د میو لرونکو ونو د بوزغلي جوړونه
سریزه:
افغانستان یو زراعتی هیواد دی  او د دې هیواد په سلو کې ۸۵ فیصده وګړي  د کرنې په چارو مشغول دی. مېوې اوسابه  د کرنې د هارتیکلچر یا باغدارۍ  مهمه ځانګه جوړوي، د کرنې یو مهم سکتور بلل کیږی  او د هیواد په ملی اقتصاد کې ستره ونډه لري.
     د ۱۳۵۰ ه ل په لومړۍ نیمایې کې  د افغانستان د میؤو صادیراتو د هیواد د ټولو صادیراتو په سلو کې له ۳۷ برخو ځخه زیاته ونډه درلودله.
مېوې په افغانستان کې په پراخه  تجارتي پيمانه روزل کيږی  او ددې لپاره چې  د زړه د خوښې مطابق  ونې او میوې په لاس راوړو  نو باید نباتات د غیرزوجي تکثر (Asexual Reproduction  ) په واسطه تکثیر شي.
تر جنګونو په خوا په افغانستان کې په ۱۴۳ زره هکټاره ځمکه کې د ميوې تولیدیدلې  او دهیواد    د میوو کلني تولیدات ۹۲۰ زره ټنو ته رسیدلی وو . سره له دې چی د افغانستان د ميوؤ  په روزنه کې  عصری تکنالوجي په کار اچول شوې نه ده  خو بیا هم ميوې پکې زیاتې تولیدیږي  دا ځکه چې  د افغانستان اقلیم آب او هوا  د میوو د تولید لپاره خورا مساعده ده .
      میوې یو داسې اقلیم ته اړتیا لري  په تیره بیا پاڼریژې میوې (Deciduous fruit ) چې د اوړي هوا ئې توده،وچه او دورځې له پلوه پریمانه لمر وي  او ژمی ئې نسبتاً سوړ وي.
     دمیؤو باغونه  د افغانستان په ټولو ولایتونو کې روزل کږی  مګر په ځینې ولایتونو کې د ځینو نورو په پرتله ډير روزل کیږی ، د مثال په ډول  په کند هار،هرات،اروزګان،زابل،غزني، وردګ،پروان او ځینې نور، د نورو ولایتونو په پرتله د ميوؤ په تولید کې زیات مشهور دی. ونې او باغونه ئې زیات مقدار تولیدوی .
    ددې لپاره چې په افغانستان کې بڼوالي( باغداري)  علمي بڼه غوره کړی  او دميوؤ  دتولیدا اندازه ئې  د نړۍ  له نورو هیوادونو سره سیالي وکړای شی  بايد دهغوی د روزنې  ،سمون او ساتنې لپاره  عصري کرنیږه تکنالوژی په کار واچول شی او میوې  د غیر زوجي تکثر په واسطه  تکثیر شې  او دتخم له تکثیر ځخه مخنیوی وشی  ځکه تخم خپله نوعه نه ورکوي او بل دا چې ژر په حاصل نه راځی  او دې  هدف ته درسیدو لپاره فني کدرونه  او علمي نشراتوته اړتیا احساسیږی  تر ځو بزګران د تخم جمع کول  د بوزغلي لپاره او دپیوند اچولو مهارتونو باندې وپوهول شي.

د بوزغلي جوړونه او روزنه
 د میوه لرونکو ونود نیالګیو روزل و ځای په داسې ځمکه کې ټاکل کیږی  چې په سریع ډول له دې ځانګړې ساحې ځخه  د کار د ډیر لګښت په نتیجه کې زیات شمیر نیالګي تر لاسه شي.
   دا نیالګي د لاندې طریقو پواسطه په لاس راوړل کیږي.
•    د تخم په واسطه چې د( Seedling)   په نوم یادیږي.
•    دقلمې(Cutting)  پواسطه.
•    د ښاخ پیوند (Grafting) او زخه پیوند(Budding) پواسطه.
•   د ګونډه کولو یا (Layering ) پواسطه
د بوزغلي د نیالګیو په روزلوکې نور عوامل لکه اقلیم(Climate )، خاوره(Soil) ،اوبه (Irrigation) ، د سرو مختلف ډولونه لکه شنه سره (Green manure) ، حیواني سره (Farm yard manure) ، کیمیاوي سره او د ځای انتخاب (Site Selection)  زیات اهمیت لری. چې په ترتيب سره په لاندې ډول بیانیږی.

