د ځمكني توتانو روزنه ( دوهمه برخه)

ليكوال: عزت الله نوري

كرنيز فعاليتونه

د كرلو د ځاي ټا كل

ځمكني توتان د كيفيت او لوړحاصل د توليد لپاره پوره اندازه لمر ته اړتيا لري . ځمكني توتان په مختلفوخاوروكښې  د بوټي دتوليد وړتيا لري.ښه حاصل په حاصليخيزه خاورو كښې چې زيات عضوي مواد ولري وركوي. خاوره د تعامل له مخې بايد يوه اندازه  تيزابي (5.8-6.5   پي اچ لرونكې  )وي .
دډيرو خاورو حاصلخيزي او تيزابيت درجه معلومه  نه وي، دا سپارښتنه كيږي چې له خاورې نه نمونه واخستل شي او تيسټ شي.  دا خاورې ازمايښت  كيداى شي چې ستاسو د سيمې دكرنې توسيعه وي ادارې په واسطه وشي. همدارنګه بيلابيل ازمايښتونه  د عضوي موادو او د بوران لپاره  هم بايد وشي، چونه او سره بايد د خاورې د ټيست مطابق  ځمكې ته علاوه  شي.
ځمكنې توتان د خاورې د ډير لندبل سره حساس دي . كه د لندبل ( زهكشي) مشكل موجود وي بوټي بايد په جګ بستر كښې و كرل شي.همدارنګه د ځمكني توتانو د كرلو څخه په هغه ساحه كښې چې مخكنى فصل تور  بانجان، رومي پانجان او مرچ او يا چمن وي ،بايد مخينوي وشي ځكه د حشرو او  ناروغىومشكل ممكن منځ راوړي.
مهم كرنيز فعاليتونه د ځمكنيو توتانو لپاره د كرلو تخنيك، د بوټو ترمنځ فاصله، د نامطلوبو بوټو مخنيوى ،دمناسبې سري استعمال ،دغوټيو لر ي كيدل، اوبه لګول، د حاصل اخستلو وروسته دبوټو نويول، د ناروغيو او افتونو كنترول اوديخ وهنې د مخنيوي لپاره د ملچ استعمال دي.
ځمكني توتان په شنو خونوكښې د ننه هم روزل كيږي

د كرنې وخت:
د ځمكني توتانو كرنه په پسرلي كښې هغه محال شروع كيږي چې ژمنى يخ په ځمكه كښې د كار د تر سره كيدو اجازه وركړي.  كرنه معمولا د مارچ او اپريل په مياشتو كښې  مخكښې له دې چې توده هوا راورسيږي  تر سره كيږي  . كه چيرې خاوره لنده وي كرنه بايد و ځنډول شي تر څوخاوره وچه او د كښت لپاره برابره شي.كرنه بايد په وريځ لرونكې ورځ  يا په مازديګر كښې تر سره شي.

دكرني طريقه: 
د پسرلي پيل د ځمكني توتانو د كرلو لپاره تر ټولو غوره وخت دي د كرنې په وخت كښې خاوره بايد ډيره لنده نه وي. دفصل په شروع كښې په ډيرو لندو خاوروكښې كرنه بايد تر سره نه شي ځكه  د خاورې د يخ  وهنې له امله  چې د خاوره پړسيږي ، د بوټي د زخمي كيدو او له منځه تلو سبب ګرځي.
ځمكني توتان ريښې، تاج او پاڼي لري ( دريم شكل)
تاج يوه لنډه تنه (Stem) ده چې د پاڼو او ريښو تر منځ موقعيت لري.د كرنې په وخت كښې ريښې او نيمايي تاج په خاورو كښې  بايد پټ شي.
دكرنې لپاره  د خاورې سوري په كافي اندازه بايد ژور وي تر ځو ريښې په عموي ډول پكښې  ځاي شي .بوټى په داسې ډول چې ريښې يې په خاوره كښې په افقي شكل ځاي به ځاي شي بايد ونه كرل شي.د June- Bearers  بوټي د 12-24in انجوفاصلې په لرلوسره يو له بل نه لرې كرل كيږي.په لنډه فاصله كښې د بوټو رينر بايد كنترول شي، هغه رينرچې اړتيا ورته نشته بايد په لومړي فصل كښې لرې شي
د اګيست په مياشت كښې كتارونو ترمنځ فاصله  بايد
 18-24 انچوپورې وي او بوټو ترمنځ فاصله  6-8 انچو په اندازه سره وي. حلقوي تيراسونه هغه وخت   پكار وړل كيداى شي كله چې فاصله كمه شي.
په كتارونو كښې د Day- Neutral ځمكني توتان ۱۲-۸ انجو په فاصله سره او په  كتارونه  يو له بل نه  د30-36 انجو په فاصله  لرې كرل كيږي
په لومړني فصل كښې  له كرلې وروسته  Runner   لرې كيږي او ګلان يواځې په شپږو لومړنيو اونيو كښې له بوټو نه لري كيږي.

