انـځــــــر

سريــــــزه
دا چې افغانستان يو کرنيز زراعتي هيواد دى چې د خپل موقيعيت او ښه اقليمي شرايطو په درولودولو سره د نباتاتو په زړه پورې ودې او توليد لپاره د لوړو او ژورو سطحو په شتوالي د مختلفو اقليمونو درلودونکى دى .
چې په همدي اساس د زياتو سبواو ميوواصلي ټاټوبى ښودل شوى دى .
هغه ميوې چې د خپلي ودې او توليد لپاره سړې هوا ته ضرورت لري. د هيوادډيرې سيمې د سوړ او وچ اقليم لرونکي دي او هغه ميوې چې تود وديز موسم ته اړتيا لري. د هيواد ځيني سيمي د نوموړى اقليم لرونکي دى . چې دا ډول غوره شرايطو په لرولو سره په بيلابيلو ولايتونو کې بيلابيلي ميوې روزل کيږي.
همدا سبب دي چې د هيواد ٨٥ فيصده وګړي د زراعت په شغل مشغول دي .
نو له دي څخه معلوميږي چې د هيواد اقتصاد فوق العاده دكرهڼې په مسلک پورې اړه لري. او ميوې د هيواد دكرنيزو توليداتو يو ستره برخه تشکيلوي چې هر کال مختلفې ميوې په زيات مقدار سره بهرنيو  او ګاونډيو هيوادو ته دخرځلاو لپاره ليږدول كيږي.
چې په بدل کې يو څه اندازه اسعار لاس ته راځي او د هيواد د خلکو اقتصادي پياوړتيا سبب ګرځي خو متاسفانه زمونږ هيواد د دونيمو لسيزو جنګونو او ناکاراريو له امله د كرهڼې سکتور خورا زيانمن شوى دي . چې د زراعتي توليداتو او محصولاتو دتوليد اندازه کښته راغلي ده .  د ميوو د روزلو په هکله د علمي معلوماتو په وړاندي کولو سره کيداى شي چې د باغ لرونکو او ميوو روزنکو کلني حاصلات د کميت او کيفيت له نظره څو ځلي زيات او په كرهڼيزو محصولاتو کې به د ليدو وړ زياتوالى را منځ شوي. 
څرنګه چي مو دمخه ذکر کړ چې افغانستان زيات شمير ميوې لرونکو ونو په خاص ډول په پاڼه ريژو  ميوو د پيدايښت لومړنى ټاټوبى ګڼل شوى دى . نو انځر هم يو له هغو ميوو څخه دي چې د افغانستان زياتره سيمو کښې د هغي روزنه په محلي شکل رواج لري . له يو اړخه د ميوو روزل اسان او د بل  پلوه
 زياتي طبي د اقتصادي  او غذائي ارزښتونو له کبله په زړه پورې نبات ګڼل کيږي . نو بايد د هيواد بزګران د دي نبات کرول ته خاصل پاملرنه وکړي . ترڅو له يو طرفه د دوى اقتصادي پرمختګ او له بل  پلوه بزګران  او مالياران دكرهڼې شغل مصروف وساتي.
د سريزي په پاي  کي د دي خبري يادونه کوم لکه څنګه چي د لوړو زده کړو وزارت د قانون په مطابق سره د کرني پوهنځي د څلورم ټولګي محصلين د دوه مسلکي او علمي موضوعاګانو په ترتيب او تنظيم او اداري دنده په غاړه لري. چې يو په لمړي سيمسټر او بله ئي په دوهم سيمسټر کښي ټاکل شوي وختونه دي .
چي ماته هم د دي لړۍ او پړاو او موقع راورسيده چي د هارتيکلچر او ځنګلونو ډيپارټمنټ لخوا را کول شوي موضوع ( د انځر ميوي ) تر عنوان لاندې ترتيب او تنظيم کړم د موضوع د ترتيب او تنظيم په اړوند د محترم لارښود استاد پوهنيار مسعود ( سعيد) او همدرانګه د سيمنار استاد پوهينار مسعود ( سعيد) څخه مننه کوم چي له ما سره يې د موضوع د ترتيب په اړه نه هيرودنکي لارښونې او مرستي کړي دي .
او همدارنګه د ګران او زړه ته نږدي ملګري حبيب الرحمن ( دفتاڼي) څخه  له زړه نه  مننه کوم چې له ماسره د سيمنار په كمپوز کښې مرسته کړي.
يو ځل بيا د محترم استاد مسعود(سعيد) څخه د زړه له تله مننه کوم او د لوي خداي ج   دربار ته ور ته د اوږ  عمرغوښتولو لپاره د دعا لاسونه غوړوم.
په درناوي
بهير (مومند)
دكرهڼې د هارتيکلچر څانګه 

پس منظر :
      د انځر ونه يو پخوانۍ  ونه ده.دا ونه د دوهم دوران په اخير کې ليدل شويده . او په څلورم دوران د مديتراني بحر شا او خوا کرل کيده . داسې ويل کيږي چې د انځر کرنه ٤٠٠٠ کاله مخکې له ميلاد څخه مروجه وه. او په يونان کې له طبي او غذائي پلوه خاص اهميت درلود.   د ژمي  غذا په ډول حسابيدله .
انځر د تنفسي سيسټم، ستوني او د توخي لپاره ډيره ګټور وؤ.

