په چاپیریال باندي د افت وژونکو درملو

داستمال ناوړه اغیزې

پیلیزه:

څر نګه چې چاپیریال  د انسان ؛حيوان ،نبات او هر ژوندي مو جود د اوسيدو اصلي ځای بلل کيږي او هر څو مره چې د اوسيد وځای پاک او سوتره وي په همغه اندازه مشکلا ت او ستو نزې کمې وي . چټل او ککړ چاپیریال د مشکلاتو او ستونزو نه ډک وي نو په همدي اساس د چاپیریال د ککړ تيا د مخنيوي د پاره په نړيواله سطحه ډير مصارف لګول کیږي . او ددي لپاره د مختلفو طريقو څخه کار اخلي د چا پيريال د ککړتيا د عواملو څخه یوهم ي افت وژونکي  (Pesticides )دي.چې دا هم د چاپیریال  د ککړتيا سبب ګرځي او له بلې خوا د ا قتصاد له نقطي نظره هم ډير زيان لري ځکه هر کال پري ميليونونه ډالر لګښت پرې راځي. تر څو د ناروغیو او حشراتو کنترول پري وشي خو که چېرې دا په صحيح ډول استعمال نشي نو ددي بدي اغيزي او خطرونه هم د کنترول نه وتلي وي او د بيلا بيلو ناروغيو سبب ګرځي او همدا رنګه ددي د نه استعمال په وجه هم ډير تا وانونه منځ ته راځي په نباتي محصولاتو کې د. 35%-50% کموالی راځي زمونر په هيواد کې هم افت وژونکي په خپل سر په غير فني ډول استعما ليږي چې دا ډيرې بدي اغيزي لري ددي په وسيله اوبه .هوا .خاوره .نباتات.حيوانات او انسانانو ته ډير زيان رسيږي                                 

همدارنګه د مختلفو ناروغيو سبب ګرځي ددي د ناوړه استعمال سره هوا ککړيږي او د اتمو سفير د قشر د تخريب سبب ګرځي د ماوراي بنفش    (     ultra violet     ) وړانګو د تیریو سبب ګرځي چې مختلفو ناروغيو لکه د ويني سر طان او د نوروناروغیو سبب ګرځي د تودوخې  درجه زياتيري .او د نباتاتو د ودي بطي کيدو سبب ګرځي .همدا رنګه يو شمير                 Pesticide لکه  DDT, Mercury  او داسي نورو استعمال ډير زيات خطر لري ځکه دا په شحمي غدو کې ذخيره کيږي او د بدن څخه نه وځي د مختلفو نا روغيو سبب ګرځي په ښځو کې د رحم سرطان منځ ته راوړي .وحشي ژوي چې د طبيعت د ځنځير يوه اهمه کړۍ ده د انقراض سبب ګرځي له دي څخه علاوه نور ډير مشکلات منځ ته راځي او همدا رنګه په افعانستان کې بايد دي ستونزې ته خاصه پاملرنه وشي                                                                      

افت وژونکي او د هغې ډولونه

د Pesticide  کلمه د Pestپه معنی د افت او  cide د وژونکي معني لري. ټول هغه کيماوي مر کبونه چې د نباتاتو دساتنې او افتونو د له منځه وړولو لپاره په کار وړل کيږي   Pesticides   بلل کيږي . ټول افت وژونکي د استعمال زهريت ،ثبات  ،LD50  او داسي نورو خواصو له مخې طبقه بندي کيږي چې مونږ ورڅخه په لاندي ډول يا دونه کوو.

لومري د استعمال له مخي د ا فت وژونکو ډولونه ذکر کوو.

Insecticides -1:-   هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د حشراتو د مخنيوي او کنترول لپاره استعماليږي لکه .

Delta.M, Cyper methrin, Methyle Parathion

  1. : Herbicides -2 - هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د هرزه ګياه   Weeds)) د کنترول لپاره استعماليږي لکه   Dinoseb, MCPA, 2.4D    او داسي نور.

Fungicides -3:  -   هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د فنګسونود مخنيوي لپاره په کار وړل کيږي لکه تيرام،منکوزيب،سلفر او نور .

Bactericides   -4: -  هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د بکتريا د مخنيوي لپاره پکاريږي لکه    Antibiotics      او داسي نور.

