د لوړو زده كړو وزارت

د كابل پوهنتون

د كرنې اومالدارى پوهنځى

د هارتيكلچر  څانگه

 

 

 

د پستې ډيرښت ( تكثير )

 

 

 

 

 

 

 

 

لارښوود استاد   :  پوهنيار مسعود « سعيد »

سمينار استاد      :   پوهنيار مسعود « سعيد »

ترتيب كوونكى  :  محمد وزير « حبيب زوى »

 

                                                                                                                    كال : 138

پیلیزه:

پسته يو د هغو ميوو څخه ده چې د مغزياتو په ډله كښې طبقه بندي كيږي او د مغزياتو د عمومي خاصيتونو څخه په دغه ونه كښې د اوږدو ريښو موجوديت چې د Taproot   سيستم له مخي په خاورو كښې عموداً وړاندې ځي ليدلاى شو. نوځكه هغه خاورې چې سخت قشرونه او طبقي ولري د ريښو د پر مختګ مخه نيسي چې د عمده زيانونو څخه ئې د لويو ونو چپه كيدل دي چې د باد يا ځينې نورو ميخانيكي عواملو په ذريعه منځته راتلاى شي. نو له همدي امله ددغه ميوې لرونكې وني لپاره ژوري loam  خاوري ښه نتيجه وركوي تر څو ريشي په كافي اندازه پراختيا وكړي.

دغه وني په طبعي ډول ِDiecious دي يعني نارينه او ښځينه جنسونه يې په بيلابيلو ونو كې وجود لري چه كله ناكله ورته اړتيا پيداكيږي چې د ( سالبرى )  د له منځه وړلو لپاره بايد په ونه كښې Top working  صورت نيسې.

او دغه ميوې تر نن پوري په افغانستان كې په وحشي ډول د افغانستان په شمالي كمربند  North bend   كښې موجودې دي دا په داسي حال كې چې په ايران كښې يې زراغتي او اهلي بوټي وجود لري.

پستې ته يوه لنډه كتنه

عمومي كتني څرګندوي چې د ظاهري شكل له مخې دووه ډوله پسته وجود لري .

1-       بادامي پستې چې  لاندې خاصيتونه لري.

a-        د عرض يا قطر څخه يې طول زيات دى.

b-        په خلاصو پستو كې يې د پوستكې لري والى يو له بل څخه لږ دى.

c-      په دغه ډول پسته كې كله كله د پستې نازكه څوكه د خنجر غوندي راتاو شوى وي چې ورته خنجري پسته وايي.

2-     فندقې پستې

a-    د عرض يا قطر او طول تر منځ يې د فاصلې زيات توپير وجود نه لري.

b-     په خلاصو شويو پستو كې د پوستكي لريوالى يو له بل څخه نسبتاً زيات دى.

د پستي اصلي ټاټوبی او تاريخي مخكيوالى

د پستې ونې چې نسبتاً د افغانستان په شمالې كمربند كې ، د ايران په شمال شرق او تركپه كښې د گڼو  ځنګلونو په ډول ليدل كيږي اصلاً د منځني ختيځ خصوصاً افغانستان ، ايران او تركيې څخه د نړى د نورو هيوادونو مخصوصاً د مديتراې سواحلو ( جنوبي اروپا او شمالي افريقا )  په لوري حركت كړى.

لكه چې د يونان تاريخونه څرګندوي چې يونانيانو د نن څخه 3000  كاله پخوا ددغه ميوې څخه په ايران كې استفاده كړې ده  او يو د رومي امپراطورانو څخه دغه ميوه روم او بيا له هغه څخه هسپانيا ته ورسوله او كه چيرې په دغه اړوند د  ايراني او افغاني سيمو څخه معلومات را ټول شي نو به ددغه نبات داسې زړي وني پيدا شي چې په سل ګونو كلونه عمر ولري چې ښه مثال يې د افغانستان په شمالي سيمو او هرات ولايت كښې د هغه د زړو ونو شتوالى دى چې نن سبا تر سترګو كيږي.

 

دپستې دونې ځانګړتياوي:

د پستې علمې نوم Pistacia Vera  دى كوم چې د Anacardiaceae  په كورنى پورې اړه لري او Pistacia  ددغه كورنۍ يو ډير مهم جنس دى چې د تودو او نيمه تودو سيمو لاندې نوعې ورباندې اړه پيدا كوي.

