ليرنګ Layering
حامد سالاري
سريزه
په افغانستان او دنړۍ په نورو هيوادو کښې يو زيات شمير ونې او بوټي په غير زوجي ډول تکثيرکيږي قلمه – پيوند اوليرنگ دغير زوجي تکثير مهم مثالونه دي.
غير زوجي تکثيردحجراتو دعادي انقسام په ذريعه چه مايتوسيس نوميږي اجرا کيږي.
دونو دودې زياتوالي او د ټپي شوو او پريکړ شوو برخو بيرته جورښت هم دمايتوسيس دانقسام نتيجه ده . عالي نباتات په اساني سره په غير زوجي ډول تکثير کيداى شي مگر عالي حيوانات په غير زوجي ډول دتکثير قدرت نه لري . دمايتوسيس په عمليه کې کروموزومونه او حجرات په مساوي توگه دوه برخي کيږي . هره برخه يعني نوي حجره داصلي حجري په شان وي او په همغه اندازه کروموزومونه لري . برسيره پر دې داصلي حجري دانقسام په ذريعه د حجري نور مواد هم په مساوي ډول دنوو تشکيل شوو حجرو ترمنځ ويشل کيږي. همدا سبب دي چې نوي بوټي دارثي خواصو له نظره له هره حيثه اصلي بوتي ته ورته وي .
مايتوسيس دنباتاتو په مخصوصو برخو کې واقع کيږي . هغه برخې چې مايتوسيس کې واقع کيږي دڅانگو دڅوکو – دنيلو دڅوکو – کمبيم او دانتر کالري مرستم څخه عبارت دي .
دغير زوجي تکثير ډولونه چې ځيني يي په افغانستان کې هم زيات رواج لري په لاندي ډول دي.
1 – داپو مکسز تکثير چې مثال يي دنارنج دکورني وني دي .
2 – دځمکي په مخ غزيدونکي ساقي يا رنرز چي دځمکي توتان په دې ډول تکثيرکوي .
3 – دونو دتنو دځمکي دلاندي برخو څخه په طبيعي ډول دنوو بوټو تشکيل يا سکر چې کيله په دي ډول تکثير کوي .
4 – ليرنگ په دي صورت کې قلمي هغه وخت له اصلي بوټو څخه پريکول کيږي کله چه دځينو مخصوصو تعاملاتو په ذريعه نيلي تشکيل کړي .
الف – ټيپ ليرنگ په دې طريقه سره رسپ بيري – بلاک بيري تکثير کوي .
ب – ساده ليرنگ په دې طريقه سره انگور او انار تکثير کوي .
ج – ترينچ ليرنگ په دې طريقه سره مڼه او ناک تکثير کوي .
د – مونډ ليرنگ په دي طريقه سره مڼه او الو بالو تکثير کوي .
ه – اير ليرينگ په دې طريقه سره امرو ت او ليمو تکثير کوي .
و- مغلق لير نگ په دې طريقه سره انگور تکثير کوي .
5 – قلمي توت – انځير – انگور – ستروس – شفتالو – الواو بهي په دي ډول تکثير کوي .
6 – شاخ پيوند غوزان – مڼي – ناک – ام او نوري مختلفي ميوه لرونکي ونې په دي ډول تکثير کوي .
7 – زخه پيوند شفتا لو – مڼه – گلاب - غوزان او انگور په د طريقه سره تکثير کيږي
8-جلاولي-غاټول په دي طريقه سره تکثير کيږي.
9-په برخو ويشنه يا ديوژن کچا لو –خرما او دځمکي توتان په دي طريقه سره تکثيرکيږي.
د زيات شمير بوټو مختلفي برخې ددې قدرت لري چه نوي بوټي تشکيل کړي .د شاخونو قلمي کولاى شي چې نيلي وباسي .نيلي او شاخونه يو تر بله پيوند کيداى شي د يوې حجري څخه يو غټ بوټى جوړيږي . داسي معلوميږي چه هره حجره ټول ارثي مواد لري اوله دې کبله د يوه مکمل بوټي د منځ ته راوړو استعداد ورکي شته دي.
