ليكنه: پوهنمل مسعود((سعيد)) د كابل پوهنتون د كرنې د پوهنځۍ د هارتيګلچر د ځانګې استاد
دسبو دتخم دتوليد تخنيكونه
Vegetable seed production techniques
سابه دزراعتي توليداتو يوه مهمه برخه ده چې ددې هدف دهغه نباتاتوروزل دي چې دهغې بدني او تكثري برخي د غذاپه ډول استعماليږي. پرته له دې څخه دسبوروزلوعلم ډير پراخه دياو پراخه مفهوم لري اوتراوسه پورې كوم علمي تعريف نه لري. ليكن دتعريف له نظره سابه عبارت د هغه ټولو زراعتيتوليداتو څخه دي چې د غله جاتواو ميوه جاتو په محصولاتو پورې اړه ونلري او په باغچې او يا پټي كې توليد شوي وي او د هغې ځينې برخې (پاڼې،ساقې، ريښې،گلان،ټيوبرونه،پندكونه،غوټې،زخې،ميوې او تخمونه) دخوړولپاره په خام يا پاخه يادكنسرو په شكل په كاروړل كيږي. په اوسنيو وختونو كي د نباتاتو پوهان سابه داسي تعريفوي: سابه دتنكيو (علفي) نبآتاتو هرهغي برخي ته ويل كيږي چه په تازه، وچ، پاخه يا په پروسس شوي شكل باندي استعماليږي
دسبوغذايي اهميت:
سابه زموږپه ورځني خوراك كې لويه ونډه لري داسي خواړه به نه وي او كه چيرې وي دابه ډير كم وي چه سابه په كې نه وي استعمال شوي. ځينې سابه لكه خواږه كچالو،لوبيااوداسي نوردغذا لويه برخه تشكيلوي. ځينې داسي خواړه هم شته چې يوازې دسبوڅخه تياريږي دسبو ځينې ډولونه دكاربوهايدريت ،پروتين،او ځينې د معدنې موادوغوره منبع گڼل كيږي. نو له هم دې امله سابه دروغتيااوصحت لپاره زيات ارزښت لري. په بيلا بيلو هيوادونو كې په يوكال كې دسبو استعمال د۲۵ نه تر۱۴۰ گرام في نفرښودل شوې. سابه زيات غذايي ارزښت لري سابه په خپل تركيب كې كاربوهايدريت ،پروتين ، شحميات او همدارنگه بيوكاتاليستونه (ويټامينونه،هارمونونه،فرمنټونه،معدنې مواد،منرالونه)اومساله جات لري. چه دبد ن دتخريبي او تعميري فعاليتونو دسرته رسولو لپاره ډير ضروري دي
دسبواقتصادي ارزښت:
يوازې دانه چې سابه غذايي ارزښت لري بلكې سابه له ډيرواقتصادي گټودرلودونكي هم دي. دسبوكرنې په دې ورستيو څووكلنو كې تجارتي بڼه غوره كړې ده او زيات بزگران ورڅخه يوڅه اندازه گټه هم لاس ته راوړي. څرنگه چي سابه دخوراك مهم جز تشكيلوي او په ورځنيوخوړو كې ورڅخه کار اخيستل كيږي. نو په هم دې اساس هره كورنۍ يي له ماركېټ څخه پيري او همدارنگه دسبو توليدونكي وگړي سابه په پراخه پيمانه روزي او توليد شوي سابه ماركيټ ته وړاندې كوې. او له سبوڅخه خپل عايدات لاس ته راوړي نو په هم دې اساس سابه دډير زيات اقتصادي ارزښت لرونكي دي. سابه دلاندي خواصو په درلودلوسره بزګرانو ته د اهميت وړ دي:
- دسبو دودي دوره ډيره كمه ده او په يو كال كي څو فصلونه اخيستل كيدلي شي
- د كمي ځمكي څخه زيات حاصل لاس ته راتلي شي
- سابه دغله جاتو په پرتله په لوړه بيه پلورل كيږي.
د سبو نيمګړتياوي :
- سابه ځانګړي څارني، روزني او شرايطو ته اړتيا لري.
- سابه په تازه ډول په مصرف رسيږي اود اوږدي مودي لپاره نه ساتل كيږي.
- د سبو پروسس ډير لگښت ته اړ تيالري.