5-Nematocides هغه کيمیاوې مرکبونه دي چې دنيماتودونودمخنيوي له پاره استعماليږې لکه Nimagen,enzone

-6کنه وژونکي – Acaricidesهغه کيمياوي مرکبونه دي چې دکنو دمخنيوي له پاره استعماليږې لکه

 Oxide, cyhexa, Azinphos Methyl Fenbutatin

7-موږک وژونکي هغه کيمياوي مرکبونه دي چې دموږکانو دمخنيوي له پاره استعماليږې لکه zinc phosphates 

 

دا  فت وژونکو دجوړښت شکلونه

دشکل له مخې افت وژونکي په لاندي ډولونو ويشل کيږي

١-powder-دا بيا په دوه ډوله دي

Wettable.p-aهغه دي چې داوبوسره يوځاې پاشل کيږې لکه ډايتينم 45

Dust.p –bهغه وچ استعماليدونکي پوډر دي چې په وچ شکل پاشل کيږي لکه swphare

2-Granuleهغه چې ددانې شکل لري

3-liquids:هغه چې دمايع شکل لري

Fumigant-4هغه چې دګاز شکل لري او ياوروسته داستعمال نه دګاز په شکل بدليږي

 

دضررونو او LD50په اساس دافت وژونکو ډولونه

دضررونو او LD50په اساس افت وژونکي په څلور ډوله دي

Dangerous poison-1داډير خطرناک قوې افت وژونکي دي چې وژونکی مقداريې   50mg/kgاوپه ډبې باندي د(x) علامه ليکل شوې وې لکه Adicarb , fhorate , demeton

2ـ قوې لږ خطرناک افت وژونکي: په ډبي باندي warning ليکل شوي وي او وژونکی مقدر يې 50-200mg/kgپورې وي

3-ضعيف افت وژونکي: هغه دي چې په ډبي باندي يې cationليکل شوي وي اووژونکی مقداريې 200-1000mg/kgپورې وې لکه 2-4-D

4-غير زهري افت وژونکي: هغه دي چې وژونکي مقداريې د1000mg/kgڅخه لوړ وي لکه Nitrofen , thiobencarbنور

 

دتاثير له مخې دافت وژونکو ډولونه

د اغیزو له مخې افت وژونکي په لاندي ډول طبقه بندي کیږي

Oral-1(خولې دلارې):

 دخولې دلاري تيريدوسره مشکلات منځ ته راوړې  چې دا بيا په څلور ډوله دي

Aـ شديد زهري: چې وژونکی 50%مقدار يې 1-50mg/kgوي

-Bزيات زهري: چې وژونکی 50%مقداريې 50-200mg/kgوي

-Cمتوسط زهري: چې وژونکی 50%مقدارېې 300-1000mg/kgوې

 Dـ ضعيف زهري: هغه دي چې 50%وژونکي مقداريې 1000mg/kgڅخه زيات وي

Dermal-2(دپوستکي سره دتماس دلاري):

چې داهم په دری ډوله دي په ترتيب سره عبارت دي له:

Highly toxic -a:هغه افت وژونکي دي چې 50%وژونکي مقداريې د300mg/kg څخه کم وي

Medium toxic -bهغه افت وژونکي دي چې 50%وژونکی مقدارېې 300-1000mg /kg وي

Light toxic –c: هغه افت وژونکي دي چې 50%وژونکی مقداريې 1000mg/kgڅخه زيات وي

 

په خاوره کې دثبات اوپاته کیدو له مخې دافت وژونکو ډولونه

1-ډير باثباته افت وژونکي : دا هغه افت وژونکي دي چې په خاوره کې يې تجزيه ددوه کالو نه زيات وخت ته ضرورت لري لکه D DT،Mercury

2-باثباته  افت وژونکي :هغه افت وژونکي دي چې دتجزې وخت ېې دشپږمياشتو نه تردوه کالو پورې وخت غواړي لکه سيمازين

3-متوسط باثباته افت وژونکي: هغه دي چې دتجزې وخت ېې يو څخه تر شپږ مياشتو پورې وخت غواړي لکه carbophosاوداسې نور

4-کم باثباته افت وژونکي: هغه دي چې ديوې مياشتې څخه کم وخت کې تجزيه او اثر له منځه ځي لکه carbaryl, endosulfon, cyper methrinm, diazinonاو داسې نور

 

دافت وژونکو کیمیاوي جوړښتونه

دافت وژونکو کیمیاوي جوړښتونه په لاندې ډول دي

Chloronated hydrocarbon-1: داهغه افت وژونکي دي چې دchloren, oxygen, hydrogenڅخه جوړشوي وي او دځينو چنجيو او حشراتو له پاره استعماليږې اودلومړني کیمیاوي موادو څخه عبارت دي او دا مزمن (chronic) حالت لري اوپه انساجو کې ذخيره کيږي لکه DDT, BHC, Aldrin, chlordaneاو داسې نور

Organo phosphates compounds-2: داهغه مرکبات دي چې دفاسفورس لرونکي دي او دا غوره درمل دي چې عبارت دي له Malathion, bromophos, azinphos methylاو داسې نور

Organo sulfur compound -3: داهغه مرکبات دي چې خپل ترکيب کې سلفر ولري لکه tetradifon

In organic compound -4: دا هغه مرکبا ت دي چې خپل ترکيب کې سيماب لرونکي مرکبات ولري لکه Paris green, sulfurاو داسې نور                

 دافت وژونکو دتخريب ډولونه

‎‎1. مزمن (chronic)هغه حالت ته ويل کيږي چې افت وژونکي داستعمال نه وروسته په يوه حيوان يا انسان کې تجمع کوې او د 14-21ورځي وروسته خپل اثر ښاره کوي اما داستعمال وخت کې دومره خطر نه لري