1- Pistacia Vera                               

2- Pistacia Mutica                          

3- Pistacia Khinjuk

4- Pistacia Atlantica

    5- Pistacia Lentisus

6- Pistacia Terebethus  

7- Pistacia Chinesis  

8- Pistacia Mwxicana or texana

9- Pistacia integrrima

   10- Pistacia Verrestina

   11- Pistacia Oleosa

چې ددغه پورته ډولونو څخه يې يوازي دووه ډولونه زيات اهميت لري چې عبارت دي له Pistacia Atlantica او Pistacia Lentisus چې ددغه دوو څخه يې دا اول يو Pistacia Atlantica زيات د Rootstock  په ډول استعماليږي.

او هغه پستې چې د تخم د كرلو په ذريعه سره توليد شي كيداى شي تر څلور سوه كالو پوري خپل عمر اوږد كړى دا په داسې حال كې چې د پيوند ونو عمر تر 150 كاله پوري رسيدلاى شي مګر بيا هم كه چيري Pistacia Vera د Pistacia Atlantica په Rootstock  باندې پيوند شي كيداى شي تر 200 كلونو پوري يې عمر دوام وكړى.

د پستې ونې بيا خپله يو Decious   دى كوم چې مذكر او مونث ګلوونه يې په عليحده ونوكي ځاى لري. او د پستې ټول ګلونه وږى ته ورته شكل لري چې په مذكر ګلونو كې ددغه وږي جوړښت ډير سره اوبدل مګر په مونث وږي كې بيا ګلونه يو د بل څخه څه نا ځه فاصله لري او دغه ګلونه يو دا نه تخمدان او يو تخمه لري . دغه وني د باد په ذريعه القاح كيږي نو د القاح د عمليې د تطبيق لپاره بايد په بڼ كې 10% مذكر جنس وجود ولري.

پاڼې ددغه ونې Compound leaf  بلل كيږي ځكه دغه پاڼي په خپل وار سره ( 7-5 )  كوچنى پاڼې په خپل جوړښت كې جذبوي.

د پستي دونې ريښې د Top root system  څخه په پيروي سره د 2m  څخه لازياتي په ځمكه كې عموداً ښكته خواته حركت كوي دا په داسې حال كښې چې جانبې ريښې هم په ډيره  كمه اندازه د انكشاف په حال كې وي هغه هم د اصلې ريښه په انتقالې برخه كې نو ځكه دغه ريښه جذب شوي معدني مواد په پوره تيزى سره ونې ته نشي رسولاى، تر څو د خپلي غذا په حيث ورته تغير د شكل وركړي چې په همدغه حال كې يو ګڼ شمير وني د وچيدو سره مخامخ كيږي.

نو ددغه پرابلم د له منځه وړلو لپاره بايد اصلي ريښه قطع شي ترڅو له يوې خوا دغه اوږده فاصله لنډه او له بلي خوا د جانبي او ويښته رقم ( موى مانند) جذبوونكو ريشو انكشاف ته لاره هواره شي. دا هم پداسي حال كې چې اوږدي ريشي بيا دغه نبات د وچكالى په مقابل كې سخت مقاوم  كوي.

د پستې دوني شاخونه او تنه بيا د تربانتين په نوم د كمياوي موادو درلودونكى دى چې ددغه كورنى نوم ( Terebenthsceas)   له همدغه ځاى څخه لاسته راځي.

آب او هوا

د پستې ونې د ژمي د سختي يخنۍ او د اوړي له لوړې ګرمۍ سره داسي مقاومت ښيي چې د ژمي يخني تر-200c   پورې او د اوړي ګرمي تر 400c پورې ورباندې منفي يابد تاثير نه شي كولاى . مګر دغه ونې بيا د رطوبت په مقابل كې سخت حساسيت لري. په خاوره كې د زيات رطوبت شتوالى ددغه ونې د تنې اوپندك د ناروغۍ او پوشيده ګى سبب ګرځي. چې په قراره قراره ونه كمزوري كوي او بالاخره يي له منځه وړي . دا په داسي حال كې چې دغه وني بيا د وچكالى په مقابل كې داسې پوره مقاومت كولاى شي چې د كلونو لپاره پرته له اوبو كولو ژوندى پاتيږي.

خاوره :

