په افغانستان کې د جنغوزيو ځنګلونه
ترتيب کونکي : احــــــــــــــمد ((ذيشان عالم زي ))
سريزه:
دا يو څرگند حقيقت دى چې افغانسان يو زراعتي هيواددى په سلوکى %٨٥ خلک دکرنې په چارو بوخت دي او همدارنګه په په سلو کى%٨٠ عائيدات دکرنې او مالدارۍ څخه په لاس راځي .
او دا هم دهيريدلووړ نده چې ځنګلونه خداى پاک مونږ په وړيا توگه او زمونږد انسانانو لخواد هيڅ ډول پيسولګولو پرته دالهي محبت او شتمنى په عنوان په امانت ډول را کړي دي ابدي او زوال نه منونکي ګڼل کيږي دا طبیعى شتمني د ټولو نسلونو ميراث دي.
او هيڅ نسل داحق نلري چې دا طبعي ميراث له منځه يوسي او تخريب يي کړي او يا يوازي او يوازي پخپله تري ګټه واخلي بلکي يوازي دا حق لري چې ددغه پانګي دربحى څخه ګټه واخلي او اصل پانګه راتلونکي نسلونو ته وليږدوي او همدارنګه ځنګل د انسان د پيدايښت د ورځي څخه تر نن ورځي پوري دا اهميت او ارزش وړ ؤه لکه چې اولي انسانانو د ځنګل د لرګيو ځخه د اﻻتو او افزارو په جوړولو او همدارنګه د کورونو په جوړولو کي استفاده کړيده او کله کله به اولي انسانانو د کوم متوجي شوي خطر څخه د خلاصون په منظور وني ته ختل او وني ته ختل او وني به يي دخپل نجات لپاره کرلي تر څو ددښمن څخه په وي په اسني سانس او تکنالوجيکي عصر کي نه تنها ځنګل پخواني اهميت حفظ کړيدى بلکي ارزش يي د پخوا څخه اوس ډير زيات شويدي لکه د ځنګل د محصلاتو څخه د فلم اخستل ،باروت، الکول، د حيواناتو د خوراک موادو کي، مصنوعي وريښم، تعميراتو، دلرګيو پلونه، موبايل جوړول او د نورو اﻻتو اوافزازو په جوړولو کي کار اخستل کيږي.
همدارنګه د کاغذ جوړولو چې حياتي ارزښت لري هم د ځنګل د محصلاتو څخه تر سره کيږي د ځنګلونو څخه په فني ډول سره استفاده او د ځنګل ساتنه او څارنه نه تنها د خلکو اقتصادي ژوند څخه بلکي د يو مملکت په اقليم ،خاوره ،اوبه ،او هوا کى هم خورا زيات رول لري اما په تاسف سره بايد ووايو چې په افغانستان کي فريب د صنايعو د ځنګل د فوق العاده لوړ دي همدارنګه بايد ووايل شي چې ځنګلونه د هيواد طبعي شتمني ده .
او د هغوى ساتنه ، روزنه د خلکو د ملي ګټو سره توافق لري په هيواد کي د طبعي منابعو او شتمنيو او په تيره بيا د ګاز سکارو او نورو کانونو پخوا کي چې هر کال تري زياته ګټه اخستل کيږي او د ملي اقتصاد د پياوړي کيدو په برخه کي زيات ارزښت لري.
همداراز د پکتيا ځنګلونه چې په خپل وار سره د هيواد د طبعي منابعو څخه شميرل کيږي چې د ودانيو او ژوندانه د نورو ضروري وسايلو په جوړولو بر سره په صنعتي چارو کي هم تري په زړه پوري استفاده کيږي .
بايد وويل شي چې چې له نيکه مرغه زمونږ هيواد کي د جمهوري نظام په راتلو سره په بيلا بيلو اړخونو کي د چارو دښه کيدو او پرمختګ تر څنګ د ځنګلونو د ساتني او روزني او د هغيو څخه د فني او اقتصادي ګټو اخستلو ته هم د جمهوري دولت پام زيات شويدي .
که چېري د پکتيا د ځنګلود ساتني او روزني او له هغوي څخه د فني او افتصادي ګټو اخستلو او دنيا لګيو د ايښودلو په وسيله د پکتيا وطن دوست خلک د هغي ملي خدمت کي برخه واخلي نو له يوي خوابه د ځنګلونو دمهوه (ورکيدو )مخه نيول شوي وي او د بلي خوابه د په فنى توګه ځنګلونو څخه د ښي استفادي لپاره لاره هواره شويوي.