د كرلو سيستم:
الف: د قطارونو سيستم  Method Row System   :
د June- Bearers كلتيوارونه لپاره  داسيستم  تر ټولو ښه سيستم دى په دې سيستم كښې د ځمكني توتانو بوټي يو له بل څخه د 3-18  انچوپه فاصله  لرې كرل كيږي او همدارنګه دقطارونه ترمنځ فاصله يې  3-4  فوټه  پورې وي.
نوي تشكيل شوي بوټي daughter Plant  بايد پريښودل شي چې ريښې تشكيل كړي تر څو يو گڼ قطار چې له دوه فوټوڅخه پراخه نوي رامنځ ته شي.

ب: فاصله لرونكى سيستم Spaced Row System :
په دې سيستم كښې  Daughter Plant  تعداد كميږي تر څو چې له خپل مورني بوټي Mother Plant څخه زرغون شي . بوټي د 3-18  انچو پورې لرې يو له بل څخه كرل كيږي او قطارونه بايد3-4   فوټو يو له بل څخه   لرې  وي
Daughter Plant  يا نوي تشكيل شوي بوټى  د ريښو څخه بايد د 4 انچو څخه لرې واقع وي  . نور ټول رينر Runner  د مورني بوټي  څخه  بايد پرې شي .

 


ج:  Hill System
دا يو سيستم د Day- Neutral   او Ever -Bearer  توتانو لپاره يو ښه سيتم دي . په دې سيستم كښې ټول Runner  له منځه وړل كيږي يواځي اصلي مورني بوټي پريښودل كيږي .ريتر Runner  لري كول  دمورني بوټي د ښه انكشاف د ډيرو تاجونو او د ګلانو د Stalk سبب كيږي.

د ګلانو لرې كول    Blossom Removal :
په لومړي وده ايز فصل كښې د June- Bearers   ځمكني توتانو Flower stalk ياګلان  دراځرګنديدو سره سم لري كيږي . د ګلانو لمنځه وړل د بوټي او رينر Runners   د پراخيتاسبب ګرځي  اوپه راتلونكي كال كښې به بوټي لوي او ښه قوي وي . لوړ حاصل  هغه وخت  په لاس راځي چې بوټي  پريښودل شي مخكښې  له ميوې اچولو څخه خپل لوى سايز( اندازې)  ته ورسيږي.
 په Ever- bearer  او Day- Neutral     توتانو كښې  د جون د مياشتې تر وروستيو پورې  لرې كيږي  او وروسته له هغې  ګلانوته  اجازه وركول كيږي  تر ځو د اوړي او مني په اوږدوكښې  ميوه  توليد كړي.