ليرنګ
ليرينگ دځينونباتاتودتکثيرلپاره خورا مهمه طريقه ده دليرينگ تکثيردقلمود تکثيرسره خورامشابهت لري مگر يواځينى توپيريي دادي چې په ليرينگ کې نيلي په ساقواو څانگو کې مخکې له دې چه د مورني بوتي څخه جلا شي منځ ته راځي .
ليرنگ په ځينو بوټوکې په طبيعي ډول ا جراکيږي په افغانستان کې ليرنگ تر يوې اندازي پورې دنباتاتو دتکثير لپاره استعماليږي مگر دقلمو د تکثيرپه اندازه معمول نه دي.
ليرنگ د هغو بوټو لپاره چې قلمي يي په سختي سره نيلي وباسي دتکثير مو فقا نه لا رده. د ليرنگ زيات شميرطريقي نسبتا اسانه دي او د قلمو په نسبت په لږ وخت كې نوي بو ټي حاصل ورکولوته چمتوکوي او بايد وويل شي چې دليرنگ تکثيرځيني عيبونه هم لري .
1- لير نگ دنباتاتودتکثيردنوروطريقو په نسبت زيات وخت ته ضرورت لري او په لنډ وخت کې اجرا کيداي نه شي.
2- د ليرنگ د تکثير د طريقو ميکا نيزه کول په موجوده وخت کې دامکان څخه لري بريشي.
3- په ليرنگ سره په زياته پيمانه بوټي تکثير کيداي نه شي .
4- ليرنگ دنباتاتو د تکثير لپاره نسبتاََََ غير اقتصادي طريقه گڼل کيږي.
ليرنگ دمخصوصوطريقو په زريعه د نيلو په تشکيل کې مرسته کوي.
1- کله چې يوه څانگه کږه شي نو په دې صورت کې د پا ڼوعضوي مواد لکه کاربوها يدريت اکسين اوددوي نور نامعلوم فکتورونه په ازادانه ډول حرکت کولاى نه شي په نتيجه كې نوموړي مواد د كوږوالي په برخه كې را ټوليږي او هلته انساج د نيلو تشکيل ته تحريکوي.
2- څر نگه چې په ليرنگ کې د زايلم انساج نه پري کولي کيږي نو هغو څانگوته چه دليرنگ لپاره انتخابيږي په نورمال ډول او به او معدني موادرسيږي او په نتيجه کې نيلي په اساني سره دانساجوڅخه راوزي.
3- څرنگه چه دليرنگ په ځينو طريقو کې د څانگوهغه برخې چې نيلي وباسي دخاورولاندې کيږي نو په دي طريقه د څانگو او ساقو د لمر څخه محرومي شوي برخې نازکي او تنکي پاتي کيږي او په دې ډول په اساني سره نيلي و باسي . دلمر څخه محروميت د Etiolation په نامه ياديږ ي.
4- په مصنوعي ډول دهارموني موادواستعمال( مخصوصا انډول بيوتا ريک اسيد) دليرنگ په تکثيرکې گتور ثابيتيږي.