د سبو ويش او ډولونه:
: Botanical classification بوتانيكي ويشنه
انګليسي نوم بوتانيكي نوم فاميل
Family botanical name English name
1- Aizoaceae Tetragonia exponsa L. Newsland palak
2- Amaranthaceae Amaranthus blitum L Amaranthus
3- Amaryllidaceae Allium cepa L. Onion
4- Araceae Colocasia esculenta L. Colocasia
5- Baellaceae Basella alba L. Basella
6- chenopodiaceae Beta valgarisL Garden beet
7- Copositae Lactuca sativa L. Lettuce
10- convolvulaceae Ipomoea batatas L. Sweet potato
11- cruciferae Brassica oleraea L. Kale (garam sag)
12- cucurbitaceae Cucurbita pepo L. Summer squash
13- Euphorebiaceae Munihot esculenta L. Tapioca
14- Graminaceae Zea mays var. Sweet corn
15- Leguminaceae Pisum sativum L. Garden pea
16- Liliaceae Asparagus officinalisL. Asparagu
17- Malvaceae Abelmoschus esculentus L. Okra
18- poglygonaeae Rumex vesicarius L. sorrel(Katta palak)
19- Portulacaeae portulaca oleracea L. Portulaca
20- solanceae Lycopersicum esculentum L. tomato
21 - Umbelliferae Daucus carota L. carrot
22- Zingiberaceae Zingiber officinale L. Ginger(Adrak)
Classification based on the nature of pollination .۲
د ګرده افشانۍ پر بنسټ طبقه بندي
ټول سابه د ګرده افشانۍ يا القاح كيدو پر بنسټ طبقه بندي كيدلي شي چه كوم سابه پخپله القاح كيږي اوكوم نه القاح كيږي
1.Highly cross- pollinated : په لوړه سطحه دبل په واسطه القاح كيدونكي سابه
چه په دوه ډولونو ويشل شوي وي:
الف- د باد په په واسطه القاح كيدونكي سابه لكه پالك.
ب- دحشراتو په واسطه القاح كيدونكيسابه لكه ټيپر، پياز اوداسي نور.
2. په اكثريت سره دبل په واسطه القاح كيدونكي سابه لكه بينګړۍ ، خوږ مرچك اوداسي نور.
3.Highly self-pollinated : په لوړه سطحه پخپله القاح كيدونكي سابه لكه لوبيا، كاهو ، باتينګړ اوداسي نور.
۴- د بوزغلي دانتقال او دهغي په مقابل كي دعكسل العمل پر بنسټ طبقه بندي :
: Grouping based on planting response
١-هغه سابه چه دبوزغلي دانتقال په مقابل کي مثبت عکس العمل ښايي لکه باټينګړ ، مرچ اوداسي نور.
۲- هغه نباتات چه دانتقال په وخت كي پاملرنه غواړي لكه پياز ، سيلري اوداسي نور
۳- هغه نباتات چه دانتقال لپاره مناسب نه دي لكه ټيپر، مولۍ اوداسي نور.
۴- هغه نباتات چه دانتقالولو او نيغ په نيغه كرلو دواړو لپاره مناسب دي لكه چينايي ګلپي، امرنتس اوداسي نور.
۵- دعمر ددوران په اساس طبقه بندي:
Classification based on nature of vegetable
۱- هغه سابه چه دودي دواړه بدني او تكثيري دوره په يوكال كي پوره كوي.لكه بينګړۍ، كوكر بيټ اوداسي نور.
۲- هغه سابه چه دودي دواړه بدني او تكثري دوري په دوه كاله كي پوره كوي لكه ملۍ، پياز اوداسي نور.
۳- هغه سابه چه دودي دواړه دوري يي دڅو كالو لپاره دوام كوي لكه مارچوبه، مين كچالو ، ترميرك اوداسي نور.