په اکثره پرمخ تللو هيوادونو کي د ځنګلونو څخه د اقتصادي ګټو اخستلو په خاطر ميتودونه موجود وي چې د هغي په واسطه حصاراتو څخه مخنوي شويدي ولي بايد ووايو چې هېوادته د جمهوري نظام په راتللو سره په کوټک او ځاځيو اريوب خواږي سيمي د منډاهير په دولتي ځنګلونوکي هم د ونو د قطع کولو لپاره د ماشيني الاتو او افزازو څخه کار اخستل کيږي .
همدارنګه د پکتيا ځنګلونه چې زمونږ د هېواد يوه مهمه اقتصادي منبع ده نه تنها د پکتيا د خلکو لپاره بلکى ټول افغانستان لپاره حياتي ارزښت لري نو کچېرى په يوازي ډول ووايو چې د جنغوزیو وني ښه اقتصادي ارزښت لرى بده به نه وي هغه که د ميوى له نظره وي او که د لرګيو له نظره وي ښه اقتصادي ارزښت لري نو ما وغښتل چې په ډيره زيار سره دډيرو کتابونو څخه د جنغوزیو په باره کې معلومات راټول راټول کړم او خلک تر يو څه معلومات واخلي او په اهميت يي پوه شي نو دادې دا معلومات مي راټول تاسي مخکي پراته دي چې څه نيمګړتيا وي ولري هيله ده چې ما وبښي او نيمګړتياوي راته راپه ګوته کړى په پښتنه مينه .
دجنغوزیو وني :
د جنغوزیو ونې د غوزه لرونکو ونو په کورنۍ پوري اړه لري چې علمي نوم يي (Pinus gerardiana) دي په انګلسي کښې دميو ې نوم په (Pine nut) او ياEdible pine نومونو سره یادیږي .
او همدارنګه د جنغوزیو وني (pinacea) په فاميل پوري اړه لري چې پدي فاميل کي ١٠٠ جنسونه سره يو ځاي کيږي چې غوره يي Pinus (کاج) Picea(سرب) Abies (بيجور) Taxus (سربين) Juniperus (د غرنۍ سروه )او داسي نور دي د جنغوزیو وني Pinus په جنس پوري اړه لري او همداراز و جنغوزیو ځنګلونه په افغانستان او يو شمير نورو اسيايي او اروپايي هيوادنو کې موجود دي . چې بيلګي يي د سابيريايي ځنغوزي او کوريايي جنغوزیو په ګوته کولاي شو او محلي نومونه يي په مختلفو مناطقو کې مختلف دي لکه: جلغوزي ،جلوزه ، زنغوزي سلبلو په نومونو ياديږي څرنګه چې ځنغوزي د افغانستان يوه مشخصه ميوه ده شايد په نورو ممالکو کي لدي سره څوګ اشنا هم نه وي .
يوازي په کم مقدار سره دهماليا په غرونو کي پيداکيږي .چې دومره د توجو وړ ندي ګرځيدلي .
په همدي اساس ځنغوزي يوازي په افغانستان کې ډير پيداکيږي .
د جنغوزیو اقتصادي غذايي اهميت او ارزښت:
ځنغوزي يوه مغز لرونکي ميوه ده چې په هغه کي 7.5%ر طوبت او3% معد ني مواد لري ١٤% پروتين ، ٤٩% شخم ، ٢١% کاربو هايدريت ٢٢% الياف چى دا معونى مواد عبارت دي له F2,P,Ca او پکتيت څخه دي همدارنگه شخمي اسيدونه هم لري لکه پالمتيک اسيد، سنداسيد او ريگ شته .
د نباتاتو او ميوه جاتو اسيدونه او داسي نور په کال ١٣٦٧ ه ش کي د يوي مقداري کميټي پواسطه چې د کابل د زراعت د پوهنځي له رياست څخه دوه نفره چې يو د فارمسي پوهنځي اد بل د زراعت او مالداري پوهنځي څخه و پواسطه تدوين او ترتيب او دولتي کميټي ته طبقه او پلان ګذاري شوه او بعضي ميتودونه د جنغوزیو د تعين په خاطر په دروست ډول نوم ګزاري کړل .