تاريخچه
ليرنگ د غيرزوجي تکثير يوه ډيره لرغوني طريقه ده . په پخوا وختونو کې چې علم او ساينس دومره پرمختگ نه ووکړى اود ليرنگ مختلف انواع خلکو نه وو پيژندلي.نو ديو لوښي څخه به يي استفاده کوله. داسې چې نوموړى لوښي په بيخ کې سوري وو اوپه يو شاخ كې به يي ځاي په ځاي كړي وو دهغه شاخ څخه به څاڅکي څاڅکي او به په هغه برخه د شاخ راتوييدلي چې ليرنگ به يې په کې کړي وو.په دي طريقه کې به يي شاخ گردل كړي وواو گردل شوي سيمه به يي د نمجني خاوري په واسطه و پوښله او بيا به يي درخت په يوه ټوټه او يادداسې شى په يوه ټوټه چې اوبه ترينه تيري شي وتړله دپورتني لوښي څخه به په هغه باندې څا څکي څاڅکي اوبه ر اتوييدي اوهغه به يي مرطوبه ساتله دگردل شوي سيمي څخه تقريبا ديوکال په دوران کې ريښي راوتلي داډول ليرنگ دpotage layering په نوم ياديدلوچې اوس دair layering په نوم ياديږي اودداسې بوټود تکثير لپاره په کار وړل کيږي چې نيغه نمو ولري او دليرنگ په نوروطريقوسره دتکثير وړ نه وي لکه :ليمو انځير امروت، املوک، کراب مڼه الواونور.
دليرنگ ډولونه
1- ټيپ ليرينگ
په دې صورت کې نيلي دهغه نوو شاخونو په څوکو کې راوځي کوم چې ځمکې ته په طبعي ډول کږيږي دنوو شاخوونو څوکي ځمکي ته
درسيدو په وخت کې په کوږوالي شروع کوي سمدستي دنيلو په را وتلو پيل کوي . يو شمير تاک ډوله بوټي لکه بلک بييري ديو بييري اوراسپيري دتيپ ليرنگ په واسطه زياتوالي کوي نوموړي بوټي په افغانستان کي نشته ځانله د افعانستا ن دسريو سره مشابهت لري . داټول بوټي دوه کلنه وده لري يعني په لومړي کال كې بدني وده بشپړه وي او په دوهم کال کې حاصل ورکوي.
داوړي په اخر کې د تاکو نو دڅوکو وده تغير کوي او پاڼي وړي او پيچيلي ښکاري او دسوي دلکي په څير بڼه غوره کوي په همدې وخت کې بايد د تاکونو د سمبالولو او پرې کولو لپاره 10-8 سانتي متره په ژوروالي يو لښتي وکيندل شي او هغه څوکې ورکې واچول شي اوبيا په خاورو پټي شي . د څانگو څو کې ژر نيلي وباسي
او دمو سم په اخر کې نوي بو ټي انتقال ته چمتو کيږي . نوى بو ټي د مني په اخر يادپسرلي په اوايلو کښې کرل کيږي.
د پورتنيوبوټو تکثير په طبيعي ډول هم په همدې طريقه سره کيږي او دتکثيرددې طريقي محدوديت په دي کې دي چې د موجوده شاخونو په اندازه سره کولاى شوچې نوي بوټي منځ ته راوړو.
دليرنگ ددې طريقي داجرالپاره ضروري مواد عبارت دي له بيلچې چا قو او دونو دشاخونو څخه .او په دي طرزالعمل سره کولاي شو هغه اجراکړو .
1- ددې ليرنگ لپاره مناسب شاخونه انتخابوو.
2- د 8-15 سانتي متر په ژوروالي يو لښتي با يد وکيندل شي او دا لښتي بايد هغه شاخ ته نږدې وي چې د ليرنگ عمليه په کې اجراکيږي .
3- نوموړي شاخ بايد په لښتي کې ځا ى په ځاى شي اودخاورې په واسطه باندې و پوښل شي او د شاخ نوک بايدتر 15-20 سانتي متر پورې دخاورې څخه بيرون پريښودل شي .
2- ساده ليرنگ
داد ليرنگ خورا اسانه طريقه ده ددې طريقي دپاره دونې يا بوټي شاخونو ځمکې ته را ټيټوي او يوه برخه يې په خاوروکې پټوي مگر د هغو څو کې لو څي پريږدي . دشاخونو څو کې يا انجامونه پورته نيغي خيژ ي يعني هغه په لر گين موږي پوري تړي . دشاخونو کوږوالي دنيلو د تشکيل دپار کفا يت کوي کږه برخه بايد د خاورودلاندې واقع شي.کله کله د شاخونو پوست دکوږوالي په برخه کې ټپي کوي ترڅو چې نيلي توليدوونکي عضوي مواد هلته راټول شي کچيرې شاخ سخت وي او د ماتيدو امکان يې زيات وي نو په دې حالت کې لازمه ده چې دکږيدو په برخه کې پاسني خوايې لږ ټپي شي.