دبوټو نويول  Renovation
ځمكني توتان كولاى شي چې د يوه كال نه زيات حاصل وركړي چې داد بوټي په اندازه اوقدرت  پورې اړه لري ممكن تر دريو كلونو پورې حاصل وركړي 
دJune- Bearers ځمكني توتان بايد هر كال له حاصل اخستلو نه وروسته نوي كينول شي او كه چيرې په ښه ډول ميوه توليدوي نو بيادې د يو كال نه زياته موده په ځمكه كښې پريښودل  شي.
  ټول زاړه بوټي  د لاسي وسائلو( لور)  په واسطه  پرې كيږي  . د پاڼو د پرې كولو  په وخت كښې بايد د بوټي تاج ته ضرر ونه رسيږي. كه په پاڼو كښې كمه ناروغي شتون ونه لري په خاوره كښې دې خښې شي تر څو كمپوست ورنه جوړ شي.
  كتارونه كيداى شي تر ۱۲ انجو پراخوالى ولرى ،په هر كتار كښې بايد د بوټو تعداد كم شي . د بوټو تر منځ فاصله بايد د 4-6  انچو پورې  وساتل شي . د بوټو د بستر لپاره د 0.5-1  انچه خاوره اچول كيږي .
دبوټو نويول د ځمكني توتانو د روزنې  يوه مهمه برخه ده ، تر څو د ميوې ښه توليد لاس ته راشي .په June- Bearers توتان چې په ګڼو قطارونو كښې كرل شوي وي . د حاصل  اخستلووروسته هر كال بايد ترميم شي.
قطارونه بايد د بيل يا كتمن  په واسطه 6-12   انجو پورې  نرم شي ، ټول  نامطلوبه بوټي  هم ترې لري كيږي، د بوټي ګڼ والى بايد لږ شي . په نويو قطارونوكښې  د بوټو كرنه په داسې ډول تر سره كيږي
چې د بوټو تر منځ واټن 4-6  انچو پورې وي . په اونۍ كښې يو ځل اوبه لګول تر سره كيږي  تر ځو د بوټو ودې او انكشاف ته پراختيا وركړي او نوي Runner   د نوى كال لپاره جوړ كړي.

د چوني او سري استعما ل:
د خاورې ازمايښت  په لوړه كچه  په هر دوو او دريو كلونوكښې  د ښه حاصل  او كيفيت لپاره ضروري ده.
غذايي مواد او چونه كه ضروري وي  د خاورې  د ازمايښت په نظر كښې نيولو سره  د كرنې تر مخه  په خاوره كښې  اچول كيږي.
يوپونډ  (10-10-10) NPK    سره بايد په سل فوټ مربع 100ft2 ځمكه كښې وپاشل شي.اويا0.5 پونډه
  10-10-10 NPK سره له كرنې 7-10 ورځې وروسته د په كتارونو كښې  د4-6 انچه په فاصله  له بوټو،. د شپږو انجو په ژوروالي سره په  خاوره كښې ايښودل كيږي.
1-1.5 pound نايتروجن د جون په نيمايي كښې بايدو پاشل شي كه اورښت زيات وى د اګيست په نميايي كښې بايدد دوهم ځل لپاره استعمال شي.
په هغه وده ايز فصل كښې چې ځكمني توتان  ميوه نيسي له حاصل اخستلو وروسته بايد 1-1.5 pound   نايتروجن  لرونكې سره د اګيست مياشتې په نيمايي كښې  استعمال شي.
ډيرې سرې بايد ونه لګول شي ځكه دبوټو ودې د ډيريدو ،د حاصل كموالى ، د ناروغيو په وړاندې مقاومت  له لاسه وركوي ، د يخ وهلو په وړاندې د مقاومت د نه لرل او په ژمي كښې متضرره كيږي

اوبه لګول Irrigation  :
 په وچ وده ايز فصل كښې د زياتو اوبو لګولو سپارښتنه كيږي.بوټى  د جون له نيمايي څخه د اګست تر نيمايي پورې د1-1.5  انچوپه اندازه  اوبوته   په يوه هفته كښې  اړتيا لري.
   اوبه لګول بايد په ښه منظم ډول تر سره شي. زيات اوبه لګولوته اړتيا نشته. بايد پاملرنه وشي چې خاوره د اوږدې مودې لپاره لنده پاتې نشي.

د نامطلوبو بوټو مخنيوى Weed Control:
په ميخانيكي طريقه ،دملچ استعمال Mulching اود Herbicides  په استعمال سره كولاى شو چې
د نامطلوبوبوټو څخه خلاصه كرونده ولرو.دمخنيوي لپاره د ميخانيكي طريقې او د ملچ استعمال سپارښتنه كيږي.