منــــــــــشـــــــا:
      د انځر اصلي ټاټوبى وړوکې اسيا ده چې دا د وړکې اسيا يو پخواني بوټي دي . داسې تصور کيږي چې په هسپانيه، فرانسه، پرتګال، هندوستان، هالينډ، يونان، ترکيه او داسې  چې په دغه  هيوادونو کښي ډيره ښه روزل کيږي. د انځر په باره کښي داسي فکر کيدو چې دا د عربي ممالکو د جنوبي برخو او د ايټاليا اصلي يا بومي بوټى دي . په هندوستان کښې په لکناو، کرناتاکا او ګجرات کښي روزل کيږي .

اقتصادي او غذائي ارزښت :
       اوس هم د دنيا په ځينو وچو کښې د داخلي مصرف او د يو صادراتي محصول په حيث روزل کيږي .
د انځر د ډير کښت  لاندې ځمکي د مديتراني حوزي اود سرې بحيرې او د فارس خليج دي چې ډير انځر په وچ ډول صاديروي.  امريکا يواځې هغه ناحيه ده چې د مديتراني بحيرې ته په ډيره پيمانه انځر پروسيس کوي. او د ٥٧ فيصد داخلي مصارف له بهر څخه واردوي.  په ١٩٦٩ کال د انځر توليد کوونکو عايد  په امريکا کښې د ٣ ميلونه ډالره  او په ١٩٧٨ کال کښې د ١٦ ميلونو ډالرو په شا او خوا کښې وؤ . په امريکا کښې  اوس مهال د کښت لاندې ځمکه او د اقتصادي ارزښت له نظره په ٢٢ درجه كښې راځي .
او په امريکا کښـې د  انځر په ونه باندې ډيرې څيړنې شوې چې وروسته ئي يوه نوي ورايټي (Condrru ) معرفي شوه.
د انځر توليدونکي هيوادونه عبارت دي له : هسپانيه، ترکيه، پرتګال، ايټاليا، يونان، ايران، ټونس، الجزاير، مراکش، سوريه، مصر، استرليا، فلسطين، روسيه، فرانسه، کبرس او امريکا کښې توليديږي .

بوتانيـــکي خـــــواص :
د انځر ونه د يخ وهنې په وړاندې مقاومت نلري او د ګرمو او معتدلو منطقو ميوه ده . او د انځر ونه پاڼه ريژه ونکي ده چې په ژمي كښې  پاڼې  ئي ريژيږي خو په تود او مساعد شرايـطو کې کولاى شي بشپړ کال پاڼي ولري د ونې عمر له ٥٠ کالو څخه تر ٧٠ کالو پورې دى خو که شرايط مساعد وي تر ١٠٠ کالونو پوري هم رسيږي.
دونې پاڼي  بريدګي لري. ځيني ډولونو پاڼي بريدګي نه لري.
د هر پاڼي په څنګ کې يو پندګ ليدل کيږي چې وروسته همدغه پندك يا خوبه په پاڼه او يا په ګل باندې  بدليږي.
د انځر ريښې له ٨ تر ١٠ مترو فاصلي پورې په ځمكه كښې ښكته كيږي د انځر په ونېي کې سپينه شيره ليدل کيږي او هر کله چې دا شيره د انسان په بدن باندې ولګيږي  بدن يې خارښ نيسي.
او دا شيره دو نې په ټول برخو کښې جريان لري او کله چې د ونې شاخ يا پاڼې پرې شي نوله پرې شوي ځاى نه دا شيره راوځي.
  د انځر د ونې لوړوالى تر ١٠ مترو هم رسيږي. خو له اقتصادي پلوه ډيره لوړه ونه غوره  نه ده. ځکه چې د ميوې د راټولو په وخت کې ستونزې پيدا کوي او که چيرې ونه ټيته وي نو ميوه به اسانۍ سره راټوليږي .
د انځر د ميوې قطر 5 سانتي مjره او اوږدوالz ئي ٣ تر ١٠ سانتي مترو پورې دى . ميوه مختلفر مختلف رنګونو شين،ژيړ بنفش لري. ميوي دې دښاخونوا د روان کال ( وده ايز فصل) يا تير کال توليد شويو ښاخونو باندې توليديږي  اوپه وده ايز فصل كښې يو ځل حاصل ورکوي . خو ځيني ورايټي ګاني هم شته د اوړي په دري مياشتو کې درى ځل حاصل ورکوي.
او وروسته له څلور کال په حاصل راځي او ٨٥ تر فيصده د انځر محصول په وچ توګه بازار ته وړاندي کيږي دا ځکه چي د انځر ميوه ډير نازکه ده او په تازه ډول ژر خرابيږي.