 دپتسې لپاره ډيره مناسبه او په زړه پورې خاوره د سپك loam   څخه عبارت ده چې پوره او په زړه پورې حاصلات وركولاى شي او په هغه خاوره كې چې په لوړه كچه باندې clay   ولري او د اوږدي مودي لپاره د رطوبت د ساتلو وړتيا په كې موجوده وي د پستي كرنې او تربيې لپاره مناسبې نه بريښي او بايد ورڅخه صرف نظر وشي . مګر دغه ونه بيا د تروو خاورو سره څه ناڅه ځان عياروي لكه چې همدا لامل دى چې اكثريت بزګران په دې فكر كې دي چې د پستې د پرمختګ لپاره يو اندازه مالګې مخصوصاً كلورو اسئيديم ضروري او حتمي دى ، لكه چې  دوى دغه ډول مركبونه د كود په ډول يا د اوبولو پر وخت د اوبو سره يو ځاي ونو ته علاوه كوي مګر د كرهنې اساسي او نوي تكنالوژي نه يوازي ددغه مركبونو او مالګو موٍثريت نه دى ثابت كړى بلكه په خپل وار سره پې په تجربوي ډول دا څرګنده ګړيده چې د پستې ونې په خوږو سيمو ( چې مالګه ونلري ) كښې ډيره په زړه پورې وده كوي او ښه با كيفيته حاصلات لري او همدارنګه كه چيري د لوړو حاصلات ليوال واوسو بايد تر ټولو اول په قوي او حاصلخيزه ځمكوكې د پستې په تربيه باندې لاس پورې كړو مګر كله ناكله كه ضعيفو خاورو ته اړ ايستل كيږو نو بايد وخت ناوخت ورته مناسبه اندازه سره علاوه كړو.

سره:

د پستي ونې د خپل پرمختګ او ودي لپاره په داسې اندازه سرې ته اړتيا لري چې يوازې حيوانې سرې ورته په هيڅ صورت ګټه نشي رسولاى او د هغه غذايې اړتياوې د تكميل تر حده پورې نشې رسولاى نو كه وغواړو چې له هر اړخ څخه لوړ ، زيات او باكيفيته حاصلات او عوايد راوړو نو بايد د حيواني سرې څخه علاوه د كمياوي سرو څخه هم كار واخيستل شي او د پستې لپاره كمياوې سره د هغه د وده يز فصل په ا وږدو كې دوه وخته ډير په زړه پورې نتايج رامنځته كوي چې يو د كب (حوت) او بل د غبرګولې (جوزا) په مياشت كې د خاورو سره د كمياوي سرو مخلوط كول دي .  كه چيري په همدغه وخت كې يو اندازه هيومس هم ددغه ونې شاوخوا خاورې ته علاوه شي نو د كمياوي سرې هغه منفي تاثير چې د ځمكې پر مخ د يو كلك پوښ رامنځته كيدل دى هيڅ  او له منځه ولاړ شي كوم چې د ونې ريشو ته د آب او هوا د نفوذ مخنيوى كوي . چې ددغه پروسي د پوره كيدلو لپاره په ځمكه كې وخت ناوخت د مختلفو حيوانې او نباتي سرو استعمال په زړه پورې نتايج در لودلاى شي.

خو مګر د حيواني سرو استعمال په  پسته ايزو سيمو كې هيڅ وخت يو ثابت او ټاكلې مقدار نه لري بلكه كيداى شي په يو هكتار ځمكه كې د يو كال لپاره د 8 څخه بيا تر 35 ټنه پورې توپير ولري . چې د زياتو ليكونكو په اند كه چيرې د 20 تر 30 ټنو پورې دوو كلونو په موده كې يو ځل يو هكتار ځمكې ته علاوه شي نو د خاوري د فزيكي جوړښت او هيومس د تامين لپاره بسنه كوي او د ځمكې د حاصلخيزى ساتلو ته لاره هواره وي.

او ددې لپاره چې حاصلات مو د امكان تر اندازي پورې لوړ كړي وي بايد د ونې د حاصل او عمر مطابق 20-50Kg  پورې كمياوي سرې په يو هكتار ځمكه كې ددغه فارمولونو مطابق په خاوره علاوه شي.

15-15-15

13-15-13 

د پستې ډيرښت او د هغه د باغ ايښودل

دنبات پژندنې علم څرګندوي چې پسته دوه ډوله تكثير كيداى شي.

1-       Layering  

2-      Seedling  

خو د اقتصادي چارو څيړونكي بيا د پستې تكثير ته د تخم په ذريعه ترجيح وركوي ترڅو يو مناسب Root stock  توليد او بيا د پستې يو په زړه پورې (Sion ) ورباندې پيوند او تربيه شي نوځكه همدغه يوه لاره د څيړنې زياته وړتيا لري. چې مونږ هم دلته يوازي د پستي كرنه او د پيوند كولو لاري چاري مطالعه كوو.

د پستي كرهڼه هم بيا د هغه كرنيز ځاى له مخې دووه ډوله تربيه كيداى شي.

1-  دپستې كرنه په قوريه كي.

2-  پستې مستقيماً په كرنيزه سيمه كښې.

چې بيا په خپل وار سره په دغه پورته دوو طريقو كښې يې دويمه تر اولې نه دلاندې عواملو له مخې داستعمال زياته ساحه او غوښتونكي لري. چې ټول دغه عوامل د اقتصادي او زماني ضايعاتو د را كمولو له مخې يو له بل سره په پرتله كيداى شي.

