زيتون او د هغې د غوړو اقتصادي ارزښت
سريزه
په نړې کې د ښون د توليداتو په باره کې د اندازي علاقه مندي را پيدا شوې ده همدا اوس د ښون ٨٠٠ ميلونه ونې په نړۍ كښې شته چې تقريباً ٩٠٠ ميلونه هکټاره ځمکه ئې پوښلي ده څرنګه چې ښون د تندې په مقابل کې مقاومت لري او هم په ډيرو خوارو او شګلنو او حتي د تيږو په درزونو کې وده کولى شي چې نورې ميوي لرونکي دا طاقت نلري او له بلې لخوا غوړي او اچار ئي د صحت لپاره ډير ګټور دي او غوړي ئي کلسټرول نلري نو ځکه په وچو او نيمه وچو سيمو کې د هغه د باغونو د جوړولو لپاره د خلکو او دولتونو علاقه مندي زياته شوې ده د ښون د قوي طاقت له امله ئي په روزنه او پالنه کې ډيره لږه توجو وکړه او يو ډيره لږه اندازه اوبه ورته برابري شي په حاصلاتو کې ئي د قناعت وړ توپير ليدل کيږي .
Fernandez او Moreno په ١٩٩٩ ميلادي کال کې وويل چې نوموړى نبات د مالګو په مقابل کې ډيره ښه مقاومت لري نو د دښتو د سمسورولو لپاره او خاورې د تخريب د مخنيوي لپاره ډير ښه بوټى ګڼل کيږي او د هوا وچتوبه کمولاى شي زمونږ د هيواد شرقي ولايت لکه ننګرهار، لغمان، کڼر، نورستان چې وچ اقليم لري او د هند د مونسون اقليم د اغيزې له امله څه ناڅه بارانونه هم لري او وړى ئې ډير ګرم او ژمى ئې سوړ او کم دوامه دي . موسمي بادونه خصوصاً د جوزا په مياشت کې چې د ګرمي شدت هم زيات وي نسبت ټولو ميوه لرونکو ونو ته ښون مقاومت کولى شي . نو د دې سيمي د سمسورونو په خاطر هم د لږو ځمکو او بې ځمکو خلکو ته د کسب او کار پيدا کول او د هغو د ژوند د ښه کولو په خاطر ښون يوازيني مناسب او د توافق وړ نبات ګڼل کيږي چې په هغه وچو شګلنو او د تيږو د ډکو دښتو څخه علمي او اقتصادي استفاده وشي .
د زيتون :
زيتون عربي کلمه ده چې په پښتو کې ورته ښون وائي ښون په معني زښوي او يا سيم څخه عبارت دي انګليسي نوم ئي Olive دي .
د ښون يا د زيتون منشا او خپريدل :
داسې شواهد نشته چې د زيتون د کرلو د پيل په باره کې دقيق معلومات ورکړي داسې معلوميږي چې ډير پخوانى بوټى دى چې د ځمکې پر مخ موجود دى داسي اټکل کيږي چې د زيتون کرل تقريباً ٣٠٠٠ کاله د ميلاد څڅه مخکې د مديتراني په سواحلو، په فلسطين، سوريه او ترکيه کې شروع شوي دي او تقريباً ١٠٠٠ کاله د ميلاد څخه وړاندې ايټالي ته هسپانيي ته او بيا نورو عربي ملكونو ته خپور شوى دى . دغه د هميشه بهار بوټى د جملي څخه دى چې متوسط څخه لوړ قد لرونکي دي سپين رنګ لري شنې پاڼي لري چې نسبتاً ضخيمه او سپيره ده او د زيتون پاڼي د يو بل په مقابل تنظيم شوي دي چې هر پاڼه ځانته موقيعت لري پلن شکل او لڼده لکۍ يا Petiole لري دغه بوټى يو اقتصادي بوټى دى چې په تيږو لرونکو او شګلنو ځمکو او خاورو کې هم وده کوي او د اوبو د نشتوالي او د ګرمې اوسړې هوا سره توافق کولى شي ،که چيرې د دي بوټي پالنې اوروزنې ته ښه پاملرنه وشي نو په نتيجه کې زيات حاصل ترې تر لاسه کيدلى کيږي په نړي کې تقريباً ٨٠٠ ميلونه ونې موجودي دي. دنوموړې سروي په اساس دغه ونې په نړي کې د ٩ څخه تر لس ميلونه هکټاره ځمکه کې دغه بوټي يا ونې کرل شوې دي، په شاړو او دښتو کې د ښه توافق له امله نوموړى نبات ډير ښه اقتصادي ارزښت لرونکي دي .