Acute-2(حاد) هغه حالت دي چې افت وژونکي داستعال سره سم خپل اثر ښکاره کوې اوسمدستي انسان او يا حيوا ن وژنې او له منځه يې وړي

 

دافت وژونکوپه وسيله ککړتيا

دخاوري هوا او اوبوپه کیمیاوي فزيکې او بيالوژيکې حالت کې غيرمساعد بدلو ن ته ککړتيا ويل کيږې چې دا دانسانې او طبیعي پيښوله کبله منځ ته راځی چې دککړتيا عوامل په لاندې ډول دي 

1-  دهوا ککړتيا (air pollution)

که چېرې افت وژونکي په صحيح ډول استعال نه شی نو ډيرې ناوړه اغيزې منځ ته راوړي ددې داستعمال په نتيجه کې داکسيجن کم والې داقليم بدلونونه، دتودوخې زياتوالی او دځمکې پرمخ دژونديوموجوداتوله منځه تلل اوداسې نور منځ ته راځي .دافت وژونکو ذرات په هوا کې تجمع کوي چې دقوې بادونو او بارانونو په وسيله انتقال مومي په خاوره او نبات باندې پريوځې هغه چې په خاوره باندې پريوځي دخاورې څخه نبات ته دنبات نه حيوان اوانسان ته انتقال مومي او دمختلفو ناروغيو سبب ګرځي او دلمر خطر ناکې وړانګې ځمکې ته انتقال مومې ځنګلونه له افت وژونکو څخه 50%جذبوي چې 50% دهوا دتصفيې سبب ګرځې .

 

-2دخاوري ککړتيا (soil pollution)

کله چې دافت وژونکو په وسيله خاوره ککړه شي نو دنبات په وده باندې اغيزه کوي چې دډيري مودې لپاره پاتې کيدونکي افت وژونکي په خاوره،طبیعې اوبو ،وحشې او کورني حيواناتو او حتی په انسان کې راټوليږي . دافت وژونکو په وسيله دخاورې دککړ والي يو عمده خاصيت دادی چې غذايي ځنځير ته داخليږي او پاتې شوني کیمیاوي مر کبات هلته راټوليږې په تيره بيا دDDTپه شان مرکبونه دبدن په نسجونو کې ذخيره کيږي پاتې شوني افت وژونکي ژرنه حل کيږي او د     فاسفيټ په شان دخاورې په کوچنيو ذراتو پورې نښلي. اوس محال  څيړنو ښودلې ده چې ددتخريب شوو خاورو په وسيله دوړل شوي افت وژونکي اندازه اوبو په نسبت دوه چنده زياته ده دافت وژونکو بل خاصيت دتجزيې په مقابل کې مقاومت او پاتې کيدل دي چې دخاورې په واسطه ساتل کيږي ځينو څيړنو ښودلې ده  چې تر شل کالو وروسته دځينو افت وژونکو په سلو کې څلويښت فيصده پاتې وه په خاوره کې دافت وژونکو يو بل مهم ټکی دهغوی ثبات دي او هغه مواد چې زر تجزيه کيږي دخاورې دککړوالي سبب نه ګرځي خو ثبات لرونکي مواد بيا دخارو تخريب څخه سيندونو او سمندرونو پورې دککړ والي سبب ګرځي.دافت وژونکو دجملې څخه چې خاوره ککړوې herbicideاو fungicide دومره خطرناک نه دي خو insecticideډير ډولونه ډير زيات خطرناک دي لکه chlorinated hydro carbonاو داسې نور

داوبو ککړتيا (water pollution)

داوبو په فزيکي ،کيمياوي او بيالوجيکي حالت کې غير مساعد بدلون ته داوبو ککړتيا ويل کيږي

اوبه دافت وژ ونکو دانتقال اساسي وسيله ده  افت وژونکي داستعمال نه وروسته مينځل کيږي او اوبو ته داخليږي چې ډير زيات خطرات رامنځ ته کوي او کله کله ددې دزهرجنو موادو په وسيله ځينې مضره مکروبونه زياتيږي او چټکه وده کوي چې بالاخره دمضره مکروبونو دزياتوالي په وجه داوبو حيوانات دتهديد سره مخامخ کيږي اوددې څخه علاوه دانسانانو ناروغۍ ترې پيداکيږي اونورې ډيرې ستونزى منځته راوړي DDT دسرطاني ناروغيو او mercury دماهيانو دمړينې سبب ګرځي همدارنګه ځيني افت وژونکي داستعمال نه وروسته ځان داوبو سطحې ته رسوي چې دڅاه ګانو اود چينو داوبو سره يو ځای کيږي

