ليكوال: عزت الله نوري

دځمكني توتانو روزنه 

  Strawberries Production

سريزه:
ځمكني توتان د كورنيو كروندو لپاره يوښه مناسب بوټى اوغوره ميوه ده ځكه بوټي په چټكۍ سره ميوه توليدوي  او د روزنې لپاره لږې ځمكې ته اړتياليدل كيږي ، هر بوټى  په لومړي كال كښې ¼ حصه ميوه توليدوي  كه بوټي  په كتارونو كښې په كمه فاصله وكرل شي د 25 په تعداد بوټي په نورماله توګه د يوې متوسطې كورنۍ لپاره په كافي اندازه ميوه توليدوي .
ځمكني توتان جلبونكې  ميوه د ښه خوند سره راوړى، ميوه په لويه پيمانه ويتامين سي Vitamin C  لري . دځمكني توتانوډير كلتيوارونه د تازه خوړولو او ديخ پروسس لپاره ښه جوړ دي . زيات خلك ددې ميوې له تازه خوړولونه ښه  خوند اخلي، همدارنګه  له دېميوې  څخه دلوړكيفيت مربا او شيرنۍ جوړيږي.
حاصل معمولا په دوهم او دريم كال لږيږي ، نو له دې كبله ضروري بريښي چې نوي بوټي په دريم او ځلورم كال له سره كينول شي.
ځمكني توتان strawberry(Fragaria)    د Fragaria L.  په جنس Genus او د Rosaceae له فاميل سره تړاو لري. په نړي كې له ۲۰ څخه ډيرې نومول شوي نوعي species او ډيري دورګه hybrids ډولونه او cultivars يي دځمكني توتانوموجود دي.تر ټولو عمده ډولونه يې د Garden strawberry a Fragaria × دي  چي د ananassa hybrid له دورګه والي څخه منځ ته راغلي دي او په تجارتي ډول كرل كيږي
ځمكني توتان  د بيلا بيلو خاورو سره جوړښت لري نرمو خاورو ته ډيره ترجيح وركوي، په تود موسم  او لنده  هوا كې ښه حاصل راوړي. بحر له سطحې د ۴۰۰-۸۰۰ متره په ارتفاع كښې په ښه ډول وده كوي.
ځمكني توتان كولاى شو په شنو خونو كښې  په ښه ډول وروزو.