خلاصه دا چې دغه نبات په هر قسم خاوره کې په مختلفو شرايطو کې چې اوبه ورته ورسيږي ښه وده او نمو كولاى شي .
پس منظر:
اوسني ساينس پوهان هم اعتراف کوي چې د زيتون د تيلو په پرتله بل داسې کوم خاص تيل نشته دي .
د دې زيتونو ونې تقريباً ٦٠٠ څخه تر ٧٠٠ کلونو پورې ميوه ورکوي په قران کريم کښي الله ج د نورو څيزنو تر څنګ په زيتون سوګند کوي ( سوره تين )، په بل ځاى کې الله ج د زيتون ونې ته مبارکي ونې نوم ورکړى او خپل نور ئي د يو ډول څراغ يا ډيوې سر تشبيه کړى دي چې د دغي سپڅلي ونې د تيلو څخه بليږي. ( په سوره نور کې ) د دا ډول بيلګو ځينې د زيتون د وني او تيلو ګټي په ډاګه کيږي او د زيتون لرغونو ميوو څخه شميرل کيږي د روم د بحري سواحلو کې د اباحبشا په نامه ځاى کې د دې ځاى اوسيدونکي د دغي ګټورې ميوي څخه خبر وؤ او که نور غور پرې هم وکړو نو کله چې د نوح ع بيړۍ د جبوري په غاړه لنګر واچاوو نو په دې وخت کې هغه مرغه وو چې د وچي ځمکي اعلان ئي کاوو په مښوکه د زيتون د وني پاڼه نيولي وه . لڼده دا چې لرغوني انسان د زيتون غذائي او طبيعي ګټو څخه خبر وؤ اوټوله نړۍ کې په ځانګړې توګه په لوديځ کې هغه کسان چې د کلسټرولو په اړه ناروغيو اخته دي نو د زيتون ته په ډيره ارزښت قايل دي . داسې اټکل کيږي چې زيتون د لمړي ځل لپاره په لوديځه اسيا کې ټوکيدلي دي چې بيا د روم د دواړو خواوو ته منځنۍ ختيځ او اروپا ته ورسيدل اوس د نړي ٩٠ فيصده پيداوار د دي سيمو څخه لاس ته راځي . د زيتون كښت ٨٠٠ کاله پخوا په منځني ختيځ کې پيل شوى دى .
د زيتون د ونې ځانګرتياوې او ظاهري بڼه
د زيتون کښت او د ميوو د تيلو لاسته راوړنه يو ډير ستونزمن کار دى . بشپړ کال پاملرنه غواړي .
د ميوو او تيلو په اړه کيښودل شوي نيالګي پنځه يا شپږ کاله وروسته ميوه ورکوي د ثور او جوزا په مياشتو کې ګلان نيسي د زيتون ميوه لمړى شين، بيا بنفشته بيا سور او اخير کښې تور رنګ غوره کوي .
په ګرمو ځايو کښې په عقرب، قوس، حوت او حمل مياشتو کښې د زيتون ميوه پخيږي د ميوو راټولو څخه وروسته د زيتون فابريکو ته وړل کيږي د تيلو د رايستلو دپاره د فابريکو ته ليږودل کيږي. او که چيرې په زيتون ميوه باندي پوپنک يرغل وکړي نو په تيلو کې د تيزابو کچه زياتوي چې دارنګه تيلو او ميوو ارزښت کموي
عمده تيل :
هغه تيل دي چې طلائي او شين ته ورته رنګ ولري او هغه تيل چې د زيتون څخه په اوله درجه کې لاس ته راځي او د لوړ کيفيت لرونکو تيلو څخه دي . چې دې ډول تيلو ته د ورجينا ايکسترا ( Virgiana extra) په نوم ياديږي.