ديخ وهنې څخه مخنيوى
د ژمي ملچ Mulching
د نا مطلوبوبوټو له لرې كولو پرته د ملچ پوښل اړين بريښي تر څو چې بوټي  په ژمي كښې له يخ وهلوڅخه وساتل شي. د ملچ لپاره داسې واښه او د بوټو پاتې شوڼي په كار وړل كيږي چې د دنامطلوبو بوټو تخمونه له ځان سره ونه ليږدوي. د دوو او دريو انچو په پنډوالي سره ملچ كولاى شي چې بوټى له سختې يخنۍ( +20 څخه تر -30 ) دمني او ژمي  په اوږدوكښې په ښه ډول وساتي.
ځمكني توت د يخ وهنې په وړاندې زيات حساس دي ،هغه ملچ چې بوټي په ژمي كښې پوښلي وي بايد دپسرلي په پيل كښې له بوټي څخه لرې او د پولو دپاسه واچول شي ، كه په پسرلي كښې يخ راځي بايد ګلان پرې وپوښل شي. زړه كمبله او يا درخت ټوټه   هم كولاى شي د يخ وهنې نه مخنيوى وكړي.
كله چې په مني كښې ( د نومبر د نيمايي د ډيسمبر تر نيمايي  پورې  چې هوا د 20C  درجو سانتي ګراد نه راښكته شي د قطارونو د پاسه د 3-4  انجو په پلنوالي د وښو ملچ د بوټو د پاسه اچول كيږي. دا ملچ  د بوټي دهغې  يخ وهنې نه چې bud  غوټۍ له منځي وړي ،ريښو او تاج ته زيان رسوي، مخنيوى كوي.
په پسرلي كښې هغه محال چې د بوټو پاڼې په زيړيدو شي  ملچ د بوټو نه لري كيږي . يوه اندازه د ملچ واښه د بوټوشاوخوا پريښودل كيږي، تر څو ميوه د خاورې سره د تماس  څخه وساتي . همدارنگه د خاورې لندبل ساتي.
    
دځمكني توتانو ناروغۍ  
 ځمكني توتان هغه ميوه ده چې په پراخه توګه كرل كيږي . د ځمكني توتان د روزنې لپاره ښې زهكشي شوې خاورې  چې په لوړه اندازه  عضوي مواد ولري غوره دى. بوټي پوره لمر ته اړتيا لري ترڅو لوړ حاصل توليد كړي .
په هغه ځمكو كښې چې مخكې وركې رومي بانجان ، توربانجان ،مرچ او كچالو كرل شوي وي ځمكني توتان بايد ونه كرل شي . ځكه په داسې  ځمكو او خاورو كښې ځمكني توتان د Verticillum wilt  په ناروغۍ چې د ځمكني توتانويوه خطرناكه ناروغي ده ككړيږي
يو تعداد د Lepidoptera نوعي د ځمكني توتانو څخه تغذيه كوي .
برسيره پر دې د ناروغيو په وړاندې دمقاومې ورايټي ګانو استعمال د ناروغيو په كموالي كښې  مرسته كوي
 ( جدول-۴ )  هغه ورايټي ګانې چې د ناروغيو په وړاندې مقاومت لري

حاصل ټولونه:
ميوه له بوټونه هغه محال ټوليږي چې بشپړ پخوالي ته  رسيدلې وي  ، پخې ميوې سور رنګ او ښكلې بڼه لري . ميوه د لاس په واسطه له بوټو نه ټولول كيږي .

نتيجه اوسپارښتنه:
ځمكني توتان د كورنې كروندو لپاره يو ښه ميوه ده،ميوه ښكلې بڼه  او ښه خوند لري. د طبي ارزښتو نو له اړخه  هم ښه برخمنه ده ، د سرطان، Macular Degeneration او   Rheumatoid Arthritis ( روماتيزمي ناروغي ) څخه مخنيوى  كوي، په جلد هم ښه تاثير لري.
ځمكني توتان دهر ډول خاورو سره ښه جوړښت لري .يوه كورنۍ كولاى شي د خپل كور دننه د اړتيا وړ ميوه له لږو بوټونه  په لاس ته راوړي.
هرځوك چې د خپل كورپه داخل كښې دځمكني توتانو د روزنې لپاره ځاي ولري داميوه بايد وروزي.
زمونږ په هيواد كښې كيداى شي تر اوسه د ځمكني توتانو ښه ډولو چې د بشپړ كال په اوږدوكښې ميوه توليد كړي او يا د وده ايز فصل په او ږدو كښې ځو ځله ميوه نيونكې  ورايټي شتون  ونه لري . صلاحيت لرونكو ادارو ته سپارښتنه كيږي چې ددې نبات ته ټينګه پاملرنه وكړي، دلوړ حاصل او ښه كيفيت لرونكي ډول له نورو هيوادنو نه په لاس راوړي. له ځيړنې وروسته  د هيواد كروندګرو په  لاس كښې وركړي.

