د براكولي كرنه او روزنه

سريزه
دهيواددکرنيزوتوليداتودکچي دلوړوالي اودفقردکمولولپاره(Poverty alleviation ) دنوروکرنيزوتوليداتو ترڅنگ دسبوروزنه دHome gardening اوMarket gardening په توگه اودهغه اقتصادي اوغذايي ارزښت نن ورځ زمونږ په هيوادکې ډيردپام ورگرځيدلي په  همدي  سبب  دسبودکرنې  اودهغه  څخه   دلوړحاصل    دلاس ته راوړلو لپاره اړينه  ده  چې                                                     
دعلمي طريقوځخه دهغوپه کرنه کې کارواخستل شي اود دغو موخو  دلاسته  راوړلولپاره يواځينۍ  لاره  دسبو دنورو انواعوپيزندنه  اودهغوپه  اړه ليکنې  او د  بزگرانو  پوهاوى   اړين  بريښي دهمدې   اړتياو په  پام کې  نيولوسره د ليکنولړۍ  چې  دبزگرانواو ټولو هيوادوالوپه عامه پو هاوي  کې په  کافي اندازه  مر سته  کولاى  شي ، ضروري  مې وگڼله  چې د براکولي (Broccoli ) دکرنې  اوروزني  او دهغه  داقتصادي  اوغذايي  ارزښت   په  اړه  چې   زمونږ په هيواد کې  گرانو هيوادوالو ته  ندي   پيژندل  شوي  په  لند ه  توگه  ديوې   ليکني  په ترځ  کې معلومات وړاندې کړم .

په درناوي
محمدداود
 


تاريخچه
براکولي دوحشي کرم يو کلتيوار دي  چې  دواړه  په  عين  نوع  (species) پورې اړه لري وحشي کرم دمد تيراني د شمال لويديځوسواحلو په اوږدو کې زرګونه كلونه وړاندې  پيژندل شوى او اصلاح شوى. چې بيا دغه اهلي کرم د مختلفو وحشي کلتيوارونو د براکولي .گلپي .کرم .کهولرابي په كډون سره کراس شوى دى.
څرنگه چې دبوټي دنوم څخه معلوميږي چې براکولي يوقسم ايټالوي سابه دي .او دډيرې پخوا
زماني راهسي په مختلفو ملکونوکې خوړل کيږي .دلمړي ځل لپاره په کال 1560 م کې په
فرانسه کې د  براکولي  يا د ونه  شوې ده . ليکن  تر کال 1724 م پورې  په انگلستان  کې دا يو ناپيژند ل شوى سابه وه. او د براکولي په اړه په انگلستا ن کې عا لماوو دمره زيات ځه ندي ليکلي
 اويوه عا لم چېPhilip Miller  Gardener Dictionary(1724edition) کې اشاره کړې چې دا يو پردى او نه پيزند ل شوي سا به دي او دا يي د Italian asparagusپه نوم يادکړل  .
په مستعمره شوې امريکا کې Thomas Jefferson چې يو تجربه کاره باغوان وو ديوگروپ اروپايي خبر يالانوسره په مرکه کې ځيني کم پيداکيدونکي سابه لکه رومي بانجان ،کاهو،مولۍ  سرخک ،براکولي اوگلپي تخمونه په پاکټونوکې واخيستل (په کال 1767 دمئ په 27)، ددي سره سره هغه هم براکولي ديو خارجي سابه په ځير دامريکا په باغونو کې پاتي شول  ،


Broccoli
براکولي يا شين گلپي
Brassica  oleracea   var.Italica

براكولي د کول کراپ  Cole crop  دگروپ خورا مهم سا به دي براکولي د گلپي په شا ن جامد يا solid  گل نه   تشکيلوي . او د گلپي سر ه يي فر ق دادي هغه برخه کوم چې د استفادي وړده دهغه رنگ شين او ورسته داخيستلو داول يا مرکري گلونو څخه دوهمي يا جانبي گلان هم تشکيلوي . د براکولي پنډ گلو نه د بو ټو د کرون crown  او د پاڼو دسرونو څخه سر چينه اخلي . د براکو لي بعضي  ډولونه د لنډساقه ډوله پاينکل panicle په شان وي او په بعضي ډولو نو کې د اوږدې  ساقه لرونکي گلونو په شان وي .د براکولي گلونه مخکې له دې څخه چې وغوړيږي بايد استعمال شي .او بايد گل يې محکم او سخت وي او ساقه او گل بايد شين  رنگ ولري .د براکولي د گل سره يوه اندازه د گل لاندني برخه هم چه تقر يبا 15cmطول ولري بايد قطع شي او دغه برخه ددې قسم گلپي خوراکي برخه تشکيلوي .
په بهر ملکو نو کې د 1940م کال راهسي د براکولي روزنې زيات پراخوالي مندلى دى په افغانستان کې د براکولي روزنه لاتر اوسه دمره زياته معموله نده . د براکولي لو ړارزښت او نړيوال شهرت داسې زيرى راکوي چې نوموړى سابه  به په راتلونکي وخت کې د افغانستان کې زيات رواج ومومي .