پدې کې د Oleic acid په سلوبرخو کښي يوه برخه ده خو که په تيلو کې ٣٣ فيصده تيزاب موجود وي او بيا هم ويرجينا سره تړاو ورکول کيږي .
د زيتون انواع بعضې سالبري لري دا په دې معني چې بعضي انواع د زيتون نبات په يو کال کې حاصل ورکوي او په دوهم کال هيچ نه وي او په دريم کال بيرته په حاصل راځي نو د زيتون ونه په دوه ډوله تکثير کوي .
الف: Cross Pollination دا په دي معني د چې د کراس په واسطه ګرده صورت نيسي دغه نبات پندک يا Bud له لحاظه د يادوني وړ دي .
ب: Self Pollination: دا په دي معني چي په ګل کښي خپله ګرده افشاني صورت نيسي چي د يوي زخي څخه د ١٥ څخه ٣٠ عددو پورې ګلان ورکوي چې په مکمل ډول سره په ګلانو بدليږي.
طبقه بندي:
د ښون د وني علمي نوم Olea europea
نوع Europaea
جينس Olea
فاميل Oleaceae
ارډر Contortoe
پدي فاميل کي ٣٥ انواع موجود دي چي ډير مشهور انواع ئي يا Sp او يا Olea europea دي چې د زيتون د ونې څخه عبارت دي د دغي نوعي يا وني ظاهري شکل سپين او شين رنګ لري او هر پاڼه بيله بيله په ډکي کښي بندي دي .
د زيتون كرنيزې چارې او پالنه :
د زيتون دباغونه د تراکټور په واسطه قلبه او نرميږي . په فني توګه دښاخ غوڅونې عمليات د زيتونو په باغونو کې تر سره کيږي . دغه بڼونه په منظم ډول او د پلان په مطابق اوبخور کيږي او په منظمه توګه دغه باغونه بايد په معين وخت کې دوا پاشي شي .
او د نامطلوبو بوټو کنترول بايد هم په نظر کښې ونيول شي د دغو باغونو د تنظيم لپاره ډير مهم غذائي مواد او اوبه دي . د ژمي په وخت د دلو په مياشت کې چې باران نه وي اوبه ورته ضروري دي او اوبه لګول بايد تر سره شي . سر سري قلبه لازمه ده تر ځو ځمكه يواندازه نرمه شي تر ځو په کلى خاوره کې د اوبو زيات تبخير څخ مخنيوى وشي .
د پسرلي قلبه بايد ١٠ سانتي متر څخه زيات ژور قلبه ونشي بايد سطحي قلبه وکارول شي دا په دې معنى چې دغه نبات يا نيالګۍ رښي خپله استفاده د رطوبت څخه اخلي او که چيرې ژور قلبه كينه ترسره شي کيداى شي چې د ريښي له مينځه ولاړې شي . نو د نبات د مړيني يا کم حاصل لاس ته راتګ سبب ګرځي نو بايد په کرنيزو چارو کې کوشش وشي چې د نبات د اوبو له كمښت سره مخ نشي .
د اوبو نشتوالى د نبات ودې دګمښت سبب ګرځي لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه زيتون کرنيزې چارې بايد په پام كښې ولرو. زيتون په باغونو کې د قطار کې بايد وکرل شي تعداد د ونو په يو هکتار ځمکه کې د سلو څخه تر څلور سوه پوري ونې كر ل كيږي ، ونې بايد د عمر له لحاظه په نظركښې ونيول شي پدې هکله يو عالم بورډيس په کال ١٩٧٥ ميلادي کې داسي وايي چې د زيتون د ونو او د ښه تنظيم لپاره داسې څرګندوني کړي که چيرې د زيتون د ونو تر منځ فاصله 4 x 4 متر په اندازه وي کيښودل شي نو په يوه هکتار ځمکه کې د ٦٢٥ تعداد نونو څخه ٥٠٠ ليتره غوړي يا تيل تر لاسه کيږي.