د تـــــخم راټــــــــولول

د تخم د لاس ته راوړلو لپاره ميوې ته فشار ورکوو تر څو چې د هغي مغز بهر ته راوځي او هغه په غلبيل کښي چې واړه واړه سوري ولري اچوو، او وروسته ئي تر اوبو لاندې  ږدو او بيا د اوبو د فشار په واسطه د ميوي غوښينه برخه د غلبيل  د سوريو څخه تيريږي او تخمونه ئي  پاته کيږي او لاس ته راغلى تخم په سوري کښې وچوؤ .

محيـــــــطي شرايط

د دچاپيرياليز شرايطوله لحاظه انځر له ځانه ښه توافق کوي. او په استوائي او نيمه استوائي سيمو کښې کرل کيږي. په وچه او لمده هوا کې ميوه ورکوي دميوې خوند او مقدار په مختلفوسيمو کې توپيرلري .
د ډيرو لويو او خوندورو ميوو د توليد لپاره ښه اب او هوا وچه اوتوده هوا ده. چې د اب او هوا اړتيا پوره شي نو ميوه توليدوي .
په استوائي منطقو کې چې هوا ئي يو څه دوبي کې او څه په ژمي کې ګرمه وي د ګل کولو اندازه او محصول ورکول اندازه ډير كميږي .
د انځرو بايد نهائي ګرم دوبى او نهائى معتدل ژمى ولري تر څو زيات حاصل ورکړي .
مثلاً د سوماترا په جزيره كښې چې د استوا په کرښه  پرته ده په ټيټو ارتفاعاتو کې کم محصول ورکوي ولي په لوړو ارتفاعاتو کې چې هوا ئي معتدله ده ډير حاصل ورکوي .
له لوړو ارتفاعاتو کې بايد متوجي شو چې په ژمي کې هوا د سانتي ګريد  له صفر درجې څخه کښته نشي .
  اقليم دخاورې په پرتله دانځورو په وده ،حاصل ډير تاثير لري .هغه نيالګي چې ډيرې  تني ولري هغه د مني د يخ وهنې څخه په امان کې ده .
هغه ونې چې چې د استراحت په دوره كښې نه  وي . ونې دميوې راوړلو توان ولري( رسيدلې ونې)   دتودوخې د ١٫٥ تر ٤٫٥ سانتي ګريډ درجو كښې  له يخ څخه متضررې كيږي .که چيرې د استراحت دوره کې وي تر منفي ١٢ درجو پوري د يخ په وړاندې مقاومت لري . د انځرو لپاره مناسبه دتودوخې  درجه له ١٦ څخه تر ٢١ سانتي ګراډو پورې ده.
د انځرو ميوي  سايز، بڼه  او  غوټي، رنګ، کميت، او پوستکي نرموالى او داسي نور دا ټول د اقليم پوري اړه لري .
او د انځرو ونه د منفي ٤ څخه تر منفي ٤٥ سانتي ګراد پورې ژوندۍ پاتي کيږي.  ولي که چيرته له ٣٨ ساتني ګراډ نه لوړه شي بيا د ميوي پخوالي او انکشاف پوستکى متاثره کوي. د اوړي سخته ګرمي د انځر د ميوي د پوستکي د سوځيدو سبب ګرځي . ژمى د بدني نمو لپاره او اوړي د ميوي د کيفيت لپاره ډير ضروري دي .
    
د نيــــــالګويو توليـــــــد او زياتوالى

   انځر په دوه ډول تکثير کيږي . ١- زوجي     ٢- غير زوجي
الف: زوجي تکثير : د تخم په واسطه تکثير يوازي په هغه  انځر كښې  ممکن بريښي چې وروسته له ګرده افشاني څخه د هغوى   ميوې تخم ورکوي.  يعني هغه انځر چې د خوراک په وخت کې تخمونه ئي د غاښو لاندي راځي .د داډول تخمونه په واسطه دانځرو زياتوالى امكان لري.
د تخم په واسطه تکثير د نسل اخيستني لپاره ښه دى د نسل اخستني لپاره هغه ميوې چې انتخابيږي   لاندې په ښودل شوې دي .
١- د ميوي شکل، رنګ او مزه اصلي انځر ته ورتوالي ولري .
٢- په ونه كښې ښه پوخ شوى وي..
٣-  د کوم ونې څخه چې ميوه اخيستل کيږي هغه ونه بايد سالم او صحتمند وي ښه ورايټي او ښه حاصل ورکونکې ونه وي .
زوجي تکثير هغه وخت ضروري دي چې د کومې ونې  څخه ميوه او د ميوي څخه تخم د تکثير لپاره اخلو ورڅخه د Root stock لپاره استفاده وکړو.
او يا د نوي ورايټي لاس ته راړولو لپاره له تخم څخه استفاده کيږي د تخم په واسطه د باغ جوړولو لپاره استفاده نکيږي.
ب: غير زوجي تکثير :  غير زوجي تکثير د انځرو د ورايټيو د ساتلو د باغو جوړول، باکيفيت او ډير حاصل لپاره يو ښه لاره بريښي چې په لاندي ډول دى .
١- د قلمې په واسطه تکثير:
         د انځر دوه کلني يا درى کلني ښاخونه يا هغه يو کلني ښاخونه چې ښه رسيدلي وي د ٢٠ سانتي مترو په اندازه باندې په ژمي کې پس هغه له څخه چي پاڼي وريژدلې قطع کوو او بيا ئي دسته بندي کوو  او تر راتلونکي  اوړي پورې ئي په لنده خاورې کې ساتو او په اوړي کې ئي کرو د کرلو په وخت کې يوازي اخريني غوټۍ ( پندک ) د خاوري څخه د باندې پريږدو. قلمه ډير ژر او په اساني سره ريښه   باسي.
يو کال وروسته  تر ټول قوي او ښۀ وده کونکي قلمې انتخابوو  او   اصلي ځاي ته د باغ دجوړولولپاره  انتقالوو