پس منظر:
ځمكني توتان  كلونو كلونو وړاندې په وحشي ډول زرغونيدل ، له ميلاد څخه مخكې دا بوټي د پخوانيو روميانو له خو وكرل شو اوارزښتناك و ګڼل شولو، د روميانو له سقوط څخه وروسته نوموړي بوټي  خپل ارزښت له لاسه وركړ تر هغه چې د منځنو پيړيو (Middle Age) په كلونو كښې په اروپا كښې دوباره را څرګند شو.
وروسته له هغې دابوټى د طبي ارزښت او خوند له مخې ارزښتناك وګڼل شو.
كه ځه هم په هغه وخت كښې ځمكني توتان د اوس په پرتله داسې خوشبو او خوندور  نه وو، له  دې امله  دا توتان  په پراخه توګه تيت او خواره نه شول .
په اتلسمه پيړۍ كښې كله چې د طبيعت پټ رازونه راڅرګند شول ځمكني توتان هم په يوه خونده  ميوه بدل شول او په پراخه توګه د قدر وړ وګڼل شول.
په كال ۱۷۱۴ كې يوه فرانسوي انجينير د پيرو او چيلي هيوادونه ته د هسپانوي كارونو د ليدلو لپاره وليږل شو ، هغې  دځمكني توتان داسې ډولونه چې د اروپايي توتانو په پرتله څو ځله غټ و وموندل ،نوموړى دا توتان  د نمونې په ډول  فرانسې ته راوړل او هلته وكرل شول ، دا توتان تر هغه پورې  خوندور نه  وو  كله چې د ددې توتانو او په شمالي امريكې كښې د پيداكيدونكوتوتانو تر منځ
Cross breeding   عمليه ترسره شوه چې په نتيجه كښې دورګه Hybrid   ځمكني توتان منځ راغلل د غټې ميوې درلودونكي او د خوند له اړخه هم ښه خواږه وو او په چټكى سره په اروپا كښې تيت شول.
د ۱۹ پيړۍ تر نيمايې پورې ځمكني توتان د نورو تجملي( ښايسته وركونكې)  ميووپه شان دبډايه خلكو لپاره په اروپا كښې پاتې شول.
د اورګاډيو دكرښو له  جوړيدو او ترانسپورت دچټك پرمختګ سره  ځمكني توتان  هم نړۍ لرې سيمو ته وليږدول شول.
 ځمكني توتان  اوس يوه ډيره عامه ميوه چې د  نړي په ټولو برخو كښې پيدا كيږي.
په اوسني وخت كې  د امريكا ، فرانسې، ايتاليا،  جاپان، استراليا او نوي زيلاندهيوادنه  دځمكنې توتانو لويه پيمانه  په تجارتي ډول توليدوي.
د ځمكني توتانو نوم له پخوانۍ انګليسي  ) Old English( يعني streawberige څخه اخيستل شوى دى،  streaw په معني د واښه "straw"  او berige په معني د "berry". يعني توت، څخه تر كيب شوى دى.  
چې دا ممكن د runners واښه ته ورته شكل يا مطلق معني د واښو ، پاتې شوڼي  او سبوس وي چې د بوټي د تيت ظاهري شكل  سره تړاو  لري،وي . چې دهالند، جرمني او انكلستان هيوادونو له ژبو سره تړاو لري.
دهالند، جرمنى ، انكستان هيوادونوكښې  وكړو د ځمكنى توتانو وحشي ډولونه  ټولول او په واښو سره به يې بويل. د سيمو خلكود توتانو لپاره د  straw-berry  نوم پيدا كړ چې د دوى ټولنې ته د قبول وړ وو
د ځمكني توتانو دنوم Strawberry په اړه يو بل دليل هم شتون لري
چي دا كلمه د Anglo-Saxon د يو فعل  څخه اخيستل شوې چې "strew" په معني د شا او خوا تيتيدل           
) (spread around كوم چې streabergen وه Strea په معني د "strew"او Bergen په معني د "berry" يا  ميوه ده او له هغه ځايه بيا تر يو وخته پورې د straubery، strauberry په نومونوسره ياديدل،چې بالاخره په strawberry كلمه چې نن ورځ دځمكني توتانو لپاره استعماليږدې بدل شو .
دا نوم strawberry كيداى شې له دې حقيقت څخه اخيستل شوى وى چې بوټي ډير runners  او په تيت پاشان شكل "strewn" سره د ځمكې پر مخ ظاهريږي

طبي ارزښت:
ځمكني توتان يو طبيعي  ماده Ellagic acid    لري . دا ماده د سرطان  د ناروغي څخه مخنيوي كوي
په نړي كې ځمكني توتان د Phenol   او Phyto Nutrient   يوه بډايه منبع ګڼل كيږي ، دا فينول د Antocyanin او ellagitanins په وسيله منځ ته راځي.
Antocyanin  په ځمكني توتانو كې نه يوازي دا چي د سره رنګ برابرونكې ماده ده ،بلكې د Antioxidant   په توګه چې دحجري ساختمان ساتي او د بدن په ټول برخو كښې د اكسيجن د زيان څخه مخنيوى كوي.
 دا ميوه د يوه ځانګړي Phenol  محتوياتو ددرلودو له كبله د زړه د ساتلو، د سرطان ضد او ددرد ضد(Anti inflammatory)  ده.
د درد ضد مواد چې په ځمكني توتانو كې شتون لري د  Cyclooxygenase (COX) انزايمونو فعاليت كموي  او د Aspirin  يا Ibuprofen په شكل درد كموي. د (COX) ډير فعاليت د زيات درد سبب ګرځي  ، دا نزايمونو په Rheumatoid،Osteoarthirtise, Asthma, atherosclerosis او سرطان كې شامل دي.
ځمكني توتان د كولمو د خونريزي (inotestinal bleeding) مخنيوي كوي.
ځمكني توتان دسي ويټامين Vitamin K, Vitamin C او منګانيز په  زياته  پيمانه  دنورو ميوو په نسبت  لري.
همدارنګه د Dietary Fiber, Iodine, Potassium, Folate, riboflavin, Vit B5, Omega-3 Fatty acide, Vit B6, Magnissium او Copper   لرونكې دي.