دافت وژونکو اړتیا اوکلنى مقدار

دpesticides استعمال دوهمې نړيوالې جګړې نه وروسته زيات شو خصو صا دکيميادعلم دپر مختګ نه وروسته کله چې انسان دښه ژوند شرايط وغو ښتل چې افت وژو نکي ناروغۍ کنټرولوي حاصلات لوړوي اما دډيرو تاوانونو لرونکي هم دي ځکه چې غلط استعمال يې دچاپیریال دککړتيا سبب ګرځي او انساني ژوند دستونزو سره مخامخ کوي همدا علت دي چې نړي اوس له ستونزو سره مخ ده  چې دککړتيا مخه ونيسي دFAO مسؤله منبع وايي چې دافت وژونکو په نه استعمال سره به فقر او لوږه رامنځ ته شي اومضره حشرات او مکروبونه او همدارنګه دانساني او نباتي ناروغيو عاملين به زيات شي نو ددې لپاره اړینه ده چې افت وژونکي درمل  استعمال شي همدارنګه دځينو چېنجو اوهرزه بوټى چې داصلي نباتاتو سره په رڼا او غذايي موادو کې رقابت کوي او حاصلات فوق العاده ټيټوي دهغوی د مخنیوي لپاره دافت وژونکو استعمال يو ضروري امر دي. Pesticides په نړي کې په کال کې (٤) مليارده پونډه استعماليږي او (٩٠٠) نوعى مختلف کيمياوي افت وژونکي استعمال لري په يوه دقيقه کې يو نفر په نړۍ کښ مسموم کوي اوپه کال کې تري (٥٠٠٠) نفره خپل ژوند دﻻسه ورکوي او ځينې نور‌‌ په ناروغيو اخته کيږي .

 

دافت وژونکو دناوړه استعمال له کبله منځته راغلې ستونزې

که چېرې افت وژونکي په غلطه او غير فني ډول استعمال شي نو ﻻندې ستونزې منځ ته راوړي .

_ تر ټولو لومړي اقتصادي زيان رامنځته کوي .

_ ځيني ګټور وحشي ژوي او نور ژوندي له  منځه وړي .مثﻻ دټولو حشراتو  له جملې څخه 7% ګټور حشرات 90% بې ګټې او3% زيان رسوونکي حشرات دي چې دزيان رسونکو حشراتو دمخنيوي دپاره مونږ زيات شمير ګټور حشرات هم له مينځه وړو همدارنګه که په صحيح ډول استعمال نشي نو غذايي ځنځير کې داخليږي اوله يو څخه بل ته انتقال کوي مثﻻ First-Air-plant- soil

Plant-Animals-Humans

 او همدارنګه Soil-water –microorganism-Fishes-Humans

-       حشرات د افت وژونکو په وړاندې مقداومت پیداکوي چې په اسانۍ سره یې مخه نشي کیدای.

-       په مرغانو کې دهګۍ اچول ځنډوي اوهم دهګيو پوستکي نازکوي چې بچي نشي زيږولای . همدا علت دی چې اوس دنړۍ په مرغانو کې کمښت ليدل کيږي

-    دبحري ژوي او بوټي لمنځه وړي.

-       داتومو سفير دککړتيا سبب ګرځي اود هغې قشر تخريبوي چې خطرناکى وړانګى ځمکې ته داخليږي اود مختلفو ناروغيوسبب ګرځي

-       همدارنګه دانساني ناروغيو سبب ګرځي  لکه دسرطان ناروغۍ

-       دوحشي ژوودانقراض سبب ګرځي چې تقريبآ 7% انقراض رامنځ ته کوي

-       هغه افت وژونکي چې د(Pre planting Application) په ډول استعماليږي که چېرې دکښت څخه وروسته استعمال شي ډيرزيان لري لدې څخه علاوه بې شميره زيانونه اوستونزې منځ ته راوړي

 

دافت وژونکوپه وسيله انسان ته ورپيښې شوې ستونزې

که چېرې افت وژونکي په صحيح ډول استعمال نشي نوډيرې زياتې ستونزى منځته راوړي په ځنې هيوادونوکې دافت وژونکودتوليدلپاره خاص قوانين اواصول وضع شوي دي ترڅوچاپيريال ته ضررونه رسوي اوهم خلک ورڅخه متضرره نشي مخکې لدې چې دغه عوامل ذکر کړوپه لاندې ډول دځينومهموافت وژونکودضررڅخه يادونه کوود( Gramer) دراپورپه اساس په نړيواله سطحه هغه خسارات چې غله جاتوته ريسدلي دي دنباتي افاتوله امله د( 1973) کال په حدودوکې دي چې لدي جملي څخه ( 12%) دحشراتوله امله (14%) دناروغیو له امله اوباقي ( 9%) دهرزه بوټوله امله تخمين شيوي دي. د  FAO دتخمين په اساس ( Miller 1975) دغه خساره ( 24- 28) مليارده امريکايي ډالروپه اندازه تخمين شوې ده چې په دغه مقدارپيسوباندې دنړۍ يوملياردخلکوته غذائي موادچمتو کيدل

 

حشره وژونکي ( Insecticides)

حشره وژونکي عضوي ثابت مواد دي چې ترډيري مودې پورې په چاپیریال کې باقي پاته کيږي دبیلګې په ډول  ( DDT) پوډرد( 7- 100) کلونوپورې په چاپیریال کې باقي پاتي کيږي داپوډرکولای شي چې د بوټوبیلا بیلې حشرې په متوسطه بوديجه د اوږد مهال لپاره دبوټو څخه دفع کړي.

