ليكوال : عزت الله نوري

د كچالو كلورادو ګونګټه
Colorado Potato Beetle

Scientific classification           
Kingdom: Animalia
Phylum: Arthropoda
Class: Insecta
Order: Coleoptera
Family: Chrysomelidae
Genus: Leptinotarsa
Species: L. decemlineata

Binomial name
Leptinotarsa  decemlineata

 
د كچالو كلورادو ګونګټه   (Colorado potato beetle) دكچالو د ډيرو مهمو افاتو له جملې څخه ده . نوموړې ګونګټه تقريبا  10 mm 0.4) inches(  اوږده، د يوه ژيړ  نارنجي رنګي بدن درلودونكې  ده ،
د حشرې د هر وزر (elytra)د پاسه  پنځه  نصواري تيره رنګه اوږدې كرښې د بدن تر پايه غزيدلې دي .
د كچالو كلورادو ګونګټه (Leptinotarsa decemlineata) په يو لړ نومونه لكه
 Colorado beetle, ten-striped spearman, the ten-lined potato-bug" and "new potato bug potato beetle)
د ۱۸۶۳-۶۷ كلونوپه اوږدوكښې  ياديده.
د كچالو كلورادو ګونګته )    (Colorado potato beetle   په كال  ۱۸۱۱ كې د Thumas Nuttal  له خوا کشف شوه او   په كال 1824 كې د Thomas Say  چې د راكي په غرونو) Rocky Mountains( كې  يې له ) buffalo-burSolanum rostratum( ( يو ډول بوټي چې اقتصادي ارزښت نلري ) څخه را ټولې كړې وي ،وپيژندل شوه.

Buffalo -Burr Plant

د كچالو Solanum tuberosum (L.) له بوټي سره ددې حشرې يوځاي والى تر كال ۱۸۵۹ پورې تر هغه وخته چې دOmaha غرب تقريبا ۱۰۰ ميله او Nebraskaسيموته نږدې افت د كچالو د بوټي په لمنځه وړلو شروع وكړه ، نه وه پيژندل شوې.
د كچالو د كلورادو ګونګټه دپيدايښت اصلی ټاټوبى معلوم نه دى  ، خوداسي ښكاري چې دColorado او  Mexico له يوه برخې نه   د جنوب غربي امريكا په لورخوره شوې ده.
ددې حشري (Colorado potato beetle) دپيدايښت ريښه دتعجب وړ ده ، حال دا چې دې حشرې له كلورادو څخه سرچينه نده اخيستې ، مګر داسې يقين كيږي چې له مركزي مكسيكو څخه يې سرچينه اخيستي.                              
(Colorado potato beetle) نوم تر كال ۱۸۶۵ تر هغه وخته په دي حشري نه وو تړل شوي كله چي Walsh دا بيان كړه چې دده ملګرو يو ډير شمير حشرات د كلورادو په سيمه كښې ليدلي چې  له Buffalo-bur څخه تغذيه كوي. د خبرې نوموړى پدې قانع كړ چې دا  د كلورادو اصلي  حشره ده. كله چې د كچالو بوټي د راكي غرونو ) ( Rocky mountains ته و پيژندل شو، دي حشري په بيړه دي بوټي ته حركت وكړ او د شرق په لور يي  خوريدل شروع شول،  دا افت اوس په ټوله امريكا په استثنا د ځينو برخو  د فلوريدا، نيوادا ، كاليفورنيا او شرقي كاندا كې پيدا كيږي.
ددې حشرې د لاروا دبدن  دواړه اړخونه  خط داره  او د تورو داغونو لرونكى  سور رنګ لري او  د كچالو له پاڼو تغذيه كوي. دكچالوبوټوته د حشرې  زيان كولاي شي چې په لويه پيمانه حاصل كم كړي او حتي كيداى  شي چې بوټي په بشپړه  توګه له منځه يوسي ،دا مضر افت  له كچالو پرته .رومي بانجانو، تورو بانجانو او مرچو بوټوته هم غټ زيان اړوي.
د كلورادو ګونګټي لاروا اوبالغي حشري (Adult)   دكچالو دبوټو د پاڼو څخه د تغذيې په نتيجه  د كچالو فصل ته لويه خساره اړوي.، كه دحشرې كوربه توربانجان  يا رومي بانجان وي ځوانې ميوې هم لمنځه وړي.
دكچالو د ګل باسلو په مرحله كښې د پاڼو څخه تغذيه  ددوو اونيو په اوږدو  كښې د كچالو په وده   اوحاصل باندي لوي منفي اغيزه كوي.
له حاصل ټولو ځه وړاندې او يا د دوې په لومړيو كښې   له پاڼو څخه تغذيه  د حاصل په اندازه كمه اغيزه لري.
دا حشره د چټك انكشاف او د درملو په وړاندې د مقاومت له كبله ښه مشهوره ده، اوله  د هغه حشراتو له ډلې څخه ده  چې په ډيره سختي سره يې مخنيوى كيږي. ځينې وختونه داحشره د Lady Bird   سره اشتباه  كيږي مګر  Lady Birdله دي څخه كوچني حشره ده او بدن يي  ټكي لري ، خو د كچالو د كلورادو ګونګټه لس ښكاره  موازي تورې او ژيړې  كرښې له سر څخه دبدن تر اخرپورې لري.
په لندن كښې كه په كوموځآيونوكښې  چې د كچالو د كلورادو ګونګټه لږ ليدل كيږي ، دا يو واجب الاخطار افت دي كه هر چا پيدا كړ  بايد
DEFRA (Department for Environment, Food and Rural Affair)  ته خبر وركړي


