د خرما روزنه

سريزه

داچې افغانستان يوزراعتي هيواددي اودخپل موقعت او ښواقليمي شرايطو په لرلو سره دمختلفو ميوو،سبو اونورو رنګ رنګ نباتاتو کور به هيواددي، په همدي لحاظ دګران هيواد پنځه اتيا فصده اوسيدنکي دکرهڼې د پاک مسلک له برکته دخپل ځا ن اوټولنې د غذايي اړتياوو دپوره کولو اوهمدارنګه دنوموړي لاري دخپل کور اوهيواد داقتصادي وضعي دلا پياوړتيا اوقوت لپاره نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کوي .

طبیعي خبره ده چې دهيواداقتصادترډيره حده په زراعت پوري تړلي دي ، نوله همدي امله بايدنوموړي ونډي ته لازياته پاملرنه وشي .دتاسف خبره خوداده چې تقريباً دري لسېزو جنګونونه داچې دپرمختګ مخه ونيوله ، بلکي دکرهڼې فعال کاروان يي دسکون اوفلج کيدوسره مخامخ کړ ، خوددي خبري په يادساتل ضروري ګڼم چې ديوه سوکاله اسلامي هيواداواسلامي نظام په راتلو ، اودکرنیزو پروګرامونو په مخ بيولوسره به مونږ انشاء الله ديوي ښي راتلونکي څښتن وو.

داچې زمادسيمنارموضوع دخرمادمبارکې ميوي په اړه ده اوخرمايوله هغو ميوه جاتو څخه ده چې په زرګونوکاله مخکي يي په زياته اندازه پالونکي اومصرف کونکي درلودل اوهر څوک په خپل وخت کښې نوموړي ميوي ته په درناوی قائل وو،خودخرماددرناوی  په خاطر ترټولومخکي دين اوملت داسلام دين اواسلامي ملت دي چې په خپل مقدس کتاب کښې په کرا تودخرما څخه يادونه لري اوهمدارنګه دخپل ګران پيغمبر(ص) په متعددو احاديثو کښې دخرماپه هکله يادونه شوي .داچې د افغانستان اقليمي شرايط له بده مرغه په عمومي ډول ددي ميوي دتوليد لپاره مساعدنه دي خوله نيکه مرغه بياهم په خپل هيوادکي دداسې منطيقو خاوند يو، چې مبارکه ميوه پکښې وروزل شي ،دهغي جملي څخه دننګرهاراو هلمند ولايتونه دي ،چې اميدکيږي پهراتلونکښې کښې به دخرمايوه اندازه. توليدات ولرو.

دخرما پيژندنه

خرما دڅوکلنو ونو دجملي څخه ده، چې نارينه او ښځينه ګلونه يي په جداجدا ونوکښې وي يا (Dioique)ده . خرما (Angiospermes) ياپټ زړي لرونکي اوپه (Monocotyledon)يا يومشمه نباتاتو پوري اړه   لری . دخرماعلمي نوم( Phoenix doctylifera L)دي اوپه (Palmaceae) نباتی کورنۍ پوري اړه لري . نوموړي کورنۍ (٢٠٠)جنسه اوتر(٤٠٠) پورې نوعي لري چې ټولي په تودو اونيمه تودو سیمو کښې تيت شوي دي. (phoenix) د         ((phoenician څخه په لاس راغلي چې دخرمامعني ورکوي اوهمدارنګه (dactylifera) د(dacktulos) څخه اخستل شوي چې دګوتي معني لري اودخرمادميوي شکل معرفي کوي ،چې په مجموع کښې علمي نوم، دخرما نوم اوشکل راښيي.

منشاءاوتاريخچه

خرما يوه دپخوانيوميوه لرونکو ونودجملي څخه ده . لرغون پیژندونکښې  پدې عقيده دي چې خرما د(٧_٥) زروکلونو مخکيني تاريخ لري او په بعضو لوحو باندي چې (٥٠٠٠) کاله مخکې ليکل شوي وي ، دخرمانوم څرګنديږي .(٣ )(٤)

دخر مااصلي ټاټو بی په حقيقي ډول معلوم ندي،مګر  په غالب ګومان سره خرما دبين النهرين اوخوزستان بومي نبات دي چې اوس هم ددنيا نيمايي توليد يا (%٥٠) له همدي هيوادونوڅخه دي، همدارنګه دبين الانهرين تاريخي پاتي شوني پدي ګواه دي چې هلته خرما کرل شوي اودميوي څخه يي استفاده شوي ده .په همدي ډول دسومريانو دتمدن په پاتي شونو کښې چې (٢٧٠٠) کاله دمسيح دميلاد څخه ثبت شوي دي ،دخرماڅخه يادونه شوي ده ،همدارنګه دبابليانو په عصر کښې خرما ديوه محترم بو ټي په حيث پيژندل کيدله اودخرما ګرده افشاني به يي ديوه مذهبي دود په حيث لمانځه . سومريانوخرماته ( دتله )او بابليانو ورته ((راکشمارو )) ويل . همدارنګه ويل کښېږي چې خرما دفنيقيي څخه فنقيانو دمديتراني سواحلوته يوړه او په همدي خاطر يونانيانو ورته(phoenix) ويل. په تورات کښې هم دخرما څخه يادونه شوي او مسحيان هم خپله مقدسه مذهبي ورځ خرما نومولي وه . خوداسلام ددين په نسبت هيڅوک خرماته په زيات احترام قايل ندي او نه بل چا ورڅخه پداسي ډول يادونه کړي لکه دمسلمانانو په مقدس کتاب قرآن او نبوي (ص) احاديثو کښې چې دهغه يادونه شوي ده . دقرآن کريم د(١١٤) صورتونو د جملي څخه په (١٦) صورتونو کښې اوهمدارنګه د (٦٦٦٦١) آيتونه دجملي څخه په (٢٧) آيتونو کښې د خرما يادونه راغلي ده . همدارنګه ليکل شوي چې کله بني اسرايل د فرعون څخه ولاړ او درودنيل څخه تير شول په کوم ځاي کښې چې ويده شول هلته (١٢) چېني او (١٠) دخرماوني وي . چې دهغي څخه بعضي آثاراوس هم باقي پاتي دي او عرب ديته ((عين موسي )) وايي  . دپخوازمانو راهيسي ، کلدانان ، سومر يان ، بحرين يان ، آشور يان ، هنديان ، ايرانيان ، عرب اومصريان دخرماوني ته په تقدس قايل وو .(٢)(٣)(٤)

دمصطفي (ص) په زياتو احاديثو کښې دخرماڅخه يادونه شوي ده چې ديوه يادوو په يادولوسره يي اکتفاء کوم :

رسول (ص) فرمايي : ترجمه : (( خپلو ماندينوته داولادد و لادت، ياداچې دحمل په وخت کښې خرما ورکړ ي ترڅو چې او لادمو برده باره يا حليم طبيعت واو سي )) اوهمدارنګه فرمايي (( دخپلواولادونو په مابين کښې مساوات قايم کړي اګر که ديوي خرما په ټوټو سره هم وي)). 