دسرطا ن ضد محتويات Anti cancer Compounds:
ځمكني توتان  د ellagitanin محتويات د سرطان ناروغيو په وسيله د انسانانو په مړينه كې كموالى راولى ، يوه ځيړنه چې په New Jercy كښې تر سره شوې، ځمكني توتان د هغه اتو (۸ )غذايي موادو په په ډله كښې راغلل چې په ۱۲۷۱ ناروغانوچې په  سرطان اخته ووتجربه شول او  د مړينه كچه يې را ښكته  كړه.
ناروغانو د ورځې درى ځلې ځمكني توتان خوړل او په دوى كې د سرطان ناروغۍ دهغه ناروغان په پرتله  چې لږ او يا هيڅ ځمكني توتان يې نه خوړل كم پرمختګ وكړ .
يوه ځيړنه چې د Jurnal of Agriculture and Food Chemistry   په واسطه  دكال ۲۰۰۳ نومبر كې خپره شوه، ۸ ډوله د ځمكني توتانو هغه كلتيوارونه نظر د هغوي د بوټيو د ساتني د اجزاو لكه anthocyanins او Phenol, Flavonoics او دهغوي د antioxidante ظرفيت له مخې تجزيه شول بيل بيل كلتيوارونه نظر دهغوي بيلابيلو ګټورو برخو د لرلو له امله د ارزښت وړ وو. ، ټول كلتيوارونه  (Earliglow, Annapolis, Evangeline, Allstar, Sable, Sparkle, Jewel, and Mesabi) په په اغيزمنه توګه  توګه دا وړتيا درلوده چې د انسان د جګر د سرطان څخه مخنيوي وكړي.
په ژويو باندې له ځيړنې نه ځيړنونكو موندلې ده  چې ځمكني توتان د oxidative  له فشار څخه د مغز ساتنه كوي، همدارنګه په پرمختللى عمر كښې د عصابو د فعاليت د كموالى څخه مخنيوى كوي.
ځيړونكو په موږګانو باندې د يوې ځيړنې نه  داو مندله چې ځمكني توتان د حافظې زياتوالى ته په اغيزمنه توګه انكشاف وركړ.