په اروپاكښې:
په كال ۱۸۷۱ كښې د كچالو د كلورادو ګونګټه  جرمني ته ورسيده خو په بيړه له منځه يوړل شوه ، او ورسره سم  دوهمه نړيوال جنګړه پيل شوه او دا حشره د امريكايانو نظامي اډې ته نيږدې په  Bordeaux كښې پيدا شوه
ددوهمي نړيوالي جګړې په اوږدو كښې د كال ۱۹۵۰ د نازي ريژيم په جرمني كښې ددې حشرې څخه  د پرو پاګندۍ په توګه هغه وخت كار واخيست كله چي  د شوروي تر اشغال لاندي جرمني كې تقريبا ټولې د كچالو كروندي د دې حشرې تر حملي لاندې راغلې ،  او دا يي څرګنده كړه چي دا حشره د امريكا د هوايي قواى  په واسطه دكچالود كروندو د پاسه اچول شوې .
 ددوهمې نړيوالې جګړې په لومړيو وختونو دا حشره بلجيم ، نيدر لند او هسپانيي ته خوره شوه.
 ددوهمي نړيوالي جګړي په اوږدو كښې داحشره په بې ساره  توگه د شرق په لور پراخه شوه او اوس محال د نړۍ په زياتره وچوكښې  شتون لري.
په اروپا كښې د انګلستان ، ايرلند، باليريك ، ايسلند، سويدن او فنلند كښې د قرانطين په شكل پاتې شوې ده  او په نوموړو هيوادو كښي دا حشره  شتون نلري.
د استرليا هيواد په كال ۱۹۶۷ كښې ددې حشري بڼه د پوستي ټكټ په ډول چاپ كړه او همدارنګه د بلجيم د پوست ادارى  په كال ۱۹۳۲-۱۹۳۵ كښې ددي حشري او د لاروا شكل د پوستكارد په ډول چاپ كړه.

د ژوند دوران: Life cycle 
 
دكچالو د كلورادو ګونګټي لاروا
د كچالو د كلورادو ګونګټه   مونث جنس ډيره ښيرازهوي  او دا وړتيا لري چې د۳۰۰- ۸۰۰   په تعداد سره هګۍ واچوي ، د حشرې  د هګيو رنګ ژيړ يانارنجي وي،د 1.5mm ملي متره اوږدوالى لري،
د 30 ډوله  بوټو(ميزبان) د پاڼو لاندې هګۍ اچوي تر څو چې د لمر د مستقيمو وړانګو دتاثيرڅخه جوړې پاتې شي. ، هره ډله ۱۰-۴۰ هګي لري. له هګۍ نه د لار وا راوتل  د تودوخې په درجه پوري اړه لري.  لاروا  ۴-۱۵ ورځو وروسته له هګۍ نه چې  سور ته ورته نصواري  رنګ او بوكه شا لري راوځي . تياره  نصواري رنګه خالونو دبدن  په دواړو اړخونوكښې موجود وي. كه  هګۍ په ډله ايز ډول نه وي اچول شوې ،لاروا هم په ډله ايز ډول  د پاڼو څخه تغذيه نه كوي. لاروا د څلورو وده ايزو مرحلو په اساس وده كوي ، په لومړى Instar كښې 1.5mm او په څلورم Instars   كښې تقريبا 8mm ملي متره اوږدوالى لري. لاروا چې په پاسني تصوير كښې ښكاري په خپل دريم  Instar  کی  ده  ، د لومړي Instar  څخه تر دريم Instar  پورې ۲-۳ ورځي  وخت نيسي، څلورم Instar   ۴-۷ ورځو په بر كښې نيسي  تر څو چې پوره اندازې ته ورسيږي  .هر څلورم Instar د   None – Feeding ) نه خوړونكي(  Prepupa په مرحله كښې چې د غټوالي او روښانه رنګ څخه پيژندل كيږي،وي.
 Prepupa له پاڼونه  ځمكې ته  لويږي اودڅو اينچو  په ژوروالي سره  په ځمكه كښې ښكته سوري كوي ځان پټوي. او وروسته په ژيړ بخنه Pupa   بدليږي .د۵-۱۰ ورځو وروسته حشره په بالغه (Adult)  بدليږي او د ځمكې سرته راوځي. لاروا مخكې لدې چې په پيوپا بدله شي او  په ځمكه ننوځي د ۲-۳ اونيو پورې  د بوټو څخه تغذيه كوي چې  په همدې وخت كښې حشره د كچالو كروندې په زياته اندازه  زيانمنوي.
 لاروا شپږ پښې لري او1.2-1.8  اينچه اوږدوالى لري كله چي دا حشره د خاورې څخه راووځي نو مناسب كوربه لټوي ،په هغه  ځاى كښې چي حشره وكولاى شي ښه تغذيه وكړي، هګۍ اچوي ، كه مناسب كوربه پيدا نه كړي حشره د غذايي موادو په لټه پسې  الوزي تر د ځان لپاره غذا پيداكړي.
لاروا د جون مياشتي په اوږدو كښې معمولا د پاڼو څخه تغذيه كوي.ددوهم نسل لاروا  دجولاى او اګيست د مياشتوپه اوږدو كښې له پاڼو څخه تغذيه كوي .بالغه حشره)  (Adult د ځمكي د سطحې څخه ۱۲-۱۸ انچه لاندې ژمى تيروي. په پسرلي كښې حشره هغه وخت له ځمكې راوځي  چې د تودوخې درجه ،او د روښنايي اندازه مناسبه  او كوربه بوټى د ځمكې پر مخ را ځرګند شوى وي.
تر څو خپل ژوند ته دواوم وركړي او دوباره بالغه حشره) Diapauses (Adult (ژمنٰى خوب) ته دا خله شي. اوله ځمكې نه راوتل تر پسرلي پورې وځنډوي ، له راوتوسره سم خپل كوربه بوټي ته ورګرځي او تغذيه  ورځينې كوي. په ځينو سيمو كښې  نوموړۍ حشره درى  ۳  يا ډير نسلونه كيداي شي چي په يو وده ايز فصل كي منځ ته راوړي.

دكچالو د كلورادو ګونګټې د ژوند دوران

كوربه  (ميزبان)  Host:
كچالو د كلورادو ګونګټې لپاره مناسب كوربه دى ، مګر دا حشره د يوشمير نورو بوټو چي د Solonaceae   په كورنۍ پوري اړه لري لكه  رومي بانجان، تور بانجان، ، تنباكو، مرچ، يو شمير هرزه بوټي لكه   belladonna,( يو ډول زهرجن بوټى دي چې  درمل ورنه جوړيږي) jimson weed, henbane, horse nettle, thistle, mullein ground cherry, common nightshade, thorn apple, ، څخه  تغذيه كوي. 