1-      د ريښي د طبعي خاصيت له مخې د پستې قوريه زياتې پاملرنې ته اړتيا لري.

2-      دقوريې څخه د تربيې اصلي موقيعيت ته د نيالګيو وړل داسي يوه پروسه ده چې كيداى شي 60-15%  نيالګې په كې وچ  او له منځه لاړ شي.

3-      كه چيرې  د قوريې څخه انتقال شوي نيالګې د وچيدو او خرابيدو څخه 100% بچ شي خو بيا هم د عايد د وركړي پروسه ( ميوه نيونه ) د يو كال په اندازه شاته غورځوي.

 

د پستې د كرني ځانګړتياوې

د پستې د تخم ( ميوې ) جوړښت د مورفولوژي پوهانو په لاندې ډول ويشلى دى.

1-  پوست: چې دغه طبقه بيا پر خپل وار په دريو برخو ويشل كيږي.

  1.  Pericarp  : د پوست تر ټولو لومړنۍ او خارجې برخه ده چې د نرم نسج څخه جوړ او د شين يا قرمزي رنګ په درلودلو سره وروسته له پخوالي د ميوې څخه بيليږي.
  2. Meso carp : دغه داخلي پوست چې د هډوكي ډوله كلك نسج څخه جوړ او سپين رنګ لري. د Endocarp   او مغز ساتنه كوي.
  3.  Endocarp  :  د پوست دغه دريمه طبقه نازكه طبقه چې قرمزي ، قهوه ئي ، سور رنګ لري په داسي ډول د مغز سره نښتي ده چې د پستې د ماتيدو څخه پرته يې بيليدل د امكان څخه ليري ښكاري.

2- مغز:

د ميوې دويمې طبقه ده چې اندوكارپ څخه د ننه پرته ده او نطفه يا ( Embryo)  يې په داخل كښې ځاى پر څاى شويده. په قوريه كښې د پستې كرهڼه د لاندينيو ټكو زده كړې ته اړتيا لري.

1-     د ځمكي برابرول د قوريې لپاره .

2-     په قوريه كښې د پستې كرهڼه.

3-    د قوريې پالنه.

4-     د قوريې څخه اصلې ځاى د نيالګيو وړنه.

 

 د قوريې  د ځمكې برابرول

د پستې د قوريې لپاره ټاكل شوي ځمكې بايد زياتې نرمې او د ريشي د  پرمختګ لپاره پوره مساعدي وي ، چې ددې هدف دپوره كيدو لپاره بايد نوموړي ځمكه د منې په وروستيو يا د ژمې په لومړيو ورځو كښي بايد يو ځل ژوره قلبه يا دوپل شي دا هم په داسې حال كښي چې په پوره اندازه حيواني اوفاسفورس لرونكې سرې ورسره ګډې او په راتلونكې كال كښي د كب (حوت) د مياشتي له لومړى نيټي څخه د وري (حمل) تر پنځلسمې ورځي پورې ( نظر په محيطو شرايطو ) يو ځل بيا د سطحې قلبې څخه وروسته همواره او جويې  جوړي شي خو دغه جويې هم بايد لاندې ځانګړتيا وي ولري.

1-      په خپلو كښې موازي.

2-      10-15 cm   پورې ژوري.

3-      عرض 20-30 cm  .

4-      يو له بل څخه فاصله 50-75 cm  .

په قوريه كې د پستې كرهڼه

اوس نو د جوړې شوي جويې په څنډه 5cm په ژوروالي د 20-25 cm په فاصله يو له بل څخه كندي كاږو او د يو يو دانه تخم د اچولو څخه وروسته ورباندې پاك يا وينځل شوى ريګ ترهغه د تخم د پاسه اچوو تر څو يې لوړوالى د ځمكې د سطحې څخه 2-3 cm ته ورسيږي چې ځينې بزګران بيا ځكه ددغه ريګ د پاسه ايرې اچوې چې ګوندې د ميږيانو د زيانونو څخه د پستې اچولى تخم سالم اوجوړ پاتې شي. او د اوړي په سختو ګرمو ورځو كې د اوبو هغه ضايعات چې د تبخير د عمل په ذريعه منځته راځي، د ونې د خاوري شوي پاڼې د اچولو په ذريعه كولاى شو تر پوې اندازي ښكته راولو.

