته راتګ به یې بندیز ولګول شي.

خو د پناه غوښتونکو ځینې مدافعین پر حکومت نیوکه کوي او وایي ټاکل شوې موده ډیره کمه ده او ښایي زیات پناه غوښتونکي د وخت د کموالي له امله ونشي کړې خپل غوښتنلیکونه پر وخت بشپړ کړي.

د پناه غوښتونکو مدافعین وایي، د استرالیا د کډوالۍ غوښتنلیک ۴۱ پاڼې اوږد دی او تقریبآ ۱۰۱ پوښتنې لري. نو که کډوالو سره دغه پیچلو پوښتنو ته د سم ځواب ورکلو په برخه کې قانوني او حقوقي مرستې ونشي، نو ډیری کسان به ونشي کړې چې دغه غوښتنلیک تر ټاکلي وخته پورې بشپړ کړي.