اداره (منجمنت):

ميخانيكي مخيوى:
 ددې لپاره چې دا حشره  د حشره وژونكودرملو  په وړاندې كښې  مقاومت پيدانه كړي ، بايد د كيمياوي مخنيوى د لاروچارو تر ځنګ بايد د مناسبو كرهڼيزو طريقو څخه  د مخيوي لپاره كار واخيستل شي.
د كچالو د كلورادو ګونګټه ممكن د كرنيز نوبت په مراعاتولو سره  او يا هم د كوربه بوټي په له منځه وړلو سره  كنتروليږي. هغه حشره وژونكي كيمياوي درمل چې په معمولي  ډول ددې حشرې د مخنيوى لپاره استعماليږي ، ددې  حشرې مقاومت دهغوي په مقابل كښې  په چټكي سره زياتيږي. ميخانيكي مخنيوى ( په لاس ټولول) بايد و هڅول شي ،د كچالو د كلورادو بالغې ګونګټي  او نابالغ حشرې  د لاس په واسطه ټولې شي ، تر څو چې ددوي مقاومت او حساسيت د درملو په مقابل  كښې كم وساتل شي شي. د حشراتو په لاس ټولول بايد هغه وخت ترسره شي كله چي د ژمي حشرات د ځمكي سر ته د پسرلي په لومړيو كښې  راووځي  او په بوټو باندې تغذيه پيل كړي.
 په كوچنيوكروندو كښې  دلاس په وسيله ټولول امكان لري ، مګر د لويو كروندو كښې د لاس په واسطه ټولول ناشونۍ ده. ، كرونده په اونۍ كښې يو ځل يا دوه ځله بايد وكتل شي  ټولې بالغي حشري
)  (Adult او لاروا لري كړاى شي او په هغه قطيو كښې چې مخكښې صابون پكښې ساتل شوى وي ، واچول شي او له منځه لاړې شي.
د كچالو د كلورادو ګونګټه كيداي شي چي د  جارو په وسيله چي بوټي پرې ووهل كيږي او  تربوټي لاندي بيل ونيول شي ، تر څو راوتلي او تويې شوې ګونګټي  پكښې و نيول شي او له منځه يوړل شي.
د مخنيوي بله طريقه د كروندې په اطرافو كښې د خندقونو كيندل دي ، ددي خندقونو ديوالونه د پلاستيك پواسطه پوښل كيږي ، كه چيرې د خندق ديوالونو زاويه د ۴۶  درجو  څخه ډيره وي د ۸۴سلنه  دځوانوحشرو  (Adult)   ننوتل كروندو ته مخنيوي كيږي.
كه چيري  د كچالو يوه كرونده د پلاستيك خندقونو په وسيله پوښل شوي وي
(Owe wintered Beetles)   به نيماي كم شي خو يوه كمه اندازه د كچالو د كلورادو ګونګټي د باران په وخت تښتي ، كه پلاستيك وچ شي ، بيا ددوي تيښته امكان نه لري.
دميخانيكي مخنيوى يوه بله ستراتيژي چې د ۱۹۸۰ كلونو په پاي او د ۱۹۹۰ كلونو په پيل كښې ډيره په زړه پورې وه   د Bag Vacuum  كارونه وه، دايو ډول لوي ماشينونه وو چي د تراكتور په وسيله كشيدل ، دې ماشينونو  حشرات د بوټي څخه زبيښل  او دهغه پكو په وسيله چې  دننه په ماشين كښې نصبې شوې دې  وژل كيدې.
له دې ماشينون سره دلچسپي تر ډيره ژوندۍ پاتې نشوه ، ځيني ستونزې يې  راولاړ كړې،  چي د خاورې تخته كول  او د ګټورو حشراتو له منځه وړل وو، همدارنګه  حشراتو به د بوټي د ژورو برخو څخه د ډال په توګه استفاده كوله.

ځيړونكو د  په Cornell University   كښې د اور د تكنالوجي        ) Flame Technology  (موثريت په   هغه كلورادو ګونګټو چې ژمى يې  تير كړى وو    ( Over wintering) ځيړنه تر سره كړه.
په دې طريقه كښې د پروپان د غاز څخه استفاده كيږي او ديوه ايكر ځمكي لپاره 3.5-5.5 ګيلنه پروپان غازپكار وړل كيږي، د پروپان غاز بايد د جيټ څخه ووځي او د كاروني په وخت كښې بايد د حركت سرعت ۴-۶ ميله په يوه ګړۍ كښې وي .
ددي تكنالوجي څخه تر ټولو ښه وخت هغه دي كله چي بوټي له خاورى څخه ووځي او ۸ انچه شي ، لوړ بوټي د لمبې په مقابل كښې ډير كم مقاومت لري او د كچالو د كلورادو ګونګټه د ځان لپاره  د بوټي له پاڼو څخه سپر جوړوي ، ښه مخنيوى په توده او لمريزه هوا كښې  كله چي د كچالو د كلورادو ګونګټه په فعاله توگه د بوټي له پاسنۍ برخې څخه تغذيه كوي،تر سره كيداى شي.
دې ځيړنې ښودلې چې په دې طريقې سره په  ليكو(ترايلونو) كښې ۹۰سلنه  د كچالو د كلورادو هغه ګونګټې چې ژمى يې په خاوره كښې تير كړى وي  له منځه وړل شوې دي . په داسې حال كښې چې  د د درملود شيندلو په واسطه ۲۵-۵۰%  افت كنترول شوى دي.
د اور د لمبي په واسطه ۳۰% هګي هم لمنځه وړل شوې دي.
له دې افت نه د كچالو بوټو ساتل كيداى شي د كچالو بوټي  د يوې داسي  مصنوعي ټوټې په واسطه و پوښل چې  له ټوټې نه د هوا جريان او لندبل تير شي او د كلورادو ګونګټې ته د ننوتلو اجازه ورنكړي  
  د اور په لمبه د افت سيځل                                    