ساده ليرنگ عموما د پسر لي په لومړۍ برخه کې دفعالي ودې د شروع ترمخه اجرا کيږي مگر په اوړي کې هم امکان لري . دساده ليرنگ دپا ره يو کلن غير فعال شاخونه منا سب دي . کله کله هغه شاخونه چې د ځمکې سطحي ته نږدې له ساقي څخه را وزي استعماليږي . دعمومي پرنسيپ له مخې دومره ويلاى شو هغه شاخونه چې عمريې تر يو کال ز يا ت وي د لير ينگ دپا ره منا سب نه دي.کوم شاخونه چې په پسرلي کې دليرنگ د پاره استعمال اووقف شوي وي دودى دموسم ترپايه پورې په پوره اندازه نيلي تو ليدوي او په مني اويا د پسرلي په سر کې ا نتقال کولو اوکرلو ته چمتووي . هغه شاخونه چې په اوړي کې د ليرنگ لپاره استعما ل شو ي وي د راتلونکي پسرلي په سر کې اويا د را تلونکي موسم په پا ى کې د انتقال وړ وي کله چې نيله لرونکي ليرشوي بوتي د مورني بوټي څخه جلا شي نوښايې د کرلو تروخته پورې د هغه ډيره پا ملرنه وشي او له وچيدو څخه وژغورل شي.
په افغانستان کې کله کله انا ر او انگور دساده ليرنگ په ذريعه تکثير کيږي . په انگوروکې دساده ليرنگ طريقه ددوه مهمو مقاصدو لپاره سرته رسيږي .
1 - د ځينوانگورو قلمې په اساني سره نيلي نه وباسي اوساده ليرنگ د هغو دتکثير يواځينى بريالۍ لاره ده .
2- د ساده ليرنگ طريقه د خطا شوو تاکونود عوض کيدو دپاره استعماليږي د لويو تاکونو تر منځ د قلمو کرل د ناکامي سره مخامخ کيږي ځکه گاونډي تاکونه دهغو سره دلمر اوبو او غذايي موادو رقابت کوي او قلمې عادي ودي ته نه پريږدي .
ددې طريقي داجرا لپاره هم بلچي اودليرنگ لپاره مناسبي شاخچي ته ضرورت دي ددې طر يقي د مخ ته وړلولپاره دلاندي طرزالعمل څخه کار اخلو .
1- مناسب شاخ بايد انتخاب شي .
2- يو لښتي د8-15 سانتي متره په ژوروالي بايد د لير کيدونکي شاخ تر څنگ وشي .
3- نو موړي شاخ بايد د ځمکې خواته کوږ او په لښتي کې ځاي په ځاي شي .او کوږشوي سيمه بايد په لښتي کې دتيږي ميخ او يا لرگي په واسطه کلک شي او بيا وروسته بايد د خا وري او يا مډ يا په واسطه وپوشل شي اخري قسمت يې بايد د 15-20 سانتي متره په اندازه چې 1-2 پندکونه ولري د ځمکې څخه بهرپاته شي.
4- هغه شاخونه چې په سختي سره قات کيږي په پورتني برخه کې يي بايد يو کوچنى زخم وشي ترڅو په اساني سره قات شي.
3 - ترينچ ليرنگ
ددې طريقي له مخې يو بوټي يا دبوټي يوه څانگه په يوه ژورغالي کښې په افقي ډول کرل کيږي او بيانوموړي ژورغالي په خاوره سره هغه وخت پټوي کله چې نوي شاخونه منځ ته راشي . د خا ورو په پټولوسره د نوو شاخونو په بيخ کې نيلي تشکيلږي.