دخرما بوتانيکي ځانګړتياوي

دخرماونه په مستقيم ډول وده  کو ي اودکوم کوږوالي څخه خلاصه ده . دخرمادوني لوړوالي (m٦_٣٠) پوري رسيږي (٣). البته دغه تفاوت په چاپیریالی  شرايطو ، خاوره ، ورايتي  اونورو عواملوپوري اړه لري .  دخرمادودې لپاره دتودوخې ټيټه درجه تقرباً (١٠)سانتي ګيرد ښودل شوي ده او تر (c٧)پوري مقاومت لري .(٥). تنه يې داليافو په لرلو سره امکان لري ترمنفي(c١٥) پوري مقاومت وکړي . خرمادښي اوپه زړه پوري ودي اوحاصل لپاره تود اووچ موسم ته ضرورت لري ،خصوصاًدميوي رسيدلو په وخت کښې تودې او وچې هواته اړتیا لري .خرمادناوړه چاپیریالی شرايطو په مقابل کې لکه وچکالي ،دخاوري تروشوالي او داوبو زياتوالي يا غرق آبي سره هم مقاومت لري. دخرما وده دپاڼو دتشکيل په صورت کښې په مخ ځي ، هره ونه په کال کښې ((٢٥_١٠)) پاڼي باسي اودغه پاڼي بيا تقريباً (٧) کاله عمر لري او لانديني پاڼي وچېږي اوبايد قطع شي بالغه ونه تقريباً د((١٤٠_٨٠) پورې مرکبې پاڼې لري .(٢)(٣). دخرماونه په باغ کښې له کښېنولو نه وروسته د(١٠_٦) کالو پورې په حا صل راځي ، البته په زوجي ډول لاس ته راغلي ونې وروسته په حاصل راځي اوتقريباً ((%٥٠)) نارينه ونې توليدکوي، په همدي خاطر بايد په غير زوجي ډول نيالګي توليد شي . دخرما هره ونه د((kg٢٠_ ١٥ )) اويا هم په ځینو سیمو کښې ((kg١٢٠_١٠٠)) پوري حاصل ورکوي . دميوي رسيدو مرحلي دحبابوک ، کيمري ، خلال، رطب، اوتمر څخه عبارت دي دخرما ونه %٩٥د((off_shoot))په واسطه  تکثيريږي اواف شوت دوني خواکي د(٤_ ٣) کالوپاتي کيږي، ترڅوريښه وباسي اوبيا عمومي باغ ته انتقاليږي(١)(٢). دونوتر منځ اندازه تقريباً (١٠) يا ((m٩_٧) وي . دخرما ريښي منشعب شکل لري ،عمومي ريښه تقريباً نلري ، دعمومي ريښي قطر د(cm٤.٢) په شاوخواکي وي اودفرعي ريښو قطر دmm٨ په شاوخواکې وي او دغه ريښي په افقي ډول دخرما دتني څخه د (٢٥_٢٠) متري پوري غزيږي او همدارنګه دm٥.٢_٥.١ پوري په خاوره کښې ښکته حرکت کوي . دريښي الياف دهوا ډکې خاليګاو ي لري اوله همدې کبله داوبوسره مقاومت پيداکوي اوکولای شي تر ډيره پوري په ولاړو اوبو کښې ژوند ۍ پاتي شي . دخرماونه دتودوخې د ((c٦٠_٥٠))پوري ژوند ي پاتي کيدای شي . البته دښه حاصل لپاره لدې څخه ټيټه تودوخه خوښوي . دخرمادوني عمرپه چاپیریالی شرايطو پوري تړلي وي اوکولای شي چې د(١٥٠_١٠٠) کاله ژوندوکړي .(١)(٣)(٤)(٥).

کرنه، روزنه او دحاصل راټولول:

دنویوباغونو دجوړولولپاره نيالګي په دووطريقو لاس ته راوړلای شو يعني خرما په دوه ډوله تکثير کيږي .

١_   دتخم په وسيله : پدې طريقه چې کوم نيالګي لاس ته راځي معمولاً وروسته په حاصل راځي اوامکان لري چې (%٥٠) نر نيالګي لاس ته راشي اوعمده مشکل يي دادي چې نراو ښځينه نيالګي په اولومرحلوکښې په ډير مشکل سره پيژندل کيږي اوهمدارنګه نوي نيالګي مورنيو نيالګيو ته ورته والي نه پيداکوي اويايوڅه حتماً مخالف وي.

٢_ په غيرزوجي ډول : چې په دې کښې ((sucker))،((off_shoot))او ((Tissue culture))ديادوني وړدي،  چې دريمه طريقه لاډيره مروجه نده. دسکراوآف شوټ په سيله تکثير پداسي ډول دي چې کله دخرما دوني دځمکي سره دنيږدي برخې څخه نوي نودې راپورته شي هغه تر روزني لاندې نيول کيږي اويوه اندازه خاوره يي شاوخواته اچول کيږي  تر څو ريښي وباسي دريښو دايستلووروسته (٤_٣) کالوپوري ريښي باسي اصل باغ ته انتقاليږي او وروسته د٤يا ٥ کالو په حاصل راځي .(١)(٢)(٤).

باغ ته بايد وني په پسرلي کې انتقال شي، دونو ترمنځ فاصله بايد (m١٠_ ٧) وي اوديو متر په اندازه ژور اوپراخه ځای ورته وکيندل شي . نوی کښېنول شوي نيالګي دداوبو د کموالي په مقابل کښې يوه اندازه حساس وي ، بايد د(٥_٣) کالو پوري په پوره اندازه اوبه ورکړل شي، وروسته بيا دابوداندازي کمښت کوم تاواون نه لري . دباغ په جوړولوکښې بايد د(٥٠_٣٠)ښځينه ونو لپاره يوه دښه کيفيت واله ونه کښېنول شي . ونه چې کله په حاصل راشي بيادمرګ تروخته پوري حاصل ورکوي  . داچې دخرماونه دباد په وسيله القاح کيږي ، نو دښه اوغوره حاصل دلاسته راوړلولپاره به ښه وي چې مصنوعي القاح يا دلاس په واسطه دګردي راوړل وښځينه ونوته ضروري بريښي .دالقاح په وخت کې دباران اوريدل نه جبران کيدونکي تاوان منځ ته راوړي . کله چې القاح صورت ونيسي بيانو ملايم باران ښه نتیجه ورکوي اودحاصل په رسېدلو سره باران بيا ډير تاواني دي . دميوي دودې په وخت کې يو کار چې ډير ضروري د ي هغه دميوي ړنګي کول دي، چې په دي کارسره سالبري له منځه ځي ،دوني دزخمي کيدومخه نيول کيږي اودميوي کيفيت لوړيږي . دحاصل راټولول دخرما په نوعي ، چاپیریالی شرايطو ، اوطبیعي آفاتو پوري اړه لري،  دخرما دراټولولو لپاره مهم شرط دقندي موادو داندازي پوره کيدل يا رسيدل دي، چې په ځینو کښې په رسيدلي اوپه ځینوکښې په نيمه رسيدلي حالت کښې نوموړي اندازه پوره کيږي .دباران دتصادفي اوريدلو امکان اوهمدارنګه دحشراتو حمله په محصول باندې ، ددي سبب کيږي تر څو محصول راټولولوته برابر کړي.

