انتي بيوتيکونه Anti biotics
تعريف :
انتي بيوتيکونه دمايکرو اورګانيزمونو پواسطه منځته راځي او د مايکرو اورګانيزمونو له منځه وړلو لپاره په کاريږي .
تاريخچې :
انتي بيوتيکونه داوږدى مودى راهيسى په طبابت کې استعماليږي چې خپل مقام ئي تراوسه پوري هم په طبابت ساتلى دي .
چې دهغى دجملى څخه پنسيلينونه چې په کال١٩٢٨م کې دAlexandarfleming فنګسونه په پترى ديش کې واچول چې staphylo coccus ئي له منځه يوړل چې وروسته دتحقيقاتو داثابته شوه چې په ګرام مثبتو باکترياو باندې فوقالعاده تاثيرلرونکې دي چې دانسان او حيوان په بدن باندې هيڅ قسم زهري اثرات نلرى چې fleming دغه ماده دpencillin په نوم سره ونومول شو fleming پدى باندې ونه توانيده چې پنسيلين په خالص ډول سره درسته راوړي خو نوموړي اعلان ئي وکړ چې هرکله پنسلين په خالص ډول سره درسته راشى نو کولاي شو چې دهغى يه په ترزيقى ډول استفاده وکړو .
انګليسى بيوشمست Raistrik دفلهمنګ کار ئي تعقيب کړ او په ١٩٣٠ م کال کې کشف کړ چې پنسلين يو عضوي تيزاب دى چې په کلچر داسيدى چاپیریال کې دايترو څخه درسته راځي .
په کال ١٩٤٠ م کې دoxford په پوهنتون کې پنسلين په غير خالص شکل سره تهيه شو . پدي ترڅ کې وموندل شو چې ښه مواد دي او دشيموترافى له نظره دخاص اهميت وړ دي .
په ١٩٤١ م کې دانګستان او امريکا حکومتونه پدي اړه زياته دلچسپى وښوده او بلاخره په کال ١٩٤٩ کې پنسلين په خالص شکل سره لاسته راغى .
دانتي بيوتيکونو تقسيمات :
دانتي بيوتيکونو کيمياوى تقسيمات چې Abraham and Newton لخوا په ١٩٦٠ کال کې تر سره شوي وو . انتي بيوتيکونه ئي په څلورو عمده ګروپونو باندى تقسيم کړي وو .
(١) – هغه انتي بيوتيکونه چې دامينواسيدو دمشتقاتو او يا دهغه ته ورته تشکيلاتو څخه جوړ شوي دي لکه pencillin , Bacitracin , chloramphenicol , Tytrothricin .
(٢) – هغه انتي بيوتيکونه چې ټول او يا يوه برخه دهغوي دAcetrat څخه جوړ شوي وي لکه Nystatin , Griseodalvin , Tetracyclin , Erythromycin
(٣) – هغه انتي بيوتيکونه چې دقندي موادو مشتقاتو لرونکې وي لکه streptomycin , Neomycin
(٤) – ډيرزيات نور انتي بيوتيکونه هم موجود دي لکه Novobiocine په عمومي ډول دطيف په اساس مکروب ضد دواوي په دوه ډوله دي چې Broad spectrum او Narrow spectrum دي .
A- Broad spectrum Anti Biotic
1- Tetracyclines 2- pencillines
- Cl.tetracycline Ampicillne
Oxy tetracycline Amoxacilline
Tetracycline Adi cilline
Rali tetracycline Heta cilline
Doxy tetracycline carbinicilline
Mino cycline Epicilline
De miclo cycline Naf cilline
Lyme cycline Oxa cilline
Uomo cycline 3- chloramphenicol
Meta cycline 4- Gentamycine
Di methylin 5- Kanamycine
Chlor tetracycline 6- Cycloserine
B- Narrow spectrum Anti biotics C- Medium spectrum
Anti biotics
Pencilline Neomycine
Streptomycine Erythromycine
Poly mixin – B
Gramcidine
Methicilline
Cloxacilline
Quinocilline
Amikacine
Tylosin
Bacitracin
Clostin
Lincomycin
Novobiocin
Vancomycin
Rifamycin
دانتي بيوتيکونوپه مقابل کې مقاومت :
دانتي بيوتيکونو په مقابل کې دري نوعه مکروبى مقاومت منځته راځي
١- طبعى مقاومت
٢- کسبى مقاومت
٣- انتقالى مقاومت
(١)- طبعى مقاومت :- دغه نوعه مقاومت دمکروبونو دبيولوژيکې خواص پوري دانتي بيوتيکونو په مقابل کې اړه لري . يعنى مکروبونه دانتي بيوتيکونو سره مخکې په تماس ندي راغلى او ذاتآ دانتي بيوتيکونو په مقابل کې مقاوم دي .
ددي نوعه مقاومت په منځته راتلو کې زيات فکتورونه شامل دي چې مهم دهغوي څخه دمخصوصو انزايمونو افرازدي مثلا دpencillinase انزايم افراز چې دپنسلين دتخريب باعث گرځى .
(٢)- کسبى مقاومت :- دغه نوعه مقاومت په ډير سرعت سره حاصلوي لکه ستافليکوک ، سترپتوکوک ، گونوکوک ، منگوکوک ، او پتوموکوک خوليکن پدي کې ستافليکوکونه په پنسلينو په مقابل کې مقاومت دنورو نه مخکې او زر حاصلوي .
هغه مکروبونه چې ديو نوع انتي بيوتيکې په مقابل کې مقاومت حاصلوي دنوروانتي بيوتيکونو دعين گروپ په مقابل کې هم مقاومت ښيي چې دغه نوعه مقاومت دcrass fesistance مقاومت په نوم سره ياديږي مثلا دټولو تتراسيکلينوپه مقابل کي مقاومت .
(٣)- انتقالي مقاومت :- يو نوع ارثي مقاومت دي چې دمقاومو مکروبونو جينونه حساسو مکروبونو ته انتقاليږي او هغوي هم مقاوم گرځوي .