 

په قوريه كې د نيالګې پالنه :

نيال بايد له یو تر دوه کالو پورې په قوريه كښې خپل ژوند وكړي خو ګټوره به داوې چې تر وسه وسه پورې دغه پورتنى موده را لنډه كړو نو كه چيرې دغه هڅه كوو نو تر ټولو اول بايد داسې ځمكه ورته په ګوته شي چې په پوره اندازه غذايې توكې ولري ياداچې وروسته له انتخاب څخه ورته وخت په وخت كمياوي او حيوانې سرې علاوه او د غذايې موادو فيصدې يې لوړه بوتلل شي. ترڅو نبات په پوره اندازه غذايې مواد واخلې او په اعظمې ډول خپل نمواو انكشاف ته دوام وركړي ترڅو  د يو كال په موده كښې د وړلو پروسي ته برابر شي او كه چيرې دغه موده خپل ځان اوږدوي ورسره جوخت دنيال ريښې هم اوږديږي چې د وړلو په وخت كښې يې دزياتې غوڅونې له امله د نيالګې د ميخانيكې صدمي رامنځته كيدل زياتيږي، خو په هر ډول شرايطو كې كه چيرې موږ لاندې څو ټكې په نظر كښې وساتو كيداى شي دا ډول ( ميخانيكې ) صدمي څه ناڅه راكمي كړو:

1-      قوريه بايد اوبه او تر هغه پريښودل شي چې ميخانيكې كارونو ته آماده ( وتره ) شي.

2-      د نيالګيو د قطارونو څخه ( 20-25 cm )  په ليري والي ( د نيالګې په دووه خواوو كښې ) د 40-50cm  په ژوروالې موازي خطونه باسو.

3-      د نيالګې لپاره ټاكل شوي ټكې تر تيارولو وروسته بايد دغه نيال د ټولې هغې خاورې سره چې د ريښې چارچاپير يې لري د زنبيل يا بلې داسي وسيلي په ذريعه خپل اصلې ځاى ته وړو چې په موازي ډول پكې پريوزي.

4-      تر انتقال وروسته نيال بايد په خپل اصلې ځاى كښې داسي كيښودل شي چې شاوخوا مرطوبه خاوره ولري ترڅو پكې ريښه ښه پرمختګ وكړي او بايد زياته شي چې په همدغه مرحله كې ډيره كمه بې غوري په راتلونكې كې د زياتو او نه شميرل  كيدونكو زيانونو سبب ګرځي.

5-      د احتمالې ضررونو د راكمولو په خاطر باندې اوس د قوريې د اچولو طريقې هم مختلف شكلونه اخيستلاى شي لكه:

الف-  ځينې باغبانان د خپلو قوريو لپاره داسې ويالي باسي چې سور يې

40-50 cm  او ژوروالى نژدي ( 1m  ) ته ځان رسوي او په سطح باندې يې تقريباً 10-15 cm   شفته اچوې چې له هغه وروسته ورباندې همغه راايستل شوې خاورې اچوي او وروسته له يو كال نه كله چې ريښه 70-80 cm   ته ورسيږي. نو د شفتي يا بتون څخه د تيريدلو قدرت نه لري چې  دا هم د ريښې د زيات ودي مخه نيسې په داسې حال كې چې لګښت يې زيات او په پوره اندازه كار نه آسانوې.

ب : د لنډو ريښو د تشكيل لپاره ځينې باغبانان بياد فلزي لوښو ( پيپونو ) څخه ګټه اخلې او ددې لپاره نوموړي پايپونه داسي برابروي چې  50-60 cm   اوږدوالى ، 20-30 cm  قطر او استوانئي شكل ولري خو ددغه لارې د عملې كولو لپاره بايد لاندې څو ټكې په نظر كښې وي.

1- ددغه استوانې اړخونه ( لاندينى برخه ) بايد يو شمير سوري ولري ترڅو د ولې شاوخوا كښې اوبه راټولې  نشي.

2-  ددې لپاره چې د اوبولو پروسه آسانه ، تبخير د اوبو او رطوبت كم او ريښې د نبات ګرمې نشي بايد ټولې استوانې  څنګ پر څنګ او په خپلو كښې موازي وي.

3-  دوړنې په وخت كښې بايد غونډه استوانه تر انتخاب شوې ساحې پورې يوړل شي هلته بيا نيال د يو اندازه خاورې سره وويستل او په انتخاب شوي ځاى كې كښينول شي.

مګر دا هم بايد په ډاګه شي چې تر اوسه پورې هيڅ داسې طريقه نه ده  رامنځته شوې چې د وړلو په وخت كې ريښې ته د اوښتونكو ټولو زيانونو مخه ونيسي مګر تر يوې اندازي پورې دغه زيانونه ښكته راولې.

 

د قوريې پالنه:

د قوريې د پوره او په زړه پورې پالنې لپاره لاندې څو ټكې د پاملرنې وړ دي:

1-        اوبول : نوموړې قوريه بايد ( 6-8 ) ورځې وروسته يوځل اوبه شې .