د پکتيا ځنګلونه مهمه برخه طبعي ځنګلونه دي چې په هغه کي دنا جو ځنګلوت، سروه ،څيړۍ ، لمنځه ، ځنغوزي ، او بخته، نښتر، او سرپ شامل دي چې دا ځنګلونه د سټوکنډو نه ځدراڼو ته او له خو ست نه تر منګلو څمکنيو او تر اريوب ځاځيو پوري ادامه لري .
د پکتيا ځنګلونه اکلو جيکي او اقتصادي اهمت او ارزښت لري چې عموماً په بي رخمانه ډول قطع شوى او قطع کيږي چې ځني په داخل د افغانستان او ځني په خارجي يا ګاونډيو هيوادنو کي پلورل کيږي چې که هغه چر تراش په خاطر وي او يا د سوخت په منظور وي د جنغوزیو ونو شتوالي پدى ساحه کې د خلکو او منطقي لپاره خاص اهميت لري .
د جنغوزیو راټولولونه او خرڅوني له خوا اقتصادي منابعو د موجوده ساکينونو او يا اوسيدونکو لپاره شميرل کيږي او پدي توانيدلي چې ددي ساحي ځنګلات له قطعه کولو څخه وژغوري او د نموني فصل په دوران کې چې وني تخم نيسي د نوموړي ساحي ميشته خلک نر او ښځي ،ماشومان (خام) د تخم راټولو لپاره سره يو ځاي شوي او يو تعداد خلک د هغوي په ورته کولو (پخولو) او خريد او فروش کي مصروف وي .
په اوسط ډول د يو فاميل عايداد په دي فصل کي په حدود دي (٥٠٠٠) زره افغاني يا (٣٠٠)امريکايي ډالر د جنغوزیو د خرڅولو له لاري لاس ته راوړي .
همدارنګه په راټولولو خرڅولو د چراغ لرګي چې مخکي به ددي څخه په اور لږدونه او روشنايي کي ورڅخه کار اخستل کيده او د يو ماميل د عايداتو ښه منبع ګڼل کيږي کيده .
د تيرو کالو په جريان کي يعني (١٢٨٥)ه ش د کال په حسابداري کې د جنغوزیو توليدات په پکتيا حصوصا د منګلو د جاني خيلو په ولسوالۍ کې په حدودو د ٣٥٠ ټنه توليده ول .
په هغه وخت کې يو من په( ٥٠٠) پنځه سوه افغاني خرڅيده هغه خلک او قومونه چې پدي ځايونو کې ژوند کوي پدي ځنګلونو کې سهم لري او ددغه ملکيت حقوق يي په خاص ډول ځان ته غوره کړيدي.
د هر فاميل حقوق د هغوي د نفرو په تعداد پوري تړلي شويدي کوم چې په يو فاميل کي ژوند کوي چې د عمر په اساس او د قوي مرکو له لاري توزيع شويدي .
عنعنوي قوانين پدي ساحو کې د ملکانو يا مشرانو لخوا مراعات کيږي بعضي شخړي هم د ځنګلونو په تقسيم
باندي منځته راځي چې په نتجه کې دغه ساحات د همدي شخړو په اساس ولاړ پاتي کيږي .
په همدي ډول دا خلک يو بل ته د هغوي د قطع کولو اجازت نه ورکول پرته له اقتصادي عوايدو او ددي ځنګلونو له ميوي څخه بدبختانه پدي وروستيو کلونو کې د چرتراشو خرڅونه او هغوي صادرول نژدي ګاونډيو هيوادنو ته هغه عوامل دي چې د ځنګلاتو قطع کول په يو کسيز ډول هم تر سره کيده او دا واضعه تر هغه وخته پوري ادامه پيداکوي ترڅو چې ددي کسانو لاس لنډ او جدي محافظتي تدابيرونه ورته ونيول شي تر څو زمونږ د ګران هيواد ښکلا ، اقتصاد او شتمنى يو پردوه شوي او د نورو ګاونډيويانو سره په سيالۍ کي سيال شي .
د انتشار ساحه :
د جنغوزیو ځنګلونه د ژوند له پلوه د پنتيم او ټيټو ساحو کښي قرار لري چې زياتي وني په دي طبقه کښي عبارت له جنغوزیو څخه دي چې د پکتيا ، لوګر ، کاپيسا ، کنړونو ،لغمان او دننګرها ر ولايت دخوږياڼو د سپېن غره په لمنه کى دا نوموړي وني د بحر د سطحي څخه m ١٨٠٠څخه تر m ٢٣٠٠ پوري ارتفاع لري او د نوموړي طبقي خاوري معمولا نيمه سطحي او په بعضي ځايو کې سطحي او حتى ريګزاري دي .