(٢)(٣)(٥).

دخرماطبی ارزښت

خرماد کيماوي ، قندي ، ويټامين ، اونوروموادو په لرلو سره په زياته اندازه په دوايي اودرملي ډول استعماليږي چې په لاندي ډول دي :

v     خرماپه زياته اندازه په خپل ترکيب کښې اوسپنه (Fe)لري، چې دغه خاصيت دويني دفشار دکموالي اونورمال کيدو سبب کيږي  اوهمدارنګه داوسپني شته والي دويني دسروکوروياتو يا هيمو ګلوبين دتشکيل سبب کيږي ،همدارنګه داکسجن په لیږدلو اودويني دکمبود دمخنيوي سره مرسته کوي

v     په ډيروهيوادونوکې خرما دشيدوسره جوشوي اوحامله دارو ښځوته يي سپارښتنه کوي .

v     ٢ يا٣ عدده خرما په اوبو کي وجوشوي، له سړيدو وروسته خوراک يي دزړه ددرد لپاره ګټور دی

v     ديوګيلاس شيدوسره دخرماخوړل دويده کيدو نه مخکي، دهرچالپاره دآرام اوراحت خوب زيری ورکوي .

v     خرمادمګنيزيمي موادوپه لرلوسره، دسرطان د ناروغي په مخنيوي کې مرسته کوي.

v     دخرمااستعمال دتنفسي نا راحتيو خصوصاً دنفس تنګي  دپاره ډير ګټوردي.

v     کليوال خلک خصوصاً دخرماروزونکي، خرما ښه سره ګډوډ کو ي اوپه ضرر ليدلي ځاي اويازخم شوي ځاي باندي يي تړي، پس له کم وخت څخه مخکيني مشکل رفع کيږي .

v     داچې خرماپه زياته اندازه اوسپنه لرې، نودسخت هضمۍ (dysphagia) ،بي اشتهايي اودمعدي نور مشکلات چې د اوسپني دکمبود له وجي ظاهره شوي وي له منځه وړي.

v     خرماد پتاشم لرونکي وي ،چې دانسان دعمرپه اوږدوکې خوراارزښت لري .

v     خرما  ويټامين B1 لري چې دهايدرو کاربونو دهضم ، دجسم روغتیا، داعصابودروغتیااودښي روحيي دلرلو لپاره ډير ضروري بريښي .

v     خرما فوق العاده دمجامعي قوي کونکي ده.

v     خرماد ايتانول يا ويټامين (A)لرنکي ده، چې انسان دشب کوري دمشکل څخه په امن کښې ساتي

v     دخرمارول په ژوندکي ډير روښانه او مهم دي ،بايدکوچنيانوته دبوري اوشريني په ځاي ورکړ شي.

v     هغه خلک چې دشکر يا(ديابت) په ناروغي اخته وي، دخرما څخه داستفاده کوي .

v     Gr ١٠٠ خرما د(gr٧،٥ ) فايبر لرنکي ده، دچاغواوهغه خلکو لپاره چې دويني دغوړوالي څخه شکايت کوي ،دخرما خوړل  ډيره ګټه رسوي .

v     دخرمادنارينه نبات ګرده دپوست دنرم کونکي په حيث استعماليږي .

v     خرما دمګنيز يمي موادو په لرلو سره دګردو اومثاني دناروغیو په مخنيوي کښې موهم رول لري .

v     خرما دحساسيت ضد عمل څرګندوي اودروماتيزوم ، پوست  اوسترګوهغه ناروغي چې دحساسيت له امله وي، له منځه وړي  اود حساسيت لرونکو خلکو دوجود قدرت زياتوي. (٣)(٤).

دخرمااقتصادي ارزښت:

دخرماداقتصادي ارزښت په مبحث کې دوو مهمو خبروته اشاره کولاي شو، چې  دخرمااقتصادي ارزښت معرفي کوي:

١-غذايي ارزښت .٢_تجارتي ارزښت.

١-غذايي ارزښت :

په نن ورځ کي دغذايي موادو غذايي ارزښت دکيميا وي ترکيب ، ويټامين اوبلاخره دانرژي ياکالوري ددرلودلو په لحاظ محاسبه کيږي. دخرماد (%٨٨_٥٠)دهغه خوراکي برخه تشکيلوي، چې په تر تيب سره دلاندي موادو درلودونکي دي : تقريباً%٧٥ قندي اوکاربوهايدريتي مواد، چې په قندي موادوکښې سکروز ، فرکتوزاوګلوکوزشامل دي ، %٢ پروتيني مواد ، %٢٥ شهميات، %١،٢ معدني مواد، %٢٢ اوبه اوهمدارنګه په کافي اندازه د B-A  اوc ويټامينونو لرونکي دي .بايدوويل شي چې دخرماخوراکي برخه خوږ اوپه زړه پوري خوندلري چې ٣\٢ برخه يي مختلف قندونه جوړوي ،٣\١ برخه يي اوبه دي اوباقي يي پروتين، شهم ، معدني مواد او مختلف وېټامينونه دي . همدارنګه خرماد اوسپني ، مګنيز، کلسيم  ،فاسفورس ، سوديم ، پتاشم اومس لرونکي ده .دخرما ميوه په زياته اندازه دانرژي لرونکي ده چې د(gr٤٠٠-٣٥٠ ) خرما دخوړلووروسته، په تقريبي ډول د(kcal١٥٠٠-١٤٣٠) په اندازه انرژي په بدن کښې  توليدوي، چې نوموړي اندازه انرژي، ديوه انسان دروزانه مصرف سره برابره ده،له همدي امله خرما ديوه مهم غذايي خوراک په توګه پيژندل شوي ده . ديادوني وړده چې دخرما غذايي ارزښت دخرماپه نوعي، اقليمي شرايطو ، دروزني په منطقي  ،دوني په عمر اودميوي دوده په مرحلو پورې تړلي ده .(١)(٣)(٤)(٦).