2-       د سرې وركول: د نومورې قوريې لپاره ګټوره سره د دغه لاندې فورمول پيروي كوې.

             13-13-15 

3-       پيوند: د پستې هغه نيالګي د پيوند وړتيا لري چې قطر لږ تر لږه 1cm  ته رسيدلى وي . او كيداى شي درى ډوله پيوند صورت ونيسي .

  •  لوله اي پيوند
  •  شكمي پيوند
  •  اسكنه اي پيوند

چې ددغه دريو ډولونو څخه ئې لوله اي پيوند زيات استعماليږي ځكه چې د يوې خوا ساده او په ډيره چټكتيا سره عملي كيداى او له بلې خوا Soin  د Root stock  سره زر جوش كوي او ويل كيږي چې نن سبا په ا يران كې 99% عملي بڼه لري. په داسې حال  كې چې پاتې دووه نور يې هلته ( ايران ) كې اوږده تاريخي سابقه نه لري.

خو د پالنې او روزنې د لازياتې او پوره اسانتيا په موخه بايد تخم په خپل اصلې ځاى كې داسې واچول شي چې مخكې  د مخكې نه يې د قطارونو او دوو  نيالګيو ترمنځ  فاصله ثابته وي.  

 

د باغ لپاره د ځمكي برابرول

څرنګه چې باغ داسې يو كرنيز مصروفيت دى چې د كلونو انتظار او زحمت ايستنې څخه وروسته په حاصل راځې نو كه چيرې ورته د غوښتنې وړ ځمكه په ګوته نه شي نو به دغه د كلونو كلونو لګښتونه به هيڅ  او د خاورو سره خاورې شي نو ځكه بايد د پوره پاملرنې وروسته ځمكه انتخاب او د باغ جوړونې په ضروري اقداماتولاس پورې شي لكه:

  •  هوارول
  •  د سرې په ذريعه د ځمكي مستول
  •  د مناسبې نقشي او پلان له مخې د داسي كډيو ايستل چې ابعاد ثلاثه يې تر 50 cm  پورې ورسيږي. 
  •  په تيار شوي كډى كښې د نيالګي يا تخم ځاى پرځاى كول چې دغه ډول بايد مخ په وړاندې بوتلل شي.

په كندل شوي كډى كې بايد تر 10cm خاوره لاندې حيوانې سره يا دا چې نباتې وچې پاڼي واچول شي اويو ځل ورته اوبه هم وركړل شي ترڅو د خاوري كوچنى ذري يو بل ته نژدي ، د اوبو او خاوري محتويات سره ګډ اود تخمر وړ موادو ( سرو ) تخمر ته لاره همواره شي. چې د حرارت د توليد سبب ګرځي كوم چې د تخم يا نيالګې د چټك زرغونيدو لامل كيداى شي. له دغه تخمر څخه يوه اونى وروسته د كډى په منځنى ټكې كښې تخم يا نيالګي بايد كيښودل شي او په همدغه وخت كې يوه اندازه فاسفورس هم زياتې ګټې لري.

 د نياليو ترمنځ فاصله

 كه چيرې وغواړو چې په نوموړي باغ كې يوازې او يوازې د پستې ونې تربيه كړو نو د قطارونو ترمنځ بايد 8-7 متره او  د ونو ترمنځ بيا 6-7m  فاصله ضروري ګڼل شويده او كه چيري څه نورې ميوه لرونكې ونې هم په كې موجود وي.

بيا نو دغه معيار څه ناڅه بايد پورته لاړشي ددې سره، سره چې خاورې څرنګوالى په دغه ټاكنه كښې بې تاثيره نه دي.

دپستې په كرهڼه كښې هم نورو ميوه لرونكو ونو غوندې د stratification  موضوع مهمه بلل شويده. چې په دغه اړه د پستې تخم 24 ساعته په اوبو كې اچوي او وروسته له هغه يې د دريو (3) ورځو لپاره په نسبتاً تود او مرطوب محيط كښې د بوجيو په ذريعه ساتې ( هره بوجې بايد په ورځ كښې يو ځل په اوبو ومنډل شي ) او له دغه وروسته تخمونه په قراره قراره په زرغونيدو پيل كوي چې بايد اصلې او ټاكل شوي ځاى ته وررسول شي چې دغه طريقه څو ګټې لري :

  •  باغبان په خپلو توليد كيدونكو نيالګيو باندې له هر اړخ  نه  اعتبار لري.
  •  په تخم كښې د چټك زرغونيدو وړتيا هغه د مغز خوړونكو ژوو د حملې څخه بچوي.
  •  

د باغ پالنه:

د جوړ شوې باغ د بريالې او په زړه پورې پالنې لپاره ضروري او حتمې ټكي.