د زيتون د حاصلاتو اوسط ارقام رسمي ساحه کې د ١٠٠٠ بوټو څخه په يوه هکتار کې
٢٠٠٠ کيلو ګرامه حاصل تر لاسه كيږي.
د غوړيو فيصدي به يي د ٢٠٠٠ کيلو ګرامو په مقابل کې ٦٠٠ کيلو ګرامه غوړي تر لاسه کيږي. که چيرې حاصل ٤٥٠٠ کيلو ګرامه وي نو د غوړيو فيصدي به يي ١٥٠٠ کيلو ګرامه وي په متوسط حاصل سره چې ٨٠٠٠ کيلوګرامه وي د غوړيواندازه به ئي ٢٤٠٠ کيلو ګرامو ته ورسيږي. او په سلو کښې ٣٠ فيصده غوړي لاس ته راځي .
د خاوري سره د ښون توافق
كه دزيتون بوټوته اوبه ورسيږي په هر ډول خاورو سره توافق کولى شي . په شګلنو او چغلدارو خاورو کښې نسبت کلى خاورې ته د باران او اوبوخور د لږ مقدار څخه لږ سمه ګټه اخيستلاى شي مګر په کلي خاوره کښې تر ډيره وخته پورې د خاورې زهکشي شوي لنده بل څخه ګټه اخيستلاى شي او د وچيدو خطر ئي لږ دي . مګر د ښه حاصل د اخيستلو د پاره شګلنه خاوره نسبت کلي خاورې ته ډيره مناسبه ده . په دې شرط چې اوبه ورته ورسيږي زيتون په ډيرو وچو او ولاړو اوبو خاورو کې او جبه زارو ځمکو کې په تکليف وي نو په جبه زارو ځمکو کې په هغه ځمکو چې د ځمکو لاندې اوبو سطحه (Water table ) لوړه وي هلته بايد د زيتون باغونه جوړ نشي په ډيرو سطحي خاورو کښې چې شګلنه او چغلداره حتي تيږې او چونه هم ولري ښه توافق کولى شي خو په زړه پورې حاصل به حاصليخيزو ځمکو کښې ورکوي . د زيتون لپاره ډيره ښه تيزابيت يا پي ايچ د خاوري د ٧ څخه تر ٨ پورې وي او د خاوري مختلفو پي ايچ کې توافق کولاى شي
د څانګو غوڅونه يا شاخه بري
د زيتون د باغونه په باغونو کښې د څانګو غوڅول د کرکيلې او نورو زراعتي عملياتو په نسبت په مستقيماً د ونو په بيولوژي پورې اړه لري چې په لاندې ډول دا تاثيرات په لنډ ډول بيانيږي.
١- ونو ته مناسب شکل ورکول يعني هغه دوا شيندل او ميوه ئي ټولول اسانه شي .
٢- د غذائي موادو کنترول يعني څانګو ته چې ګلان او ميوې صفا توليد کوي . د غذائي موادو رسول او هغه څانګو ته چې راتلونکي کال کښې د ميوې لپاره په نظر کې وي وده ورکوي .
٣- د لمر د وړانګو څخه اعظمي ګټه اخيستل يعني دا چې په نتيجه کښې د غذائي موادو او يا د ميوو د زيات توليد په ښه کيفيت سره لاس ته راځي .
٤- په شاخبرۍ کښې د ناروغيو او حشراتو د زياتيدو مخنيوى اسانه کيږي .
٥- د سالبري يا يو کال تر منځ ميوه د نيولو د کنټرول يعني په هغه کال کښې د ونې د زياتيدو ميوه د نيولو وار وي بايد د څانګو غوڅول زيات شي چې ميوه زياته ونه نيسي او دا تناسب هر کال بايد په نظر کښې ونيول شي .
٦- د اوبو د ضايعاتو مخنيوى کيږي هر څومره چې د ونې سايز يا اندازه کوچنۍ وي نو په هغه اندازه اوبه لږې په مصرف رسيږي .