Varieties of broccoli
د براکولي ډولونه


بعضي علماواو پوهانو براکولي دگل دتوليد له مخې په دو گرپو نو باندې ويشلي چې عبارت دي له
1. اول گروپ :  چې د Cauli flower  يا Heading broccoli په نوم ياديږي چې علمي نوم يې Brassica Oleracea L var. Botrylis L دى چې په ټولو اروپايي ملکونو کې دامريکا په ايالاتو کې او ددنيا په نورو ملکونو کې په زيا ته پيمانه پيژندل شوې او داستعمال وړدى .      
2. دوهم گروپ:  چې د Italian broccoli    يا Green sprouting broccoli يا     Calabreseيا Asparugus په نوم يايږي،علمي نوم يې عبارت دى له
 Brassica Oleracea L var. Italica plenk دى ، دغه ډول براکولي يو ډول گل توليدوي چې دمعمولي گل په شان وي خو د گلانو غنچي يې ډيرې پيچلي وي دگلانو رنگ يي شين او د گل لاندې برخه يې ډيره زغيدلې وي بعضي وخت دگلانو رنگ كيداى شي شين ارغواني ته مايل وي دغه نوعه يا Species دمختلفو انواعو و بند گلپي (کرم)ځخه په لاس راغلې او كيداى شي دلومړي ځل لپارو په جنو بي اروپا کې پيدا شوې وي او ورسته د مها جرو پواسطه امريکا او نورو ځايونو ته انتقال شوې وي .
  د گلونو د پخيدو يا رسيدو له مخې براکولي په درى ډولو نو باندې ويشل شويدې چې عبارت دي له
1.  هغه براکولي چې زر رسيږي يا زر په حاصل راځي .
2.  هغه براکولي چې په متو سطه موده کې رسيږي .
3.  هغه براکولي چې زر نه رسيږي يازرپه حاصل نه راځي .


1.   هغه براکولي چې زر په حاصل راځي عبارت دي له Italian green sprouting ,  Early decicco, Early spartan  چې دغه ډول براکولي د پسرلي په لومړيو کې کرل کيږي او يا هم نهال كينول كيږي . او ډير زر په حاصل راځي يعنې  مخکي تر دې چې هوا توده شي حا صل توليدوي او دا ډول براکولي کولى شو چې په اوړي که هم وکرو او په اول د مني که حاصل ترينه په لاس راوړو .
2.  هغه براکولي چې متوسطه وده ايز فصل لري لږ موده وروسته حاصل توليدوي يا رسيږي عبارت دي له Atlantic , Walham 29,Coustal ,Brave ،  دغه قسم براکولي دپسرلي په وروستيو کې يا داوړي په پيل کې کرل کيږي
3. هغه براکولي چې زر په حاصل نه راځي يا ورسته پخيږي  چې هغه عبارت  دي له Madium late, Neptune, Brussels sprouts,  او يا هم دورگه د F1 چې د Sprouts په نوم هم يا ديږي .
 په افغانستان کې دبراکولي ډير ډولونه حاصل توليدوي چې ډيره په زړه پورې نتجه Italian green , Green sprouting  ډولونه ورکړي ده، او په زياته اندازه کرل شوي دي

اقلمي اړتياوي
براکولي په سوړ او لوند اقلم کې ښه وده او نمو کوي مگر د براکولي سرونه يعني (گلونه )په  هغه  سيموکې  چې  ديره  توده  هواولري   ښه  انکشاف  نشي کولاى. مثلا:
ننگرهار , قندهار, لغمان, چې په اوړي کې نسبتا توده هوا لري براکولي په ژمي کې حاصل ورکوي . مګر په هغه منطقو کې چه معتدله هوا لري.  لكه
کابل , لوگر , تخار , بدخشان  او باميانو کې ور څخه په اوړي کې حاصل په لاس راځي .مگر په ځينو سيمو کې براکولي په پسرلي کې ښه حاصل ورکوي دبراکولي بوټي د سرو په مقابل کې مقاومت لري .براکولي په فعاله نمو کې د Frost په مقابل کې زيات مقاومت لري .څرنگه چې ددې نبات نمو په ډيره توده هواکې ورو  ده نوترټولوغوره دحرارت درجه چې په هغه کې دبراکولي نبات ښه نمو کوي له   (10 -24C) درجو د سانتي گريداو د خاورC د دتودوخې درجه بايدد  (7 -15C) درجودسانتي گريدپورې وي