افت وژونکي دپنبى اوسبود حشرو په مخنیوي کې خاص ارزښت لري اوددې ترڅنګ دملاريادناروغۍ دمخنيوي په منظورورڅخه استفاده کيږي .مګر اوس ورڅخه يوازي په وروسته پاتي ټولنوکې استفاده کيږي . ( DDT) داستعمال له امله دالوتونکواکثره نوعي له منځه تللي دي اودغه پوډرتقريبا( 20%) دالوتونکودهګيودپوستکي دنازکوالي سبب ګرځي چې بيادغه دپوستکي نازکوالى دماتيدلواوبچېانودزيګولوپه وخت کې دهغوی په نسل تاثيرکوي اودهغوي مقدار راکموي لدې څخه علاوه داپوډرپه هغه انساجوکې چې زيات مقدارشحم لري ( تخمدان) کې زیرمه کيږي اودښځينه جنس دشنډيدلوباعث کيږي اوهمدارنګه هغه ( DDT) چې په فصلونو اوکروندوکې استعماليږ ي دغواګانودشيدودلاري دانسان وجودته داخليږي اوپه ښځوکې دجنسي اختلال باعث ګرځي

 

فنګس وژونکي (Fungicides)

سيماب دمشهوروفنګس وژنکوله جملي څخه شميرل کيږي چې عاموحيواناتواونباتاتوته زهري وي اودلاندې خصوصياتوپه لرلوسره مضراوخطرناک ګڼل کيږي

-       په بيالوژيکي ډول دژونديواوګانيزمونو په وجودکې جمع کيږي

-       ترډيروخته پورې په چاپیریال کې باقي پاتي کيږي په عصبي سيستم باندې تاثيرکوي چې ديته ( Murcuridlism) ويل کيږي اوپه عمومي ډول سيماب دکرل کيدونکوتخمونودپاسه شندل کيږي ترڅودفنګسونوپه واسطه دحملې لاندې رانشي امادپوهي دنشتوالي اودخلکودبې خبرۍ  له امله په بعضې هيوادنوکې دغه شان تخمونه دمرګ باعث شوي دي مثلا په ( 1971-1972) کلونوکې دغه شان تخمونه په عراق کې دمرګ باعث شوي دي چې ( 500) نفروخپل ژونددلاسه ورکړو او( 6000) نفروپه شفاخانوکې بستراوتداوي لاندې شول همدارنګه ( 1349-1350) هغه تخمونه چې دکرنې دترويج له مديريت لخوا په بامیانو کښې ویشل شوي ووزيات شمیرخلکوخپل ژونددلاسه ورکړ

 

 بوټی  وژونکي (Herbicides)

د مشهورګياه وژونکوله جملې څخه د( 2-4D) او( 2-4-5 T) څخه يادونه کوو دمشهوروبوټو وژونکودرمنلوله جملې څخه ( 2-4-5 T) په نوم چې ( 20%) زهري ماده د( Ditoxin) په نوم ياديږي دغه ګياوژونکي اغیزې  په لاندي ډول دي . دا درمل دپاڼي ضدماده يعني ( Defoliant) په پراخه پيمانه دويتنام په ځنګلونوکې استعمال شوه ( 1500km) کيلومتره مربع طبیعي ځنګلونه له منځه يوړل دغه ماده ( Foetotoxic) خاصيت لري يعني دمورپه خيټه کې دجنين تسمم اويا( Teratogenic) ناقص العضوه کيدل منځته راوړي اوپه لويانوکې دځيګردسرطان باعث ګرځي . هغه وخت چې کيمياوي سري حيواني سري اوزراعتي افاتوضددرمل په فصلونوکې تطبيق اواستعمال شي نويوه برخه ددغه موادوپه نباتاتوکې ذخيره کيږي اوبيادغذائي ځنځيرله لاري دانسان بدن ته داخليږي هغه مهمه ماده چې زمونږ ګران هيوادکې دڅښلوداوبودکګرتياباعث کيږي هغه عبارت دي ( No3) څخه دغه نايتريت دانسان په معده کې په نايترايت باندي بدليږي اود مرۍ سرطان  باعث ګرځي . همدارنګه که چېرې افت وژونکي په سم ډول استعمال نشي نو انسان ته ﻻندې ستونزي ور پيښوي .

-       دسردرد ،دسرګرځيدل او ضعف .

-       ستومانه کيدل چې دافت وژونکو داستعمال نه دفعتاً وروسته پيښيږي .

-       دپوستکي سوزش اوسوځيدل .

-       دسترګو ، پوزي ،او ستوني خارښ .

-       اود اسهال پيداکيدل .

-       ډيرې خولې راتلل .بي اشتهايي پيداکيدل اود لوږي ختميدل

-       بي هوشه کيدل اوباالاخره مړينه  منځ ته راوړي .