او يا هم انتقال يي chromosomec mutation په شکل صورت نيسى ددغه نوع مقاومت انتقال ديو نسل څخه بل نسل ته دډير پخواڅخه پيژندل شوي ليکن پدي اواخروکې ثابت شو چې دغه کروموزمي مقاومت نظر دانتي بيوتيک دنوعى پوري فرق کوي .
مثلا :- دسترپتومايسينو په هکله چې ليدل شويدي چې وروسته دڅو محدود نسل نه ډير زر شديد مقاومت حاصلوي . خوليکن تتراسيکلينونه په تدريجى توگه دڅو نسلونو او mutation نه وروسته دمقاومت حوادث منځته راوړي .
همدارنگه نور ميخانيکيتونه هم موجود دي چې په لاندي ډول توضيح کيږي
الف : دTransformation ميخانيکيت :- څرنګه چې پوهيږو Acid deoxyribonudis دباکتريا جينتيکې خواص او حجروي تشکلات (جوړښتونه ) انتقالوي کچيري ددي اسيد يوه اندازه دمقاوم مکروب څخه حساس مکروب ته داخل شي نو حساس مکروب هم مقاوم گرځي .
ب : دconjugation ميخانيکيت :- دمکروبونو دمقاومت انتقال ديو مکروب څخه بل مکروب ته پدي ميخانيکيت صورت نيسى چې دغه حادثه زيات په E. coli کي صورت نيسى . يعنى يو مقاوم E.coli دخپلو جنسى خواصو سره دحساس E.coli سره په تماس کيږي او دمقاوم E.coli څخه جين حساس E.coli ته انتقاليږي او پدي ترتيب سره حساس E.coli هم مقاوم گرځي .
ج : دTransduction ميخانيکيت :- بعضي مکروبونه يا باکترياگانى دمقاومو ويروسونو پواسطه ملوث کيږي چې دغه حادثه دباکتريوفاژ په نوم سره ياديږي چې دغه باکتريوفاژ دمکروب په جسم کې تکثر کوي او دمکروبونو دانفجار باعث گرځي او په نتيجه کې دمقاومو باکترياگانو جينونه حساسو باکترياگانو ته انتقاليږي .
طبيعي پنسلينونه يا Natural Pencilline
تارخچې يا History :- په کال 1877 م کې پاستور او Juber داحقيقت څرگندکړ چې يو شمير مشخصى باکترياوي وده دB.pycocyanase گروپ باکترياوو په وسيله ودريږي .
پدي پيښه کي دغه دمکروب ودريدني خاصيت دمتخصيصينو دتوجه وړ ونه گرځيد ځکه چې دمکروب وژلو تاثيراتو تر څنگ ئي زهري خواص هم درلودل .
پنسلين ديو مکروب د تاثيراتو لرونکې مادي په حيث په کال 1928م کې دAlexander fleming په وسيله وموندل شو .
دپنسلين منابع :- دپنسلين دلاسته راوړلو پخاطر دپنسلين دزياتو نوعو څخه کاراخستل کيږي خو دتجارت په ډگر کي دپنسلين له دوه مهمو نوعو څخه کار اخستل کيږي چې په لاندي ډول دي .
(١)- pencilline natatum
(٢)- pencilline chrysogenum
دپنسلين کيمياوي خواص :
دپنسلين مختلف اقسام دهغوي دساختمان له نظره پيژندل کيږي او ټول پنسلينونه مشابه ساختمان لرونکي دي . پنسلينونه په خپل کيمياوي ترکيبکي دوه مهمى حلقى چې يوه ئى thiazolidon او بله ئى دBetalactan په نامه سره ياديږي په لاندى شکل کي پنسلينوعمومى ساختمان ليدل کيږي .
دپنسلين واحد : هغه کنفرانس چې په کال 1944 م کې په لندن کې ترسره شوه دپنسلين لپاره ئى يو بين المللى واحد تعين کړ ددي کار لپاره دcrystal pencilline .G مالگه ترڅيړنى لاندي ونيول شوه .
ددغى مالگي يو يونټ ئى 0.6mgr سره معادله وشميره نو پدي اساس
1mg sodium pencillin G .pure = 1667 IU
1mg potassium pencillin .G pure = 1559 IU
طبعى پنسلينونو خواص :
دبنزائل پنسلينونو له جملى څخه دسوديم ،پتاشيم ، کلسيم مالگى په زياته اندازى سره په اوبو کې منحل دي خو دپروکائين شکل په کمه اندازه سره منحل دي نو ځکه په وچ چاپیریال کې دپنسلينو دسوديم او پوتاشيم اشکال په 25c حرارت کې ترڅو مياشتو پورى پايدارى لري پداسى حال کې چې په مرطوب چاپیریال کې خپل دمکروب وژنى خاصيت دلاسه ورکوي . که څه هم دفنوکسى پوتاشيم پنسلين يا pencillin . V داسيدو په مقابل کې مقاومت لري خو نور شکلونه ئي داسيدو ،قلوي او حرارت په مقابل کې تخريبيږي .
دبنزائي پنسلين لپاره 6.5 لوړ PH ټاکل شوي چې دحرارت په 40c کې تريوى هفتى پورى ساتل کيداي شى .
Pharmacodynamic :- پنسلينونه دهغه انتي بيوتيکونوله ډلى څخه شميرل کيږي چې دباکتريا په حجروى ديوال باندى تاثير کوي او څرنګه چې باکتريائى حجره دباکتريا لپاره ډير داهميت وړ ده ځکه چې ديوى خوا څخه دخارجى فشار په مقابل کي حفاظت کوي او دبلى خوا څخه ئي ظاهرى شکل ساتى .
ديادونى وړ ده چې پنسلين په ګرام منفى باکترياو باندى تاثير نلرى او همدارنګه په مقابل کې ئي منفى باکترياوي يو شان عکس العمل نه ښايي .
Pharmacokenitic :
(١) Absorption :- کله چې دمحدود ساحى لرونکې انتي بيوتيکونه دعضلى او يا هم دپوستکې لاندى تطبيق شى نو 15-30 دقيقى وروسته په وينه کې اعظمى غلظت توليدوي .
دغه پنسلينونه داسيدو په مقابل کې مقاومت نلري خو بيا هم که چیرې په شخوند وهونکو کې دخولى دلارى استعماليږي بايد دمعمولى دوز څخه پنځه چنده زيات استعمال شى .