 كيمياوي مخنيوى :
د كچالو د كلورادو ګونګټه په هغه سيمو كښې چې ډير كچالو توليديږي او په زياته پيمانه حشره وژونكي درمل استعمال شوى دي ، دې حشرې په نوموړو سيمو كښې  تقريبا د ټولو  حشره وژونكودرملو په وړاندې مقاومت پيدا كړى دى.
كه وغواړي چې حشره وژونكي درمل استعمال كړو  نو د بيلابيلو حشرو وژونكو ټولګيو تر منځ  تناوب بايد وساتل شي.
 د لومړني او دوهمي نسلونو لاروا د مخنيوي لپاره د حشره وژونكو  عمده صنفونه دادي:
Pyrethrum (Pyrethrums): دا حشره وژونكي درمل د داودي ګل څخه په لاس راځي ، د درملو شيندل په سړه هوا كښې ډيره اغيزمنه ده،د هوا په تودوالي سره د درملواغيزمنتوب كميږي.
Rotenone: كيداى شي چې په يوازي ډول او يا د Pyrethrin  يا Methoxychlore   سره په گډه توګه په بازار كښې وموندل شي.  دا حشره وژونكي  د Neem  ونې چې په جنوبي امريكا كښې شتون لري  دهغه  له تخم او ريښو څخه په لاس راځي. تجارتي نمونه يي Neemix TM, Bio Neem TM, Margosan, Margosan-O دي ، دا بايددرمل په غلظت د ۱%  وكارول شي او كه غلظت يي ډير شي د كچالو بوټي كې  Phyto toxity منځ ته راوړي  دادرمل د  Lady Beetle  لپاره هم مضر دى حشره لمنځه وړي.
Azatin د Neem د تخم يوه شيره ده چې د لاروا د انكشاف څخه په نورماله توګه مخنيوي كوي
Organo Chlorine: بيلګه يي Methoxychlore دي.
(Carbaryl (Sevin):  په ډيره پراخه توګه استعمال شوي او وروسته له دې د د كچالو د كلورادو ګونګټي د كنترول لپاره د حشري دمقاومت د پيدايښت په سبب اغيزمن نه دي .
 دي.Diazininاو  phosmet (imidan): چي بيلګې يې Organo phosphate
همدارنګه Confidor TM  د دي حشري د كنترول لپاره ډير مؤثر درمل ګڼل كيږي.
Pyolo TM يو طبيعي حشره وژونكي  درمل دي چې د Canola له غوړيواو Pyrethrin له ګډولو نه لاس ته راځي ددې درملو د شيندل سپارښتنه د
 cucumber beetles, flea beetles, Mexican bean beetles, squash bugs, aphids, mites, 
اود كچالو د كلورادو ګونګټې د مخنيوى لپاره كيږي.
كه چيري يوډول حشره وژونكي كيمياوي درمل په تكراري ډول وكارول شي ،ددې حشرې مقاومت هم په چټكۍ سره  ډيريږي، د يوه ټولګي د حشره وژونكو تكراري كارونه يوازې حساسې حشرې وژني مګر هغه حشري پريږدي چې د درملو په وړاندې يې مقاومت پيداكړى دى.
د بيلابيلو حشره وژونكودرملو د ټولګيو د شيندلو تر منځ تناوب  ضروري دي ( لومړي جدول-۱ )
د بيلګي په توګه تناوب په مابين دR Warrior او AsanaR به داسي موثر نه وي لكه څرنګه چې تناوب په مينځ د PlatinumR, AsanaR دي ځكه چېR Asana او WariorR   له يوې ډلې څخه دي او يوډول تاثير لري  او ددې ډول تناوب څخه لږ څه په لاس راځي .
كوچنۍ لاروا په ډيره اساني سره  د حشره وژونكو په واسطه وژل كيږي ، لويې لارواوې يواندازه په سختۍسره وژني  اوبالغې حشرې)  ( Adult په ډيره سختۍ سره  وژل كيږي .
حشره وژونكي په هغه وخت كې ډير موثر دي كله چې د كچالو د كلورادو ګونګټو نفوس د Larva په  لومړني حالت كښې وي.
كله چي تاسو په May/Juneمياشتو په اوږدو كښې يو صنف حشره وژونكي درمل د لومړي نسل د مخنيوى لپاره استعمالوي، په July/August كښې د بل كلاس درمل د دوهم نسل ددمخنيوى  لپاره بايد انتخاب شي.
يو شمير بوټي او له بوټونه ايستل شوې  شيرې د كچالو د كلورادو ګونګټه د مخنيوي لپاره مؤثرپيژندل شوي دي .كه ځه هم پوره ځيړنه پرې نه ده شوې،خو  د بوټو له جملي څخه د ځينو په تاثير باندې يقين كيداى شي چې هغه دادي:
Catnip, tansy, sage, hemp oak extract, wild potato (Solanum chacoense), citrus oils.

لومړى جدول۱ : هغه حشره وژونكي درمل چې د كچالو د كلورادو ګونګټه په بيلابيلو بوټو كښې له منځه وړي .


1. پاملرنه: هغه حشره وژونكي  درمل چې په دي جدول كې يې  سپارښتنه شويده، دا يوازي د Kentucky, USA لپاره راجستر شويدي ، كيداى شي ستاسو  دسيمې لپاره   قانوني نه وي ،كه چيرې غواړي چې  يو له پاسنيو حشره وژونكو څخه استعمال كړي ، نود خپلې سيمې دكرنې له اداري سره اړيكه ونيسى.