او همدارنګه اقليم ئي مرطوب او کلنې اورښت ئي mm ٦٠٠-٤ ملى متره پوري ريکارډ شويدي .
چې دغه طبقه د Pentiume په نوم ياديږي .
او همدا راز نيله ايز سيستم ئي ميله ډوله دي او په خاورو کې د رومي او داسي خاوري خوښوي چې طبعي او مصنوعي جرونه ولري ځکه چې جرونه د اوبو ډنډو او د خاوري د جبه زار کيدو مخنوي کوي دغه ډول خاوري د جنغوزیو د ونو لپاره په زړه پوري ګڼل کيږي او د زيم سره نه پخلا کيږي خاوري بايد د غذائي موادو د درلودلو له پلوه شتمني او تازه او ښيرازه وي .
د جنغوزیو ونې د نښترو د ونو پرتله لږي رڼا ته پوره اړتيا لري او هم ټاکلي اوبه او هوا د اقليم نه غواړي . يعني په هر ډول شرايطو کې وده او ژوند کولاي شي او په ځنګلونو کې هم له نورو ونو څخه جلا وده کوى او هم د نورو ځنګلي ونو سره ګډه ځنګلي ټولنه جوړوي .
نباتي ځانګړتایوې:
د جنغوزیو ونې بطي نمو لري ولي قوي تني لري چې د هغوي ارتفاع m ٤٥ او د محيط ساحه ئي ( ٣ – ٢ ) مترو پوري رسيږي او د ٤٠٠ - ٣٠٠ کالونو پوري عمر لري او دغه وني هميشه شني ( هميش بهار ) يا Ever green دي نوي نودي ئي تيز شين رنګ لري يا تيز شين زيتوني رنګ لري او همدارنګه ستن لرونکي غوندي پاڼي لري .
او په يو بنډل کښي پنځه عدده ستني موجودي وي چې د ستنو طول ئي ( cm ١٥ - ٥ ) پوري رسيږي .
د جنغوزیو ونو ساقي مستقيمي وي او د نصواري رنګه خړو چاودلي پوستکي پواسطه پوښل شوي وي او د وني بڼه ئي شړمه او يا خپره او ځانګوره وي . او همداشان د لرګي رنګ ئي زيړ نصوراي وي چې له دي لرګيو څخه په صنعت کښي لکه خطا کي يعني ( ساز سامان ) او نورو لوکسو سامانونو په جوړولو کې ور څخه استفاده کيږي .
او د جنغوزیو د ونو پخي شوي غوزي نسبتا لوي او بضوي شکل لري او د غوزي اوږدوالي ئي mm ١٣٠ – ١٢٠ پوري رسيږي او د دوي ميوي محروطي شکل لري چې طول ئي mm ١٢ -١٠ پوري رسيږي چې د زنغوزيو په نوم ياديږي .
په هغه وخت کښي کله چې د غوزي نه خارج شي زنغوزي ورته وايي . د جنغوزیو وني په غمومي ډول د ريزين ( يژي ) په لرلو سره ډير زر اوراخلي .
د جنغوزیو وني د يو متر مکعب لرګي د kg ٧٥٠ - ٧٠٠ پوري وزن لري .
په جنغوزیو کښي د اقاح عمليه :
د القاح عمليه د ګرد افشاني څخه وروسته يو کال صورت نيسي يعني د جنيونو د انګشاف عمليه په دوهم کال صورت نيسي ( دوه کاله وروسته د ګرده افشاني څخه )
او د جنغوزیو ونو غوزي چې پخي شوي وي ډېري لوي په بضوي يا محروطي شکل لرونکي وي . نو لدي کبله د جنغوزیو وني هر کال حاصل نه ورکوي او پدي اساس د هغوي نرخ په تجارتي مارکيتونو کې او بازارونو کې ثابت يا يو شان وي او د جنغوزیو وني د عمر په لخاظ د ١٢٨ څخه تر ١٣٠ پوري غوزي نيولي شي .