دافت وژونکو علاج

-           افت وژونکي دمختلفو ﻻرو څخه په انسان باندې اغيزه کوي اودډيرو مشکلا تو باعث ګرځي لکه دخولې،پوزي اود پوستکي دﻻرو دانسان بدن ته داخليږي که چېرې درمل  دخولي دﻻري خوړلي وي په دي صورت کې بايد مريض ته لاندې اسانتیاوې برابرې شي .

  1. کوم ځای کې چې درمل يي استعمال کړي وي  بايد دهغه ځای څخه ليري بوتلل شي
  2. –دمسموم کس لپاره لمړي په يو ګيلاس ايشيدلو اوبو کې دوه کاشوغي مالکه واچول شي  مريض ته ورکړل شي مريض به استفراغ وکړي . اوهغه څه يي چې څښلي وي نوټول به استفراغ کړي که چېرې دوايي دخاورودتيلوسره ګډه شوي وي اوڅښلي وي نوبياپرې استفراغ مه کوۍ مريض ته لومړى هګۍ دشېدوسره يوځای ورکړۍ اوبياورته دمالګى اوبه ورکړۍ که چېرې ډاکټرموجودنه وي اودمريض حالت خراب  وي نوبياورته ( Charcoal) يعني دلاټين تورکى ورکړي شي که چېرې سړى بې هوښه شووپه بیړه يي تر ډاکټرپورې ورسوۍ که چېرى درمل  يي دبدن سره په تماس کې شوې وي سمدستي ترې جامى بايدويستل شي بيابه يي ښه مزيدارپه صفااوبودصابون سره يوځای ومينځۍ بيابه يي په څادرکې تاوکړۍ ښه تود به يي وساتي.

که چېرته دوايي سترګوته تللې وي هغه به مسلسل ترلسودقيقوپورې ومينځۍ اومريض به سترګى نه بندوي . ترڅوزهري اثريي له منځه لاړشي که چېرې سړى بې هوښه شوو نوسمدستي دډاکټرته ورسول شي اوخوله کې بايدورته دسمال ورکړل شي ترڅوژبه ونه خوري که چېرته ژبه يي نښتې وي نوبياترې ژبه په لاس راوباسۍ ترڅوتنفس یې جاري شي که چېرې ( Organo phosphate) يي خوړلي وي نوبياورته ( Atropine) او( 2PM injection) يوځای وکړۍ . که چېرته ( Chloronated Hydro Carbons) يي خوړلي وي نودې ته ( Atropine) مه ورکوۍ ځکه دمرګ سبب يي ګرځي خوکه چېرته ( Carbamates) يي خوړلي وي نوديته صرف ( Atropine) استعماليږي که چېرته

( Chlorolated Hydro Carbon) يي خوړلي وي نود دې لپاره ( Barbiturates) يا( Dizapam) استعماليږي که چېرته دمږکانودوايي خوړلي وي ددي لپاره بيا( Vit k) ورکړۍ خوددې لپاره بايدهيڅکله نشي موادلکه اپين اونر استعمال نشي .

                 

دافت وژونکودناوړه استعمال مخنيوى

دافت وژونکوناوړه اغيزې دهغي دخالي قطيو، بوريو اوبوتلونوله مخې هم زياتې رامنځته کيداى شي ددې لپاره په کارده چې ټول افت وژونکي په ډيراحتياط سره استعمال شي اوله ډبيوڅخه ويستل شي.

ددي لپاره چې چاپيريال اوخلک دافت وژونکو د ناوړه  اغيزوڅخه خوند شي تش بوتلونه ، کارتنونه ، بوجۍ اوډبي په ډيراحتياط سره بايدخلاص اوضايع شي ځکه ډيروخت لويان اوکوچنيان ددې لو‌ښوپه وجه دډيروبدوپيښوسره مخامخ کيږي دافت وژونکوډبي هيڅکله په مکمل ډول نه پاکيږي ،داوبواوخوراکي شيانوپه منظورباید استعمال نشي . مخکى دضايع کولونه بايدصاف اوستره وي .دافت وژونکوخالي لوښي بايدپه داسې ځای کې خښ کړای شي چې ددې نه ښکته اور پورته اوبه موجودي نه وي ځکه داوبوسطحې ته ځان رسوي پريمنځل کيږ ي اودنورواوبوسره يوځای کيږي ،اوبودککړتياسبب ګرځي کوښښ دي وکړاي شي چې دامکان ترحده پورې افت وژونکي بايدداسي استعمال نشي که بياهم ورته ضرورت وي نودفني کسانوڅخه دي مشوره واخستل شي اودهغې په هکله ترې معلومات واخستل شي اويادي ( 1600C)سانتیګراد درجوکې وسوځوي کوم چې نوموړي تودوخه کې لوګى اوګيس نه توليديږي اودچاپيريال دککړتياسبب نه ګرځي اوخالي ډبي دى ( 50cm- 18inch) په ژوروالي سره خښ کړای شي

دافت وژونکواستعمال په وخت کې با يد  لاندوټکوته پاملرنه وشي

-   لږتاثيرلرونکي درمل بايداستعمال شي.