۶- داقليم يا موسم په لحاظ دسبو طبقه بندي:
۱. Temperate هغه سابه چه په يخ موسم يااقليم كي كرل كيږي لكه ګلپي، براكولي اوداسي نور
۲. Sub-tropical vegetable يا په نيمه ګرم موسم كي كرل كيدونكي سابه لكه پالك،سيلري اوداسي نور
۳. Tropical vegetable دګرموسيمو يااقليم سابه لكه بنګړۍ، باټتينگړ اوداسي نور
۷- دتخم دتوليد دطريقو پر بنسټ طبقه بندي
Grouping based on method of seed Production
۱. دتخم څخه د تخم توليد Seed to seed: لكه لوبيا، ملۍ، ټيپر اوداسي نور
۲. Replanting Method هغه سابه چه دوهم وار كرل كيږي لكه ملۍ، ټيپر ، ګلپي چيناي كرم اوداسي نور
۳. Both methods هغه سابه چه په دواړو طريقو سره يي تخم توليديږي لكه ګازري،ملۍ چيناي ګلپي اوداسي نور.
۸. د ودې دموسم پر لحاظ طبقه بندي
Classification based on growing season
۱. kharif vegetable د اوړي په موسم كي كرونكي سابه: هغه سا به چه داوړي په موسم كي ښه وده كوي لكه بنګړۍ ، بادرنګ ،باټنګړ اوداسي نور.
۲. Rabi vegetable دمني په موسم كي كرونكي سابه: هغه سابه چه دمني په موسم كي كرل كيږي لكه ګلپي ، ټيپر ، ملۍ اوداسي نور.
۳ Zaid vegetable: په دواړو موسمونو كي كرونكي سابه: هغه سابه چه په دواړو موسمونو كي كرل كيږي لكه دلنډ قد لوبيا ، لنډ قد رومياو داسي نور
۹ – دغذا ( خوړلو ( په ډول دبوتانيكي بر خو داستعمال پر بنسټ طبقه بندي
Classification according to botanical parts used as food
۱- دريښي سابه لكه ټيپر ، باغي چقندر، ملۍ ، ګازري اوداسي نور.
۲- بلبي سابه لكه پياز او اوږه .
۳- ټيوبري سابه لكه پټاټي اوخوږي پټاټي اوداسي نور.
۴. Rhizome رايزومي سابه: لكه ترمرك اوجنجر اوداسي نور
۵. Corm : كورمي سابه لكه خويه كچالو اوداسي نور
۶- د ښاخونو او تنو سابه لكه سيلري.، مار چوبه اوداسي نور.
۷. دپاڼي دډنډر سابه Petiole: لكه سيلري ، پالك اوداسي نور
۸ - دپاڼو سابه لكه كاهو او پالك.
۹- دخام يا تنكي ګل سابه لكه ګلپي اوسپړل شوي بركولي.
۱۰ – دخامي ميوي سابه لكه باميه ،لوبيا بادرنګ اوداسي نور.
۱۱- دپښي ميوي سابه لكه روميكدو اوداسي نور.
۱۰. د يخ سره دمقاومت پر بنسټ طبقه بندي
Classification based on degree of tolerance to cold and frost
۱. سخت سابه Hardy vegetable: ګلپي ، ملۍ ، پالك ، ټيپر اوداسي نور.
۲. نيمه سخت سابه Semi hardy vegetable : لكه كرم ،زردك ، هوګه اوداسي نور
۳. ډير نازك سابه Very tender vegetable : لكه باميه ، مين كچالو اوداسي نور
۴. Tender : نازك سابه لكه لوبيا ،رومي او داسي نور
دسبو ډولونه او دوه رګه نسلونه
Vegetables varieties and hybrids
د نباتاتو نوعه يا ډول دنباتو هغه ګروپ ته ويل كيږي چه خپل ټول عموميخواص يي سره مشترك وي اودهم دي شپيشيز دنورو نباتاتو سره يي خواصونه توپير ولري. لكه سپين او زيړ جوار.
يو ه ورايټي دلاندي موخو لپاره مينځ ته راځي :
۱- دښه حاصل وركولو لپاره
۲- دناروغيو او افتونوپه مقابل كي دمقاومت لپاره
۳- دښه كيفيت دنبا ت اوحاصل دمينځته راوړلو لپاره
۴-د هوا يا اقليم دبرداشت كولو لپاره
۵ – په يوخاص اقليم كي دتوافق كولو لپاره
۶- دښه پروسس اوزيرمه كولو دخاصيت لپاره.
۷- د ليږدولو په وخت كي دنه زخمي كيدلو لپاره
۸- په يو وخت اويوشان پخيدلو لپاره
۹- په مختلتفو اګرونوميكي حالاتو كي دتوافق كولو لپاره.
۱۰- د نمۍ اوخشكۍسره دمقاومت لپاره
۱۱- دښه رنګ او كيفيت لپاره.