چې د ميوي تعداد ئي په هر غوزخ کې له ١٠ څخه تر ٧٠ پوري رسيمي چې يو کيلو ګرام ئي په تحميني ډول ٢٨٢٠ عدده ميوه کيږي .
د جنغوزیو ونو ميوه معمولا د ميزان او عقرب په مياشتو کشي پخيږي او د هغوي د غوزو د راټولو قابليت لري په غوزو کې ډير شمير ځانګي ( خاني ) موجودي وي او په هره څانګه کې ئي ( ٢ ) تخمونه تشکليږي.
د جنغوزیو څخه لاس ته راغلي نيني شوي تخمونه بيا د خرڅلاو لپاره بهرانيو او يا په داخلي بازارونو کې وړاندي کيږي .
د افت وهلو جنغوزیو د اندازه ګيري طريقي:
١ - نه رسيدلي سالم ځنغوزي ښه ميده او سره محلوطه و او په لين مائير کې ئي اچو او بالاخيره د هغوي له پاسه اوبه علاوه کوو تر څو شين بخن رنګ غوره کړي .
٢- وروسته له ١٥ دقيقو څخه هغه ته جوش ورکوو د جنغوزیو منځ ( مغز ) دافت وهلوو له نظره معينه او د افت وهونکو مغز د لاندي رابطي په اساس محاسبه کيږي .
١٠٠ x په مجموعه کې د جنغوزیو مغز تعداد = د جنغوزیو افت وهونکو فيصدي او د افت وهونکو جنغوزیو معز اندازه – د جنغوزیو د اساتفادي وړ لخاظه .
١: - د جنغوزیو ميوي په ونو کې وروسته په پخوالو په خام ډول خوړل کيږي .
٢: - د د جنغوزیو ميوي وروسته له يو داغ څخه داستفادي وړ ګرځي .
٣: - په حدود د % ١٠ کې د جنغوزیو وړه له نورو وړو سره محلوط او له هغي څخه د ډوډي په پخولو کې ګټه اخسيتل کيږي .
٤ :- د جنغوزیو ميوي له کشمشو سره ورسته له ډوډي څخه د شين چاي سره د وچې ميوي په شکل خوړل کيږي .
٥: - په يوه نوعه شوله کښي يعني ددي شولي په پخولو کې چه دي نظر بي بي په نوم ياديږي ور علاوه کيږي .
٦:- د جنغوزیو ميوي څخه د ځينو خوږ اوازو مرغانو په تغذيه کښي هم استعماليږي .
٧:- د جنغوزیو ونو د ميوي غوړي او شيري څخه چې شين زيړ ته مائيل رنګ لري او د ځينو امراضو په تداوي کې په خاص يا محلوط ډول د ځيني طبعي نباتاتو سره يو ځاى د استفادي وړ ګرځي .
٨ : - د جنغوزیو د طبعي کنډ ( ژاولي ) چې انګليسي کې ورته Gum وايي په ځينو محلي او کليوالي سيمو کې د زخمونو د تداوي لپاره ور څخه کار اخيستل کيږي .
قوريه :
د قوري او يا روزنځاي اصطلاح ( Nursery ) هغه ځاي ته ويل کيږي چې په هغه د ونو نيالګي روزل کيږي او روسته د هغي دايمي ځايونو ته انتقاليږي .
احيانا ځنګلونه اکثره د نيالګيو په وسيله په قوريه کې روزل کيږي تقريبا ټول نيالګي چې په قورته کي تر بيه کيږي د تخم څخه لاس ته راځي .
مګر يني انواع يي لګه پنجه چنار ، ولي ، خرولي ، سفيدار ، بيد انځر د قلمو پواسطه تکثر کيږي .
که چېري تير تاريخ ته نظر واچوو په افغانستان کې محدود قدمونه د ځنګلونو د احياً په برخه ګښي اخيستل شوي .
يوازي د پکتيا د انکشاف پروژه په کال ١٣٤٢ څخه تر ١٣٥٦ پوري د ځنګلونو د احياً په برخه عملي او مالي قدمونه اخيستي .
د خوست او کوټکي په قوريو کې په لس ګونو زرو نيالګي د غرسي ( کيښولو ) د پکتيا په مختلفو ځنګلونو کې تهيه کړيدي د پغمان قوريه چې په ١٣٣٤ کال کې تاسيس شويده .