خاوره او PH
دنورو شرايطو د سموالي په صو رت کC براکولي په هره aه خاوره کC وده کولي شي  مگر شگلنه لوم يا Sandy Loam خاوره د روزنْ لپاره   غوره گڼل کيږي. د براکولي په روزنه کْ د کلي لوم يا Clay Loam خاورې څخه هم استفاده کيداى شي. خاوره بايد پوره اندازه عضوي مواد ولري او زهکشي يي بايد په ښه توگه شوي وي.څرنگه چې دبراکولي نبات په ډيره چټکۍ سره وده کوي نو په هغه خاوره چې د اوبو دذخيره کولو ظرفيت زيات وي بايد د براکولي د کرلو لپاره انتخاب شي  او د زياتي ريگي خاورې كښې له كرنې نه د مخنيوى وشي .
براکولي په pH (6-6.6)کې ښه وده او نمو کولى شي که چيرې ph د 6.6 څخه زيات شي نو د براکولي په حاصل کې به کموالي راشي ځکه چې په لوړ ph کې د Bعنصر د بوټو داستفادې څخه وځي . او په ټيټ ph کې د Mo  عنصر د بوتو د استفادي څخه وځي .

د براکولي کرنه او روزنه
په افغانستان کې براکولي په تودو او معتدله سيمو کې کرل کيږي چې تودې سيمې عبارت دي له ننگرهار ,  قندهار , او لغمان څخه او معتدلې سيمې عبارت دي له  کابل , لوگر , باميان , تخار او بدخشان څخه په تودو سيمو کې براکولي د اسد د اول نه تر شلم پورې کرل او يا هم نهالكينول كيږي . او په معتدله ولايتونو کې د حمل د پنځم نه تر پنځه ويشتم پورې کرل او يا هم نهال کيږي .
  د يو هکتار ځمکه لپاره تقريبا   2kgد براکولي  تخم په بزغلي کې  کرل کيږي . او که چيرې  مستقيم په پټيو کې وکرل شي نو د زرغو نيدو ورسته يې بوټي په مناسبه فاصله رنگړي کيږي .په دې صورت کې زيات تخم ته اړتياليدل كيږي. د براکولي بو ټي په قطارونو کې  په پولو باندې کرل کيږي . او د دوو
 بوټو تر منځ فاصله تقريبا (30-45cm) پورې  وي او د دوه قطا رونو تر منځ فا صله تقريبا (75-90cm) پورې بايد وساتل شي .
تخم بايد 1cm په اندزه په خاوره كښې ژور وکرل شي او دغه تخم كيداى شي د
 (6-10days) ورځو نه ورسته را زرغو ن شي او تقريباد (16) هفتو په مو ده کې پخيږي
 په يو هکتار حمکه کې  تقريبا (33330) بوټي ځاي لري

د اوبو لگول
براکو لي د او بخو ر په وړاندې ښه عکس العمل څرګندوي براکولي هم د کول کراپ(Cole crop) د خاندان د نورو بوټو په شان د ريښو سطحي سيستم لري نو لازمه ده چې د خاورې د پاسنۍ برخې لنده بل په داسې اندازه  وي چې د نبات داستفادي وړوگرځي . د اوبو لږوالى د گلا نو غټيدنه لږوي ، پخوالى ورسته کوي او کيفيت يي هم خرابوي . په تودو سيمو کې بايد په هره هفته کې دوه ځله اوبه لګول تر سره شي .او په معتدله سيمو کې د 15ورځو څخه ورسته بايد اوبه شي او خاوره ورته بايد لنده و سا تل شي .


دسرو اړتياوې
دبراکولي نبات خصوصا د ود يز فصل په ورستوکې زيات نايتروجن ته اړتيا لري ځکه چې د منځني گل د پريکولو ورسته دجانبي ځانگود گلانو دښي ودې لپاره زيات نايتروجن ته اړتيا لري يا زيات نايتروجن پکاريږي .
حيواني سره او خاوره اصلاح کونکي  بوټي کوم چې په  خاوره کې د اوبو د ساتنې ظر فيت ډيروي د براکولي په روزنه کې زيات ارزښت لري .د براکولي بوټي د Mo او B عنا صرو ته زيات اړتيا لري . د بوران د عنصر د کموالي په صورت کې د گل د ځانگو ځانگړي گلان نسواري رنگ غوره کوي او بعضي وخت توري نه پکې ليدل کيږي.