د يادونې وړ بولم چې د څانګو غوڅون بايد د ژمي د يخ موسم تيرودو سره سم له لاسه شروع شي يعنې هغه وخت چې لا ونه سمه بيداره شوې نه وي . چې دا موسم زمونږ په هيواد کښې خصوِصاً په ننګرهار او تودو سيمو کې معمولاً د دلو مياشت څخه شر وع کيږي او د ونې د بيدارويدو پورې دوام کوي که چير ې شاخبري په عقرب او قوس مياشتو کې تر سره شي نو ښه نتيجه ولري . دا ځکه چې ونه د يخ موسم په مقابل کې لوځيږي او د يخ په مقابل کښې مقاومت کموي. ډير خلک او بڼوال په دې عقيده دي چې د شاخبرۍ جانبي عوارض نه بلکي د شاخبري د وخت د مخه عملي کولو علت دي . د ښون د ونې شاخبري کې کيښنولو څخه تر زړښت پورې لاندې مراحل په نظر کښې ونيول شي :
الف: ونو ته شکل ورکول
ب: حاصل اخيستل
ج: نوي کول
د: د وني دوباره ځوانول
په شاخبري کښې بايد لاندې ټکي په نظر کښې ونيول شي .
١- د تيرو تخينکي وسايلو څخه چې د شاخبري د هدف لپاره جوړ شوي وي کار واخيستل شي .
٢- د پرې شوي غټو څانګو پرې شوي ځايونه بايدد روغني رنګ پواسطه ووهل شي .
٣- څانګي بايد داسې پرې شي چې ډکي پاتي نشي او د ډکي په پاته کيدو سره تشکيل شوي زخم نه پوښل کيږي چې د ونو لپاره د مرضونو او حشراتو پټ ځايونه جوړيږي .
٤- د بازو ګانو انتخاب په وخت کې بايد توجو وشي چې ټول بازو ګان د ونې د تنې د يوې نقطي څخه را وتلي نه وي.
د زيتون د حاصلاتو ټولول
د زيتون يا د حاصلاتو ټولول دوه مياشت وخت لري . د زيتون د حاصلاتو ټولولو نسبت نورو ميوو ته مشکل کار دي . په هسپانيه کې ١٠٠٠٫٠٠٠ ټنو حاصل ټولو لپاره په نوموړي هيواد کې ٢٠٠٫٠٠٠ کارګر د دوه مياشتو لپاره ضر وري دي حال داچې په نوموړي هيواد کې ټول ٩٧٫٠٠٠ زره ګارګره موجود دي .
په ايټاليا کې د کارګر د کموالي له امله زيتون ميوه کله کله په ونو کې پاته کيږي هم دارنګه په ځينو هيوادونو کې د حاصل د ټولولو په وخت کې بارانونه وي د دې عمل په نظر کې نيولو سره د زيتونو د ټولو د ميکانيزه کولو د پاره څيړني شروع شوي دي او مختلف ماشينونه ډيزاين شوي دي په موجوده وخت کې د نړۍ په اکثراً هيوادونو کې د پلاسيتکي جال څخه کار اخيستل کيږي چې د ښون د ميوي د خرابيدو او د خاورې څخه ر ککړتيا مخنيوي کيږي او هم په يو ساعت کې د في نفر په سر دري کيلو ګرامه نه زيات توليد لرلاي شي .
د زيتون ميوه په ونه کې کلکي نښتي وي او په اساني سره لاندې نه تويږي نو د نړۍ پوهان په دي باره کې هم ځيني څيړنې کړې دي بايد په ياد ولرو چې د اچارو د پاره زيتون پلاس ټول شي . ځکه چې ميوه په دغه حالت کښې خامه وي او په ونه کې ډيره کلکه نښتي وي نو ويلاي شو چې د ماشينونو په باره کې هم ډيرې ستونزي شته دي چې په کار واچول شي .