دMacular Degeneration څخه ساتل:
Macular degeneration  دا يوه طبيعي حالت دي چې معمولا په زړو خلكو كې ليد له لاسه وركوي، د ليدلو په مركز (macula) كې د Retina د خرابوالي له امله منځ ته راځي، دا په لامده او وچ شكل منځ ته راځي ، د ۵۰ كلونو په سن كې د ړندوالي عمده دليل همدا دى.  Macular degenerationدا امكان لمنځه وړى چې ځه ولولي او يا وويني، اګر چي يه اندازه د ليدلو قوه پاتي كيږي تر ځو ورځنۍ چارې ترسره كړاى شي
د ګازرو خوړل د سترګو دليدقوه  ډيروي ، مګريوه بالغ انسان ته ضرور دي تر څو د ميوو څخه استفاده وكړي ترڅو چې د هغوى د سترګو بينايي زياته شي.
هغه معلو مات چې د ۲۰۰۴ د جون په مياشت كې په Archives of opthomology كې خپاره شول،دا بيانوي چې په ورځ كې درى ځل يا زيات ميو خوړل د Macular degeneration (ARMD)  كس كمښت راولي، همدارنګه  د حافظي له منځه تللو څخه په بالغو انسانانو كې ۳۶% كمښت د هغه اشخاصو په پرتله چې په ورځ كې 1.5 ځله ميوه خوري ، راولي.
په دي ځيړنه  كې چې   77562 ښځي او ۴۰۸۶۶ نارينه شامل و  ځيړونكو ارزيابي په شاملو كسانو  د غذايي مصرف اغيزه د ميوو ، سبو Antioridant vit A,C,E مصرف د Carotenoids  په انكشاف د Early ARMD يا Neovascular ARM چې دا يو ډول د حافظي د زيان  ناروغۍ ده، د غذايي مصارفو يا اخيستني معلومات په ټاكل شوو  وختونو كې د ۱۸ كلونو څخه د زيات عمر ښځو او ۱۲ كلونو نارينه و څخه ټول شول، په زړه پورې دا وه چې  د سبو مصرف Antioxidatns vitamins  او Carotenoids داسې شديد عكس العمل  يا مخنيوي د دواړو شكلونو  د ARM څخه  ونه شو كړاى ، مګر د ميوو مصرف په بشپړ ډول د سخت شكل د ARM څخه په بشپړه توګه  مخنيوى وكړ.
په ورځ كښې د دري ځله ميوو خوړولو له نتيجې نه داسې ښكاري چې په ورځ كښې بايد ډيره ميوه و خوړل شي.ځمكني توتان  ستاسو سره ددې هدف په لاس راوړلو كې مرسته كوي.

د  Rheumatoid Arthritis ( روماتيزمي ناروغي ) مخنيوى:
يوي ځيړنې  په كال ۲۰۰۴ كې داسپارښتنه  وكړه  چي دلوړې پيماني  ويتامين سي درلودونكي  مواد او يا ځمكني توتان چې په لوړه پيمانه د دې ويټامين  درلودونكي دي ، د Osteoarthritis چې يوه  بده نوع د Arthritis Reumatism  ده چې د هندي خوګ د غوښې (Gainea Pig) او يا له (Aging) څخه پيښيږي، مخنيوى كوي.
د روماتيزمي ناروغيو (Rheumatic Disease) مطالعه  د يوه كال په موده كې په ۲۰۰۰۰ كسانو چې  پرهيز كړلو  او دناروغۍ  څخه  خلاص و.د(Arthritis Free) دا سروي شروع شوه، د هغه له جملې  څخه ۷۳ تنه د Polyarthritis په روماتيزم  دردونو اخته شول ، په دي  اشخاصو كې هغه چاچې  د كم اندازي ويتامين سي درلودونكي غذا څخه استفاده كوله نظر هغه كسانو ته  چې دا ويتامين سي يي مصرفول   ۳\۱ ځله زيات په هغوي كې ناروغۍ پرمختګ وكړ.
دځمكنې توتانو ميوه ، پاڼې او ريښې  د استفادې وړ دي .
 