د سرو استعمال
1. حيواني سره په  يو هکتار ځمکه کې تقريبا شل تنه (20) ګډيږي او ورسته د هغه څخه بيا قطارونه يا پولي جګيږي.
2. يوريا100kg په يو هکتار ځمکه کې چې نيمه مخکې د کرلو څخه او نيمه هم مخکې د گل کولو څخه استعماليږي .
3.   ډي اي پي DAP سره تقريبا 80kg په يو هکتار ځمکه کې ټوله په يو ځل باندې دبراکولي د نهالي کولو په وخت کې استعماليږي.
4.  پتاشيم سلفيت په يو هکتارځمکه کې تقريبا 60kg ټوله سره په يو وار باندې مخکې د نهالي  کولو څخه استعماليږي .

للون يا خيشاوه:
دنورو نباتاتو په شان د براکولي د بوټو څخه دغيرې ضروري نباتاتو لرې کول هم ډير ضروري دي څرنگه چې براکولي يو ډير قوي نبات ده او د پلنوپانولرونکي ده يوځل چې نمووکړي نو اکثره غيرې ضروري نباتات ددغه بوټي دسيورې لاندې راځي او دهغونمو ډيره وروکوي اود براکولي للون دنورو نباتاتو په شان چې دريښوسطحي سيستم لري دبراکولي للون هم سطحي کيږي .څرنگه چې دبراکولي بوټي قوي نمولري او اکثره غيرې ضروري بوټي دهغه دسيورې لاندې راځي اونمو يې کميږي نوبياهم يوه اندازه اوبه اوغذايې مواد کوم چې ددغو غيرې ضروري بوټوپواسطه جذبيږي چي دبراکولي په نمو اوحاصل باندي تاثير اچوي .

   له پټو څخه د براکولي راټولول:
د براکولي گلونه هغه وخت چې د گل دڅانگو غو ټۍ غوړيدلي نه وي بايد هغه  له بوټوڅخه وشکول شي . د براکولي گل بايد هغه وخت وشکول شي چې گل يي سخت او ساقه او گل شين رنگ ولري .او د پريکولو په وخت کې بايد د 15cm نه تر 20cm پورې د گلو نو ساقې بايد د گلونو سره پرې کړل شي او دا برخه هم دبراکولي خوراکي برخه تشکيلوي .
کله چې د براکولي مرکزي گل پرې کړل شي نو د څنگونو پاڼي نور گلان تشکيلوي چې دغه گلان هم د يو مياشتي څخه وروسته د حاصل وړ گرځي . د شکولو څخه وروسته د براکولي گل د ساقې سره يوځاي گيډۍ کيږي او د مارکيټ  د ضرورت په اساس د 500gr تر 750gr
پورې گيډۍ ور څخه جوړيږي او مارکيټ ته انتقاليږي .

دبراکولي زيرمه کول
د براکولي د گل ځانگري گلونه د شکولو نه وروسته هم انکشاف ته ادامه ورکوي اوهغه وخت خپل ارزښت د لاسه ورکوي چې د گل غوټۍ وغوړيږي او يا زيړوالي پيداکړي .د کوټي په عادي تودوخه کې براکولي تر درى  ورځو څخه زيات نه ساتل کيږي نو لدې کبله ضروري بريښي چې براکولي  بايد دساتني په وخت کې کنگل يا(Refrigerated) وساتل شي .
که چيرې براکولي زر ديخ سره ونه پيچل شي او يا دا چې په  يخچال کې ونه ساتل شي نو ډير زرخپل تازه حالت د لاسه ورکوي او په زيړوالي پيل کوي . د سانتي گريد په صفر درجه کې چې لندبل تقريبا 90% وي براکولي کيداى شي تر دو هفتو پورې وساتل شي .
 مگر په (11C) درجو د سانتي گريد کې  د براکولي گل تقريبا تر پنځوورځو پورې ساتلي شوو.په معمو لي توگه د سانتي گريد په صفر درجه کې براکولي د 7 څخه تر 10 ورځو پورې ساتل کيداى شي .د براکولي گيډي چې په پلاستيکي کچوړو کې اچول شوي وي بايد زر تر زره  يخ کړي شي ځکه چې په نوموړې کچوړه کې د براکولي څخه د (Ethylene) غاز ازاديږي کوم چې دگلانو د چټك زيړوالي سبب گرځي .