 د كچالو د كلورادو ګونګټې مخنيوى د حشره وژونكو درملوپه مقابل كښې د حشرې په مقاومت  سربيره  ځني نور عوامل هم شتون لري  چې دافت  مخنيوى له ناكامي سره مخ كوي:
•  ددرملو د شيندلو (سپرې) وخت: هغه  حشرې چې ژمى يي تير كړى دي په څو هفتو كې ساحې ته راوځي،وختي درمل شيندل (سپرې) ممكن يو شمير  د كچالو د كلورادو ګونګټي  له منځه يوسي ، خو انتظار ايستل دې ته چې لاروا غټيدو ته نيږدي شي  او وروسته سپرې  وشي دمخنيوى د ناكاميدو سبب كيږي. د كوچنيو  لارواو  مخنيوى د يو حشره وژونكي په وسيله  ، د لويو لاروا ګانو په پرتله ډير اسانه دى .
•  د ټاكل شوې اندازې حشره وژونكي درملو استعمال ، د د درملو په وسيله  د بوټي پوره پوښښ  هم ډير مهم گڼل كيږي.
حشره وژونكي يوازي هغه وخت بايد استعمال شي ،كله چې اړتيا وي، د كچالو بوټي كولاى شي د يوې اندزې  پاڼو له منځه تلو  (Defoliation)   دحاصل له  زيانمنيدو پرته  مقاومت  وكړي ،كه بوټي ۳۰% پاڼې له لاسه وركړي ، حاصل ته كوم زيان نه اوړي.
 حشره وژونكي درمل بايد تر هغه وخته استعمال نشي ترځو چې په هر بوټي كښې يوه حشره ونه ليدل شي.

كرنيز مخنيوى:
هغه ورايټي چې له چاپيريال سره ښه توافق لري انتخاب كړي ،هغه ورايټي چې ژر پخيږي  استعمال كړي او كله چې بوټي پاخه شي حاصل ځيني واخلي، چي دا طريقه په پاتې  فصل كښې د كچالو د كلورادو ګونګټه  دغذا دكمښت سبب ګرځي. حشرې كيداى شي د ژمي تيرولو په  حالت كې د غذايي موادو  د نه شتون له كبله ضعيفي شي او يا له منځه لاړې شي.
د څو بيلا بيلو ستراتيژيو يو ځاي والي كولاي شي چي د د كچالو د كلورادو ګونګټو نفوس كښې ځنډ راولي، مګر ترهغه وخته چې ساحه په ښه توګه نه وي قرانطين شوي ددوى  دهجوم مخه نه شي نيول كيداى.

د كرلو د وخت برابرول:
هغه كچالو چې په مۍ كې كرل شوي وي ددې افت تر حملې لاندې راځي،  افت په ډير بد وخت كښې حمله كوي چې د كچالو د ګل مرحلې سره برابريږي او حاصل ته لوي تاوان اړوي .
بزګران  دكچالو كرل يوه مياشت مخكۍ له مى او يا يوه مياشت وروسته له مۍڅخه دكچالو د توليد لپاره يوښه فرصت لري ، ددا ډول كښت په واسطه بزګران د  كچالو د كلورادو ګونګټو  د مخنيوي لپاره ښه چانس لري.
كه چيرې كچالو ډير وختي  د اپريل په مياشت كښې وكرل شي نو دا بوټي به  د جون د مياشتي څخه مخكي ګل وباسي ، د كچالو د كلورادو ګونګټو  زيان به ډير وروسته پيښ شي تر څو په  حاصل باندي  اثر ولري ،زر رسيدونكي كچالو چې  د جولاي په مياشت كښې حاصل ورنه اخيستل كيږي ، انتخاب كړي.
د وخته  كرل شوي كچالوبوټي   د ډيرو پاڼو  د خوړلو تحمل كولاى شي، بزګران بايد د بوټو د تحمل په اړه معلومات تر لاسه كړي ، كه په دې و نتوانيږي  چې د بوټي مقاومت معلوم كړي ،نو كرنه د وروسته تر سره كړى
كه چيرې كچالو وروسته ( د جون په نيمايي كښې) وكرل شي ډيرودكچالو كلورادو ګونګټو به هغه سيمه مخكې له دې چې بوټي راووځي ، پريښې وي. مګر په وبايي شكل دافت دخوريدو په حالتونو كښې دا طريقه اغيزمنتوب نه لري

مقاومي ورايټي:
زيات شمير د كچالو مقاومې ورايټي چې جينټيكي تغيرات(  Genetically Engineered) منځ ته پكښې راغلي دي  د هغه بزګرانو لپاره چې په تجارتې ډول  كچالو توليدوى شتون لري
مګر دې ډول كچالو ته عضوي توليد) (Organic Producer تصديق لپاره اجازه  نه ده وركړل شوي ، ځومحلي نوعي كچالو لكه  (Rossed Burband)   داسې ښكارې  چې د نورو نوعو څخه د كچالو كلورادو ګونګټه په مقابل كښې يو څه مقاومت لري ، مګر يوه يې هم د پام وړ مقاومت د افت په وړاندې نه لري.
د National Gardening   مجله د كال ۱۹۸۹  د اپريل ګڼې كښې د هغه  ورايتي ګانو په ځيړنه  رڼا اچول شوې، كوم چې د افت  د ډيرښت تر  مخه تيوبر غټوى.
 په دې څيړنه  كښې   د ۷ ورايټيو لست راغلى ده چې د ۷۵-۸۸  ورځو كښې رسيږي ،چې نومونه يې په دا ډول  دى :
Caribe, Norland, Pungo, Redsen, Sunrise, Superior, and Yukon Gold.
دا ورايټي ګانې  دسړو سيمو(شمالي سيمو) بزګرانو لپاره چې تودوخه لږه او حشرات په كراره انكشاف كوي، غوره بريښي .
په افغانستان كښې دكچالو  Kfori Chandra Mokhi   ورايټي ددي افت سره يوه اندازه  مقاومت لري. نوموړې ورايټي  په كال ۲۰۰۸ د بدخشان ولايت په بهارك ولسوالي كښې په وچو سيمو كښې د كرهڼې د ځيړنو نړيوال مركز (ايكاردا) لخوا د تخم د زياتوالي په موخه د بزګرانو په ځمكو كښې وكرل شوه . د وديز فصل په شروع كښې  د كچالو كلورادو ګونګټې د كچالو په كروندو په پراخه توګه  يرغل وكړ،خو دوده ايز فصل په اوږدو كښې دا ښكاره شوه چې Kfori Chandra Mokhi  ورايټي د محلي ورايټي ګاڼو په نسب  د نوموړې افت په وړاندې  يو ځه  مقاومت درلود.