1.   تخم (Seed):
    په میوه لرونکو ونو کې تخم د نیالګي د شنه کیدواوبیا په هغې باندې د پیوند لګیدو لپاره  استعمالیږي. مګر د ښه تخم غوره کول  د ښو او قوي بوټو د تولید او دزیاتو حاصلاتو سبب ګرځي.
       همدا رنګه دهر ډول مهارتونو او د مختلفو تخمونو دزرغونید د ضرورت وړ معلوماتو په کار اچول د بریالیتوب لپاره ښې نتیجې ورکړې دي. د تخم په زریعه د بوټو د تکثیر بریالیتوب د لاندې شرایطو د بشپړیدو په اندازه پورې اړه لري.
•    تخم باید هغه ډول بوټي ورکړي  کوم چې مونږ ئې غواړو. که تخمونه له باوری منابعو ځخه لاس ته راشی نو دا ډول هيله په ښه شان سرته رسیدای شي.
•    تخم باید ژوندی وی، دزرغونیدو قابلیت ولری او د ناوړه شرایطو سره مقاوم وی.
•    د غیر فعال حالت هر هغه شرط چې د تخم د ټوکیدنې مخه نېسي باید لمنځه لاړ شي.
     د ټوکیدنې ازمایښت (Germination test) کولای شی  چې د کرلو تر مخه د تخم د ټوکیدنې قابلیت معلوم کړی او هم هغه اړتیاوې  چې د تخم د شنه کیدو په لاره کې خنډپیداکوی لرې کړي.
•    که تخم د شنه کیدو وړ وي  نو د تکثیر د پاره ئې بایدمناسب محیطي شرایط لکه لنده بل،تودوخه، اکسیجن، رڼا یا تیاره برابره شي په مناسب محیط کې د امراضو او حشراتو کنترول هم شامل دی.

د تخم ازمایښت:
د ښه کیفیت تخمونه لاندې خواص لري:
•    تخم باید همیشه خپل جنس ورکړي.
•    تخم باید دهر ډول امراضو او حشراتو ځخه خالي وي.
•   تخم باید پاک او د نورو زراعتي بوټو  د تخمونو او نامطلوبو خارجي موادو ځخه پاک وي
نو په دې توګه باید د کرلو تخم د ظاهري شکل له مخې غونج،مات، وړوکی، بې رنګه او چینجن نه وي. کوښښ وکړل شی چې قوي او غوښن ،دناروغیو له علایمو ځخه پاک ، غټ او پلن تخم غوره شي که دتخم په غوره کولودقت وشو نو بزغلي به غښتلي  او له ناروغۍ ځخه پاک نیالګي تولید کړي.  میوه دارې ونې باید هیځ وخت د تخم له لیارې ډیرې نشي دا ځکه چې عین نوع جنس نه ورکوي اوبل  داچې دتخم له لیارې ډیرې شوې ونې بیا ژر په حاصل نه راځي.