له ډيرو پخوا كلونو څخه دځمكني توتانود پاڼو او ريښو څخه د تانن (Tinin)   مادې  د درلودلو له امله د اسهال ضد او د ميتيازو په ډيريدو كښې د رول په لرلو سره استفاده كيږي.
ځمكني توتان زيات شمير  ويتامينونو لري  او همداشان  مشبوع شوى غوړي نلري  يو توت ۵۰ كالري انرژي لري.
وروستۍ ځيړنې  دا څرګندوي چې د ځمكني توتانو  استعمالول د اوسپنې په ډيرښت كې مرسته كوي او همدارنګه د لوړ فشار د ټيټيدو سبب ګرځي اوسپنه د ويني د هموستين په كموالي كې رول لري ، هموستين هغه امينو اسيدونه دي چې ډيروالى يې د رګونو د بنديدو سبب ګرځي.
دا څيړنې دا په ډاګه كوي  چې ځمكني توتان  د زړه او رګونو د سيستم د ښه والي عامل ګرځي.
ځمكني توتان ښه اشتها راوړونكي دي د نورو توتانو په شان كلمې او مثانه پاكوي 
د ځمكني توتانو پاڼې كولاى شو د مثاني د تيږو علاج پرې وكړو.
د ځمكني توتانو اوبه (شربت) د تبو په تداوي كې مرسته كوي ، اوهم د اوسپني او ويتامين سي د درلودلو له كبله د ويني په جوړيدو كې ډيره اغيزه لري .
ځمكني توتان  د كلسيم او فاسفورس د ډيرې اندازې د لرلو له امله  د ماشومانو په وده او د غاښونو په كلكوالي د هډوكو د ماتوالي په  رغيدو كښې  مرسته كوى
نوې څيړنې ښيي چې په ورځ كې ۹-۱۰ توتانو خوراك  د ويني د لوړ فشار په كمښت كې  مرسته كوي 
 


 

يوشميرخلك د ځكمني توتانو له خوړلو سره حساسيت لري. كيداى شي  دقي( استفراغ)  او يا جلدي حساسيت په ډول څرګند شي ،هغه وكړى چې جلدي ناروغۍو لرى ،دهغوى حساسيت ډير وي
هغه كسان چې دمعدې حساسيت ولري او يا هم د معدې زخم او نورې ناروغۍ ولري، غوره ده چې د ځمكني توتانو له خوړلو نه پرهيز وكړي.