٢- د سکر Sucker په واسطه تکثير :
       د انځر ونې ډير زيات د سکر توليد کوي چې دا د تکثير لپاره يو ښه لاره ده . په دې ډول کله چې هغه د مورني ونې څخه سكر جدا شول نو په لومړي ځل په مني کې کرل کيږي.
د حوت مياشتي پورې په کافي اندازه ريښه توليدوي  وروسته له هغه څخه  يوازي د هغې له ډلي څخه  قوي  سالم او صحتمنددنهالي باغ ته د کرلو لپاره انتقالوو.
٣- د پيوند په واسطه تکثير :
      ځينې وخت انځر د پيوند په واسطه هم تکثير کيږي د دې کار تر سره کولو لپاره د Ficus caica کلټيوارونه  کرو او د مورني پايه يا روټ سټاک لپاره ور څخه کار اخلو. او هر ډول ورايټي ورباندې پيوندكيږي.
٤- د ليرنګ Layering  په واسطه تکثير :
       د ليرنګ په واسطه باندې دښاخونه بي له دې چې د ونې څخه قطع شي دخاورې لاندي کيږي اود يو څه وخت وروسته ريښه توليدوي .د ښاخ له هر بند څخه يو نيالګى منځ ته راځي .
خو د انځر د ونې ښاخونو او د انځر د لرګي د کم مقاومت لرلو له کبله له دې طريقي څخه د تکثير لپاره لږه استفاده کيږي.

خـــــــــړوبونه او د ســــــرو استعمال 

       د انځر ونه د اوبو د کمښت په وړاندې مقاوم لري. په کومو ځايونوکې چې اوبه کمې وي او وچ وي ډير کرل کيږي . د يادولو وړ دي چې د اوبو کمښت په پرله پسې ډول د طبيعي ودي مانع کيږي او د انځر د ونې حاصل هم کميږي.
د انځر د ونې د ضرورت وړ اوبه په يو کال کې ٥٠٠ ملي متره  دي .
يو مياشت د حاصل له راټولوني څخه د مخه خړوبونه يا اوبه لګول ډير غوره رول لري چې د ميوې په غټوالي او خوند باندې ډير زيات اثر لري .
سره له دې بايد د ډير اوبه ورکولو يا خړوبولو څخه هم مخ نيوى وشي دا ځکه چې د ميوي پر خوند باندې بد اغيزه لري نو له دې کبله بايد وويل شي چې په يو کافي او منظم ډول باندي ئي د انځر ونې بايد اوبه يا خړوبه شي .  په Sandy loam  خاوره کې چې د اوبو ساتلو ځواک د ډير وخت لپاره نلري ډير اوبو ته ضرورت دي .
  هغه خاوره چې اوبه په کې په ښه ډول حرکت نشي کولي لکه Clay او هغه خاوري چې ډير زياد لنده بل ولري د انځر په خوند باندي بد اغيز لري  سره له دې د انځر ميوه په دې خاورې کې چوي چې دا هم بد اغيز دي .
د نيالګو يو  له کرلو څخه وروسته سمدستي اوبه کول ډير زياد ضروري او لازمي ده دا ځکه چې ريښه په دي وتوانيږي چې خپل غذائي مواد او معدني مواد له ځمکي څخه په ارتباط پيدا کولو سره ډير ژرتر لاس کړي .
 په دي توګه نيالګي په وده پيل کوي . او د حرارت درجه په ژمي کې د انځر ونې لپاره بايد د صفر څخه تر ١٢ سانتي ګراد وي . انځر کولاى شو چې په شنو خونو کي دننه  هم توليد کړو په ناسم چاپيريال  کې   بايد د شاخبري څخه   کار واخولو او په شنو خونو کې ټولې هغه طبيعي غوښتنې   لنده بل او دتودوخې درجه  په دقيق ډول تر کنترول لاندې وي.
د انځر ونه د ميوې پخيدولو په وخت کې مستقيم لمرته او ګرمې هوا ته ضرورت لري . او په هغې وخت کې د انځرد ميوې خوند ښه کيږي او قنداندازه  ئي هم لوړيږي.
خو له بله پلوه مستقيم لمر د انځر د ميوې پر مخ باند داغونه  پيدا کوي .  نو له دې کبله په اوړي کې د تودوخې درجه  انځر لپاره بايد ٤٠ سانتي ګراد څخه پورته نشي .
انځرونې د ښې ودې او حاصل راوړلو لپاره  سرو ته ضرورت لري نايتروجن لرونکي سري د انځر حاصل زياتوي .  سربيره پردې  د انځر ونې فاسفورس لرونکي او پتاشيم لرونکي سرو ته هم زياد ضرورت لري .
هغه انځر چې په تازه ډول استعماليږي يا وروسته له راټولونې څخه په تازه ډول بازار ته وړاندې كيږي . په دې  بايد زياد اندازه نياتروجن لرونکي سرې استعمال شي . خو د وچ انځر په توليد کې يا هغه انځر چي د وچ کول لپاره استعمال کيږي له حده زياد نايتروجن لرونکي سري بايد استعمال نه شي.
د سرې لازمه اندازه په يو هکتارځمكه يا باغ کې نايتروجن له خالص ډول ٨٠ کيلو ګرامه، فاسفورس په خالص ډول ٥٠ کيلوګرامه، پتاشيم ٥٠ کيلوګرامه په خالص ډول بايد په ځمكه كښې واچول شي.
د انځر ونه زياد اندازه کلسيم او په نسبتاً زياد اندازه مګنيزيم ته هم اړه لري .