-       هغه درمل بايد استعمال شي چې د( LD50) اندازه زياته وي .

-       ډير جذب کیدونکي درمل بايداستعمال نشي .

-   پرته دضروت څخه بايددرمل استعمال نشي .

-   ددرملو استعمال بايددفني اشخاصودمشورى سره سم اجراشي .

-       دباغ څښتن بايددحاصل راټولولوپه وخت کې خپلى سترګى ، خوله ، اولاسونه دحاصل سره ونه لګوي .

-       دخوراک نه مخکې بايدخپل لاسونه پاک پريمنځي

-   دحاصل راټولولوپه وخت کې بايدخوراک ونه شي ميوي اوسبزي بايددخوراک نه مخکى پريمنځل شي .

-   دواپاشۍ جامي بايدجداوي

-       دوايي بايددتيزلمرپه وخت کې استعمال نشي استعمال مناسب وخت يي سهاراومازيګردی .

-       په ګودامونوکې بايدافت وژونکي دبدواغيزونه دبچکيدولپاره اوبوسره نږدې نوي .په عمومي توګه داوبوسره ديوځای کيدونه اوراخلي ددې لپاره چې دافت وژونکو دناوړه استعمال په وجه دزياتونارغيواومشکلاتوڅخه مخنيوی وکړو بايددلاندې طريقوڅخه ګټه واخستل شي

 

 ١-      بيالوژيکي طريقه ( Biological control)

په بيالوژيکي کنترول کې دپتوجن اوافت په مقابل کې مقاومونباتاتواو ورايټيوکرل اوانتخابول دي چې په دې طريقه کې دمايکرسکوپي ژونديوموجوداتوڅخه اوهمدارنګه يوپتوجن دله منځه وړلولپاره دبل پتوجن څخه استفاده کووچې داعمليه ( Hyper parasitism ) نوميږي مثلامونږ بکتريادفنګس دوژلولپاره استعمالوو لکه ( Trichoderma lignurum ) څخه بيالوژيکي درمل جوړووچې ( Trichodermin) نوميږي يوکيلوګرام په في هکتارساحه کښې استعماليږي .

 

2       - کرنيزه طريقه ( Agricultural  method)

داډول مخیوی برته له دې څخه  چې کيمياوي بيالوژيکي اوفزيکي فکتورونه عملي شي دانسانانودفعاليت اوطريقودتنظيم په وسيله سرته رسيږي ددې طريقي په واسطه بعضي وختونه يوبوټی اويوې ساحې څخه دناروغۍ عاملين په مجمعي توګه له منځه تلای  شي . دميزبان نبات مقاومت زياتوي اودپتوجن لپاره ناروړه شرايط رامنځته کوي اوپدې ترتيب دناروغيومخنيوی کيږي کرنېزکنترول په لاندې ډول خلاصه کيږي .

-       دکوربه بوټي له منځه وړل

-       نوبتي کرنه ( Crop rotaion)

-       نظافت مراعت کول

-       دنبات دودې لپاره شرايط برابرول

-       دافت اوپتوجن لپاره نامساعده شرايط بربرول

-       دانساجوکښت (Tissue culture)

 

-3قانوني طريقه (قرنطين)

ددې لپاره چې په يوهيواديايوولايت کې دنباتي افتونودننوتلوڅخه مخنيوی وشي نودقرنطين دڅارنې لاندې کرنه اوساتنه ځنې وختونه دکوربه بوټودلمنځه وړلولپاره په کاروړل کيږي . کچېرې افتونه داسې سیمې  ته داخل شي چې پخواهلته افتونووجودنه درلودنسبت هغې سیمو ته چې افتونه پکې موجودوي زيات زيان رسوي . ددې لپاره دقرنطين عملي کول ضروري دي چې دباندني اوپردي افتونواوناروغيوڅخه مخنيوی وشي

ددې لپاره بايددهيواداوياسرحدي سيموبندرنوکښې دقرنطين تجربه لرونکي کسان وګمارل شي ترڅودناروغواوفت لرونکومحصولاتواونوروشيانومخنيوي اوڅارنه وکړي . اودهغوي داخليدوته اجازه ورنکړي چې پدي سره دډيروناروغيودخپريدومخنيوي کيږي اوهم ديوې سيمې افتونه بلى سيمې ته داخل نشي .

 

-4 ميخانيکي مخنیوی (Mechanical control)

پدې طريقه کې دکيمياوي موادوڅخه استفاده نه کيږي . دميخانيکي طريقوڅخه کاراخستل کيږي پدې طريقه کې مونږدحشراتودمخنيوي لپاره ژورغالي اوباسوواوبياحشرات دلاس په ذريعه راټولوو اوپه هغوي کې اچوو اودخاورې لاندې یې کوو اوياهم په څیړنیزو فارمونوکې دحشراتوهګۍ راټولیږي او له منځه وړیل کیږي.