دبراکولي غذاي ارزښت
د ويتامينو مقدار په براکولي کې نظر گلپي ته زيات دى او په 100gr براکولي کې تقريبا 114mg   ويتامين سي او يو مقدار کاروتين , پتاشيم , کلسيم, فاسفورس او اوسپنه وجود لري . په لاندي جدول کي د غذاي موادو مقدار په براکولي کې ښودل شوى دى .


Broccoli raw (edible parts) 100%
Nutritional value per 100gr
Energy 30 kcal 140k.
j

Carbohydrates…………………………………………………..6.6
-Sugars            1.7g
-Dietary fiber    2.6g
Fat……………………………………………………………….. 0.3
Protein……………………………………………………………2.8
Thiamin (vit. B1) 0.071mg………………………………………5%
Riboflavin (vit. B2)0.117mg…………………………………….8%
Niacin (vit. B3)0.639mg…………………………………………4%
Pantothenic acid (B5)0.573mg………………………………….11%
Vitamin B6 0.175mg…………………………………………….13%
Folate(vit. B9)63mg……………………………………………..16%
Vitamin C 89.2mg……………………………………………….14%
Calcium 47mg……………………………………………………5%
Iron 0.73mg………………………………………………………6%
Magnesium 21mg………………………………………………...6%
Phosphorus 66mg………………………………………………...9%
Potassium 316mg…………………………………………………7%
Zinc 0.41mg………………………………………………………4%
           
      Percentages are relative to US recommendations for adults.
  Source: USDA Nutrient database

دبراكولي  ناروغۍ

1. متروک ډوله لکۍ يا (Whlptail) :
په هغو سيمو کې چه ph يې د5.5 څخه کم وي د ماليبدينم Mo عنصر د بوټو د استفادې څخه وځي . او په نتيجه کې د پاڼو شنې برخې يا  (Blades) مناسبه اندازه وده نه کوي او يواځې د منځ رگونه يې انکشاف کوي او پدې توگه پاڼې دمتروک ډوله لکۍ بڼه نيسي
څرنگه چې د افغانستان  د خاورو ph د 5.5 څخه  زيات دي نو ددې ناروغۍ امکان دو مره زيات نه بريښي . ددې ناروغۍ په اثر دبوټو دودې نقطې غيرې عادي وده کوي او دسوداگيرۍ وړگلونه نشي توليدولاى .

2. نسواري رنگه خوساکيدنه يا(Browning) :
دا فزيالوجيکي  ناروغۍ د بوران Bدعنصر د قلت  څخه  مينځ  ته  راځي . چې  اول د اوبلنې ساحې په ساقو او د گل په  مرکزي  برخه کې  پيداکيږي . چې وروسته  بيا نوموړي  ساحي نسواري رنگ غوره کوي.چې ددغي نسواري رنگه خوساکيدنې لومرى نښه د گل د پاسه ښکاره کيږي. پدې ناروغۍ اخته شوي گلونه په اومه يا خام او پاخه شوي حالت کې تريخ خوند لري . نوموړې ناروغۍ په خاوره کې د بوران B د عنصر په استعمال سره له منځه ځي . ښايي چې په يو جريب ځمکه کې د 3.2kg په اندازه بوراکس واچول شي .

3. تکمه دوله ناروغي يا (Buttoning) :
دا ناروغي دهر هغه عا مل پواسطه چې په خاوره کې د نايتروجن دلږوالي سبب کيږي دهغه بوټو گلونه چې نايتروجن يې کم وي پاڼې يې پوره وده نشي کوولاى. دودې په لمړى پړاوکې يې
گلونه لوځ وي او پاڼې يې نشي پټولى . بوټو ته په پوره اندازه نايتروجن لرونكې سره ورکول دبوټو تر منځ مناسبه فاصله دغيرې ضروري بوټو لرې کول هغه عوامل دي چې ددي ناروغۍ مخه نيسي .
4. ړوندتوب يا (Blindness):
هغه بوټي چې اخيرني زخي يا (Terminal buds)  نه لري او په دې توگه د گل دتوليد ولو توان ورکې نه وي د ړوند توب په ناروغۍ اخته کيږي . دداسې بوټو پاڼې غټې تورې شنې پنډې اوکاغذې وي بعضې وختونه د پاڼو په محور کې زخې توليديږي مگر هغوي دسوداگري وړگلونه نشي توليدولاى .دړوندتوب دناروغۍ د مخنوي لپاره لازمه بريښي چې دبوټو اخرني زخې له هر ډول زيان څخه وساتل شي .

دبراكولي كروندهدبراكولي بوټىدبراكولي د استعمال وړ برخه

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