شـــــاخــــــــــه  بري
د شاخه بري څخه زمونږ غوره او مهم هدف دا دى چې ونه تقويه شي او حاصل ئې ډير شي او له بله پلوه فزيالوژيکي تعادل په ونه کې منځ ته راشي دا په دي معني چې د ونې جسمي نمو  او د ميوې توليد تر منځ يو شانوالى را شي .
په شاخبري کښې د روان کال شاخونه د څو سانتي متر په اندازه باندې قطع کوو دا شاخونه راتلونكي كال ته څو نوي شاخونه په جانبي ډول توليدوي. اوپه همدهغه جانبي ښاخونو باندې ګلان وروسته ميوې تشکيلوي.
د انځر په هر ونه کې د ٣ څخه تر ٤  اصلي ښاخونه پريږدو او نور ورځينې پرې کوو.
د انځر د ونې د اصلي تنې  لوړوالى له ځمکي څخه تر لومړي شاخ پورې بايد له ٣٠ څخه تر ٩٠ سانتي متر پورې وي .
د يادونې وړ ده چې اولي انځر  په ونې کې د تير کال په شاخونو باندې او وروستني انځر د د وده ايز كال په توليدشويو ښاخونو باندې توليديږي سره له دې هم بايد وويل شي چې ډيره ميوه د انځر په ونې کې د تير کال ښاخونو په جانبي اړخونوباندې توليديږي .
هغه شاخونه چې ميوه لري يا ميوه لرونکي شاخونه دي    که د يو سانتي مترپه اندازه  پري شي .
نو د شاخونو ميوي به ډير ژر او په يو شانوالي سره پخه شي . نو هر څومره چې دا کار زر تر سره شي په همغه اندازه زر په ميوه باندي به ښه ډول اثر وکړي .
هير دي نه وي بايد وويل شي چې د انځر د ونې شاخه بري لکه نورو ميوو په شان يو خاص  شکل ونې ته ورکوو. وچ ،په ناروغيو اخته  اوځمكي ته نږدې شاخونه تر قطع کيږي   تر څو د لمر وړانګي د ونې ټول برخو ته ورسيږي شاخه بري دترسره كولو لپاره مناسب وخت  د ونې استراحت دوره يا ژمى دى .