 

-5 فزيکي کنترول (Physical control)

-       په فزيکي شکل سره دناروغه برخي ټولول اوسوځول .

-       ديخي اوتودي هواسره دافت مخامخ کول

-       دتودوخې په واسطه دخاورې تعقيم کول

-       دتودې  هواپه وسيله دتکثري برخومعامله کول .

-       دشعاع په وسيله دافت مخنيوی . چې البته داطريقه دلومړي ځل لپاره دکابل پوهنتون استادپوهاندبازمحمد( شېرزاد) پوسيله ترسره شوه چې نوموړي دپيازواوالوګانوکريټونه ترمطالعې لاندې ونيول اودګاماشعاع پوسيله يي يوشميرککړاويوشميرنوريي همداسې پريښودل دډيروخت څخه پس يي وکتل هغه چې دګاماشعاع پوسيله ککړشوي وه روغ رمټ اوخوساشوي نه وه اونورخوساشوي وه

 

-6کيمياوي کنترول (Chemical control)

که چېري افتونه اوناروغۍ په نوروطريقوکنترول نشي وروسته دکيمياوي مرکباتوڅخه کاراخستل کیږي. ترڅودافتونومخنيوي وشي چې داترټولولنډه اواسانه طريقه ده خوپدې کې بايددډيراحتياط څخه کارواخستل شي اودرمل بې ځایه استعمال نشي ځکه دابياډيرزيانونه اومشکلات منځته راوړي .

   نتيجه ګيري

دپورته څرګندونوڅخه داسې نتيجه لاسته راځي چې صاف اوښکلی چاپیریال دژوندي موجود دژونددبقالپاره ضروري شرط اوانسان ددې ماحول دسمسورتيااوککړتيالمړني عامل دي .په خپل لاس خپل ژوندپه خطرکې اچوي اوفت وژونکي هم دککړتياباعث ګرځي که ديوې خوامحصولاتوپه زياتيدوکې ونډه اخلي له بلې خواڅخه يي زيانونه هم ډيرزيات دي ځکه همدافت وژونکي په انسانانوکې داسي ناروغۍ منځته راوړي چې علاج يي ناممکن دي غذائي ځنځيرته داخليږي اوانتقال کوي دوحشي ژوو دانقراض سبب ګرځي دتودوخې د درجي دلوړيدوسبب ګرځي اقتصادي زيانونه رامنځته کوي دچاپیریال ککړتياباعث ګرځي خودبله پلوه ددې په نه استعمال سره ځینې حشرات اوناروغۍ زياتيږ ي حاصلات کميږي لوږه اوقحطي رامنځته کوي. مشکلاتودحل لپاره بايدافت وژونکي په ټاکلي وخت اومقدارسره استعمال شي اودمسلکي کدرونوڅخه بايدمشوره واخستل شي

   سپارښتني

دذکرشوومعلوماتوپه نظرکې نيولوسره دارنګه سپارښتنې کولای شووچې ځني ستونزې چې دافت وژونکودناوړه استعمال څخه منځته راځي په لاندې ډول   اصلاح کولای شوو

-1 افت وژونکي بايددمسلکي اوفني اشخاصودمشورې سره سم استعمال شي

-2 ددرملو استعمال په وخت کې بايدحفاظفوي سامانالات لکه دسکش ، عينکې ، د درملو د شیندلوخاصې جامې ، ماسک اونوراستعمال شي

-3 ددرملو استعمال بايددسهاراومازيګرلخواترسره شي

-4 دزهري درملوداستعمال په وخت کې بايددهرقسم خوارک نه ځان وساتل شي اوحتي سګريت هم ونه څښل شي.

-5 له ځینو درملونوڅخه زهري ګيس خارجيږي ،داډول درمل  بايددخوب کوونکوته نژدي اويادکوټې داخل کښې ونه ساتل شي.

-6 په کوم ځای چې دوايي استعمال شي بايدمرغان اوحيوانات تردوه هفتوپورې هلته پريښودل نه شي

 اوهم سبو اوميوه جات تر (15) ورځووروسته استعمال شي

      ماخذونه

١-اندارابى ، احمدى ،محمد شعيب، مر ز ا ده عبدا لر زاق حفا ظت کيميا وى نبا تا ت نشرا ت پو هنتو ن کا بل

٢- صد يقى  پو ها ند پير محمد (افات مهم زراعتى در افغا  نستا ن )١٣٦٥ ه ش

٣-زراعتى ادويا ت اور ان کا محفوظ ا ستعما ل  د صو به سرحد د محکمه زراعت نشرات ٢٠٠٤ م کا ل

٤-پروفيسور نصير حسين د کرنيز درملو لکچر نوټ ٢٠٠٥ م کا ل

٥-زراعت سرحد مجله پيښور ٢٠٠٥ م کا ل

٦-ايکا لوژى افغا نستا ن  حسن يا ر   پو ها ند امير شاه 

سرپاڼه