٢  -   تجارتي ارزښت :

داچه خرما دلوړ غذايي ارزښت لرنکي ميوه ده اوبل داچې دتوليد ساحي يې تقريباً محدوددي ، دتوليدونکو لپاره يو ښه تجارتي توکي بلل کيږي ، داچې خرما دساحي دمحدوديت  په لحاظ درقابت دکم مشکل سره مخامخ کيږي اودعرضي په مقابل کي تقاضالوړه ده . خرما دتوليدونکو لپاره په اقتصادي لحاظ ښي پايلي لري اوپه لويو توليدوونکو هيوادوکي دتيلو داقتصادي منبع څخه وروسته په تجارتي لحاظ زيات ارزښت لري .دخرما توليدونکي او صادرونکي هيوادونه عراق، سعودي ، پاکستان ، ايران ،امريکا ،مراکش ،الجزاير . سودان دي  .دخرما کلني نړيوال توليد تقريباً (٢،٥) ميليون ټنه تخمين شوي دي، ولي له دي جملي څخه . په افريقايي هيوادونوکي تقريباً د٨٠٠ زروڅخه تر يوميليون ټنو پوري توليديژي او اسيايي هيوادونه ديوميليون او٢٠٠ زرو څخه تر يوميليون او٦٠٠زرو ټنو پوري توليد لري . همدارنګه ددينا لرړصادرات داسياد لويي وچې څخه دي، چې تقريباً د%٨٥،٣ جوړوي ، له هغه نه وروسته افريقا %٩  اوپه دريمه درجه کي اوروپا راځي چې تقريباً %٣،٣ نړيوال صادرات لري . دخرما موهم صادرونکي هيوادونه عراق ،ايران ،سعودي عربستان اوپاکستان دي چې تقريباً %٩٥ ددنياصادرات ددوي په واسطه جهاني بازارونو ته وړاندي کيږي . دتوليد او صدور له لحاظه عراق په اول درجه کې راځي چې وروسته بيا ايران اوعربستان هم ديادوني وړدي .(١)(٣)(٤). داچې خرما په عمومي ډول په سوزانده دښتو او دبازار څخه په لري واټن کې توليدکيږي دتوليدونکو خصوصاً اعرابو لپاره دروح حيثيت لري اوژوند اومرګ يي په نوموړي توليدپوري اړه لري، داچې خرما څنګه زيات اقتصادي اوتجارتي ارزښت لري په لاندي ډول تشريح کيږي :

الف _ خرما  مستقيماً دغذاپه حيث :

داچې خرمادحاصل ټولولو وروسته تقريباً يوه مکمله غذا بلل کيږي ،نوله همدي کبله دخرما زيات توليد په مستقيم ډول په داخل اوخارج کښې په مصرف رسيږي . خرماپه عمومي ډول په اول سرکښې خرڅولولپاره بازارونو ته وړاندي کيږي چې په دې وخت کې دوه نوعي اخستونکښې لري .

١_ دخرماداخلي مصرف کوونکي : هغه خلک دي چې ياپه خپله خرماتوليدکوي اويايي په کليوالي ډول اخلي چې نوموړي خلک په زياته اندازه خرمامصرف کوي .

٢_ خارجي مصرف کوونکي : يعني خرما دهغي لپاره صادريږ ي. البته هغه خرماچې په داخلي بازارونوکي خرڅيږي دکيفيت له لحاظه کمزوري وي ،نظرهغه خرماته چې په خارجي بازارونوکي په مصرف رسيږي  داچې خارجي مصرف کونکي بياهم په دوه ډوله دي

١_ هغه دولتونه دي چې دغذايي موادودکمبودسره مخامخ دي اوخرمايوه اصلي غذابولي . معلومه خبره ده چې نوموړي ډله ارزان بيه اوتقريباً دټيټ کيفيت خرما غواړي . چې ددي هيوادونو دجملي څخه چېن، هندوستان اوشوروي اتحاديادولای شو.
٢_ دوهمه ډله خارجي مصرف کوونکي هغه هيوادونه دي چې خرما داصلي غذايي موادوپه حيث نه مصرفوي اودغه ډله دښه کيفيت  واله خرما غواړي چې  قيمت يي طبیعي لوړوي ،چې له دې جملي څخه اورپا، امريکا کاناډااو استراليا هيوادونه دي  اوخرما دلاند خواصو لرونکي وي :

١- بايد يوه يوه دانه وي اويودبل سره نه وي چسپيدلې .

٢_ ظاهري اوخارجي شکل يي بايد عيب ونه لري. ٣_ نري پوست ولري اوپه داخلي برخي پوري تړلي وي . ٤_ دلږي اندازي شکري لرنکي نوعي څخه وي اودرطوبت اندازه د(%٢٢_١٨)وي .

٥_ زيړياخرمايي رنګ ولري . ٦_ لويه ميوه او کوچني زړي ولري، سوليدي او زخمي به نه وي .

٧_دګردخاورو اونورو موادوڅخه به پاک وي٨_ اکوتي وزن به دgr٥٠٠_١٠٠) وي .

٩_دزخيري د آفاتو اوناروغیوڅخه به په امن کښې وي . (١)(٣)(٤).

ب:_ دخرماجانبي محصولات :

داچې خرما په مکمل ډول نه مصرف کښېږي اويا هم دمصرف وړنه ده نوداعظمي عايد دلاس ته راوړلو اوداقتصادي او تجارتي ارزښتونو دسطحي دلوړ لو په خاطر دخرما دجانبي توليداتو څخه  يادونه کوم :

١_    دايتايل الکولو تهيه کول : الکول دخرماڅخه په داسي ډول لاس ته راځي چې :اول دخرما قندي شربت تهيه کښېږي  اوبياوروسته دنوموړي شربت د تهيه کولو په نتيجه کښې نوموړي الکول لاس ته راځي .