  • د منظم اوبولو لپاره بايد د نيال د ښكتنى برخې څخه 15-20 cm ليرې او په خپلو كښې موازي ويالي وويستل شي او دغه اقدام هم هغه وخت ډير ګټور بريښي چې د نيال ايښودنې څخه مخكې عملي شي.
  •  د نبات د غوښتنې مناسبه سره بايد په مناسب وخت كې واچول شي.
  •  د هرزه  او بيكاره بوټو له منځه وړل په تيره چې د پستې د ونو سره كوم بل نباتې پوشش يو ځاى نه وي.
  •  

د لازياتو معلوماتو لپاره يوځل بيا اوبول او د حصلاتو راټولول:

پسته يو د هغه نباتاتو څخه دى چې د وچكالى اودكمو اوبوپه مقابل كې د پوره او سخت مقاومت لرونكى دي كوم چې په غرونو ، دښتو ، بيا بانونو يا په مجموع كښې په داسې يو ځاى كښې زرغونيږي چې هلته د اوبولو يا نورو كرنيزو عملياتو كړن ناشونى بريښې چې عملاً يې د بغلان ، باميان ،تخار ، مزار شريف ، ميمنه ، نيمروز ، هرات او نورو ولايتونو د غونډيو لمنو كې ليدلاى شو خو كه وغواړو چې ددغه نبات څخه په خپله خاوره كښې په اعظمې ډول ګټه واخلو د نورو زراعتي عملياتو څخه علاوه بايد ورته د اوبولو سيستم په لاندې ډول ترتيب اوتنظيم شي.

په دوو يادريو لومړنيو كلونو كې بايد په 10-7 ورځو كښې يو ځل او دريم كال څخه وروسته په مياشت كې بايد ورته يوځل اوبه وركړل شي.

او د چاپيريال له مخې چيرته چې انګور تربيه كيداى شي هلته پسته هم ښه نتيجه لري. آن تردې چې د پستې ونې د انګور د تاكونو سره په شريكه يو ځاى تربيه كيداى شي.

په پسته كې د ميوي تشكيل

څرنګه چې مخكې په ډاګه شوه چې پسته كښې مذكر اومونث ګرده په جدا جدا ونو كښې وجود لري نو بايد د ميوې د تشكيل لپاره ګرده دانتر څخه Stigma ته د باد ، حشراتو يا كوم بل عامل په ذريعه ځان ورسوي چې ډير معمول يې باد دي خو د د غه رابطه د ټينګښت لپاره بايد يو مناسب تناسب ( 10/100 ) وجود ولري ( د هر (9) مؤنثو ونو لپاره بايد يوه دانه مذكر ه ونه وجود ولري ) دوهم بايد مذكرې ونې يو له بله څخه يو مناسبه فاصله ولري.

په مصنوعي ډول د پستې د ښځينه ګل القاح كول:

كه چيرې د پستې د باغ جوړولو په وخت كښې دغه يادشوي قوانين په منظم ډول مراعات شي نو به بيا په هيڅ صورت  مصنوعي ډول القاع ضرور نه وي خو دا چې ځينې خپل سري پلانونه يا  اقدامات بيا باغبان په مصنوعي ډول د Anther  څخه تر Stigma   پورې د ګردې وړلو ته مجبوريږي خو دلته تر ټولو مهم دا چې مونث ګل هغه وخت د ګردې د قبول او جذب وړتيا لري چې رنګ يې د شين څخه لږ څه بې رنګه خواته ميلان وكړي .

او په داسې حال كې چې دغه مرحله 3-2 ورځي دوام لري كنه نو بيا مونث ګل د القاح چانس له لاسه وركوي او ميوه نه تشكيل كيږي.

دپستې د ونو شاخه بري:

د پستې په ونو كښې د شاخونو د پرې كولو پروسه  دونې په عمر او ميوه نيونكو شاخونو باندې اړه نه لري ، ځكه چې د دغه ونو څخه بايد يوازي او يوازي وچ شاخونه پرې او لرې شي چې په زياتو باغونو كښې د شاخ پرې كولو لړى د منې په موسم كې منځته راځي تر څو وچ او فعال شاخونه په اسانى يو له بل څخه بيل شي. مګر هغه سيمې چې يخ وهلو خطر پكې نه وي بايد د ژمې په موسم ( د كب د مياشتې په وروستو يا د ورې مياشتې په لومړيو ورځو ) كښې رامنځته شي ځكه په دغه ورځو كې هوا نسبتاً ښه او ګرمه وي.