(٢) Distriution :- دجذب څخه وروسته په فورى توگه توزيع ئي شروع کيږي پنسلين دبدن ټولو برخو ته توزيع کيږي . زيات غلظت په پښتورګى دوهمه درجه ځيگر او دريمه درجه کې سږي قرار لري . په پتالوژيکې حالت کې مغزو کې غلظت کم دتبى او انفکشن دموجوديت په صورت کې مغزوته په زياته اندازى سره تيريږي .
(٣) Metbolism :- پنسلين تقريبا 20% پخپل حالت دبدن څخه وځى او يوازى 10% ئي دميتابوليزم ترعمليى لاندى راځي چې دميتابوليزم په ترڅ کې pencilloic acid ميتابوليت منځته راځي .
(٤) Excreation :- دپنسلين زياته برخه يعنى دټول مقدار 30% دproximal tobul او پاتى 20% ئي دglumerol filtration په وسيله ترسره کيږي .
دمجموعى اطراح 10% دبدن دمختلفو لارو لکه سږي ، شيدي ، خولى او داسى نورو لارو په واسطه اطراح کيږي .
ددي لپاره چې دپنسلين جذب په وروډول سرته ورسيږي نو procain چې يوه اناستيتيکه ماده ده مرسره يو ځاي کوي .
دطبعى پنسلينونو دتاثير ساحه يا Spectrum Activity :
دغه ډله پنسلينونه زياتره په ګرام مثبتو اورګانيزمونو باندې تاثير لري چې دغى ډلى څخه staphylococcus Aglactica , streptococcus , corynobacteria , cl.wilchi , cl. Tetni , B.Anthracis , Leptospera , Neamococcus , Lestorian او داسى نور .او يو شمير ئي په ګرام منفى باکترياوو باندى تاثير لري لکه E.cosi , shigilla , protus , salmonella , Brucellanicra باندې تاثير لري .
ددي سره سره کچيري په لوړ دوز سره استعمال شى نو په E.coli باندې هم تاثيراچوي او ددي ترڅنګ په Actino bacillosis , Actino mycosis او فنګسونو باندى هم موثريت لري .
خودغه ډله په Rekitsis او ويروسونو باندى هيڅ تاثير نلرى .
دپنسلينونو کلينيکي استعمال :
(١) mastitis (٢) strangle (٣) Jointill (٤) ضدمنوتنفسى انفکشنونو کې چې دحساسو اورګانيزمونو په وسيله منځته راغلى وي
- (٥) کلوستريديان ناروغى لکه coastration په وخت کې دcl. Tetani څخه دوقائي پخاطر Black leg , Botilinum .
(٦) په خوسکيانو کې دنوم دالتهاب په وخت کې .
(٧) دAnthrax دناروغى په وخت کې چې په غواګانو ، پسونو ،وزي او سپو کې دپنسلين څخه په لوړ دوز استفاده کوى .
(٨) په غواو کې دpyleon pyritis چې دcorynobactirium renalis په واسطه منځته راځي . دغه اورګانيزم ورسره په خارج کې حساس دي .
(٩) دMeningitis واقعات چې دلوړي تبى سره مل وي هم ددغى پنسلينونو په واسطه تداوي کيداي شي .
(١٠) Actinomycosis او Actinobacillosis واقعات هم پرى تداوي کيږي Leptosperosis واقعات چې زياتره په سپو کې منځته راځي په لنډ ډول سره ويلاى شو چې کومى هغه واقعات چې ورسره دحساسو اورګانيزمونو په وسيله منځته راځي دتداوي وړ ده .
Dose :- که څه هم ددوا اندازه دمستحضر په نوعه پورى اړه لري خوپه عمومى ډول سره 10000-20000-24 دهرکيلو ګرام وزن په مقابل کې ورکولاى شو . دتداوي موده که پنځه ورځو پوري دوام وکړى نوښه به وي .
Side Effect :- A :- Toxi city :- پنسلينونه دToxi city له نګاه څخه ډير محفوظ دي او کولاي شو چې دمعين مقدار څخه زيات هم استعمال کړو .
که چیرې موږکانو ته 3500 00IU دهرکيلوګرام وزن په مقابل کې ورکړل شى نو 50% به ئي مړه کړي او که 2500.000 24 چرګوړوته تطبيق کړو نو نيمائي به مړه شى او که 40000IU په هرکيلو ګرام ورته زرق کړاي شي نو شديد اسهال باندې به اخته شي .
B – حساسيت يا دپنسلين الرژيک تاثيرات :- دپنسلين دتطبيق په وجه زياتره وختونه په انسان کې دحساسيت واقعات منځته راځي خودغه واقعات په حيواناتو کې دانسان په پرتله کم دي .خوممکنه ده چې په راتلونکې کې دغه واقعات زياتوالى ومومى .
دپنسلين مستحضرات :- پنسلين دکريم ، سترګى ملهم، جلدي ملهمونو ، دتيونوملهم دزرقى محلولونو په شکل سره تهيه شويدي .
پنسلين دتابليت شکلونه هم لري هريوه ئي 200.000 24 پوتاشيم يا سوديم پنسلين دي او دپوډر په شکل هم تهيه کيږي
دپنسلينو هغه شکل چې په وترنري طبابت کې زيات معمول دي هغه زرقى شکلونه دي چې دبنزائل پنسلين procain pencillin او Benzathin په شکلونو تهيه شويدي .
دپنسلين بنزائل – پروکائين شکلونه دښه سنرجنيتنکې خواصود منځته راتلنى په خاطر strepromycin چې يوامينوګلوکوزوئيد دي يو ځاي کيږي چې په بازار کې دغه مستحضراتو له جملى څخه دworbrook کمپنى دpen & strep نوم اخستلاي شو دغه زرقى مايع مستحضر پخپل ترکيب په هرملى کې 50 او 100ml بسته بندي لري دهرکيلوګرام وزن په مقابل کې 1ml/25 حيواناتو ته ورکول کيږي .