٢_       دستريک اسيد برابرول : دخرماڅخه دسيتريک  اسيد لاس ته راوړل يو بيلوژيکي عمل دي چې ديوه نوع قارچ، آسپر يلوس نا يجر (A.Niger) نوميږي په صنعتي ډول توليدوي . اونو موړي اسيدونه په زياته اندازه داستعمال ورړدي، په غذايي موادو اونوشابوکي تقريباً (%٧٠)دخوند اومزي دښه والي لپاره ، د(PH) دتنظيم په خاطر ، اوهمدارنګه په غذايي موادو کښې دساتونکي او انتي اسپتيک مواد په حيث استعماليږي. په دارويي صنايعو کښې تقريباً (%١٢) ددواوودخوند ورکولو په خاطر ، همدارنګه اسکاربيک اسيد دتنظيم په خاطر ،همدارنګه تقريباً (%١٨) په صنعتي کارونوکي چې دهغي جملي څخه دپلاستيک دجوړولوپه صنعت کې ، په همدي ډول سوديم ستيريت دفلزاتو په آبکا ري دپاکونکو موادو په حيث ، دديګ بخار داوبودتنظيم په خاطر اوبلاخره دفلزاتو دزنګ دلري کولو په حيث استعمال لري . البته نوموړي اسيد په دي خاطر ډير اقتصادي دي چې دهغي خرماڅخه چې په بازارونو کې خرځلاو نه لري، په لاس راځي .

٣_      دپروتين برابرول : دنفوس داوچت زياتوالي په خاطر دپروتين دکمښت امکان شته ددي، د مشکل درفع کولو لپاره يوبيولوژيکي عمل چې دبعضي اورګانيزمونو (بکتر يا ، قارچ) په مرسته دخرما په استحصال شوي شيرې باند ي تخمري عمل کوي ، پروتيني موادلا س ته راوړي چې تقريباً (%٧٥_٥٠) پروتين ولري . چې نوموړ ي پروتين دحيواناتوپه تغذيه اوياداچې دتصفي وروسته دانسان دمصرف سبب ګرځي چې کولای شوداقتصادي اوغذايي ارزښت له مخي دماهي د پوډر او  سويا سره مقابله وکړي.

٤_  دخرما دشهدو برابر ول : دخرماشهديوه اندازه فزيکي اوکيمياوي عمليو په اجراکولو سره دطبعي شهدوسره مشابه شهد لاس ته راځي په اينده کې اميدواريو چې دزياتو څیړنوپه نتجه کې دخرما شهد د طبعي شهدوځاي ونيسي اويا داچې په نوروغذايي موادوکښې دلوړغذايي ارزښت دلرلو په خاطر استعمال شي .

٥_      دخرما مايع قند : داچې خرماپه زياته اندازه قندي موادلر ي. نو هغه خرماده چې په زړه پوري شکل اوښه کيفيت ولري دهغي څخه مايع قند لاس ته راځي چې نوموړي قندد ګلوکوز ، فرکتوز ، سکروز، په زړه پوري اندازه لري .

٦_    دخرما شيره : کومه خرماچې بازارته دوړاندي کولونه وي اوياداچې دبسته بندي څخه اضافي راووځي . دهغه څخه دخرماشيره چې غذايي اوخوراکي ارزښت لري په لاس راوړي ددغي شيري اندازه (%٦٠_١٤)وي .

٧_  دخرماسرکه : دخرماسرکه دسوليدلي خرما څخه په لاس راوړي، چې دغه خرما د(%٤٠_٣٠) اوبوکښې اچول کيږي او دgr١٠٠ خرما څخه د (lit٤٠٠_٣٠٠) سرکه لاس ته راځي . برسيره پردي خرما دکيک دمختلفو انواعو . همدارنګه مختلفي غذا ګاني دشهاري لپاره  اوهمدارنګه په نورورنګ رنګ غذاوو اوډوډۍ پخولو کښې استعماليږي .

٨_  دخرما دزړي اقتصادي ارزښت : دخرما دزړي دغذايي موادو دلرلو په خاطر دميده کولو وروسته دونوروغذايي موادو لکه ، اربشو ...سره يوځاي کوي اودهيواناتو لپاره بهترين خوراک دي .همدارنګه دخرما زړي د (%١٠_ ٨) شهم لري ،يه همدي لحاظ نوموړي مايع دشامپو ،صالون اوپودر په صنايعو کښې استعماليږي . ويلاي شو چې دخرما دوني پاڼي دزړي سره دحيواناتو لپاره بهترين خوراک هم بللاي شو

٩_  بعضي نورمحصولات : په پورتنيو محصولاتو برسيره ځيني نورمحصولات هم په لاس راځي .يومحصول دخرما دوږي پوښ دي په هغه وخت کي چې دږي لادپوست څخه نه وي راوتلي .اودغه حالت دوايي ارزښت لري دمثال په ډول ددغه پوست موښل په غاښو نو باندي دقوت او پاکي سبب کيږي اودويني کيدومخ نيوي کوي ، همدارنګه داسهال برطرف کونکي دي . همدارنګه دنوموړي پوست په مابين سفين رنګ مواد يا پنير هم موجوددي .همدارنګه دخرمادزړي څخه .زرګران سکاره جوړوي . همدارنګه دپاڼي او تني څخهيي هم استفاده کيږي : دپاڼو څخه دکاغذ سازي فابريکو همدارنګه دفيبر سازي فابريکو ، اودتني څخه يي دکنوټودچتو دپټولو اوپلونو جوړولو کښې کاراخلي همدارنګه دخرما لرګي دسون موادو په حيث هم دقدر وړ دي . پاڼي څخه .دست کولونه اونوررنګ رنګ سامانونه جوړيږي .همدارنګه تنابونه اودفرش کولواسباب هم دپاڼي دصنايعو څخه دي . 

دخرماکيفيت اوپه هغه باند ي تاثيرکونکي عوامل:

داچې دخرماکيفيت اومرغوبيت مسلي ته راورسيدو، غواړو پدي هکله يوڅه وليکو  پدي خبره بايد پوره پوره اقرارواوسو چې نوموړي موضوغع داوږده داستان لرنکي ده، ځکه چې دخرما دکيفيت اومرغوبيت مسله دخرما دنهال داو ليني حجروي تقسيمات څخه چې دهغه په نتجه کښې يونهال منځ ته راځي ،شروع کيږي اوبيادمصرف کونکو ترلاسه پوري دوام کوي .په ساتن ځايونوکي په کفيت اومرغوبيت باندي تاثيرکونکي عوامل :د خرمادکيفيت دمقايسي لپاره عمده ،فکتورونه ،غذايي ارزش،د خوراکي برخي دفصدي لوړوالي ،دخوند اومزي اندازه اودميوي زيږوالي دي . اوس هغه عوامل چې دکيفيت اومرغوبيت تاثيرات لري په تر تيب سره تري يادونه کوو:

١_   دنهال غوره کول:

داچې دخرماميوه هيتروزايګوس ده يعني دتانيث آله په يوه نبات اودتذکيرآله په بل  نبات کي موقعيت لري نو کوم نوي نبات چې منځ ته راوړي په مکمل ډول تقريبا د خپل معدني بوټي سره په جنيتيکي لحاظ فرق ولري   . نو کوم نيالګي چې په زوجي ډول ياد تخم څخه په لاس راځي د ښه کيفيت لرونکي به نه وي او همدارنګه پنځوس فيصده نارينه وني تو ليد کړي . ددي مشکل دحل په خاطر اودښه کيفيت  واله نيالګي د لاس ته راوړلو په خاطر بايد چې دخرما وني په غير زوجي (سکر او off_shoot) باندي تکثير شي تر څو ښه کيفيت واله وني په لاس راشي اوپه اينده کي دښه کيفيت واله حاصل ولرو .