مثلاً په باغونو کې چې په غونډيو کې جوړ شوي دي د ماشينونو تګ راتګ ډير غټ مشکل لري نو نه شو کولاى چې د زيتونو په ټولولو کې د ماشينونو څخه کار واخلو خو په اوسنيو شرايطو کښـې لازمه ده چې د موجوده وسايلو څخه کار واخيستل شي . او هم د باغونو جوړولو په پام کې ولرو چې مختلفي ورايټي ګانې او د پخيدو مختلف وختونه وختي او ناوخته او متوسط وختونه ولري د زيتونو په باغ وکرل شي تر څو د ټولولو موده ئي لږه اوږده شي د يادولو وړ ګڼل کيږي . چې زمونږ په ګران هيواد کې فعلاً د کارګرو کمبود نه ليدل کيږي . حتي د وزګارو خلکو لپاره کار پيدا کول او د دوي اقتصادي ژوند تقويه کول د دولت او د ډيرو مهمو او اساسي پروګرامونه څخه شميرل کيږي نو کله چې زيتون دانه په ونه کښې په پوره اندازه ته ورسيږي نو په شين والي کښي ځيني د اچار کولو لپاره فابريکو ته وړل کيږي خو ځيني نور يې چې هغه خاص د غوړيو له پاره دي اګرچې د ټولو څخه تيل ايستل کيږي خو فيصده ئې کمه وي . د تيلو د ايستلو دپاره د زيتونو دانه په ونه کې تر هغه وخته پورې پريښودل کيږي چې دانه په ونه کې په مکمله اندازه تور شي بيا د لاس په واسطه د وني څخه ټوليږي او په مخصوص ګريټونو کې د زيتون يا فابريکو ته ليږدول کيږي د زيتون په فابريکه کښې د ايتاليوي جوړ ماشينو په زريعه د فني او مسلکي پرسونل په خاصه پاملرنه ترينه غوړي ايستل کيږي د يادوني وړ دي چې تور رنګه زيتونو څخه په سلو کې ٢٤ فيصده غوړي تر لاسه کيږي او ٧٦ فيصده ئي نور پاته کيږي .
د زيتون غذائي ارزښت
لکه څنګه چې مخکي مو ياد کړ چې د زيتون د غوړيو غذائي ارزښت او د هغه د کلسترولو د نه لرلو په سبب دي مګر د زيتون ميوه د ١٠ – ٣٣ فيصدو پورې غوړيو نه علاوه په خپل ترکيب کي پروتين،کلسيم، اوسپنه او ويتامين A ، B1، B2 او pp هم لري او هم يوه زياته اندازه انرژي توليدوي د زيتون هغه ورايټي چې د غوړيو متوسطه اندازه لري انتخاب شوي او دا تجربه د ميوو په دوه مرحلو کې سرته رسيږي
الف: يو هغه وخت چې زيتون شنه وي او د اچارو لپاره مناسب دي او بل هغه وخت چې ښون ښه پاخه او رنګ ئي تور وي چې په دغه وخت کې د غوړيو د ايستلو لپاره مناسب ګڼل کيږي . د شنه زيتونو څخه اچار جوړيږي او د غوړيو لږ فيصدي هم لري. مګر نور ډير ضروري غذائي مواد او کالوري چې انسان ورته اړتيا لري پکښې شته دي . د تورو زيتونو د غوړيو ايستلو څخه وروسته په کنجاړه کښې استعماليږي تاسو ګوري چې په کنجاړه کښي څومره نور مهم غذائي مواد موجود دي چې د څارويو د تغذئي لپاره د اهميت وړ دي صرف د زمونږ تريخ والي په ستونزو ليري کولو سره د څارويو د پاره د استفاده وړ ګرځيداي شي .
نو په پدې ترتيب د زيتونو د ميوې حاصلات د غذا په تامين کښې ډيره ونډه اخيستلاى شي. د زيتونو د ترخې کنجاړي په نتجه کښې چې څارويو ته استعماليږي نو د حيوان وزن د لاسه ورکوي او بالاخره د حيوان د هاضمي سيسټم د خرابوالي سبب کيږي تريخوالي له منځه يوړول شي او وروسته څارويو ته په کنجاړه کښې استعمال کړاى شي چې دا به ئي ښه نتيجه وي څارويو ته .
د زيتون خام استعمال
زيتون خام استعمال ډير مفيد وي که په غذا کښې وخوړل شي مثبت تاثيرات ئي نور هم زياتيږي د پاخه زيتون ترخه ماده ( Oleuropein) په نوم ياديږي.