Penvit بل مستحضر دي چې په بازار کې دInjection په شکل موجود دي چې 5% penivet او 2.5% penivet شکلونه موجود دي چې په غواګانو ، ميښو ، خوسکيو ، آسونو ،وزو ،سپيانو او پيشوګانو کې دلاندي انتانى ناروغيودمنځه وړلو لپاره تري استفاده کوي .
Infectious diarrhoeus , shiping fever , pneumonia , bronchitis , trachitis , pleurisy , Navel infection , foot rot , mastitis , چې هر ملى ليتر 5% او 2.5% ئي لرونکې دي دبنزائل پنسلين ،پروکائين پنسلين او سترپتومايسين سلفيت دي .
په تداوي کې دڅوانتي بيوتيکونو مشترک استعمال :- کله چې په يو حيوان کې څو مکروبونه تبارز وکړي نو ددي حالت دمنځه وړلو لپاره که چيري ديو انتي بيوتيک څخه په لوړ دوز استفاده وکړو نو دنوموړي انتي بيوتيک Toxi city دلوړ دوز داستعمال په نتيجه کې په حيوان کې ليدل کيږي نوپداسى واقعاتو کې بايد ددوه انتي بيوتيکونو څخه بايد په يو ځاي توګه استفاده وکړو . چې په نتيجه کې څونوعه مکروبونو نه چې په حيوان کې ليدل کيږي تر کنترول لاندى راوړي او ښه نتيجه لاسته راځي پداسى حالتونو کې بايد دداسى انتي بيوتيکونو څخه په يو ځاي توګه استفاده وشي چې يودبل تاثيرات تقويه کړي .
څرنګه چې Jawet2 او دهغه ملګرو (1950-1952) کې په همدى هکله انتي بيوتيکونه په دوه برخوباندى ويشلى دي .
١- هغه انتي بيوتيکونه چې Narrow spectrum , Medium spectrum , broad spectrum دي لکه streptomycin , Bacitracine , Neomycine , cloxacillin , pencilline ,
٢- هغه انتي بيوتيکونه چې Broad spectrum دي لکه chloromphenicol , oxy tetracycline , chlor tetracycline دي
هرکله چې دلومړي ګروپ څخه په مشترک ډول استفاده وشى نو سينرجيزم خواص ښکاره کوي . او په ډير ندرت شکل سره يو دبل سره دتضاد خاصيت ښيى لکه pencillin او streptomycin چې په ډيرو ناروغيو کې په مشترک ډول سره استعماليږي لکه په mastitis کي چې ډيره ښه نتيجه ورکوي .
همدارنګه دBacitracin او Neomycin يوځاي استعمال په جلد باندى ښه نتيجه لاسته راکوي .
او په هغه صورت کې چې ميکروبونه دپنسلين په مقابل کې مقاوم وي نوددوهم ګروپ انتي بيوتيکونه نو استعمال په مشترک ډول سره په زړه پوري دشدت لاسته راوړي .
Pencillin – prophylaxis :- ١- Rheumatic fever په لومړى مرحله کې دستونى دانتان دخاموشه کيدو په خاطر لکه پنسلين چې دوه ځلى دورځي ورکول کيږي او دلسو ورځو لپاره توصيه کيږي او وروسته دهغه بيزاتين پنسلين چې دولس لکه هردري هفته کې ديوځل لپاره ورکولى شى داطفالودوقائي لپاره دبنزاتين پنسلين تر 3.5 کلنى پوري توصيه کيږي .
او هغه ناروغان چې دساحى افت لري ټول عمر بايد دنوموړي پنسلين څخه استفاده وکړي .
٢- streptococcul – infection :- دانتان پدي شکل کې دخولى دلارى 200 000 IU بنزائل پنسلين دورځي دوه ځله دپنځوورځو لپاره اويا 600000IU يو single dose او يا داچې 1.2megau بنزاتين پنسلين توصيه کيږي . همدارنګه دغوښونو په ويستلو catheterization , cardiac , Bacterimia او په Endo carditis , subAcut bacterial کې بايد پنسلين توصيه شى .
٣- Gonorrhea and syphilis :- دوقائي تخاطر بايد پدي ناروغى کې هم استعمال شي .
٤- Recurrent lymphangitis :- بنزاتين پنسلين 600.000U په هرمياشت کې دعضلى دلارى توصيه کيږي .
نيمه ترکيبي يا پراخه طيف لرونکي پنسلينونه
څرنګه چې طبعى پنسلينونه څه ناڅه نيمګړتياوي درلودي نو پدي اساس دي ته ضرورت شو چې داسى مواد ترکيب کړاي شي چې څه ناڅه دغه نيمګړتياوي لري کړي هغه نيمګړتياوي چې په طبعى پنسلينو کې موجودوي په لاندي ډول دي .
(١)- په اسيدي چاپیریال کې پايداروالى نه درلودنو ځکه دخولى دلوري نه استعماليږي .
(٢)- هغه مايکرواورګانيزمونه چې pencillinase ئي توليدوه دتخريب سبب ئي ګرځيده او مقاومت ئي ښوده .
(٣) – په کم مقدار يا مشخصو باکترياوو باندې تاثير درلود .نو همداوجه وه چې پدي اړه کوښښونه شروع شول چې بلاخره نيمه ترکيبى پنسلينونه لاس ته راغلل .
(Penbritin) Ampicillin
پراخ طيق لرونکې نيمه ترکيبى پنسلينونو دجملى څخه دي چې په طبابت کې په زياته اندازه استعماليږي .
کيمياوي ساختمانونه :- دساختمان په لحاظ دپنسلين مرکزى هسته لري . او يوازي د(5) په موقعيت کې چې دنيمه ترکيبى پنسلينونو دلاسته راوړنى لپاره اساسى برخه ده دپنسلين سره فرق لري .
خواص :- نسبتا اسيدي خواص لري په اوبو کې منحل دي داسيدو په مقابل کې مقاومت لري نو همداوجه دي چې دخولى دلارى استعماليږي .
Pharmacodynamic :- فارمکوديناميک ئي دپنسلين په شان دي .
Pharmacokenitic :- دخولى دلارى تطبيق که څه هم نظر حيوان ته فرق کوي خوجذب ئي مکمل او دوه ساعته وروسته خپل غلظت اعظمى حدته رسوي .