په تر ينچ ليرنگ كې لومړى د 40-75 سانتي متر و په اندازه 30-45 درجو زاويه د قطارپه ډول بوټي وکري. قطارونه ښايي يو له بله د110-150 سانتي مترپه انداز لري وي تر څوچې هرزه گياه په اساني سره كنترول شي او د بوټو د پټولو لپاره خاوره موجوده .بوټي په مساوي لوړوالي سره 40-60 سانتي متر ه پريکړي تر څو چې نوي شاخونه راوباسي . نوي شاخونه ديو مو سم دپاره پريږدي . په راتلونکي پسرلي کې د ودې دشروع کيدو څخه لږ څه تر د مخه بوټي په ژور غالي کې په افقي ډول وغزوي . ضعيفې څانگې ور څخه لري کړي او د نوو شا خونو څوکي يېي پرې کړي .
خاوره دنوو شاخونو بيخونو ته وار په وار واچوي دموسم په اخر کې خاوره د څانگو او شاخونو د بيخونو څخه لري کړۍ ځکه په دې وخت کې بوټي کرلو او انتقال ته چمتو وي . په ځيني حالاتو کې د غوزانو بوټي په ژور غالي کې په افقي ډول د لمړي موسم تر پايه پورې داسې نيله لرونکي بوټي منځ ته راوړي چې هغه دانتقالولو او کرلو وړ وي .
دا ونې ځکه په ( 45) درجي کې کرل کيږي تر څو د اکسين حرکت کم شي او جا نبي نمو پيل کړي او بل ددې لپاره چې اپيکل ډامننس له منځه ولاړ شي دکرلو څخه لږ وروسته به هر پندک په نمو پيل وکړي او شاخ به منځ ته راوړي چې بيا خاورې ور باندي اچوي او تر څو قد يې يو پر څلور برخي دمتر ته ورسيږي بيا يې پيوند کوو او پيوند يې په همدې قوريه کې نه کوو بلې قوريي ته يې انتقالوو او هلته يې پيوند کوو او پيوند کوويي ځکه چې ميوه د مالنگ ډيره کوچني ده او د خوراک وړ نه ده صرف دروستاک لپاره استفاده ترينه کيږي .
هره ونه کيداى شي حتي 10 ونې توليد کړي او د هغه ونو لپا ره ښه نتيجه ورکو ي چې زيات عمر ولري . ددې ليرنگ اصلي گټه داده چه خپله نوع توليدوي ا و لوي تاوان يې دادي چې وايروسي امراض انتقالوي کوم چې دشپشک يا کوم بلې دا سې حشرې په واسطه چې څکونکي د خولي اجزا لري مورني بوټي ته انتقال کوي . دليرنگ دا نوع په قوريو کې عموما د غوزان – مڼي- شفتالو – الو او الو بالو او ناک د روستاک دانکشاف لپاره په کار وړل کيږي چې ددې جملې څخه په بادام باغ تحقيقاتي فارم کې د مڼو په اي ام 9 او اي ام 26 روستا کونو کې چې په ترتيب سره ډوارف او سيمي ډوارف دي عملي شوي دي .
ددې ليرنگ داجرا کولو لپاره دلاندې طرز العمل څخه کار اخيستل کيږي .
1- ددې ليرنگ لپا ره عموما د يو کلن پيوند شوي نهال او يا د څو کلن نبات د يو کلن شاخ څخه استفاده کيږي.
2- شا خچه بايد د 40-60 سانتي متر ه په لوړوالي د ځمکې څخه قطع شي .
3- د نمو د پيل څخه وړاندې شاخچې بايد په لښتي کې په هموار ډول چې د30- 45 درجه زاويه ولري ځاى په ځاى کوو او کله چې نوي نودې منځ ته راشي نو د هغوى په اطراف کې بايد د4-6 سانتي مترو په اندازه خاوره واچول شي .