د تريخ والي د ختمولو د پاره د پوتاشيم او د اوبو په محلول کښې لندوي او بيا ئي د اوبو په محلول کښې ساتي _ د څه وخت په تيرودو سره ترخه ماده له منځه ځي . شنه يا غوره زيتون د پخو زيتونو په پرتله ډيره مينه وال لري او ميوه هم په نورو خوړو کښې کاروي . د غوره شنو زيتونو څخه زړي اوباسي او په مختلفو شيانو کښي ګازري، بادام اوبو څخه نورو سبو کـښـي ګډيږي او په بازارونو کښې د خرڅلاو لپاره وړاندي کوي .
نبوي حديثو کښې ډيرې څرګندوني شوي دي . او غذائي ارزښت ئې ډير لوړ دي چې په طب کښي مختلفو درملو جوړولو کښې ورڅخه کار اخسيتل کيږي . او د خوړول په وخت کښــې د انسان په وجود کښې ډير زر تجزيه او بي حده زيات تاثيرات راولي.
د زيتون د غوړيو اقتصادي ارزښت
په کال ١٩٩٨ تر ٢٠٠١ ميلادي کال را پورې په اساس ويل کيږي چې په نړۍ کښې په مجموعي توګه ١٥٠٩٠٦٢٠ ټنه ښون لاس ته راغلي دي چې تقريباً ديرش فيصده په هسپانيه کښي ، شل فيصده په ايټاليا، ١٥ فيصده په يونان کښې ، ٩ فيصده په ترکيه کښې، ٧ فيصده په تونسل کښـې، ٤ فيصده په سوريه کښې او ١٥ فيصده د نړۍ په نورو هيوادونو کښې توليد شوي دي خو د ښون يو هکتار حاصل او د غوړيو د توليد اندازه په يو هکتار په راز راز ځمکو کښې او راز راز شرائيتو کښې مختلف دي .
خو اقتصادي تحليل لپاره لازمه ده چې متوسط ارقام چې په نسبي توګه د مختلفو اقليمي شرائطو څخه نمايندگي وکړاى شي او وړاندې کړو نو لاندې جدول د يومثال په ډول وړاند کيږي
څرنګه چې د زيتون د غوړيو قيمت زمونږ په هيواد کښې تر اوسه خپل موقف نه دى ميندلاى نو پدې هکله د بين المللي مارکيټ قيمتونه د ٢٠٠٠ ميلادي کال د مارچ د مياشتې په ډول دي.
١- هسپانوي غوړي ١٫٧٠ کيلو ګرامه ٤٥ ډالره
٢- ايټالوي غوړي ٢٫٠٧ کيلو ګرامه ٤٥ ډالره
٣- يوناني غوړي ١٫٨٠ کيلوګرامه ٤٥ ډالره
که چيرې اوسط ئي ١٫٨ کيلو ګرامه ٤٥ ډالره وي نو يو کيلو ګرام زمونږ ٢٥ ډالره کيږي که نوموړي قيمت د پورتني جدول د يو هکتار د غوړيو په حاصلاتو کښې ضرب کړو نو لرو چې
٦٠٠ × ٢٥ مساوي ١٥٠٠٠
١٥٠٠ × ٢٥ مساوي ٣٧٥٠٠
٢٤٠٠ × ٢٥ مساوي ٦٠٠٠٠
نو داسې ويلاى شو چې ښون د يو هکتار څخه د ١٥٠٠٠ تر ٦٠٠٠٠ امريکائي ډالر لاسته راتلاي شي .
سپارښتنې:
څرنګه چې نباتاتو ريښي د يو بل نه اوږدوالي له امله فرق لري يعني غله جات او سابه سطحي ريښي لري او وني اوږدي ريښي توليدوي نو بايد د هر نبات د ضرورت مطابق ځمکه نرمه شي او قلبه شي .