د زينتي ونو د نيالګيو په تهيه کولو کې مثبت ګامونه اخيستي دي او همدارنګه د غير زينتي وني يي د ښاري پارکونو او د کابل د ځيني کليوالي برخو لپاره تهيه کړيده او همدارنګه کولاي شو چه قوريه په دوو د ستو تقسيم کړو :
١: - موقتي قوريه :
موقتي قوره معمولا د هغو نيالګيو د تهيه کولو په منظور چې محدود نمو ئي فصل ولري د ځنګلداري پروژه کې شامليږي .
موقتي قوري معمولا په هغه ساحو کې چې احيايي ځنګلونه مثلا : د پکتيا يا احداث ( د ترکستان ) چمن زاري ځمکي موقعيت لري .
موقتي قوري بايد د ( ٢ – ١ ) کالو مخکي له ځنګل کاري ساحي څخه معين شي .
د موقتي قوري د توليد ظرفيت د( ١٠٠٠٠ – ٥٠٠٠ ) پوري نيالګي په هر فصل کې وي .
په موقتي قوريو کې معمولا يو کلن ، دوه کلن او په کمه اندازه دري کلن نيالګي توليد يږي موقتي قوري معمولا د محروبه ځنګلونو يا دلږي مودي پروژو تر څنګ په چمن زارو مناطقو کې تعين کيږي .
او همدا شان معلق او على سامان الاتو ته او موادو ته ضورت نه لري وروسته دري قوري نه خپل دايمي ځاى ته وړل کيږي او په دايمي ډول هلته ځاپه ځاي کيږي .
دايمي قوريه :
دايمي قوري معمولا د لويو پروژو او زياتو نيالګيو روزني په هکله تعين کيږي .
او د هغوي روزنه د اوږدي مودي د ځنګلونو په خاطر تثبيت کيږي علاوه ددي څخه دايمي قوري زيات شمير نيالګي په داخلي او خارجي بازارونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندي کيږي ددي ډول قوري ظرفيت او کلني توليد د يو ميليون نيالګيو څخه زيات دي په همدي منظور په دايمي قوريه کې د زياتو نيالګيو په منظور کافي سرمايه او فني اشخاصو ته ضرورت دي .
همدارنګه دايمي قوري بايد د دايمي اوبو لرونکي وي او په همدي ډول دايمي تعميرات د فني وسايلو د ايښودلو لپاره ولري همداشان د هر رنګه امراضو او افتونو څخه محفوظ وي او که د کوم مرض نښي وليدل شي نو فورا د هغوي لپاره بايد معين تدابير ورته ونيول شي .
او د هغوي د مناسبو اوبو لږول ، د مناسبو سرو استعمال او د خاوري خاصلحيزي بايد په نظر کي ونيول شي .
٣: - د انواعو انتخاب :
د مناسبو ونو د انواعو انتخاب او دهغوي کښت په قوريه کې د ځنګلونو د احياء لپاره د دوي د موقعيت په لاره کې يو مهم ګام دي .
بومي ( اصلي ) وني چې د هغوي تکامل د ميليونو کالونو راهيسي چې په خاصو جغرافيي او اقليمي شرايطو د نوموړي ساحي سره توافق کړي دي او د هغو انواعو ته اولي حق ورکړل شوي دي چې خارجي هيوادونو ته انتقاليږي .
ددي باوجود داخلي نوعي ئي نظر خارجي نوعوته ښي دي مګر خارجي نوعي ئي بايد د نظره ونه غورځول شي .
د خارجي انواعو د ودرولو لپاه بايد له ډير احتياط او دقت څخه کار واخستل شي او د نوموړو موجوده ونو ايکولوجيکي شرايط بايد مطالعه شي او تقريبا مشابه او اهمي نقطي ئي بايد تعين کړل شي .
او راورد شوي نيالګي هدف پايد روشان او وروسته د ازمايښتو او تجربو څخه کښت اوارزيابي شي .
او هرکله چې د څو کلنو تجربو نتايج وڅيړل شي او د هغوي وارد کول په اقتصادي لحاظ ګټور او د بومي انواعو سره بايد مقايسه شي .
د ممتاز والي په صورت کې بايد تکثير او انتشار ورکړل شي مګر هغه نوعي چې بدون د مطالعي او تحقيق څخه هيواد ته واردي شي وروسته له واريديدو څخه زيات مالي ( خطر ) زيانونه او همدارنګه د ايکو سيستم د تعدل د ګډوډيدو سبب ګرځي .