بيولوجيكي  مخنيوى د طبيعي د وښمنانو په وسيله:
دطبيعي دوښمنانو يو نوي ګروپ د حشره وژونكو طبيعي بكترياوو څخه جوړ شوى چې ځانګړې حشره په ناروغۍ اخته كوي او له منځه يې وړي. د    Bacillus  thuringiensisنوعې ته د كچالو د كلورادو ګونګټې د مخنيوى لپاره انكشاف وركړل شوى دى، دا بكتريا د لاروا په واسطه خوړل كيږي ،  بكتريا د نورو حشره وژونكوپه پرتله په كراره عمل كوي، لاروا وې ممكن چې د ۴-۵ ورځو وروسته ددې بكتريا له اچولو) (Treatment څخه مړې نه شي كه ځه هم  په ددې ورځوپه موده كښې  كې به  ډيرې ناروغه  وي.  د Bacillus  thuringiensis بكتريا  يو شمير سترينونه ) Strain (Bacteria،
دB.t. san diego او B.t. tenebrionis  ددې حشري د مخنيوى  لپاره موثري دي، B.t. san diego
د M-One  په نامه  او B.t. tenebrionis د Trident په نامه پلورل كيږي. د Bacillus thuringiensis  بكتريا نور سترينونه چې په تجارتي ډول توليديږي په لاندې ډول دى.
  Colorado Potato Beetle Attack (Ringer), B.t. Leaf Beetle Attack (Safer), Colorado Potato Beetle Beater (Bomide), Colorado Potato Beetle Pre-Adult Control (Dragon), M-One and M-Trak (Mycogen).
Bacillus thuringiensis  د اول Instar  لاروا لپاره موثر دى.  دابكتر  د لويو لارواګانو غټيدل هم كراروى . همدارنګه د كچالو د كلورادو ګونګټي   د فنګس په مقابل كې هم حساسوي. لويې لاروا وې مخنيوى  د B.t. tenebrionis په وسيله مشكل دي چې وشي.
B.t. tenebrionis د كوچنيو لاروا و لپاره  چې له ۴/۱ انچو څخه كوچنۍ وي موثره ده او هغه وخت بايد استعمال شي چې لاروا وليدل شي يا له هګيو څخه را ووځي، له وخت مخكې  ددې  حشره وژونكي كارونه ممكن خپل موثريت له لاسه وركړي . او همدارنګه بايد دهره ۵-۷ ورځوپه اوږدوكښې  وكارول شي . تر هغې چې  د كچالو د كلورادو ګونګټه   له هګي نه  راووځي استعمال بايدتر سره شي.
Bacillus thuringiensis استعمال په تودو ورځو كې كله چې تودوخه 75F شي ډير موثري وي ، ځكه چې د كچالو د كلورادو ګونګټه په ګرمو ورځو كې په بيړه تغذيه كوي
 د Bacillus thuringiensis استعمال بله ښيګڼه داده چې د كچالو د كلورادو ګونګټه طبيعي دښمنانو ته كوم زيان نه اړوي.
پاسنۍ دا دواړه ډوله ذكرشوې  بكترياوې  د تي لرونكې، الوتونكو، كبانو او نورو مفيدو حشرو لپاره هيځ  ضرر نه لري.
د كچالو د كلورادو ګونګټه ډير شمير طبيعي دښمنان لري خو د قوي حشره وژونكو د كارونې،  د هغوى د ساتني د طبيعي ځايونو نه شتون  له كبله  لږ ليدل  شوى دي. حتي د اورګانيكي كرهڼيزو حالاتو كښې چيرې چې طبيعي دښمنا ن هم په پراخه توګه شتون و لري د دې افت بشپړ مخنيوى نا ممكن دي ، طبيعي دښمنان  په ځانګړي ډول نشي كولاى دامضره حشره له منځه يوسي ، دافت  عمده ښكار كوونكي طبيعي دوښمنان دادي Lady bird beetle, Lace wing, Predatory stink bug, spider,  او داسې نور چې دكچالو دكلورادوكونګټې يوه اندازه منخيوى كولاى شي
د كچالو كلورادو ګونګټه هگۍ او لاروا د دوه ډوله  Stink Bug  (Spined Soldier Bug 
او Two Spotted Stinck bug   ) په واسطه ښكار كيږي .
Lady Bird beetle  (طبيعي دوښمن)  له  ګردي Pollen څخه تغذيه كوي ،
داحشره دګرده توليدونكو بوټو په واسطه بايد هغه سيمو ته راجلب شي چې د كچالوكلورادو ګونګټې د كچالو په كروندو يرغل كوى. 
طبعي دوښمنان بكترياوې چې پاس ورنه يادونه وشوه د ګلورادو ګونګټې لپاره زهري دي ، مګر د كټورو حشرو لپاره هيځ ضرر نه لري.
يو شمير پرازيتونه هم شتون لري چي عبارت دي، له Doryphorophoga doryphoro  او D.Coberrans  چې دوه جنسه د حشري دي چې د كچالو د كلورادو ګونګټي لاروا پرازيتي كوي ، يو ډول غومبسه
( غالبوزه)  Edvum puttlen هم شتون لري چي د د كچالو د كلورادو ګونګټه هګي پرازيتي كوي.
د داډول  بيولوژيكي مخنيوى د ښه موثريت لپاره غوره بريښي چې د كچالو د كروندو په اړخونوكښې د دافت د طبعي دوښمنانو لپاره دګردې او نيكټار منبع برابره كړو تر ځو د د افت دطبيعي دوښمنانو جمعيت پياوړتيا و مومي او وكولاى شي افت لمنځه يوسي.
يو ډول ژوندې افت وړونكى  (Bio pesticide ) چې د Mycotral TM  څخه عبارت دي د Beauveria bassiana  څخه په لاس راځي، د افت د لاروا او بالغو حشرو(Adult) د لمنځه وړلو لپاره ښه  اغيزمنتوب لري. همدارنګه كولاى شي له يوځل استعمال وروسته په سيمه كښې خور شي او په زياته پيمانه افت د وديز فصل په اوږدو كښې  لمنځه يوسي. داسي ښكاري چې B.Bassina  د لوړې تودوخې سره حساسيت لري.
Mycotral TM ارګانيزم د  70-80Fدرجې تودوخه كښې  ښه فعاليت تر سره كوي ، په لوړه دوخه كښې يې فعاليت كميږي.
Mycotral TM  بايد هغه وخت استعمال شي كله چې  ۲۰-۲۵%  هګۍ په ماتيدو شروع و كړي. همدا وخت د   Bacillus thuringiensis د استعمال لپاره هم  ښه مناسب ګڼل ګيږي بايد استعمال شي .
پرازيتيكي نيماتودونه د دافت د مخنيوى يوه بله لاره ده ،د پرازيټونو دوې نوعې چې د كچالو د كلورادو ګونګټې  د مخنيوى لپاره په تجارتي ډول توليديږي عبارت له ، Heterohabditisاو Steinernema sp  څخه دي.
 