په جلد باندې اغيزه
د
زرګونو كلونو را پدې خوا ميرمنو د خپل پوست د تازه والي لپاره د ځينو ميوو څخه استفاده كوړې.
اوسنيو څيړنو دا ښودلي چې ميوه د ځينو اسيدونو لكه، Alpha Hydroxy Acid (AHA)  درلودونكې ده ، دا اسيدونه كولاى شي چې د پوست كلك قشر حل كړي. سربيره د پوست  د تازه ګي څخه د ځينو موادو چې په ښه توګه په وينه كې جذب شي د ويني د دوران او د نويو حجراتو د توليد د تحريك سبب ګرځي ، ځرنګه چې دا اسيدونه ضعيف دي نوبايد  د ډيرو كلونو لپاره ورنه  استفاده وشي.
په اوسني و خت كي زيات شمير كمپينۍ  دا اسيدونه  د كريمونو په بڼه توليدوى.
دميوې او كريمو د استعمال تر منځ توپير دادى چې كريمونه  په لوړ غلظت  نوموړي اسيدونه لري . چې جانبي تاثيرات  هم لري.
د كريمونود حساست  د مخنيوى لپاره شونې ده چې د ځمكني توتاتو د ماسك نه د جلد د ښه والي لپاره ګټه واخستل شي . د استعمال په وخت كښې تر ډيره بايد حوصله وشي ځكه د توتانو اغيزه ضعيفه ده او تاثير يې ډير وخت نيسي.
د ځمكني توتانو د ماسك نه د استفادې په موخه  كولاى شو د توتانو د ۵-۱۰ داني له مينځلو وروسته ښې سره گډې كړو له حمام كولو وروسته يې د شلو دقيقو لپاره  په خپل مخ كيږدو ، دا عمليه  كولاى شو له هر دوو ورځو وروسته عملي كړو.
ځمكني توت د فاسفورس ، كلسيم  ،مګنيزيم، پوتاشيم او اسپني درلودونكي دي ، چي د ستړيا په لري كولو كې ښه رول لرى.
زده كونكي چې زيات  فكري تمرينات كوي حتما بايدځمكني توتان وخوري ځكه چې ددې ميوې غوړل  ددوى د مغز د اړتيا وړ فاسفورس برابروي.
ځمكني توت د ويتامين بې د لرلو له امله  د ويرې، عصبانيت، دفكري ګډوډيو  او هيجانې كيدو  په كموالي كې ښه اغيزه لري.
ځمكني توت د ويتامين A درلودونكي دي چي د سترګو د تقويي او نوكانو د رشد سبب ګرځي.
د USDA د څرګندونو په اساس ځمكني توتان  د انتي اكسيدايز درلودلو له مخې د ۴۰ ميوو په منځ كې وروسته له شاتوت څخه په دوهم قدم كې  راځي.
ځمكني توت په خارق العاده ډول د سينې او رحم سرطان په مخنيوي كې رول لوبوي ، د ځمكنيو توتانو شيره  د سينې سرطان په كموالي كې مهمه ونډه لري.
د هغه څيړني په اساس چي د يوه مشهور فرانسوي څيړونكي پير برايت له خوا د غذايي موادو د څيړنې په مركز كې  ترسره شوې  دا ښيي چې ځمكني توتان  د پولي فينول مادې درلودونكي دي ، د انګورو او مڼو څخه ګټور دي، پولي فينول د زړښت په وخت كې د مخ دګونجو ، د زړه په ساتنه  او د جلد په نرموالي كې ډير رول لري.
ځمكني توت د kaemferol او Quercetin لري چې د كلسترول په ټيټوالي او د شريانونو د ديوالونو د اكسيد كيدو او تخريبيدو څخه مخنيوى كوي.
ځمكني توت د Acid allergic  درلودونكي دي چې د سرطان د كيمياوي عواملو د منځه وړلو او همدارنګه د هغوي د غير فعاليدو سبب ګرځي او همداشان  د بكتريا د فعاليت مخنيوى كوي.
اوهم په DNA باندې د سرطان د نصب كيدومخه نيسي.ځمكني توتان  د خولې او كلمو دسرطان  د مخنيوى لپاره يوه ډيره قوي ميوه ده .
ځمكني توت د فيتونوترينتونو لرونكي دي چې د سرطان د التهاب او د اعصابو د تخريب د انتي اكسيدان په توګه كار تر سره كوي.
ددې ميوې په  خوړولو سره قندونه په كراري سره په وينه كښې ډيريږي.
دا بايد هير نشي چې دا ميوه حساسيت راوړونكې ده او تر دوو كلونو لږو ماشومانو ته ورنكړل شي ، ځمكني توتان كه ځه هم  چې قندونه لري مګر بيا هم د شكر ناروغۍ د ناروغانو لپاره مضر نه دي.

نباتي ځانګړتياوي    Morphology
ځمكني توتان يوه دوهمې  ميوه) accessory fruit( ده ، د ميوي غوښينه بڼه له تخمدان څخه سر چينه  نه اخلي مګر له   peg  څخه چې د  hypanthium كوم چي تخمدان يي ساتلي ، سرچينه اخلي.                
له تخنيكي اړخه د تخمونه  اصلي ميوه ددي بوټي ده  او غوښينه برخه د ځمكني توتانو يو ډول سابه دي د انكشاف په وخت كې ميوه           
سپين شنه ته ورته رنګ لري او په ځينو نوعوكې كله چې ميوه پخه شي سره رنګ ته بدليږي.
ګل په شان  (rosette growth) وده  د نبات يو ښه پيژندل شوې ځانګړتيا)  (characteristic ګڼل كيږي .
ډيرې نوعيrunners   دباندې وباسي  چي هغه نوي غوټۍ ) (bud په څنډو (extremity) كې منځ ته راوړي
 پاڼه له دريو كوچينيو پاڼو) leaflets (څخه جوړه شوې  مګرګيداى شي چې پنځه يا زياتې كوچينۍ پاڼې ولري.
ګل يوه مخصوص سور ته ورته ساختمان)( typical rosaceous structure ولري ، ميوه ډيره ځانګړي وي ، مګرهغه كيداى شي  په ګلابو كې له تشكيل شوي ميويrose hip سره په پرتله كيدو سره  و پيژندل شي.
په ګلاب ګل كې د ګل د تنو پاسنۍ برخه كله چې ګلاداني ته ورته شكل ته (vase-shaped cavity) وده كوي منبسط كيږي يعنيhip) (ته بدليږي چې حقيقي ميوه ياتخم مستوروي (پټوي) ، او د carpel’s لرونكي ( د ښځينه جنس د تكثيري غړى تخمدان او Stigma څخه دي) په داخل كښې واقع وي. 
په ځمكني توتانو كې    Floral axis (هغه ساختمان چې  ځانګې بيليږي)ساختمان ددې په ځاى چې مقعر شكله وي ، د باندي خواته په غوښينه بڼه پړ سيږي ، ګنبدې ( كنيزې) ته ورته (dome-shaped) او يا همواره كتله وي چي د Carpel درلودونكي  او يا رښتنې  ميوي  (true fruits)دي ، عموما تخم ورته ويل كيږي. يوځه اندازه  احاطه  شوي وي خو هيڅكله  په په  پوره ډول نه وي پټ شوي .
په ځمكني توتان كښې ګرده افشاني د Cross Pollination   په ډول تر سره كيږي
د ځمكني توتانو په فارمونو كښې عموما د شاتو مچيو صندقونه د ګرده افشاني په مقصد ايښودل كيږي ترځو ګلونه په ښه ډول القاح شي.