٢  _    دنهال اولني پالنه :

کله چې نهال په باغ کي ځاي په ځاي شي تقريباً تر پنځه کلني پوري په مکمل ډول اوبه اونوري پاملرني ته ضرورت لي . که چېري وني په ښه ډول تربيه اوآبياري شي اوپه دغه سن کي دبعضي طبعي آفاتو څخه بچ شي نوکومه موه چې په آينده کي لاس ته راځي ټيټ کيفيته اودسيالي توان به ونه لري .

٣_  دغوره ګردې انتخاب له مناسب وخت اوميتود سره:

کله چې ونه دحاصل ورکولو لپاره آماده شي نود ښځينه ګلانودالقاح لپاره ترڅو بهترين اودښه کيفيت واله ميوه لاس ته راکړي دښي ګردي ياښي مردانه وني انتخاب ډيرضروري بريښي .

داچې دخرما ونه دباد په وسيله القاح کيږي، امکان لري چې دزړه پوري بادونه وي اوپه زړه پوري القاح هم صورت ونه نيسي . ددي مشکل دحل اوپه آينده کي دلوړکميت او کيفيت واله حاصل دلاس ته راوړلو په خاطر دميخانيکي القاح څخه کاراخلو.په لومړي قدم کښې دميخانيکي يادلاسپه وسيله دالقاح لپاره بايد ماهر القاح کونکي موجودوي تر څوپه ښه ډول خپل کارترسره کړي ، همدارنګه دميخانکي القاح په خاطر په هغه ځايونوکي چې په زياته اندازه باغونه ياوني موجوده وي ، دبعضو ماشينونو اوياحتي هليکو فترو څخه کاراخستل کيږي . همدارنګه دښه کيفيت اومرغوبيت واله ميوي لاس ته راوړلولپاره دګرده افشاني وخت هم ډير ضروري بريښي .په زړه پوري وخت دوژي دپوښ دوازيدڅخه تقريباً ٤ يا ٥ ورځي وروسته بيا تر (٢٠ ) ورځوپوري دوام کوي ښه خبره خوداده چې يوڅه ډير وروسته نه شي . همدارنګه په ګرده افشاني باندي محطي شرايط هم خپل تاثير لري :دګرده افشاني په وخت کښې دحرارت ټيټه اندازه دخرما دکميت اوکيفيت دخرابوالي سبب کيږي ،همدارنګه باران په خپل نوبت سره دستګما څخه حذب کونکي موادو کوم چې ګرده جذب کوي ،مينځي اوهمدارنګه ګرده دځمکي لوري ته يي ټيل وهي .هيره دنه وي چې دالقاح څخه وروسته  باران په بار نيولو زيات تاثير نه لري .بادهم په خپل نوبت سره په ګرده افشاني تاثيرلري ،ګرم بادونه دګردي دجذب کوونکو مواداوخپله ګرده وچوي اودعمل دساحي بي کاره کول  .

٤  _  له بحاصل نیولوڅخه بياتر پخيدوپوري چاپیریالیز شرايط :

دخرما دالقاح څخه بيادخرما تررسيدوپوري ،دخرماپه کميت اومرغوبيت باندي محيطي شرايط خپل تاثيرونه لري :دحرارت درجه بايد لوړه وي داچې خرماګرم اووچ اوړي ته ضرورت لري په همدي خاطر بايد دخرما دپخيدو لپاره لوړه درجه دخرمادميوي دنه رسيدوسره کومک کوي اوهمدارنګه دميو ي کيفيت ته هم فايده رسو ي. باران په مختلفو وختونوکي مختلف تاثيرات څرګندوي .دخرمااولني رشد ياد خرما دميو ي دنموپه اول وخت کي باران کوم دپام وړزيان نه لري ، خودميوي درسيدلي حالت څخه اورسيدلي حالت ته نژدي دباران اوريدل دزهرومعني لري . دتروشو اوبو استعمال دخرماپه باغونوکښې دپام وړ زيان اړوي اودخرماد ميوي په کميت اوکيفيت هم تاثير لري اودخرما وني هم زيانمنوي ..دنايتروجن استعمال اګر که دکميت لپاره ښه ،بلکه په کيفيت بده اغيزه لري اوجبرلين هم همدارنګه عمل څرګندوي. .دخرمادنموپه دوران کي بادهم خپل تاثير واردکوي ،ميوه چې دپخيدو نقطي ته ورسي اوبادونه والوزي  په دي وخت کي دخرماميوه زيات اندازه رطوبت  دلاسه ورکوي دميوي دپوست دغوښيني برخي څخه  جداکيږي ،همدارنګه دميوي پوست چربي اوبلاخره دميوي دوچوالي په صورت کي دميوي دقندي موادو تناسب خرابيږي او دشکروانداز ه زياتيږي ،نوموړي دري مشکلات (دپوست جداکيدل ،دپوست چاودل ،دسکروزفصدي زياتيدل )دخرمادکيفيت لپاره تورداغونه بلل کيږي اودخرما کيفيت دهيڅ سره برابروي ،همدارنګه باددميوي دځمبکو دماتيدو امکان هم ترسترګوکيږي په ميوه کي ړنګي کول دکيفيت اومرغوبيت لپاره ډيرمهم عمل دي اوپه نتجه کښې مرغوبه ميوه لاس ته راځي .

٥_له پخيدوڅخه ترذخير ي پوري پرکيفيت باندي متاثر عوامل:  

 خرمابايد هغه وخت دوني څخه  .جداشي چې دقندي موادو اندازه يي لوړ حد ته رسيدلي وي اودقندي موادواندازه هم وخت جمع کيږي چه خرماخپل رنګ تغير (زيړ ياخرمايي ) کړي.