يادوونه:
په دې ليكنه كې د ځينو حشره وژونكودرملو سپارښتنه راغلې  ، كيداى شي چې داحشره وژونكي درمل بدلون ومومي ، حشره وژونكي درمل په دايمي ډول بدلون مومي  ، ځيني سپارښتني چې په دې  ليكنه كې راغلې  دي  كيداى شي  موده وروسته د هغه استعمال په هغه سيمه كې دعملي كيدو وړ نه وي.  دا سپارښتنه يوازي د يو لارښود په توګه شوې .وروستى مسوليت په استعمالونكي پورې اړه لري  چې د درملو  ليبلونه ولولي او يا د خپلې سيمي د دكرهڼې د اداري سره په دې اړه اړيكه و نيسي.

نتيجه اوسپارښتنه:
د كچالو كلورادوګونګټه د كچالو دفصل يوډير خطرناك افت دى ، دبوټو له پاڼو نه خوراك كوي په لويه پيمانه  حاصل كموي او دبوټو د مړينې سبب ګرځي. همدارنګه دا وړتيا لري چې د كچالو بوټي په بشپړه توګه لمنځه يوسي.حشره چټك ډيرښت ( تكثير)لري، د مقاومت له اړخه هم ښه پياوړې ده.
 په دې ليكنه كښې  د مخنيوى ځينې طريقې ښودل شوي دي چې بايد تر سره شي .
طبيعي دوښمنان په موثر ډول  دا افت لمنځه نشي وړلاى ، ميخانيكې طريقه( په لاس ټولول)  له ځمكې نه د حشرو د راوتو په وخت كښې ترډيره اغيزمنتوب لري چې كاملې حشرې مخكښې تر دې چې په تكثير پيل وكړي ټولې شي او لمنځه يوړل شي .كه حشرې په تكثير پيل كړى وي  بيا داطريقه د افت د چټك زياتوالي له مخې ښه اغيزمنتوب نه لري.
  همدارنګه كيمياوي كنترول  د حشره وژونكو درملو په واسطه منخيوى هم يو ستونزمن كار دي ځكه د كچالوبوټى زياتې پاڼې او خاښونه لري . دبوټى  ټولو برخو ته د درملو رسيدل كموي ، همدارنګه د حشرې زر مقاومت پيدايښت  د درملو په وړاندې بله ستونزه ګڼل كيږي .چې مخنيوى له ستونزو سره مخ كوي.كوم درمل چې د مخنيوى لپاره شيندل كيږي بايدپه  تكراري ډول استعمال نه شي . د  سيستميك حشره وژونكو درملو سپارښتنه كيږي چې  استعمال شي  دا درمل د نبات داخل سيستم ته ننوځي او  د بوټي په ټولو برخو كښې خوريږي  چې تر يوې مودې يې اغيزمنتوب پاتې كيږي.
هغه كروندې چې د افت مخنيوى ورپكښې شوى وي بايد په هفته يا د لسو ورځو په موده كښې يوځل وكتل شي تر ځو په بشپړه توګه افت لمنځه يوسو.
ددې افت مخنيوى يواځي د كچالو كروندو ته د تاوان اړولو په موخه بايد تر سره نه شي بلكې د افت د خوريدو په موخه ټينګ مخنيوى بايد وشي .
زمونږ په هيواد كښې د كچالو د كلورادو ګونګټې د كچالو د كروندو لپاره يو نوى افت دى .د هيواد په شمالي ولايتونه ، بغلان،كندز، تخار ، بدخشان ،سمنګان  كښې داحشره دنږدې ځو كلونو راپدې خوا شتون لري. كه ددې افت كلك مخنيوى ونه شي  ډير زر به دا افت د كچالو د توليد اصلي سميې باميانو او نورو د كچالو توليدونكو ولايتونو ته ورسيږي دكچالو كروندو ته به په لويه پيمانه زيان واړوي او د سيمې د وګړو اقتصادبه له ستونزو سره مخ كړي .
مربوطه  ادارو اود هيواد هر وكړي ته ټينګه سپارښتنه كيږي  چې ددې افت  قرانطين ته جدي پاملرنه وكړي .  په افت ككړو سيمونه كچالو هغه سيموته انتقال نه شى چې دا فت وركښې شتون نه لري.
همدارنګه افت كيداى شي د كچالو د تيوبر، پاڼو، حيوانې سرو ، هغه بورى چې كچالو پكښې  ساتل كيږي او هغه مواد چې دا فت د سيمې په خاوره ككړ وى انتقال كيداى شي، چې    ټينګه توجه بايد ورته وشي .