Classification طبقه بندي 

     
Scientific Classification

Kingdom:   Plantae
Division: Magnoliophyta
Class: Magnoliopsida
Order: Rosales
Family: Rosaceae
Subfamily: Rosoideae
Genus: Fragaria L.

په نړيواله كچه له ۲۰ څخه ډيرې د   Fragaria species نوعي وجود لري. د ځمكني توتانو اساسي  طبقه بندي د هغوي د كروموزومونو  د تعداد له مخي ، يې  نوعي پيژندل كيږي ، په عام ډول ځمكني توتان  ۷ قسمه كروموزومونه لري  ، چې دا مختلف    )polyploidy  ( بيانوي ، ځينې نوعې diploid  ( دوه سيټه كروموزومونه يعني  ۱۴ كروموزومونه ) ،    tetraploid ( څلور سيټه كروموزومونه ۲۸ كروموزومونه)،  hexaploid  ( شپږ سيټه ټول ۴۲ كروموزومونه ) ، octoploid( اته سيټه ټول ۵۶ كروموزومونه ) او يا decaploid ( لس سيټه ټول ۷۰ كروموزومونه )لرونكي دي.
په عمومي ډول  دځمكني توتانو هغه نوعې species چې ډير كروموزومونه ولري ډير قوي بوټي له ډيرو ميوو سره توليدوي .
د كروموزومونو د ويش په اساس د ځمكنې توتانو نوعې په لاندې ډول دي


Diploid species

 
•  Fragaria daltoniana
• Fragaria iinumae
• Fragaria nilgerrensis
• Fragaria nipponica
• Fragaria nubicola
• Fragaria vesca (Woodland Strawberry)
• Fragaria viridis
• Fragaria yezoensis

Tetraploid species
• Fragaria moupinensis
• Fragaria orientalis
Hexaploid species
• Fragaria moschata (Musk Strawberry)

Octoploid species and hybrids
• Fragaria x ananassa (Garden Strawberry)
• Fragaria chiloensis (Beach Strawberry)
• Fragaria iturupensis (Iturup Strawberry)
• Fragaria virginiana (Virginia Strawberry)

Decaploid species and hybrids
• Fragaria × Potentilla hybrids
• Fragaria × vescana

يو شمير نورې نوعې subspecies هم منځ ته راغلې چې  ځينې يي له يوه د پاسنو انواعو څخه پيژندل شوي ( د زياتو معلوماتو لپاره په انترنيت كښې  د GRIN taxonomy database جدول وګوري)
Mock Strawberry او Barren Strawberry دواړه د Fragaria سره يو شان دي او په جنس كې نيږدي ارتباط له Potentilla سره لري