4- وروسته دنمو دپيل څخه بايد په هغو باندې وقفه په وقفه خاوره واچول شي .
5- د نمويي فصل په اخر کې هغه خاوره چې مخکې مو پرې اچولي بايد لري شي او شاخچي چې ريشه لرونکي شوي دي بايد د مورني بوتي څخه جلا شي او مورد نظر ځاي ته انتقال شي .
4 - مونډ ليرنگ
دليرنگ دا ډول طريقه دهغو بوټواوونو لپاره استعماليږي کوم چې په آساني سره کږيداي نه شي او دځمکې سطحي ته نږدې هرکال زياتي څانگې راوباسي د مڼو کلونل نيله بوټي د آلو دمزارډ
نيله بوټي اويوشمير نور نيله بوټي دمونډ ليرنگ په ذريعه زياتوالى کوي . په پسرلي کې دودې پيل کيدو دمخه هغه بوټي چې دمونډ ليرنگ لپاره په نظر کې نيول شوي وي ځمکي ته نږدي پرې کړل شي . خاوري دنوو څانگو بيخونوته تر هغه وخته په وار وار واچوي ترڅو چې لوړوالي يې د20-30 سانتي متروپورې ورسيږي اويوه وړه غونډي ورڅخه جوړه شي . دشاخونو اوڅانگو سرونه بايد دخاوروسره پټ نه شي . په دې ډول دنوو څانگو بيخونه دخاورې په غونډي کې نيلي راوباسي . که چيرې دخاورې غونډي په اوړي کېلندې وساتل شي نو تر ژمي پورې نوموړي څانگي په کافي اندازه نيلي راوباسي .
داستراحت په وخت کې د بوټو د بيخونوڅخه خاورې لري کړي او نيله لرونکي څانګي يو له بله جلاکړي بيا نوموړي نيا لگي په بوزغلي کې ديو کال لپاره و روزۍ ترڅو چې ښه وده وکړي او بوټي انتقال کولوته په راتلونکي پسرلي کې چمتوشي.کيداي شي چې يو مورنى بوتى د15-20 کلونو پورې د نوو بوتو منځ ته راتک دپاره استعمال شي نوددي په اسا س ضرورده چې د نوموړي بوټي پوره پاملرنه وشي . دليرنگ ددې طريقي داجرا طرزالعمل داسي دي.
1- په پسرلي کې دنمو دپيل څخه وړاندي بايد موردنظر بوټي د ځمکې سطحي ته نږدې قطع شي .
2 – وروسته د جانبي نودو د توليد څخه بايد تر هغه پورې د نودو بيخ ته خاوري واچول شي چې لوړوالى يې 20-30 سا نتي متره پورې ورسيږي او د يوېکوچني غونډۍ شکل غوره کړي .
3- دشاخچو سر بايد دخاورې په واسطه ونه پوښل شي چې په دې ترتيب سره څانگې ريشې وباسي.
4- نوموړې خاوره بايد خصوصا په اوړي کې لنده وساتل شي .
5- داستراحت په وخت کې دنودو دبيخ خاوره لري کوو او ريشه لرونکي شاخچي د مورني بوټي له نږدې پري کوو . نوموړي بوټي بايد په قوريه کې د يو کال لپاره وروزل شي او په اينده پسرلي کې بايد دايمي ځاي ته انتقال شي .