که دتطبيق اندازه دوچنده ته ورسيږي نو په وينه کې به ئي هم غلظت دوچنده شى په صحرائى موږکانو کې دکلمو په لومړي برخه کې جذب کيږي دجذب څخه وروسته دبدن ټولو برخو ته جذبيږي ځکه پښتورګو کې غلظت نسبتا لوړ خوشوکې نخاع ته په کمه اندازه سره توزيع کيږي . ميتابوليزم ئي نه ترسره کيږي . او په فعال شکل سره دبدن څخه وځى غلظت ئي په صفراکې دوينى په پرتله 14 چنده لوړ دي . نوهمداوجه دي چې دهمدي لادي په انفکشنونو کې کار کله تري اخلى . ددي ترڅنګ درحم او پلاسيتا ته ښه تيريږي .
اطراح ئي دپښتورګو او صفرادلاري ترسره کيږي دتطپيق څخه وروسته 3-4 ساعته په دوران کې دصفرا دلارى ښکاره کيږي .
دتاثير ساحه :- په ګرام مثبتو او منفى دواړو باکترياوو تاثير لري چې پدي اساس دالاندي باکترياوي ورسره حساس شميرل کيږي .
Streptococcus , staphylococcus , coryno bacterium fucalis , E.coli , fusi fumis , kati bacilla , pratus , pastrolla , clostridium , shagilla , salmonella , Brocella
اوهغه باکترياوي چې pencilliase توليدوي لکه staphylo coccus او يو شمير ګرام منفى باکترياوي ئي تخريبوي .
داستعمال موارد :- که څه هم په زياته په انسانى طبابت کې کار تري اخلى خودوترنري په طبابت کې هم داستعمال ښه موارد لري چې ځينى مهم ئي په الاندي ډول سره دي .
الف :- په غواوکې
١- دکلموانفکشنونه
٢- septcaemia خصوصا هغه ډولونه ئي چې دسالمونيلا په واسطه منځته راځي .
٣-mastitis په خاصه توګه هغه واقعات چې دE.coli په واسطه منځه راځي .
٤- درحم التهاب او دلنګوال څخه وروسته عفونتونه لکه دپلاسنتا بنديدل .
٥- pyelonipritis
ب :- په پسونو کې
١- mastitis
٢- درحم التهاب
٣- سينه اوبغل
٤- دپښوابسى
ج :- په اسونو کې
١- دکلموالتهاب
٢- septicaemia
٣- درحم التهاب
٤- تنفسى ستونزي
٥- په ځينى انفکشنى ناروغيو کې secondary infection دمخنيوي په خاطر لکه Equin Influenza
د :- په سپيانو کې
١- جلدي انتانات
٢- Intritis يا دکلموالتهاب
٣- دغوږ انتانات
٤- Leptosperosis
٥- دحنجري انفکشنى پړسوب
٦- Tonsilitis
٧- تنفسى انفکشنونه
٨- دبولى سيستم انفکشنونه
ه:- په پيشوګانو کې
١- دغوږ او کلموپه انفکشنو کې
دتطبيق اندازه
Ampicllin trihydrat 10-20 mg /kg per 12hr
Ampicillin sodium 10-20 mg /kg per 8 hr
Ampicillin Anhydrat 10-20 mg /kg per 24 hr
حساسيت او Toxicity :- دحساسيت ناوړه واقعات ممکن وليدل شى خود پنسلين او سفالوسپورين په پرتله ډير محفوظ دي زهريت ئي هم ډير کم دي او معمول دوز څخه څوچنده زيات استعمالولاي شو .
Amoxacilline : - دنيمه ترکيبى پنسلينونوله جملى څخه دي چې دلاندي فورمول لرونکې دي
تاثيرات ئي پنسلينونه ورته دي داسيدو په مقابل کې مقاوم دي او دخولى دلاري ښه جذبيږي په خالى ګيډه په خاصه توګه غوښه خوړونکو حيواناتو ته ورکول جذب ئي بهتره دي .
دAcred او دهغه دهمکارانو په واسطه چې کومه تجربه په موږکانو باندې په کال 1971 کې ترسره شوي وو ښکاره کوي چې Amoxacilline نسبت Ampicilline ته په ګرام منفى باسيلونو باندې زيات تاثير لري .
- Ampiclox :- دغه دوا په شيدوخوړونکو حيواناتو کې دE.coli په انتاناتو کې ترينه استفاده کيږي او همدارنګه 75mg Ampicilline او 200mg cloxacilline په مخلوطى شکل دنباتى تيلو سره يوځاي او شيدوخوړونکو حيواناتو دتيونو په التهاباتو کې ترينه استفاده کوي .
دپنسلينوطبقه بندي
١- Natural pencillin لکه pencillin G , يا Benzyl pencillin , procain pencilline , Benzathin pencilline G
٢- semisynthetic –p
a – Acid resistance pencllins لکه (p.v) phenoxy methyl pencilline او phenoxy ethyl pencilline
b – pencillinase resistance pencilline لکه Nafcil , methicilline , oxacilline , cloxacillin , Bicloxacilline , Lin fluxacilline
c- Broad spectrum pencillins : لکه Bacam pencillins , Tal Ampicillins , Ampicilline , Amoxacilline , pivapicilline
d- mecillinams : چې په ګرام منفى باکتريا و باندې موثر تماميږي مګر په p-Aeroginosa باندې تاثير نلري لکه mecillinam , pivmecilline .
e- carboxy pencillin Anti pseudomonal – p لکه Tecarcil , uriede pencillin , carbenecilline , Temocillin , lin carpecillin , لکه Azlocillin او pipercillin
f- pencillin with beta lacta mase inhibitors لکه Amoxacillin , cluvulanic acid , (Augmentin ) او clavulanic Acid , Ticarcillin (Timentin )
پولى سکرايد لرونکې انتي بيوتيکونه يا Amino glycosides Antebiotic
عموما دګرام منفى باکترياو په انتانى وقايو کې استعماليږي او عبارت دي له strptomycine , Gentamycin , Amikacin , Neomycin , framycetin , kanamycin او paromomycin څخه دي .