دښه کيفيت لپاره ميوه بايد په ماهرانه ډول وشکول شي همداسي بايد چې ميوه پريښودل شي چې خپله ځمکي ته راولويږي، ځکه دميوي کيفيت ډير ټيټ کيږي .پدي حالت کښې دپوست دچاوددو اورطوبت دوچوالي په سردسکروز اندازه زياتيږي .همدارنګه دښه کيفيت په خاطر بايد ميوه په خپل وخت کي راټوله شي اوهمدارنګه وچه اومرطوبه ميوه بايد سره جداشي کوچني اولويي خرماوي هم بايد جداشي .خرماچې کله دوني څخه جداشي بايد دحرارت دلاسه ورکولو په خاطر يوڅه  وخت لمرته يابغير دلمر څخه وساتل شي .په دي وخت کي بايددخرمادميوي په سطحه باندي خاوره اوګردونه لويږي چې نوموړي عمل دخرما دکيفيت اومرغوبيت سره نږدي رابطه لري .جداشوي خرمادذخيري خواته دوړلو څخه مخکي بايد :هغه ميوه چې زياتي پخي اوچسپناکه شوي وي دنوروڅخه جداکوو ،هغه ميوي چې دوني څخه رالويدلي وي هم جداکيږي ،همدارنګه پخي اونيمه پخي ميوي بايد هم سره جداشي .همدارنګه

دخرمامختلفي انواعي بايد يوله بله سره جداشي، دجداکولوڅخه وروسته بايد

لاندي  عمليي اجراشي

الف-  ضد ميکروبى کول :

دخرمادميوي دمکروب دوژلو په خاطر خرما ضد ميکروبى يا دودورکول کيږي  .البته دودد(Methylbromide) ،(Disulfidecarbon) او(Hgdroganic acide)داستعمال په نتجه کي ورکول کيږ ي

ب-  پاک کول :

خرمادغل بيل په وسيله اوهمدارنګه دمينځلو په وسيله پاکوي ترڅوښه کيفيت پيداکړي . له مينځلووروسته بايد دخرما اضا فه اوبه وچې کړل شي.

ج   جداکوا :

هغه خرماوي چې خارجي بازارونو ته استول کيږي بايد له نودوڅخه جداشي .البته دښه کيفيت واله خرما رسيدلي وي، ښه خوندلري اوښه نرم غوښين مغزولري دبي کيفيته خرماڅخه جداکيږي . همدارنګه خرماوي درنګ ،خوراکي مغز داندازي اورطوبت داندازي په نظرکي نيولوسره جداکيږي .ډيري مرطوبي خرماوي اونارسيدلي خرماو ي مخصوصواتاقونوته ليږل کيږي چې رطوبت يي کم اوپخي شي . وچې خرماوي رطوبت ورکونکواطاقوته ليږل کيږي .

د _ دخرمادرجه بندي :

خرمادرنګ ،دخوراکي برخي اندازي ،دحشراتو په وسيله مصابيت ، فيزيولوژکي امراض، رطوبت اوداسي نور و عواملو په نظرکي نيولوسره درجه بندي کيږي .

ۀ _ دخرما دميوي په مصنوعي ډول رسول يا بالغ کول :

هغه خرما وي چه په ونوکښې نه پخيږي، په مصنوعي ډول په اطاقونوکي پخيږي .دخرما وچول دوچولوڅخه مطلب دخرما داضافي اوبو استل دي، ترڅو دخرما وزن اوحجم کم شي اودزيات وخت لپاره وساتل شي ، ددي کار په وسيله دخرمارطوبت (%٣٠څخه تر%٢٣) ښکته کيږي .

ء_ دخرما نرم کول :

په دي کار سره دوچې خرمادکيفيت اندازه لوړيږي.

دپورتنيوهداياتوپه نظرکښې نيولوسره بايدخرمادمصرفي مقاصدوموافق بسته بندي شي.هغه خرماوي خارجي بازارنوته وړاندي کيږي بايدنيمه وچې،دشيري څخه ډکه اود (%٢٢_١٨)رطوبت ولري او په لاندي ډول بسته بندي شي : بايديودبل سره چسپدلي نه وي ،داخلي اوخارجي شکل يي جوړوي ،نازک پوست اوپه مغز باندي چسپيدلي وي ، خرمايي يازيړ رنګ به ولري ،لويه ميوه او وړوکي زړي و لري ، دزخم، ګرد،خاوري څخه به پاک وي ، بستي به د(gr٥٠٠_١٠٠) وزن ولري ،په مکمل ډو ل به ضد ميکروبى وي اودذخيروي آفاتونه به په امن کي وي  .ددوهمي درجي خرما بايد بي زړي کړل شي او د(٢٠_١٠ )کيلوګرام کارتن کښې واچول شي . ددريمي درجي خرما مينځلو ته ضرورت نه لري او (٢٠_١٠)کيلوګرام کارتنو کي واچول شي خوصرف په صنعتي شکل مصرف لري .

په ساتن ځايونوکي دخرماپه کيقيت باندي تاثيرکوونکي عوامل :

دساتنځاى په مابين او بيرون کي دميو ي په کيفيت په عمومي ډول دوه فکتورونه اغيزه کوي

١_داخلي يا جنتيکي عوامل :

دګلوکوز ،سکروز، فرکتوز،مالتوز ، سلولوز اونوروموادو فصدي ، دميوي رنګ

اواندازه ،داوبو فصدي او دخوراکي برخي اوزړي ترمنځ تناسب، پکښې شامليژي.

٢_ بيروني عوامل :

دخرما دوني تغذيه ،دآفاتو واقع کيدل ،باد ،ګرد غبار ،درطوبيت زياتوالي ،ړنګي کول دميوي راټولول اوساتنه ،په ساتنځاى کي دقارچې با کتر يايي اونورو آفتونه واقع کيدل اوداسي نورپکښې شامل دي.

په ساتن ځاى کي بايد لاندي ټکوته پاملرنه و شي :

١_  خرمامخکي له دي چې  ذخيره خاني ته يوړل شي ،بايد ضد ميکروبى شي.

٢_ خرماديخ څخه موتاثر کيږي بايد په ټيټه درجه (٠) سانتيګيرد،کښې وساتل شي.

٣_ دذخيرو څخه بايد پخوانۍ خرما وي واستل شي اودوي هفتي مخکي ضدعفوشي.