د باغ جـــوړول
د انځر د باغ جوړولو لپاره يا د انځر دونو کينولو لپاره لومړى   سره د ځمکي پر سر  باندې شيندل كيږي   وروسته ځكه  بايد ښه ژوره قلبه شي  تر قلبه كولو  وروسته د نيالګيو لپاره کندې(ژورځايونه)  وويستل شي د دې کندې طول، عرض او ژوروالي بايد 50 يا 50  x  50  x 50    سانتي متره وي .د نيالګيو د کينولو په وخت کې په دي کندو(ژورغالو) کې بايد د فاسفورس سره هم واچول شي د خاورې سره ښه ګډه شي .
د ونو تر منځ فاصله د ونو په غښتلتيا  او ورايټي پورې اړه لري که ونې قوي وي نو فاصله د ونو تر منځ بايد ١٢ متره او که ونې ضغيفه وي نو فاصله تر ٦ مترو پورې هم رسيږي.
د نيالګيو د کرولو څخه وروسته په لومړۍ مياشت  کې بايد کوښښ وشي چې خاوره لنده وساتل شي او سره له دي د انځر نيالګي په اول کال کې چې وکرل شوى بادشکن ته ضرورت لري .
دا ځکه چي د انځر د نيالګيو ساقي په لومړيو کالونو کې نرمې وي او ژر ماتيږي.
د انځر په استوايي نيمه استوائي او معتدلو ځايونو کي کرل کيږئ.
هير دي نه وي چي انځر په وچ او مرطوب هوا کې ميوه ورکوي خو ډير ښه هوا د انځر د ميوې ورکولو لپاره توده او وچه هوا ده چې په دې هوا کې ښه کيفيت  لرونكې او خوندور ميوه ورکوي.
په استوائي سيموکې چې په اوړي او ژمي کې هوا ګرمه وي د انځر حاصل کم وي . د انځر ونه د لوړ حاصل لپاره باي دتود اوړى او معتدل ژمى ولري.
سره  له دي د انځر لپاره هر ډول خاوري څخه کار اخستلاى شو خو هغه خاورې چې ژور وي  د انځر لپاره غوره بريښي .
  تر ټولو ښه خاوره د انځر لپاره Sand loam ده انځر په هغو خاوروکې چې نورې ميوه راوړونكې ونې وده نشي كولاى لکه کانيز خاورې  کې هم په کافي اندازه حاصل ورکوي. خو له مالګې لرونکې خاورې سر ډير زياد حساس دي او وده پكښې نشي کولاى . د انځر لپاره پي ايچ بايد د ٦  څخه تر ٨ پوري وي. او په القلي ځمکي كښې نسبتاً ښۀ وده کوي  
بايد وويل شي چې   له کرولومخكې  ځمکه  بايد ښۀ زهکشي شوي وي تر څو ريښه په ښه ډول سره وده وکړاى شي د ډير حاصل لپاره بايد ځمکه څو ځل  د ١٠ سانتي متر څخه  ١٥ مترو په ژوروالي زهکشي شي د Rotivator  ماشين سره بايد زهکشي شي. ډيره  ژوره زهکشي سطحي ريښي  ته تاوان رسوي . بله اړخه  نامطلوب بوټي  له منځه وړي.

د حاصل ټولول او وچول 

    د انځر ونه  وروسته له دوه يا درى کلونو څخه په حاصل باندې راځي او د پنځه څخه تر٧ کلنۍ پورې ډير زياد حاصل ورکوي . خو د حاصل ورکولو مقدار د هر ونې په معين اندا زه باندي معلوم نه دي دا ځکه دحاصل توليددونوپه  مختلفو ورايټيو او مختلفو سيمو پوري اړه لري خو سره له دې هم د  يو هکتار باغ حاصل چې ونې ئي ډير ښه حاصل ورکونکې وي .  د ١٥ څخه تر ٢٠ ټنو انځر په تازه ډول به وي چي دا مقدار په وچ ډول ٤ څخه تر ٥ ټنو پورې انځر ته رسيږي .
بايد وويل شي چې د انځر ټولونه د لاندني اهدافو لپاره کيږي
١- وروسته له هغه څخه چې انځر مو له ونې څخه راټول کړ که د تازه مصرف لپاره ئي کاروه نو په دې صورت کې بايد انځر هغه وخت له وني څخه راټول شي چې خپل رنګ ئي غوره کړ ى وي خو بايد دا هم په پام کې ونيول شي . چې يوه اندازه سخت وي دا ځکه چې انځر يو ډير نازکه ميوه ده او ډير ژر خرابيږي. نو له ددې لپاره چې بازار ته په تازه ډول يوړل شي ښه به دا وي چې يو اندازه سخت وي تر څو د انتقال په وخت  کښې خراب نشي او مقاومت ولري . هير دې نشي چې انځر د تازه مصرف لپاره د راټولوني څخه ډير ژر بازار ته يوړل شي تر څو ميوه ضايع نه شي .
٢- که انځر د وچولو لپاره په کاروو نو په دې صورت کې بايد تر هغه وخت پورې په ونې کې وي تر څو په بشپړه  توګه وچ شي . سره له دي کولى شوه چې د لمر په واسطه او هغه ماشينونه چې  هوا توده وي انځر وچ کړو وروسته  ئي بازار ته وړاندي کړو.
د انځر ساتلو لپاره د زيرمتون د حرارت درجه که تر ٤ پوري وي نو د څو هفتو لپاره به په سالم توګه وساتل شي . سره له دې چې انځر په تازه اود کنسرو په ډول استعماليږي په وچ ډول ډير زيات استعماليږي  د دې لپاره چې وچ انځر راټول کړو نو انځرتر هغه وخته پورې په ونې کې پريږدو  تر څو چې نيمه وچ شي . وروسته له هغه څخه لمر ته ئي اچوو او يا دا چې د ماشين په واسطه   ئي وچوو.
وروسته له وچيدو څخه هغه دسته بندي کوو او بيا ئي بازار ته وړاندي کوو. سره له دې کولاى شو چې انځر مخکي له دې چې وچ کړو مالګي سره ئي مينځو تر څو ميوه ئي ځان ته ښه رنګ غوره كړي او داوبوزيات مقدار له لاسه ورکړي . او ژر وچ شي له ٣ څخه تر٥ ورځوورسته  ميوه وچيږي.
سره له دې که انځر   د سلفر ډاي اکسايد ګازه سره د څلورو ساعتو لپاره معامله شي نو دزيرمه كولو وخت ئي زياتيږي .