١- streptomycin :- دقوي انتي بيوتيکونو دجملى څخه ګڼل کيږي چې دwaksman او دهغه دهمکارانو په واسطه په کال 1942 کې دstreptomyces griseus څخه وروسته راوړل چې په ګرام منفى باکترياو باندې تاثير لري نو په همدي لحاظ دهغه انتي بيوتيکونو سره چې په ګرام مثبت اثر لري په يو ځاي توګه استعماليږي او دقوي انتي بيوتيک اثرات ښيى لکه که دپنسلينو سره يو ځاي استعمال کړو نو قوي synergistic اثرات به منځته راوړي .
دسترپتومايسينوداستعمال طريقه او جذب ئى :- څرنګه چې دهاضمى لاري څخه مکمل جذب نلري نو بهتره ده چې دزرقى لارو څخه تطبيق شي . دسترپتومايسينو جذب نسبت پنسلينوته خفيف دي.
کچيري سترپتومايسين دوريد دلاري زرق شي نو په وينه کې ډير زر خپل اعظمى غلظت ښيى او کچيري دعضلى دلارى زرق شي نو په حدود د٦٠-٩٠ دقيقوکې په وينه کې اعظمى غلظت توليدوي .
که دجلد دلارى تطبيق شي تاثيرات يي زيات دوام کوي خو ليکن دجلد لاندي دتطبيق داستعمال موارد نلري ددي هايدروسترپتوماسين بايد دوريد په داخل کې زرق نه شي ځکه چې شوک منځته راوړي .
اطراح :- دسترپتوماسينو واحد دوز چې دعضلى او يا هم دوريد دلاري زرق شوي وي تقريبا 80% دپښتورګى دلاري اطراح کيږي او ددغى اطراح اعظمى برخه دتطبيق په لومړيو څلورو ساعتونو کې وي او تر دولس ساعتونو پورى دوام کوي اطراح شي دګلوميرونو فلتريشن او تيوبونو پواسطه صورت نيسى او دوباره نه جذبيږي .
دسترپتوماسينو پواسطه مسموميت :- دسترپتوماسينو په واسطه مسموميت په دوه ډوله منځته راځي .
١- موضعى حساسيت دجلدي افتونو سره dermatitis
٢- مزمن مسموميت chronic
٣- دحاد په شکل مسموميت Acute
زهريت يا Toxicity :- هرکله چې سترپتوماسين دوريد دلاري زرق شي نو سبب دمسموميت ګرځي . که سپيانو ته 100-200mg دوريد له لاري ترزيق شي نو دوينى فشار يي ښکته راځي چې بيرته دبرګشت قابليت نه لري . ددغى دواکم او عادي دوز حيوان دتنفسى مشکلاتو سره مخامخ کوي او کچيرته په لوړ دوز سره استعمال شى نو دنتفسى سيستم مرکز دفلج سره مخامخ کوي .
که چيرى سترپتوماسين 7mg /lb دوريد دلارى زرق شي نو په حيواناتو کې مړينه دپنځه دقيقوپه دننه کې ليدل کيږي .
په حاد تسمم کې چې سترپتوماسين دوريد او يا جلد لاندي تطبيق شوي وي نو بى خوبي ، تنفسى مشکلات ، بيهوشي او بلاخره په حيوان کې کوما ليدل کيږي په سپيانو او پيشو ګانو کې زړه بدي کانګى او بى موازنګى ليدل کيږي په چرګانو فيل مرغانو کې تنفسى مشکلات او دکوما حالت ته ځي .
که په حيواناتو کې 170-250mg /lb دعضلى له لارى زرق شي بيهوشى او بلاخره مړينه منځته راوړي او پداسى حال کې که چیرې حيوان جوړ هم شي نوتر ډير وخته پوري به عصبى تکليف ولري .
او په کرونيک تسمم کې حيوان په عصبى اختلالاتو باندې اخته کيږي او دتسمم علايم په حيوان کې عبارت دي له . تنفسى سيستم ضعيفه کيږي ،وزرونه ځوړند نيسى ، سترګى يي او عضلات يي ضعيفه ښکاري .
دسترپتوماسين انتي باکتريائي طيف :- دپنسلينو په نسبت قوي تاثيرات لري په ګرام منفى باکترياوو قوى اثرات لري ليکن مثبت باکترياوي او Leptosperosis هم له منځه وړي .
دInvitro په شکل لاندي مايکرواورګانيزمونه دسترپتوماسين په مقابل کې حساس دي .
بايد په ياد ولرو چې سترپتوماسين دنورو انتي بيوتيکونو په شان داستعمال پراخه ساحه نلري ځکه چې له يوي خوا سترپتوماسين زهري خاصيت لري او دبلي خوا څخه مکروبونه دسترپتوماسينو په مقابل کې ډير زرمقاومت حاصلوي . بعضى ناروغى شته دناروغى په لومړيو مراحلو کې بايد دسترپتوماسينو په واسطه تداوي شي لکه دٍE.coli انتانات او ټول هغه انواع ئي چې دتيونو دالتهاب ، درحم التهاب ، دکلموعفونتونو او septeceamia , leptosperosis , corynobacterium equi په اسونو غواګانو او پسونو کې سقط يا (vibrosis )
دvibrosis واقعات چې دحاملګى په لومړيو دري مياشتو کې سقط واقع کوي .
ممکن دالقاح سامان الات په مکروب باندې ککړوي او يا هم دجفتګيى په وخت کې vibrofetus سرايت وکړي . نوپدي منظور دسترپتوماسينوڅخه دوقايي په خاطر استفاده کوو .
هغه خيوانات چې vibrofetus ولري دهغه درحم او مهبل شاوخواداسترس سايکل په مرحله کې دسترپتوماسينو 1mgr د15ml اوبو سرله يوځاي کوو او وينځو او يا هم دزرقى لارو څخه استفاده کوو .
Pastrurolosis : په حيواناتو کې دseptecaemia باعث ګرځى او حيوان ډير زرله منځه وړي په خوسکيانو کې سينه بغل چې دپاسترولا په واسطه منځته راغلى وي 0.25gr/45kg حيوان ته اويا په اندازه 1gr/50 kg د٢-٣ ورځوپوري سترپتوماسين بايد خوسکيانو ته ورکړل شي .