بعضي وخت د خارجي انواعو رشد ممکن په دي اندازه زيات دي چې غالبي نوعي يا Dominant spp حالت ته ورسيږي چې د بومي نوعي انتشار باالخصوص نادر انواع ( صبر ، صنوبر ، سروا ، ځلغوزي ) مخنوي وکړي .
او ددوي ژوند متحد وي .
او همدا شان ارثي زخاير ( Genetic pool ) چې د ايکو سيستم د بقاء لپاره ضروري دي زر يا وروسته له مينځه يوسي .
دا مسله بايد سرسري ونه ګڼو او هغوي ته بي اعتباره نشو ځکه چې څو ځله را ثابته شويده هغه نوعي چې هيواد ته راوريدي شويدي او يا په خاص ډول کره ( براعظم ) ته لاره پيدا کړيده زيانمن عواقئيب يي منځته راوړي دي او د توجو وړ حصارات ئي هغه هيواد ته رسولي چې ډير مثالونه ئي وجود لري چه د هغوي ګنجايش پدي واړه رساله کي نا ممکن دي خارجي متخصيصين د هغو انواعو او نباتاتو چې نورو ....
هيوادونو کې د هغوي کر ګټور ده مونږ ته توسع کړي . بايد دغه توسع د نورو توسعو سره چې په مزريعه کې ازمايش شوي جواب ورکړو .
د جنغوزیو د راټولو طريقې :
لکه څرنګه چې ځنغوزي د هميشه لپاره شين نبات دي او دا خپلي مخروطي غوزي دميزان له لسم څخه شروع کيږي اودعقرب د مياشتي تر اخر پوري د جنغوزیو هغه داني چه په غوزو کې قرار لري پخيږي کله چې د ځنغوزي غوزي پخي شو نو د مهلي خلکو لخوا په ټولنيږ او په يوازي توب د ځنګل په طرف ځي او د خپلي فايدي لپاره ئي راشکوي او د جنغوزیو ټولونه په لاندي ډول سره صورته نيسي .
١:- خلک د يو ااوږد لرګي پواسطه چې ددي لرګي په سرکري د لور په شکل چنګک لري چې ددي چنګک پواسطه د ونو څخه غوزي پري کوي او همداشان ځيني خلک د لاس پواسطه راټولوي او څه وخت چې دا غوزي راجمع کړي د نقليه وسايطو په واسطه د ځنګل څخه کورونو ته انتقالوي او په کور کې يي په وچ ځاي او سيوري کې تر يوي مياشتي پوري زخيره کوي او هره ورځ ورباندي دوه يا دري ځلي اوبه شيندي او د قوس د مياشتي سړه هوا په راتلو سره په غوزو باندي تاثير کوي چې په نتيجه کې ټولي غوزي د ژاولي څخه وچېږي او وروسته د يو لرګي پواسطه ټکول کيږي او د هغه داني چې په غوزو کې موجودي وي په اساني سره تري راوزي او د استفادي وړ کرځي .
د جنغوزیو د تخم د شين کيدو قوه چې راسا په زمکه کې کرل کيږي د هغه په تازه ګې پوري اړه لري چې دا تخمونه په قوريه کې د ٢٠ د عقرب څخه د قوس تر اخيره پوري چې هوا مساعده وي واوره او يخ په زمکه باندي نه وي او د پسرلي په موسم کې د حمل د مياشتي څخه شروع د ثور تر اخيره پوري دوام لري يعني تخم کرل کيږي .
د ځنګلونو اهميت :
١: - د لرګيو څخه يي په مختلفو برخو کې کار اخيستل کيږي لکه تيرونه ، کړکي ، دروازي ، ميزونه ، پنسل او کاغذ جوړولو کي .
٢: - د هوا تصفيه – ځنګلونه د طبيعيت د فلتر او ښارونو د شنه شيريان په نوم ياديږي د سوسي څيړنو په وينا يو جريب ځنګلي ساحه ٣٠ ټنه خاوره او دوړي په خپلو څانګو يا پاڼو کې زخيره کوي ( جذبوي ) .
٣: - د سيلابونو څخه مخنوي – د ونو ريښي ځمکه ټينګه ساتي او د سخت باران د زيان مخنوي کوي .