ماخذونه:
1. Wikipidia free Encyclo pedia.
2. By George Kuepper
NCAT Agriculture Specialist
Published 2003
ATTRA Publication #CT107 http://attra.ncat.org/attra-pub/PDF/copotbeetl.pdf
3. Ohio State University Extension Fact Sheet, Entomology, 1991 Kenny Road, Columbus, OH 43210-1090
4. Metcalf, R.L., and R.A. Metcalf. 1993. Destructive and Useful Insects, 5th ed. McGraw-Hill Book Co., New York, NY. p. 14.43-14.45.
5. Hollingsworth, Craig S., et al. (ed.). 1986. Potato Production in the Northeast: A Guide to Integrated Pest Management. Cooperative Extension, University of Massachusetts, Amherst, MA. p. 355.
6. Weisz, R., et al. 1994. Distance rotation and border crops affect Colorado potato beetle (Coleoptera: Chrysomelidae) colonization and population density and early blight (Alternaria solani) severity in rotated potato fields. Journal of Economic Entomology. June. p. 723-729.
7.  Moyer, Dale. 1992. Fabrication and Operation of a Propane Flamer for Colorado Potato Beetle Control. Cornell Cooperative Extension—Suffolk Co., Riverhead, NY. February. 7 p.
8. Boiteau, G., et al. 1994. Development and evaluation of a plastic trench barrier for protection of potato from walking adult Colorado potato beetles (Coleoptera: Chrysomelidae). Journal of Economic Entomology. October. p. 1325-1331.
9. Anon. 2001. Field-Edge Trap for Colorado Potato Beetles. HortIdeas. March. p. 32–33.
10. Brust, G.E. 1994. Natural enemies in straw-mulch reduce Colorado potato beetle populations and damage in potato. Biological Control. Vol. 4, No. 2. p. 163–169.
11.  Moore, Jim. 1990. Sweeping fields controls some pests. American Vegetable Grower. March. p. 10–11.
12. Birt, Kathy. 2000. Bug off! Spudman. May-June. p. 26–27.
13. Ruttle, Jack. 1989. Speedy spuds beat beetles. National Gardening. April. p. 55–57, 76, 77.
14.  Olkowski, Wm., et al. 1992. IPM options for Colorado potato beetle. The IPM Practitioner. September. p. 1–21.
15.  Banken, Julie, and John Stark. 1998. Multiple routes of pesticide exposure and the risk of pesticides to biological controls: A study of neem and the sevenspotted lady beetle (Coleoptera: Coccinellidae). Journal of Economic Entomology. Vol. 91, No. 1. p. 1-6.
16.  Murray, Kathleen. 1997. Utilization of a Neem Product in a Reduced Synthetic Chemical Insecticide Management Program for Colorado Potato Beetle. Sustainable Agriculture Network. November. www.sare.org/reporting/reportviewer.asp?pn=ANE95-027

17. Anon. No date. Pyola™. Gardens Alive Online Store.
www.gardensalive.com/itemdisplay.asp?ProductNumber=8101&HOME=1
18. Grossman, Joel. 1989. Herbal folklore tested. Common Sense Pest Control. Spring. p. 4.
19.  Anderman, Robbie. 2000. Hemp leaf tea discourages potato bugs. Eco-Farm & Garden. Winter. p. 29.
20.  Williams, Greg, and Pat Williams. 1986. Oak extracts inhibit Colorado potato beetle feeding. HortIdeas. August. p. 86.
21. Williams, Greg, and Pat Williams. 1988. Leptine vs. Colorado potato beetles. HortIdeas. February. p. 15.
22. Ellis, Barbara, and Fern Marshall Bradley. 1992. The Organic Gardener's Handbook of Natural Insect and Disease Control. Rodale Press, Emmaus, PA. p. 471.
23. Valent USA Corp.
1333 N. California Blvd., Suite 600
Walnut Creek, CA 94596
800-682-5368
925-256-2776 FAX
www.valent.com
24.  Peaceful Valley Farm Supply
P.O. Box 2209
Grass Valley, CA 95945
530-272-4769
contact@groworganic.com
www.groworganic.com
25.  Tingey, Ward, and William Smith. 1990. Directions for Agents/Specialists Regarding Cryolite Section 18. Cooperative Extension Service, Cornell University, Utica, NY.
http://pmep.cce.cornell.edu/regulation/nysdec-lib/section18/dir.cryolite.18.90.html
26. Jones, Richard. 1999. Bad news for beetles. American Vegetable Grower. February. p. 12, 14.
27. Emerald BioAgriculture Corp.
P.O. Box 4109
Butte, MT 59702-4109
800-383-4310
info@emeraldbio.com
www.emeraldbio.com
28.  Berry, R.E., J. Liu, and G. Reed. 1998. Comparison of endemic and exotic entomopathogenic nematode species for control of Colorado potato beetle (Cleoptera: Chrysomelidae). Journal of Economic Entomology. Vol. 90, No. 6. p. 1528–1533.
29.  Arnett Jr RH. 2000. American Insects: A Handbook of the Insects of America North of Mexico. CRC Press. Boca Raton. 1003 pp.
30. Capinera JL. 2001. Handbook of Vegetable Pests. Academic Press, San Diego. 729 p.
31.  Fasulo TR. (2002). Vegetable Insects I and II. Bug Tutorials. University of Florida/IFAS. CD-ROM. SW 173.
32. Gauthier NL, Hofmaster R, Semel M. 1981. History of Colorado potato beetle control. In Advances in Potato Pest Management. Lashomb JH, Casagrande R (eds.). Hutchinson Ross Publishing Company, Stroudsburg, PA.
33. Heiser C. 1969. Nightshades: the Paradoxical Plants. W.H. Freeman and Co., San Francisco. 200 p.
34. Jacques Jr RL. 1972. Taxonomic Revision of the Genus Leptinotarsa (Coleoptera: Chrysomelidae) of North America. Xerox University Microfilms, Ann Arbor, MI. 180 p.
35. Pope RD, Madge RB 1984. The 'when' and 'why' of the 'Colorado potato beetle'. Bulletin of the Entomological Society of London 8: 175-177.
36. Riley CV. 1867. The Colorado potato-beetle. Prairie Farmer 20: 389.
37. Walsh BD. 1865. The new potato bug, and its natural history. The Practical Entomologist 1: 1-4.
38. Wilkerson JL, Webb SE, Capinera JL. (2005). Vegetable Pests I: Coleoptera - Diptera - Hymenoptera. UF/IFAS CD-ROM. SW 180.
39. Colorado Potato Beetle in the Home Garden, Ohio State University Extension Factsheet HYG-2204-93
2. Colorado Potato Beetle, Cornell University

د كچالو په بوټي د كلورادو دګونګټې حمله

 

 

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