د ځمكني توتاتو ورايټۍ او ډولونه
June- Bearers ياSpring bearing، Ever-Bearers   او Day- Neutral    دري ډولونو د ځمكني توتانو دي د   Day- Neutral  اوEver-Bearer   ډول نظرJune- Bearer ته واړه دي.
June- Bearers: ډول په پسرلي كښې د 2-3 اونيو په اوږدو كښې ګلان توليدوي.
د ميوې او رينر Runners له مخې  ورايټۍ په دري ډول طبقه بندې شوي ،د وختي فصل ، منځنى فصل او ناوخته فصل  رسيدونكې ورايتۍ دي.
Ever-bearers     ډول په يوه وده ايز فصل كښې درى دورې ميوه ،ګلان او Runners (د پسرلي ،دوبي او مني) په دوران كښې توليدوي
Day- Neutral   ډول ځمكني توتان د بشپړ وده ايز فصل په اوږدوكښې ميوه توليدوي او دټول  وده ايز فصل په اوږدو كښې يو ځل Runner   توليدوي .
د Day- Neutral   او Ever-Bearers     ډولونه  د هغه باغ لرونكو لپاره چې لږه ځمكه لپاره غوره ده . همدا راز دوي كولاي شي په Terraced bed ، په بيلرو او ګلدانيو كښې وكري،اوهمدارنګه  كروند ګر كولاى  شي ځمكني توتان د ځمكې دپوښونكو بوټو په شكل  وكري.
. June- Bearers ډول دا ځانګړتيا لري چې له يو وده ايز فصل وروسته پوره بوټى منځ ته راوړي 
د Day- Neutral ډول د June- Bearers له ډول سره دا توپير لري  چې دوى پوره بوټى په لومړني فصل كښې له كرنې ورسته تشكيلوي.
   د June- Bearers  ډول  د كورنيو كروندو ، تجارتي استعمال ، خونداوكيفيت له مخې ښه  مشهور او  او د ارزښت وړ ګڼل كيږي.
   په يوځل كتو دانه معلوميږي چې كوم بوټى Day- Neutral او كوم بوټى د June- Bearers  له ډول څخه  دى. نو له دې امله دا مهمه بريښي  چې د كرنې تر مخه دا معلومه شي چې كوم ډول ستاسو د خوښې وړ دى  
دا غوره ده چې دواړه ډولونه  وكرل شي تر څو د Day- Neutral ځخه په  لومړني كال ميوه تر لاسه كړو اود  June- Bearers نه  لوړ حاصل او دښه كيفيت لرونكې ميوه په نورو كلونو كښې په  لاس راوړو.
هغه ځوك چې د كورونو په داخل كښې ځمكني توتان روزي  د كرنې د انتخاب لپاره يو شمير ورايټي ګانې  لري. د June –Bearers ډول  دDay -Neutral ډول په پرتله زيات انتخابيږي
دورايټي او كلتيوارنوپه انتخاب كښې دا مهمه ده چې كروندګر د بوټي  د رسيدو فصل، حاصل، د ميوې اندازه، خوند،كيفيت  ديخ وهنې په واندې د بوټي مقاومت باندې و پوهيږي
( لومړى  جدول-۱ )

 

د ځمكني توت ورايټۍ د خوند، د پخوالي  فصل ، دساتلوظرفيت او د ناروغيو په وړاندې  مقاومت  په اساس انتخابيږي.  

دوهم  جدول كښې ځمكني توتان د ميوې اندازې، ناروغيو په وړاندې مقاومت، او د سيمې سره د توافق  له مخې طبقه بندي شوي دي

 

 

  د دوهمې برخې لپاره په لينك كليك وكړى . د ځمكني توتانو ښكلي په زړه پورې انځورونه و ګورۍ

http://www.tolafghan.com/petawona/index.php?action=detail&post_id=6527&b_id=19
.
http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