 

د يوه منظم شكل د تشكيل لپاره د پستې شاخه بري

د پستې په ونو كې يوازې هغه وخت بايد د شاخونو پرې كول د يو منظم پلان له مخې په مخ بوتلل شي چې Root stock  د پاسه د نارينه ګل لرونكو ونو Soin  ولګيږي دا هم هغه وخت چې عمر يې ( 4-3 ) كلونو پورې رسيدلى وي او په لاندې ډول بايد پر مخ يوړل شي.

   تر هغه وروسته چې ونې په غوښتل شوې اندازه وده او نمو تر سره كړې بايد لاندې ټكې پكې عملې شي.

1-      ټول هغه شاخونه چې د ونې 20-25cm  پورتنى برخې څخه علاوه ځاى پرځاى شويدي بايد غوڅ شي.

2-      5-3 شاخونو څخه پرته چې  د ونې پر ډډه باندې په يو منظم ډول پراته دي د هيڅ فرعې شاخ انكشاف ته  بايد اجازه نه وي.

3-      د انتخاب شوو شاخو څخه انتهايې پندكونه بايد پرې شي. او ددغه پورته ټكو په پلې كولو سره كولاى شو ونې ته يو مناسب چوكات برابر كړو.

4-      په وروستيو كلونو كې منځته راتلونكې شاخونه  هم بايد د يوه منظم پلان سره تربيه شي. چې دغه پورته ذكر شوي ټكې به د ونې لپاره لاندې ګټې ولري.

الف:  د لمر د وړانګو څخه په اعظمې اندازه رڼا او تودوخه دونې پواسطه جذب شي.

ب:  د اصلې شاخونو اوتنې تر منځ 800-60 په اندازه د يو زاويې رامنځته كيدل چې د تنې څخه د شاخ د بيليدو مخه نيسي.

ج : ددې لپاره چې كرنيز فعاليتونه مو په آسانى سره مخ په وړاندې لاړ شي نو بايد په تنه باندې لومړنى شاخ د ځمكې څخه 1-1.2 m  لوړوالى ولري

د پستې د ونې ناروغۍ:

 هغه ناروغي چې په كمه يا زياته اندازه د پستې ونې ته زيان اړوي كيداى شي قارچې بكتريايې او يا هم ويروسي سرچينه ولري او نظر محيطې شرايطو ته په لږ يا ډير وخت كښې نبات ته  لوى زيانونه اړوي.  خودا چې تر نن ورځي په دغه اړه په افغانستان كې هيڅ څه نه دي شوي نو يوازي د نوم پر اخيستنه يې بسنه كوو

1-     بوسيده ګي  تنه و ساقه          Phytophthora  

2-     بوسده ګي  تنه و ساقه             Phylactincia   

3-     Agonorcena Targioni     آفات

4-     Lrpiduraphes pistaciac    آفات

5-     Ocneria tere bythina      آفات

6-     Capnodis  Cariosa          آفات

 

دپستې د حاصلاتو راټولول

په پسته ايزه باغونو كې د حاصل راټولو لپاره دغه دووه لارې وجود لري .

1-      د ميوه لرونكو  شاخو نو ښورول او ټكان وركول چې د زياتو نازكو او ځوانو شاخونو د زيان مند كيدو سبب ګرځي.

2-   د لاس په ذريعه د شاخونو څخه د وږي راشكول.

پايله او سپارښتنه

ځرنګه چې د افغانستان په ګوټ ، ګوټ كښې د پستې د و حشي ورابڼې ګانو موجوديت ثابت شوى دى نو په ډاګه كيږي چې د افغانستان اقليم او د خاورې څرنګوالى اجازه راكوي چې د پستې روزنه په ا فغانستان كښې ښه په زړه پورې او ګټور نتايج لري.

له بلې خوا ددغه نبات ټول زراعتي عمليات او  اوښتونكې خساري نسبت نورو نباتاتو ته لږ دى. نو كه چيرې د پستي روزنه  د نوې او عصرې تكنالوژى برابر مخ په وړاندې يوړل شي نو به د وطن د اقتصاد خصوصاً زراعتي اقتصاد  د پرمختګ اوتقويې په اړه خورا  اوچت ګام وي ځكه مصارف يې كم محيط آماده . عرضه كمه او تقاضا زياته وي نو ځكه يې په افغانستان كښې كرهڼه او تربيه ډيره ضرورې بريښي.

پاي

ماخذونه :

1- www.koohbanan.com

2- www.ippu.org  

3- www.pri.ir/index.asp   

4-www.agriculture_fishery/c2c    

5- www.agriservices.ir/main  

6- حمزه خيل ،  نورګل . 1364 ه ش . د تكثير لاري. دكابل پوهنتون خپرونى.  ص(  208-209  ).

7- قادري ، محمد قاسم  .1383 ه ش .  پسته .د كرنې او مالدارى وزارت.

ص (15-10 ).