زمونږ په ګران هيواد کښې په عمومي توګه د باغونو د جوړولو لپاره هغه قلبې استعمالوي کوم چې د هغه پواسطه غنم يا جوار کري نو همدا علت دي چې د زمونږ د هيواد په باغونو کې د لنده بل د ساتلو ستونزه موجوده او يوازي په ميدان وردګ ځينې با تجربه بڼوال د باغ د جوړولو نه مخکي د ٤٠ – ٦٠ سانتي مټرو پوري عادي يوم ( بيل) په واسطه ځمکه اړوي چې د دې کار زحمت د لنده بل په ساتلو کې ښه تاثير لري او زه د خپلو وطنوالو بزګرانو ته سپارښتنه کوم چې د زيتونو باغونو جوړ او تيار کړي ځکه چې زيتون ٢٠٠ کالو څخه زيات حاصل ورکوي او په شګلنو ځمکو کې ښه حاصل ورکوي نو داځکه چې زمونږ په هيواد کښې شاړي او ډاګونه زيات دي ترڅو اقتصادي حالت ښه او شاړي ځمکې سمسورې شي
نتيجه اخستل:
څرنګه چې مخکې مو يادونه وکړه چې زيتون عربي کلمه ده چې د ښون يا سيم معني افاده کوي زيتون د اهيمت وړ دي چې د هغه صفت په قرانکريم کښي هم شوي دي .
دزيتون کرنه د ميلاد نه ٣٠٠٠ کاله مخکې د ميديتراني په سواحلو کښې شروع شوي وي دغه بوټى د طبابت له لحاظه ډير بهترۍ لري او د ډيرو دردونو درمان هم ګڼل کيږي همدارنګه دا نبات د انسانانو په اقتصاد کې ډير مهم رول لري ځکه چې د ډير قيمت وړ نبات دي .
دغه نبات په نړي کې ډير زيات رواج دي په شاړو او تيږې لرونکي ځايونو کې ډير ښه د توافق وړ دي _ او د اقتصاد له پلوه ډير زيات د صحت وړ دي دا ونه ډير صحت ته ضرورت نه لري يعني شپږ کالونه وروسته په حاصل راځي د ثور او جوزا په مياشتو کې په ګلانو شروع کوي ، ميوي شين او بيا سور بنفشه او په اخير کښې تور رنګ ځانته غوره کوي . او وروسته دا ميوه فابريکو ته د تيلو د ايستلو دپاره ليږدول کيږي بهترين او اعلا درجه تيل هغه دي چې د زيتون څخه په اوله ځل کښې اود دې تيلو رنګ شين او طلائي وي . د زيتون ونه زر کاله عمر لري ٥٠ کالو پور ې د کوچني والي دوره طى کوي او د ١٥٠ کالو پورې اعظمي حاصل ورکوي. د دې زيتون ونې بعضي انواع دې سالبري لري نو يادونه کيږي چې بايد په کرنيزو چارو کې کوشش پکار دي چې د دې حاصل دكمښت مخنيوى وکړو او د دې ونې څخه اعظمي استفاده وکړو او لوړ حاصل او دقيق معلومات تر لاسه کړو ځکه چې اقتصاد د لوړتيا لپاره ډير باکيفته ونه ده نو خداي ج د وکړي د دي ونې کرنه زمونږ د توجو وړ وکرځي .
اخځونه
١- بختاني، نصرالله ، ١٣٨١_ د ښون اقتصادي ارزښت د ننګرهار پوهنتون
٢- حمزه خيل، نورګل، ١٣٥٩ ه ل د نباتاتو د تکثير لارې ، ښون مخ ٥٥، ٩٤، ٢٠٢، ٢٠٣ کابل پوهنتون
٣- شير زاد، باز محمد_ ١٣٦٨ ه ل د تل شنو پاڼو ونو ميوه مخ ٢٥٤، ٢٩٠ کابل پوهنتون
٤- هاشمي ، سيد رقيب شاه _ ١٣٦٨ ه ل ارزش غذائي ميوه زيتون مخ ١٨، ٢٣، د کرنې او مالداري وزرات د خپروني څخه
٥- جليلي مرندي، داکتر رسول _ ١٣٨١ ه ل ميوه کاري صفحه ٢٠٨، ٢١٢، کابل پوهنتون
http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