دانځرناروغۍاو افتونه
د انځر ونه د يو تعداد ناروغيو او افتونو په  وړاندي حساس وي چي ځينې وختونه د هغې تر حمله لاندې راځي .دهغه له جملې  څخه ځينې په لاندې ډول دي .
 
دپاڼو داغونه  Leaf spot
دا ناروغي لومړى ځل په کال ١٩٧٤ كښې د هندوستان هيواد له خوا راپور ورکړل شو. چې په دې ناروغۍ اخته پاڼي قهوئي نقطو سر پيل کيږي   وروسته په لوي زخم قهوي رنګ چې سور رنګ ته ورته والى لري او د پاڼو څوکې تياره کيږي ، دا مرض د ٠٫٢ فيصده Dithane z-78 او ٠٫١ فيصده Benlat  كيمياوي درملو په شيندلو سره يې مخنيوى كيږي . د درملو شيندل دې هغه محال پيل شي لكه چې د ناروغۍ نښې نښانې په سترګو وليدل شي

د انځر سرخي   Fig Rust  
دا يوه نوې فنګسي  ناروغي  ده چې د قهوئي خالونو په شکل د پاڼې په لاندنۍ برخه کې راڅرګنديږي.   د پاڼي د ريژيدو او د لمر سوزيدو سبب ګرځي . دا ناروغۍ د نبات د پاسه د بوريکس په سپري کولو باندې له مينځه نه ځي. خو يو ګرام Zineb، دوه ګرامه د سلفر مايع او يا يو ګرام Biferfano په يو ليتر اوبو کې واچول شي او بياد ډسمبر په مياشت کې سپري يا وپاشل شي  زيات اثر لري او دا سپري کول فنګس له مينځه نه وړي بلکه د هغه د انتشار مخنيوى كوي.

افتـــــــونـــــــــــــــه
Stem Borers
: بورر د انځر په ونو باندې ډير فعال دي. يو ډول ئي د حشري چنجي ( لاروا) په شان دي او بل ډول يي بښې لرونكي چينجې په شان دي چې په ترتيب سره د ونې پوستکي او تنو ته زيان رسوي .
حشره خپل تخمونه (هګۍ)د پوستکي په درزو کې اچوي وروسته له هغه څخه ځوان Bores ورڅخه راوځي او په پوستکي کې مستقيم، زيکزاک او مارپيچ سوري جوړوي چې وروسته له هغه د نبات اصلي تنه له منځه وړي.

١- Fig scales : دا افت عامل ئي Lepidosaphes fici دي او د دي کنترول لپاره هغه تنکي شاخونه چې په دي افت اخته وي بايد پرې شي او که ككړتيا ( مصابيت)  له حده ډير وي ٠٫٥ فيصده کلورو فاسفورس په دوه ملي ليتره په يو ليتر اوبوکې واچول شي او بيا دسپري شي.

٢- Gall markers: دوه  اورګانيزمونه دي افت  پوري ارتباط لري .
•  Udumberia- naimiemsis: دا اروګانيزم د اګست او اکتوبر او مارچ مي په مياشتو کي فعاليت کوي او د ګل پندګ ته زيان رسوي. د دوه لاروا د ګل د غټي څخه تغذيه کوي اود بي رنګۍ سبب ګرځي اود ميوې شکل غنج او بد رنګه کيږي.
•  Anjcerodiplosis. Peshawarensis: دا اورګانيزم د ميوه د مغز څخه تغذيه کوي او د کال په اوږدو کې  د اپريل او جون مياشتو څخه پرته په نورو مياشتو کې تکثير کوي  پدې افت اخته شوي ميوي درزونه کوي او غنجيږي چې بالاخره له پخيدو مخکې د ونې څخه راوليږي. د دي افت دمخنيوي لپاره  هغه ميوې چې په دي افت باندي اخته وي بايد لري شي
Sanbarn افت :
       دا افت په تازه کينول شوو ونو کې په خاص ډول د ژمي په اوږدو کې د لمر وړانکو په مقابل کې حساس دي او د نيالګيو تنه په دې افت اخته شي پوټکي ور څخه جدا کيږي او حشراتو او فنګسو لپاره د ښه حملې كولو لپاره ښه  زمينه برابروي.
د دي افت د مخنيوى  لپاره د ونې د دپوست  سپينول ياد چوني پواسطه رنګول ښه نتيجه لري.