5- اير ليرنگ
دا دبوټو د تکثير خورا لرغونې طريقه ده او دداسې بوټو دزياتوالي لپاره په کار وړل کيږي چې وده يې نيغه وي او دليرنگ په نورو طريقوسره د تکثير وړ نه وي . اير ليرنگ د يو شمير ميوو لکه انځير – امروت – ربړ بوټي – املوک - کراب مڼه – الو او ليمو دتکثير لپاره په کار ول کيږي . په اير ليرنگ کې څانگې په هوا کې نيلي تشکيلوي. د اير ليرنگ لپاره داسې يو کلن شاخونه انتخاب کړۍ چې پنډوالي يي د 1-3 سانتي مترو په اندازه وي . دڅانگې دهغه برخي څخه چې دنيلو دراوتوساحه بلل کيږي د2.5 سانتي مترو په اندازه گرد چاپيره پوټکي لري کړي . که په ټپي شوي ساحه کې دآکسينونو پوډريا ټينگ محلول واچوي نودنيلو په تشکيل کې مر سته کوي. بيا لاندې د سفاگنم ما س يو غونډارى چې 10 سانتي متر ه پنډوالي او15سانتي متره اوږدوالي لري د څانگي ټپي شوي برخه په گر د چاپيره واچوي . پد ي پسې دسفاگنم ماس غونډار ي دپولي ايتلين په پرده پټ کړ ۍ اوهغه په دواړو انجامونو کې وتړ ۍ .
اير ليرنگ په پسرلي کې دودې دشر و ع کيدو په وخت کې يوکلن شاخونه او څانگو کې اجر اکيږي . داوړي په منځ کې دجاري موسم نيمائي کلکي څانگې ياشاخونه د ايرلينگ د پا ره استعماليداي شي . بايد وويل شي چې ايرليرنگ په نورو مختلفو نو مونو لکه چينايي ليرنگ پاټ ليرنگ سر کمپوزيشن مارکاتيج او گوتي باندې ياديژي . دبوټود استراحت په وخت کې نيله لرونکي څانگي دې له ونوڅخه په بل ځاي کې د کرلو لپار ه پرې کول کيږي. ددې طريقي د اجرا کولو طرزالعمل داسې دي.
1- په دې طريقه کې هغه شاخونه چې 1-3 سانتي متروپورې قطرولري بايد استعمال شي.
2- د 20 سانتي متره په اندازه ګرډلنګ دليرينگ د ساحې څخه لرې صورت نيسي نوبايد پوست يې د 1-2 سانتي مترو په اندازه د شاخچې د گرد لوري څخه لري شي .
3- وروسته بايد د نوموړي شاخ په قطع شوي سطح د دوه موټوپه اندازه مرطوب سفاگنم ماس وتړل شي
4- نوموړي مواد دپولي ايتيلنن په پرده بايد د 20 سانتي متره مربع په اندازه داسې پټ شي چې د پولي ايتلين د پردې څوکي د تارو او يا فيتي کوم چې داوبو دنفوذ په مقابل کې مقاوم وي و تړل شي.
6- کمپونډليرينگ
داليرنگ دمار ډوله ليرنگ په نوم هم ياديږي اوپه حقيقت کې دساده ليرنگ يومتغيرشکل دي . په دې صورت کې يوه څانگه څوځايه په خاوروکې پتيږي او د هرې پټي شوې برخې څخه نهالي راوځي يعنې يوه څانگه څو نيلي لرونکي بوټي توليدوي په عمومي توگه د څانگې لانديني برخه زخمي کوي کومه چې په خاوره پټيږي د څانگو هغه برخه چې خاورې ور باندي نوي بايد لږ تر لږه يوه زخه ولري . کمپوند ليرنگ د هغو بوتو د تکثير لپا ره مسا عد دي کوم چې اوږده د تاودو وړ شاخــــــــــــــــــونه توليدوي لکه انگور.
د ا جرا کولو طرز العمل يي داسې دى .
1-د ضرورت وړ شاخچې بايد انتخاب شي .
2-څو کندې په ترتيب لکه په ساده ليرنگ کې بايد ژورې شي .
3-بيا په کيندل شوو کندوکې بايد په متناوب ډول شاخچې ځاى پر ځاى شي او په خاوره سره وپوښل شي .