په کره آسپ کې دورځي دوه ځلي 0.5-1gr دسترپتوماسينو څخه بايد استفاده وشي .
دسترپتوماسينو تاثيرات :- سترپتوماسين دInvitro په شکل په مايکرو اورګانيزمونو باندې دغو دتوقف او وژونکې تاثيرات لري چې په وينه کې دغلظت په اساس يي تاثيرات رامنځته کيږي .
که سترپتوماسين دپنسلين سره يو ځاي استعمال شي نو قوي باکتريوسيدي خواص منځته راوړي . په هغه انساجو کې چې خيره يا چرک موجودوي دسترپتوماسينو تاثيرات ښکته نه شي راوړي .
استعمال اندازه :- دسترپتوماسينو داستعمال اندازه نظر دحيوان دنوعى او دمرض دڅرنګوالي پوري اړه لرى په هغه صورت کې چې مايکروارګانيزمونه دسترپتوماسينو په مقابل کې کم حساس وي نو بايد په لوړ دوز سره استعمال شى ترڅو مايکرواورګانيزمونه له منځه يوسى .
دسترپتوماسينو معمولى دوز 10mg/kg دي او پداسى حال کې چې ځوان څارويو ته چې دخولى دلارى ورکول کيږي بايد 20mg /kg څخه کم نه وي .
دسترپتوماسينو داستعمال اندازه نظر مختلفو انواعو دحيواناتو په استثناء دچرګانو په لاندي ډول دي چې دغه مقدار دعضلى دلاري تجويز کيږي .
10mg /kg ---- په آسونواو کوټو کې
10mg /kg ------ غوا او خوسکيانو کې
10mg /kg ------ پسونه
10-20mg /kg ----سپيان او پيشوګان
2-5mg ------سوي
2-5mg ------ چرګ
روزانه دوه ځلى .
Neomycin ( framycin )
دهغه انتي بيوتيکونو له ډلى څخه شميرل کيږي چې متوسط تاثيرات لري په ګرام مثبت او منفى دواړو باکترياو باندې تاثير لري دغه دوا دwaksalan او lechevalier په واسطه په کال په 1942 کې دstreptomycisfradiase څخه په لاس راوړل .
C12 H25N4O5 ----o-C5H7O (OH)2-o-C6H7 o(OH)2 (NH2 ) 2
دنيوماسين مقاومت :
١- لندبل :- دنيوماسين وچ پوډر په وچ ځاي کې دکوټي په عادي تودوخه کې تر دوه کلونو پوري بغير له تغيره ساتلاي شو او محلول يي هم دکوټي په عادي تودوخه کې تريو کال پوري ساتلاي شو او په 37c کې ترڅومياشتو پوري خپل اثرات ساتلاي شي .
٢- PH :- نيوماسين دددوه نه تر خنثى pH پوري ساتلاي شو اوويل کيږي چې نيوماسين فعاليت په القلى pH کې زياتيږي چې دغه وضعيت دنيوماسين دنورو انتي بيوتيکونو څخه فرق کوي .
٣- دحرارت درجه :- نيوماسين دحرارت درجى په مقابل کې مقاوم دبى دهوا عادي حرارت سره مقاوم دي ليکن دوخت دتيريدوسره تور رنګ اختياروي .
٤- اکسدايز کوونکې مواد :- داکسيدايز کوونکوموادو پواسطه نيوماسين ډير زرتخريبيږي نو پدي خاطر دنيوماسين په محلولونو کې انتي اکسدايز مواد علاوه کيږي . او په خنثى PH (6-7PH ) کې ساتل کيږي .
٥- په خصوصى توګه کوم انزوم چې نيومايسين تخريب کړي راپور ندي ورکړشوي .
٦- ټول هغه مواد چې sulphonic acid او يا هغه ته مشابه مواد ولري دنيوماسين دترسب او غيرفعال کيدوباعث ګرځي .
دنيو ماسين فارمکولوژيک اثرات :- دخولى دلارى دنيوماسين تطبيق امکان نه لري ځکه چې 3% ئي جذبيږي نو پدي خاطر بايد دعضلى په داخل کې زرق شي او همدارنګه دجلد دلارى هم نه جذبيږي .
کله چې وينى ته داخل شي نوديو ساعت په دوران کې خپل اعظمى غلظت توليدوي او دتداوي مقدار 4-8 ساعته پوري دوام کوي .نو پدي خاطر لازم دي چې 24 ساعته په څلورو حصو باندې تقسيم کړو نو بايد په هر شپږو ساعتونو کې يوځل بايد تطبيق شي.
نيوماسين دپښتورګو دلاري ډير ژر اطراح کيږي او کچيري دخولى دلاري خوړل شوي وي نو زياته برخه يي دفضوله موادو دلاري په فعال شکل خارجيږي .
نيوماسين په مکروبونو باندې وژونکي تاثيرات لري او دتاثيراتو څرنګوالى په مکروبونو باندې په ښه شان سره معلوم ندي .
دډير انتي بيوتيکونو سره په يو ځاي توګه لکه پنسلين – بستراسين ، پولى مکسين سره يوقوي انتي بيوتيکې خواص منځته راوړي .
دنيومايسين زهري تاثيرات :- زهرى تاثيرات يي سترپتوماسين ته ورته دي کچيري نيوماسين په دوامداره توګه استعمال شي نو ددايمى کونوالى باعث ګرځي او همدارنګه البومين يوريا په پښتورګو کې منځته راوړي .
که حيوان دخولى دلارى وخورى نو سبب داسهال دحيوان ګرځي .په انسانى طبابت کې دنيوماسين څخه زيات استفاده کيږي .
په وترنرى طبابت کې غواګانو ته 4-7.5gr په اندازه روزانه ورکول کيږي په انسانى طبابت کې 1-4gr دخولى دلارى او 200-500gr دعضلى دلري تطبيق کيږئ .
Erythromycino ( Ilotycin )
دغه انتي بيوتيک زياتره په ګرام مثبت باکترياو او يو تعداد ګرام منفى باکترياو باندې تاثيرلري . او همدارنګه په Rikettsiae اوپه ډيرو پروتوزواو باندې اثر لرونکې دي .