سپــــارښـــــــــتني
١- دا نبات د مالګينو خارور او تندې په مقابل کې مقاومت لري او تقريباً په هر قسم خاورو كښې ښه توافق لري. په درندو، کلي  عضوي لوم خاورو کې ښه نتيجه ورکوي او د يخنۍ په مقابل کې مقاومت نه لري. د ١٢ څخه ١٦ سانتي ګريډ درجو کې ښه نمو کوي په هغه  سيمو کې چې تود اقليم، استوائي او نيمه استوائي سيمو کې کرل کيږي. معتدل ژمى د بدني نمو او تود اوړى د ښې ميوې د لاس ته راوړلو لپاره ضروري دى .

٢- د افغانستان په هغو سيمو کې ښه  په زړه پورې اقليم ولري او د خاوري پي ايچ د ٥٫٥ څخه تر ٦ پورې وي غوره نتيجه وركوي .
٣- د ميوې د ښه جنيست او کيفيت لپاره مالياران هر کال د دې په خپلوباغونو کې ښه كرنيزعمليات     منظم اوبه لګول، دباغ نرمول (قلبه كول)،لږڅه ښاخه بري صورت ونيسي. ځکه دنبات د قوي کيدو او د ميوي د ښه کيفيت او جنسيت کښې مرسته کوي. د يخ وهنې او افتونو مخنيوى، د كيمياوي او عضوي سرو په استعمال سره  ښه جنسيت اوكيفيت لرونكې توليد په لاس  ورتلاى شي.
٤- په کال بايد هرې ونې ته ٦٠٠ ګرامه نايتروجن، ٤٠٠ ګرامه فاسفورس ورکړل شي ترڅو ښه حاصل  لاس ته راشي.

لاس ته راوړنې
لکه څرنګه چې د انځرو کرل او د لوړ توليد د لاس ته راوړلو لپاره د افغانستان زياتره سيمې خصوصاً مشرقي ولايتونه لکه ننګرهار، لغمان، کونړ او داسې نورو تودو سيمو کې په زړه پورې وده کولاى شي.
داميوه دطبقه بندي له مخي د Moracea په فاميلي او علمي نوم ئي  Ficus crarica دي . د اسيا لويه وچه ئي منشه او په هسپانيه،هالنډ، فرانسه او داسي نورو هيوادنو کې کرل کيږي.
څلور مهم انواع لري لکه Cuprifig، Symrna fig، White sun، Comman چي ټول مونث او مذکر ګلان لري او د پانړيژو ميوو له ډې څخه دي .
د ونې عمر ئي له ٥٠ څخه تر ٧٠ کالو پورې دى او ريښي تر ١٠ مټرو پورې رسيږي. کا ل کښـي يو ځل ميوه نيسي ولي بعضي ورايټي د اوړي په دري مياشتو کې درى ځله حاصل ورکوي او د ونې جګ والى د ٨ مټرو څخه ١٠ مټرو پورې رسيږي .
ډيره لوړه ونه ښه نه ده تاوده ګرم اقليم ته نسبت ژمي څخه ترجيع ورکوي . د شبنم يا يخ وهنې په مقابل کې مقاومت نلري د نمو د پاره بهترين پي ايچ ٥٫٥ څخه تر ٦ پورې دي، شاخه بري د وديز موسم  څخه تر مخه اجرا کيږي تر څو نبات قوي  او د ونې فزيکي حالت ښوالي ومومي. د پاڼي يو بريدګي لري سپينه شيره لري که چيرته د انسان په بدن ولګيږي خارښ منځ ته راوړي . د ميوي شا او خوا پاڼي  بايد لرې نه شي ځکه د ميوي سوځيدو سبب ګرځي . ګرده افشاني په نبات كښې په  خودي  Self pollination  ډول تر سره كيږي. مهم امراض  Leaf spot، Fig rust دي بايد د مخنيوي لپاره علمي اومخکني اقدامات وکړو.

ماخذونه

1-Adam,C.R;Bamford,K.M;and Early,MP.24 may, 1993. Principles of Horticulture.       Second Edition. Butterworth- Heinemann Ltd. British. Page (1)
2-Bell,A.D. 23 June, 1993, Flower plant Morphology oxford university press, British, Page(2)                  
 3- Bowes, B.G. 11March, 1993, Plant propagation and conservation, Manson publish Ltd. USA. Page(3-5)
4- Brickell,C ,24-Augest- 1994, Pruning.The RHS,   Encyclopedia  of Pracrical, British, Page(6-8)
5- Childera,N.F;12- May 2000, Modern Fruit Science.USA, Page(8)
6- Williams Rice, L and P.Rice,JR.R.22-July-2004 Practical Horticulture, Third Edition. Prentice Hall, Inc. USA. Page(9)
7- Gallentta, G.J; and Himelrick, D.G. 20- June-1990. Small Fruit Crop Management. Prentice- Hall,Inc.Franche. Page(10

دانځر ونه انځرانځر انځځځځځځځځځځځځځځځځځځځځر

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