دسبو دوه رګه نسل: Vegetable hybrid
په اوسنيو وختو كي ټول بزګران دسبو ددوه رګه نسل دارزښت څخه خبر دي . دبيلګي په ډول د باټينګړو يو دوه رګه ورايټي ۷۰- ۸۰ ټن في هكټار حاصل وركوي او يو عادي ياپه ازاده هواكي القاح شوي ورايټي يي د۲۵-۳۵ ټنه في هكټار حاصل وركوي. اوپه هم دي ډول دنوروسبو د دوه رګه ورايتي ګانو تخمونه په يو وخت اويوشان پخيدونكي، دحيه اوغير حيه فكتورونودتاثيراتو په مقابل كي مقاومت لرونكي ، دښه كيفيت حاصل وركوونكي اوداوږدي مودي دساتلو لپاره داهميت وړدي.
دتكثير طريقي او دګل بيولوژي يا جوړښت :
Mode of reproduction and floral biology
ديوه دوه رګه تخم دمينځ ته راوړلو لپاره با يدمونږ دتوليد په طريقو اوګل په جوړښت پوه شو.
په عمومي ډول ټول نباتات په دوه طريقو سره زياتيږي :
۱-غير زوجي Asexual :
په دي طريقه كي د سبزيو يانباتاتو بدني برخي لكه ريښه ، تنه ، بلب ، رايزوم اوداسي نوري پريكړ شوي برخي كر ل كيږي او دهغي څخه بل نوي نبات مينځ ته راځي.چه ددي ډول نباتاتوياسبو مهم مثالونه نعنا، كچالو، خويه كچالو اوداسي نوردي. ځيني داسي سابه هم شته چه په دواړو طريقو هم دتخم اوهم دبدني برخو په واسطه تكثيريږي لكه اسپرګس.
نوټ : په اوسنيو وختونوکي دتکثير دريمه طريقه چه ګرده Spores ورته ويل کيږي هم ګڼل شوي ده دبيلګي په ډول مرخيړي Mushroom يوسپروفايټ نبات دي او دسپور په زريعه تکثير کيږي په لاندي شکل کي ښودل شوي دي.
۲. زوجي تكثر Sexual reproduction:
په دي طريقه كيښځينه اونارينه ګيمټونه سره يوځاي كيږي اونوي نبات مينځ ته راوړي. په دي طريقه كي به نبات يا پخپله القاح كيدونكي وي يا به دبل په واسطه القاح كيدونكي وي.
يا به هم پخپله او يا هم دبل په واسطه القاح كيدونكي وي. د نباتاتو دالقاح دمختلفو طريقو په مينځ ته راتلو كي لاندي جوړښتونه مرسته كوي.
۱. يوكوره Monoecious:
په دي ډول نباتاتو ياسبو كي نارينه اوښځينه ګلونه په يوه ياعيني نبآت كي بيل بيل موجود وي لكه بادرنګ اوخواږه جوار. نوداډول نباتا ت هم پخپله او هم دبل په واسطه دالقاح كيدو وړ دي.
۲. دوه كوره نبآتات Dioecious:
په دي ډول نباتاتو كي ښځينه او نارينۀ ګلونه په بيل بيل يا مختلفونباتاتوکي موقعيت لري لكه پالك ،اسپارګس اوداسي نور . داډول نبآتات اكثره دبل په واسطه القاح كيدونكي وي.
۳. ښځينه ګلونه Gynoeious:
په دي ډول سبو يا نباتاتو كي په يو نبآت كي دښځينه ګلونو شمير د نارينه ګلونوپه نسبت زيات وي. نو دِښځينه ګلونو دزيات شمير له عمله دميوي دنيولو اندازه يي زياته وي لكه بارنګ.
۴. مكمل ښځينه اونارينه ګلونه Perfect and hermaphrodite:
هغه نباتات چه ښځنه اونارينه الي په يوه ګل اوپه يوه نبآت كيموجود وي.
۵. نارينه يوكوره ګلونه Andromonoecious plant:
په دي ډول نبآتاتو كي يواځي نارينه نبآت نارينه ګلونه مينځ ته راوړي. لكه دكدو خاندان په ځانګړي ډول خټكي.
۶. ښځينه يوكوره ګلونه Gynomonoecious plant:
په دي ډول نباتاتو كي ښځينه ګلونه ښځينه نباتات مينځ ته راړي لكه بآرنګ.
نور بيا
http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