4- د شاخچې هغه برخه چې د ځمکېڅخه لوړه ده بايد حد اقل يو پندک ولري تر څو د انکشاف څخه وروسته نوي نودې منځ ته راوړي .
7-رنر يا سټولن رنرد ليرنگ يو طبيعي ډول دي اودځمکني توتان عموماپه دې ډول زياتوالى کوي رنريوه مخصوصه ساقه ده چې د ځمکني دتوتانود پاڼواو ساقو د محور څخه راوزي او دځمکې پر مخ په افقي ډول وده کوي . د رنرتشکيل دورځوپه اوږدوالي پورې اړه لري اوپه د اسې وخت کې منځ ته راځي چې د رڼاوخت د 12 يا 14 ساعتو څخه لنډوي . د رنر د ساقي په امتداد کې څوبندونه يا زخي موجودې وي نوي بوټي په متناوب ډول دبندونو څخه راوزي . متناوب بندونه که څه هم په طبيعي ډول نيلې راوباسي او په ځمکه کې په خپله ننوځي مگر که چيري بندونه لږ په خاوره کې پټ شي نوپه دې ډول دهغو وده چټکتياکوي او ښه وده کوي . نو ي بوټي چې درنر په دوهم بند کې منځ ته راځي د انکشاف په وخت کې ددې قدرت لري چې نو ي رنرونه تشکيل کړي چې هغه بياپه دويم بند کې نو ي بوټي منځ ته راوړي . داعمليه تر څو چې دودې موسم اجازه کوي ادامه مومي . په نوو بوټو پورې درنر ساقې دمني په اخر يا ژمي کې وچيږي او د بندونوهر بوټي په ځانګړي ډول خپله وده وړاندې بيايي اوهغه دتکثير لپاره استعماليږي دځمکني توتانو انواع لکه راکهل دير لږ رنرونه توليدوي اوله هغه کبله د مخصوصي ساقي په ويش سره چې کرون نوميږي تکثير کيږي .
8-سكر
ددې طريقي په مطابق نوي بوټي د شاخ په ډول د هغه زخو څخه چې په غير عادي ډول د نيلو د پا سه جوړيږي اودې Adventitious په نو م ياديږي منځ ته راځي په همد ې ډول دسکربوټي له هغو غير فعال زخو څخه چې د ساقو دخاورې لاندې برخوکې موجودوي هم بهرته راوځي . د سکر بوټي دنيلو سره دونو د استراحت او غير فعال حالت کې له هغوڅخه جلا کوي اوپه نورو ځايونو کې يي کري ځيني بوټي په طبيعي ډول په دې توگه زياتوالي مومي . په افغانستان کې ځيني مالياران د مڼو اوناکو دونو څخه سکر ونه لري کو ي اوپه هغو کې بيامطلوب پيوندونه ايږدي . برسيره پردې کيلې اودالو بالو ځينې انواع لکه ستاکتن ماريلو چه دنيله بوتو په حيث استعماليږي د سکر په ډول تکثير مومي .
9-كرون
ځينې بوټي د کرون د ويش په ذريعه تکثير کيږي .کرون د بوټي هغه برخه ده چې له هغه څخه هر کال نو ي څانگي او شاخونه شنه کيږي . دا ډول اکثره په واښه ډوله څو کاله عمر لرونکوبوټوکې ليدل کيږي .
د ځينو بوټو لکه دې ځمکني توتان اوافريقايي بنفش گل ساقې لنډې او پنډې وي اوپاڼې ورڅخه راوزي داډول ساقې د کرون په نامه مشهوري دي . دتکثير لپاره ساقي په څو برخو ويشي اوپرې کويې . افريقاي بنفش گل په ښه ډول په دوه برخو ويشل کيداى شي او هر برخه يې يو نوى بوټي منځ ته راوړي.
ددويمې برخې لپاره په لينك كليك وكړۍ http://www.tolafghan.com/petawona/index.php?action=detail&post_id=5881&b_id=19
http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