اصطلاحات:
Almanac : كلني كتاب چي د سياسي ، جغرافيوي او اطلاعاتو ارقامو لرونكى دى
Antioxidant: يو ماليكول دي چې كولاي شي چي د نورو ماليكولونو  oxidation  فعاليت ورو كړي او يا مخنيوي ځني وكړي. Oxidation يو كيمياوي تعامل دي هغه چې الكترونونه د يوې مادې څخه يوه oxidizing agent ته انتقال كړي، د Oxidation تعامل كولاي شي چې يو free radicals  توليد كړي او هغه د chain reactions په جوړولو شروع وكړي چي داجوړښت د حجراتو د خرابوالي سبب كيږي
Carpel:   دا كلمه د پخواني يونان دGyne يا مونث له كلمي څخه اخيستل شوي او دمونث ګل توليدونكي برخې چې تخمونه وركښې وي Carpel بلل كيږي او د مذكر دې برخي ته Androecium ويل كيږي.
Cyclooxygenase (COX) :  يو انزايم  enzyme (EC 1.14.99.1) دي چې دنده يې د جوړولو د مهمو بيولوجيكي منځګړيو چې د prostanoids په نا مه ياديږي  په دي prostanoids كي prostaglandins, prostacyclin and thromboxane) شامل دي ، د Pharmcology   مخنيوي د COX كولاي شي چي د دردونو  دنښانو څخه مخنيوي وكړي ، دا د non-steroidal anti-inflammatory drugs درملو لكه aspirinاو Ibuprofen د عمل يوه طريقه ده
 Carotenoids :عضوي pigments ديorganic pigments چي په طبيعي شكل د بوټو او ځينونورو  photosynthetic organisms لكه ځيني الجي يان او ځيني دفنګسونو ډولونه  او بكتريا كښې په Chromoplasts     كي پيښيږي،  . ۶۰۰ نوعي carotenoids   پيږندل شوي دي چي دوي ټول په دوو صنفونو ويشل كيږي چي عبارت دي له xanthophylls او carotenes. Carotenoid دوه عمده دندي په بوټيو او الجي كښي ترسره كوي  هغه داچي دلمرانرژي  جذبوي تر څو چې د فوتو سيتيسيز په عمليه كي ګټه ورنه واخستل شي، بل دا چې كلوروفيل له Photodamage يا د لمر د وړانګي له زيان څخه مخنيوي كوي. په انسان كښي carotenoids لكه beta-carotene د ويتامين A جوړونكي دي چي د انسان د ليدلو په ښه والي او Carotenoids د antioxidity په توګه دنده ترسره كوي.
Ellagic acid  :  يو polyphenol antioxidant دي چي په ډيرو ميو لكه including raspberries, strawberries, cranberries, walnuts, pecans, pomegranates  كي پيدا كيږي
Hypanthium:  د Floral يو ساختمان دي چې درلودونكي د Sepal, Petal او Stamens  د قاعدو څخه دي چي ټول يو پر بل پوري وصل دي
Lepidoptera:  د حشراتو (insect) يو اردر (Order) دي چي پرواني(butterflies) او شاپرك(moths) پكښي شامل دي.
 Oxidation : د الكترونونو د لاسه وركول د ماليكول، اتوم او يا ايون په واسطه تشريح كوي.
 phenols : هغه مركب ته ويل كيږي چي شپږ Aromatic rings  اروماتيكي كړي لري او په مستقيمه تو ګه ارتباط لري په  hydroxyl group (-OH)، په تاثير كي فينول د عضوي مركباتو organic compounds  يو صنف دي.
Phytochemicals : هغه عناصر دي چي د انسان دروغتيا لپاره ګټور دي او د نباتاتو څخه لاس ته راځي.
Poly ploidy : دا حالت  په حجره او يه يه Organizm كې هغه وخت منځ ته راځۍ د دوويو شان
homologous  ( مشابې) سيټو نه د كروموزمونو شتون ولري.
Rose Hip : هغه سره نارنجي ميوه چي په ځينو بوټو كې شنه كيږي.
Typical Rosaseous structure: سره ته ورته يوساخمتمان چې د يو شمير بوټو كورنې دا ډول ساختمان لري ،

ماخذونه:


1. www.wikipedia.com
2. http://www.sabziran.ir
3.
http://daneshnameh.roshd.ir
4. http://www.tebyan.net
5. http://mizeghaza.wordpress.com/
6. http://www.parsbiology.com/
7. http://1000gol.blogtak.com
8. Caldwell CR. A device for the semiautomatic determination of oxygen-radical absorbance capacity. Anal Biochem 2000 Dec 15;287(2):226-33.
9. Cho E, Seddon JM, Rosner B, Willett WC, Hankinson SE. Prospective study of intake of fruits, vegetables, vitamins, and carotenoids and risk of age-related maculopathy. Arch Ophthalmol. 2004 Jun;122(6):883-92.
10. Ensminger AH, Ensminger, ME, Kondale JE, Robson JRK. Foods & Nutriton Encyclopedia. Pegus Press, Clovis, California.
11. Ensminger AH, Esminger M. K. J. e. al. Food for Health: A Nutrition Encyclopedia. Clovis, California: Pegus Press; 1986.
12. Fortin, Francois, Editorial Director. The Visual Foods Encyclopedia. Macmillan, New York.
13. Joseph JA, Shukitt-Hale B, Denisova NA et al. Long-term dietary strawberry, spinach or vitamin E supplementation retards the onset of age-related neuronal signal-transduction and cognitive behavioral deficits. J Neurosci 1998 Oct 1;18(19):8047-55.
14. Joseph JA, Shukitt-Hale B, Denisova NA, et al. Reversals of age-related declines in neuronal signal transduction, cognitive, and motor behavioral deficits with blueberry, spinach, or strawberry dietary supplementation. J Neurosci 1999 Sep 15;19(18):8114-21.
15. Kahkonen MP, Hopia AI, Heinonen M. Berry phenolics and their antioxidant activity. J Agric Food Chem 2001 Aug;49(8):4076-82.
16. Kalt W, Forney CF, Martin A, Prior RL. Antioxidant capacity, vitamin C, phenolics, and anthocyanins after fresh storage of small fruits. J Agric Food Chem 1999 Nov;47(11):4638-44.
17. Meyers KJ, Watkins CB, Pritts MP, Liu RH. Antioxidant and antiproliferative activities of strawberries. J Agric Food Chem. 2003 Nov 5;51(23):6887-92.
18. Pattison DJ, Silman AJ, Goodson NJ, Lunt M, Bunn D, Luben R, Welch A, Bingham S, Khaw KT, Day N, Symmons DP. Vitamin C and the risk of developing inflammatory polyarthritis: prospective nested case-control study. Ann Rheum Dis. 2004 Jul;63(7):843-7.
19. Wood, Rebecca. The Whole Foods Encyclopedia. New York, NY: Prentice-Hall Press; 1988.
20. Zhang W, Jin MF, Yu XJ, Yuan Q. Enhanced anthocyanin production by repeated-batch culture of strawberry cells with medium shift. Appl Microbiol Biotechnol 2001 Mar;55(2):164-9.
21. Darrow, George M. The Strawberry: History, Breeding and Physiology. New York. Holt, Rinehart and Winston, 1966. Available online.
22. List of Fragaria resources, USDA
23. GRIN Fragaria Taxonomy Database Listing of Fragaria species, also from a USDA website
24. Medicinal uses of strawberries in Armenia, from an ad-supported wiki
25. Fragaria chiloensis pictures from Chilebosque
26. Ellis, M, and C. Welty. OSU Extension Bulletin 780, Controlling Disease and Insects in Home Fruit Plantings.
27. Funt, R., M. Ellis, and C. Welty. OSU Extension Bulletin 861, Midwest Small Fruit Pest Management Handbook.
28. Funt, R. C., B. L. Goulart, C. K. Chandler, J. D. Utzinger, M. Ellis, R. M. Riedel, R. N. Williams, M. A. Palmer. OSU Extension Bulletin 436, Ohio Strawberry Manual.
29. Strang, J., G. R. Brown, and R. T. Jones. University of Kentucky Cooperative Extension Fact Sheet HO-16, "Strawberry Production in Kentucky."
30. Utzinger, J. D., R. C. Funt, M. Ellis, R. L. Miller. OSU Extension Bulletin 591, Growing and Using Fruit at Home.
31. Welty, C., R. C. Funt, R. N. Williams. T. Wall, M. Ellis. OSU Extension Bulletin 506 B2, Ohio Commercial Small Fruit and Grape Spray Guide.

په شنوخونو كښې ځمكني توتان په ګلدانونو كښې د ځمكني توتانو كرنه

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