٤_    دخرمادکارتنو په مابين کي بايد هواوچليږي اودذخيره خاني دوه عمده فکتورونه (حرارت اورطوبت )سټنډرد وساتل شي

٥_   په ساتنځاى کي دکيفيت دټيټوالي يوعمده عامل دحشرواو کنو شته والي . همدارنګه بعضي نوري حشري په ساتنځاى کي دميوي دکيفيت دټيټوالي سبب کيږي. ددي مشکل  دحل لپاره بايد دميتايل برومايددګاز څخه کارواخستل شي .همدارنګه ساتنځاى بايد د موژکانو تر حملي لاند ي رانشي . داچې خرما د تنفس د عمل په نتيجه کي ګرميږي بايد هغه بيرته يخ کړل شي . د انتقال په وخت کي  بايد موټر اونور وسايل ضد عفوني شي او بايد موټر د يخ ساتلو خاصيت ولري او يا داچې مخکي د بارکولو څخه خرما د يخي هواسره مخامخ شي . خرما په ټيټه يعني صفر درجه کي امکان لري له نه مياشتو تر يو کال  پور ي وساتل شي . بايد خرما په ساتنځاى کي په صحيح ډول وساتل شي ځکه چې کيفيت په ذخيره خانه کي ډير تر ګواښ لاند ي

سپارښتني:

داچې دافغانستان محيطي شرايط د ګل خاني معني ورکوي، چې ددي شرايطو په برکت زمونږ هيواد د رنګا رنګ ميوه جاتو  کور دي . خرما د عقيده وي او  غذايي لحاظه ډير ارزښت لري، د قدر وړنوموړي ميوه ايجابوي، تر څو زمونږ په ګران اسلامي وطن افغانستان کي هم توليد شي .خو داچې په مکمل ډول په ټول هيوادکښې امکان نه لر ي ،بيا هم خوشبختانه په ځينو ځايونو کي دخرما دتوليداو حاصل دلاسته راوړ لو هيلي پيد ا شو ي دي . د نويو تحقيقاتو په نتيجه کي معلومه شوي، چې د هلمند په ولايت کي د خرما ښه حاصل لاس ته راتلاي شي او په دي هکله کار روان دي، همدارنګه د ننګرهار په ولايت کي هم د (٢٠)جريبو په اندازه زينتي باغ موجوددي او اميد لرو په دي هکله نور کار هم وشي .

داچې زمونږ موضوع دخرما کيفيت دي په دي هکله زيات زيار او زحمت ته ضرورت دي، ځکه چې د افغانستان په بندرونو کي د کرنتين ايداري ياخو موجودي نه دي اوياداچې دمسؤليت اواحساس ددرک قوه يي کمزوري ده ،نو  په همدي آساس دخرماتوليدونکي هيوادونه خپلي هغه ميوي چې حتي په داخلي بازارونو کي هم نه پلورل کيږي ،افغانستان ته يي راليږي ،ياداچې هغه ميوي چې دحيواناتو دتغذيي اوپه صنعتي ډول دمصرف وړ اوقيمت يي ډير ټيټ وي، دافغانستان بندرونوته رارسوي،چې په لوړاو عصري قيمت يي دافغانستان محترمو تجارانو ته سپاري اوبياتجاران يي دګمرک د رشوت خورود امضاپه کومک سره د افغانستان په مضلوم اولس خوري ،په دي آساس سره ،نه دا چې غذاي اوطبعي ارزښت يي دلاسه ورکړي وي، بلکه نور جانبي عوارض هم رامنځ ته کوي.

په اخر کي زماکمال خان (داولس په درد کړيدلي بچې ) آرزو داده چې ديوه قوي اسلامي نظام په راتلو سره کاراحل کارته وسپارل شي اودتجارتي اواقتصادي مسايلوپه ګډون زموژټولو فردي اواجتماعي ژوند په اسلامي اوامروبرابراودهرډول ديني،علمي ،فرهنګي،

اقتصادي اوحتي نظامي تجاوزو نوپه مقابل کښې دپوره مقابلي توان ولرو.

دهغي ورځي په انتظار

نتیجه اخستنه

١_خرما تقريباً ((٧٠٠٠)) کاله مخکي پيژندل شوي اودهغه وخت څخه بياتراوسه پوري ديوه باارزښته غذايي توکي په حيث استعماليږي .

٢_  خرما دوچ اوګرم موسم نبات دي .دښه نيالګي دتعين او محيطي شرايطو دسمون په نتجه کښې په زړه پوري حاصل ورکوي .

٣_دخرما دوني تکثير اکثرا د(off_shoot)په وسيله کښېږي او په زړه پوري نتجه ورکوي. همدارنګه د( ٥٠_٣٠) ښځينه ونو لپاره يوه نارينه ونه چې دښه کيفيت لرونکي وي، وکرل شي. دښه کيفيت واله حاصل لپاره بايد ميخانيکي ګرده افشاني وشي، دميوي دنموپه دوران کښې بايد ړنګي کول هم وشي او بلاخره حاصل په مناسب وخت کښې  په ماهرانه ډول راټول شي ، وچ ،بي کيفيته ،زخمي ،مريضي اوښـي خرما وي بايدسره جداکړل  شي .

٤_ خرما ساتن ځايونوته دانتقال څخه مخکي بايدپريمنځل، درجه بندي ،بسته بندي اوضدمکروبي شي .

٥_خرمابايد په ساتن ځايونوکښې په ټيټه درجه دحرارت (c٠) کښې وساتل شي اوهمدارنګه بايد دکارتنونوتر منځ،دهوادعبورلپاره ځاي موجود وي .

٦_ دانتقال په وخت کي ترانسپورتي وسايل بايد ضدمکروبي شي اودانتقال په وخت کښې بايد دحرارت درجه ټيټه وساتل شي ، بلاخره تقريباً تريوکاله پوري استعمال شي  .

٧_ دخرما دونوروزنه په افغانستان کي دهلمند اوکنړ په جهادي ولايتو نو اوځينونوروځايونوکي امکان لري ، بايد نوموړي پروژي تر غورلاندي ونيول شي .

ومن الله التوفيق

 

ماءخذونه

١_ اداره کل نخيلات ،١٣٧٢ه ش. مجموعه مقالات اولين سمینار خرما،  سازمان کشاورزي استان بوشهر.ص ص ص (٢٦٥،٢٤٩،٢٣٧،٢٢٩،٣١١،١٨٥،١٧٧،١٥٩،١٤١،١٠٧).

٢_ايران منش،س،م،١٣٧٩ه ش .مقدمه بر تکتولوژي کاربردي  توليد خرما ،کتابخانه ملي ايران .ص ص ص (٤٥.٢٨.٥) .

٣_پوري ،م، ه ،١٣٧٧ه ش .ګنجنه خرما ،نشر آموزش کشاورزي.ص ص ص (٢٨٥،٢٧،٢٣،١٢،٩).

٤_جهاني ،آ ،ا، ١٣٨١ه ش .خرماميوه زندګي ،نشريه علوم کشاورزي ص. ص. ص (١٣٢،١٢١،١١٣،١٠٥،٩٣،٧٧،٧٢،٨،٤،١).

٥_ مرندي ،ر،ج ،١٣٨١ ه ش.ميوه کاري ،چهار دانشګاهي آروميه ص.ص.(٢٢١،٢٢٤).

6_www.flipsmuesli.com.au/food facts.html .

لومړۍ پاڼه http://petawona.bloguna.tolafghan.com