٤:- د وخشي ژويو پناه ځاى : الوتونکي مرغان د ونو په څانګو کې ځالي جوړوي او هګۍ پکښي اچوي همداشان وخشي څيرونکي لکه : ليوان پړانګان ، زمريان ، په ځنګلونو کې ژوند کوي .
٥:- د غذايي موادو توليد : - ځنګلونه نيغ په نيغا او يا په غير مستقيم ډول د غذايي موادو د توليد سرچېني دي لکه ځنګلي فريشونه چې په کوم ځاى کې وي هلته سمارق په ښه ډول پيدا کيږي .
٦:- د چاپيريا تعادل : - ځنګلونه د باران وريدو په اندازه داب هوا او د تودخي درجي ته تغير کي زياته ونډه لري د ځنګلي ساحي په نسبت د غير ځنګلي ساحي د حرارت درجه په سلو کي لس درجي زياته وي .
ځکه خو د ځنګلونو ختميدل د وچکالۍ د پيښيدو او د سيلابونو سبب ګرځي .
٧:- د سون مواد : - د افغانستان خلک په سلو کي ايتا د سون مواد د ځنګل څخه په لاس راوړي .
نتيجه ګيري :
څرنګه چې د ځنغوزي وني د غوزه لرونکو خاندان له جملي خخه دي د Pinus geradiana په نوم ياديږي او مهلي نومونه لکه جلغوزه ، جلوزه ، ځنغوزي سجو ، جنغوزي ورولي په نوم ياديږي چې د پورتينو شحمو ، کاربو هايدريتو ، الياف او معدني موادو لرونکي دي .
هغه د جنغوزیو ميوي چې په ونه کې پيږي د خامو جنغوزیو په نوم ياديږي کله چې دپه ميوه کې سپين رنګه او خلاص داغ منځ ته راشي نو د استفادي ورګرځي او همدارنګه د ځنغوزي ميوه د خوږ اواز لرونکو پرنداګانو ( مرغانو ) په تعذيه کې هم په کار وړل کيږي او د هغوي شتون ( د جنغوزیو ونو × په يوه منطقه کې خاص ارزښت لري او د منطقي خلکو لپاره د هغوي جمع واري او خرڅلاو ښه اقتصادي منبع جوړوي له همدي کبله په زياتو برخو ددي ځنګلو د قطع کولو څخه ډډه شويده او د جنغوزیو وني د سختو شرايطو په مقابل کې مقاومت لري او عموما په سختو ميلان لرونکو سيمو کې قرار لري . او د هغوي نمو بطي او ډيره قوي ده چې حتى ارتفاع د هغوي m ٤٥ او د محيط ساحه يي m ٣ - ٢ پوري رسيږي يو متر مکعب لرګي ( ٧٥٠ - ٧٠٠ ) ليکو ګرامه وزن لري .
مشخص وړانديزونه :
١: - دا چې ځنغوزي د افغانستان د مخصوصو ميوو او د افغانستان په اقتصاد کې لوړ مقام لري بايد هغو ولايتو کې چې اقليمي شرايط يي د جنغوزيو لپاره په زړه پوري وي بايد زيات تکثر ورکړل شي .
٢: - د هغو د ساتني او مراقبت کې بايد جدي پاملرنه وشي .
٣: - د دوي د ودي او صادرولو په برخه کې د ستدر نورمونو څخه بايد استفاده وشي .
٤: - د قوريو لپاره داسي ځاى بايد انتحاب شي چې خاوره ئي حاصلخيزي له مخي غني وي او دا بياري په غعرض په ښه ډول همواره شوي وي .
او د اوبو رسولو لپاره بايد ښي او نژدي منابع ولري .
ومن اله توفيق
ماء خذونه :
١: - ناصري ( ع ) ن ( ١٣٦٧ ) ځنګلداري عمومي پوهنتون کابل ١ – ١٧٦ .
- ٢: - Nedial Kob, S.T ( 1973) Etude Sur – La Management des forest en AFG. FAO .PP 10 – 35 .
٣:- حسنيار،س،ا،م، ( ١٣٦٤ ) د افغانستان طبعي ځنګلونه ص (٣٨-٤٠)
٤- د ملکيار غ، ح، د چاپ کال (١٣٨٣) د افغانستان د ژوند محيط او د ساتني محيط اداره ص (٨٨-٩٠).
٥- ناصري غ، ن، د چاف کال (١٣٨٤) ليکچر نوټ مضمون احداث ځنګل ص (٧٩-٨١).