ارتيروماسين بايد په هرملى ګرام کې 900 IU څخه کم ونلري .دغه دوا د په خاوره کې په کال 1952 م کې دstreptomyces erythreus دکلچر په چاپیریال کې دبيوستيتدس څخه په لاس راوړيدي کرستالى پوډر يي سپين چې ژيړ ته ورته دي رنګ لري بى بويه او تريخ خوند لري په اوبو کې 1:1000 سره منحل دي په ايترو او الکولو کې په اسانى سره حليږي مالګى او ايترونه يي داستفادي وړ دي .دهغى انحلاليت نظر دمالګى او ايتروپه نوعيت پورى فرق لري نو پدي اساس سره په وريد او عضله کې تجويز کيږي او يو تعداد ايتر يي او مالګينى مرکبات ئي دخولى دلارى هم استعمالولاي شو .
مقاومت يي دنيوماسين په شان دي وچ پوډر ئي دکوټي په عادي تودوخه کې مقاومت لري يخ شوي محلول ئي داوږدي مودى لپاره خپل اثرات ساتلاى شى (٨ هفتوپوري ) خوليکن محلول ئي دکوتى په عادي تودوخه کې ډير زر تخربيږي
داريتروماسين جذب :- کله چې دخولى دلارى استعمال شى نو جذب ئي ډير زر صورت نيسى او همدارنګه اريتروماسين دعضله او وريددلاري هم تطبيق ددغى دوا انتشار پلاسنتا دپريتون خاليګاه او pleural ته په اسانى سره صورت نيسى .
ددي دوا زياته اندازه دمعدي داسيدو په موجوديت له منځه ځى داريتروماسينو زياته اندازه دپښتورګو دلارى دادرارو په واسطه اطراح کيږي او همدارنګه يوه اندازه يي دصفرا په واسطه هم اطراح کيږي .
مسموميت داريتروماسينو ډيريږي په واښه خوړونکوحيواناتو کې زړه بدي ، کانګى ، دمعدي او کلمو اختلالات منځته راوړي .
طرزتاثيرات :- دغه دوا په انسانى طبابت کې هم زيات استعمال لرى ګرام مثبت باکترياوي په مخصوص توګه هغه ستافليکوکونه چې دپنسلينونو په مقابل کې مقاومت حاصل کړيدي ددي دوا څخه استفاده کيږي .
داريتروماسينو داستعمال اندازه او مقداد :- په غواو او اسونو کې 4-8mg په هرکيلوګرام وزن په دولس ساعتونو کې سپيانو کې 4-8mg /kg په ١٢ ساعتونو کې Erythro mycin thiocyante په چرګ او فيل مرغانو کې دsynositis دکنترول په خاطر استعماليږي او همدارنګه داريتروماسين يو اندازه دڅښلواوبو کې د10000 برخو سره يوځاي او دsynovitis دکنترول لپاره تري استفاده کوو.
جنتامايسين يا Gentamicin
دهغو امينو ګلايکوسيدونو له جملى نه ګڼل کيږي چى دنورو امينو ګلايکوسيدو په پرتله زياته اغيزه لري او دنورو پرتله دخولى له لارى لږ جذبيږي نو له همدى کبله دزرق لاره يواځنى لاره ده چې هغه تطبيق شى او اطراح يى هم دبولي سيستم له لري صورت نيسى . دهغه ډير لږمقدار دنخاع ،سترګو او پروستات غدي په مايعاتو کې جذبيږي او دشيدو ،برانشيګانو په ترشحاتو او همدا شان دبدن پر نورو مايعاتو کې دهغه غلظت دوينى د١،٢-١،٣ برخو سره برابر دي .
مقدار :-
غوايان ، پسونه ،وزى - ٣-٥ ملي ګرام I/m
آس - ٣-٥ ملي ګرام I/m I/v
سپي - ٣-٥ ملي ګرام s.c or Im
پيشو – ٣-٥ ملي ګرام s.c or I.m
مسموميت :- دنورو امينو ګلايکوسيدو په شان دي په ينى ،پښتورګو او داوريدلو په عصب باندې ناوړه اغيزه لري ددي انتي بيوتيک په وړاندي پيشوګان زيات حساسيت لري په تيره بيا بلاربه پيشو په سخت مسموميت اخته کيږي په همدي ترتيب دهغه زيات ناوړه تاثير چى دتنفسى سيستم دفلج کيدو څخه هم سبب عبارت کيږي .
کلورام فينيکول يا Chloramphenicol
خواص :- له يووسيع التاثير انتي بيوتيک څخه عبارت دي چى په ګرام مثبت ، منفى باکترياګانو او همداډول په Rickettsia باندې اغيزه کوي که په مصنوعى او طبعى توګه حاصل شي سپين او لږ خاکې او يا دسپک زيړ رنګه کرستالى پوډرو په شکل وي او دميکرو اورګانيزمونو د ودى دروونکې اغيزه لرى او دمحرقى ديوي انتخابى درمل څخه عبارت دي .
ساتنه : - کولاي شو چى کلورام فينيکول دتتراسکلين پرتله دزيات وخت لپاره وساتو او که دهغه وچ پوډر له مقطرو اوبو سره حل شى په دي صورت کې کيداي شي چى په هغه کوټه کې چي نورماله تودوخه ولرى ديوي مياشتى لپاره وساتل شى دهغه پوډر او محلول دواړه په ګرمى کې ساتلى شو په لنډه توګه ويلاي شو چې دايواځينى درمل دي چې په عادي شرايطو کي دهغى ساتنه او ذخيره کول اسانه کار بلل کيږي .
دتطبيق لار او جذب :-
کولاي شو چى دهغه يو فيصده ملهم دسترګى دزيږمي په الهاباتو کي دسترګى ناحيوي ټپ conjunctivities او دسترګى دپردي دزوه لرونکې الهاب چى دويروسونو پواسطه پيداکيږي دتداوي لپاره استعمال کړو .که چيري دعضلى او وريد له لاري زرق شي دهغه سويه په وينه کې سمدستى پورته او خپل اعظمى حد ته رسيږي او په همدي شان که درکتوم له لارى تطبيق شي په پوره اندازه