دتخم راټولول او دهغې ساتل
دتخم په ښه شنه کیدو کې یو هم په مناسب وخت  کې له ونو او میوؤ ځخه د تخم راټولول دي.
    تخم باید چاودلی نه وی او خام راټول نه شي  همدارنګه ځينې تخمونه د میوې دغوښنې برخې له منځه ځخه ښه جلاکیږی او ځینې ئې سخت دمیوې په غوښې پورې نښتی وي.
      دمیوؤ دتخمونو دراټولولو وخت د میوؤ په نوعو او ډولونو پورې اړه لري . هغه میوې چې تخمونه یې له پخيدو وروسته سملاسي د زرغونیدو قابلیت لری لکه نارنج،مالټه،... اوداسې نور هغه وخت راټولیدلی شي کله چې ئې تخمونه کرل کیږی . مګر د پانریژو میوو تخمونه له پخیدو ځخه وروسته سملاسي راټوليږی.
 د چاکو په زریعه کولای شو میوه ځیرې کړو او تخم ورځخه راوباسو او که چیرې په زړی  یا تخم پورې دغوښې برخې پاتې شوني نښې وی نوکولای شو چې زړي یا تخمونه  په يوه طشت  یا سطل کې په اوبو پریمنځو او پاک ئې کړو. دپاڼریژو میوو تخمونه له منځلو وروسته باید لمر ته وچ شی  او بیا ټوکر او یا د کاغذ په کځوړه کې خوندې کړل شی.
د ستروسو  او الوکاټو تخمونه له منځلو او پاکولو وروسته وچیدوته اړتیا نه لری کیدلی شی سملاسی وکرل شی ځکه چې دا ډول تخمونه د وچیدو له امله  دټوکیدنې قدرت له لاسه ورکوي.
    همدارنګه دپاڼریژو میوو تخمونه سملاسی نه شنه کیږی او باید چی له سړې لندې هوا سره مخامخ شي  چې په دې ډول د ټوکیدنې قابلیت تر لاسه کړي.
      د پاڼريژو ډول ډول میوؤ تخمونه د ځوورځو لپاره باید له لندې سړې هوا سره مخامخ شي چې د Moist chilling  په نوم یادیږی . لکه په لاندې جدول کې

      جدول:   له لندې سړې هوا سره د پاڼریژو میوؤ د تخمونو معامله کول او وخت
میوې            سړه هوا په سانتې ګراد                 ورځو ته ضرورت
مڼې                          ۳-۱                                           ۹۰-۸۵
ناک                         ۳-۱                                            ۸۵-۸۰
زردالو                     ۱-۴                                             ۶۰-۴۵
چهارمغز                  ۱-۴                                                 ۹۰

ددې لپاره چې د پاڼریژو میؤو تخمونه  د زرغونیدو قابلیت پیداکړي نوباید دلیندۍ(قوس) په میاشت کې په بوزغلي کې وکرل شي چې په دې توګه د پورتنۍ لندې سړې هوا  اړتیا ئې پوره شی او یا باید د ځمکې په ۳۰ سانتي متره ژوروالي کې ساړه او لانده  وساتل شي او بیا د ۲۴ ځخه تر ۴۸ ساعتونو پورې په اوبو کې ډوب کړل شي.
دځینو میوه دارو ونو تخمونه پرته له دې چې وساتل شي باید سملاسی وکرل شی لکه د ستروسو د کورني میوې،نارنج،لیمو،مالټې چکوترې او داسې نور.
د الوکاټو او امروتو تخمونه هم له راټولولو وروسته کرل کیږی  ددې لپاره چې تخمونه  دټوکیدنې دپاره ژوندې پاتې وساتل شي نوباید دا لاندې ټکي په نظر کې ولرو.
1.   تخمونه باید په لوښي کې وساتل شي لکه په کاغذي او د ټوکر کځوړې، مرتبانونه یا بوتلونه ،ټيمي کوتي او داسې نور.
2.   په لندبل یا مرطوب ځای کې تخم ذخیره نه شي.
3.   د میوو تخمونه په ساړه او یخ ځای کې ذخیره شي.
4.   د میوو تخمونه باید سیوري یا تیاره ځای کې ذخیره شي.

د تخم د کرلو لپاره د ځمکې تیارول
مخکې له دې چې  د تخم د کرلو وخت راورسیږي غوره شوی پټی باید  په لاندې ډول تیار شي.
•    خاوره ښه ژوره قلبه شي.
•    ډبرې او بیکاره ګیاوې ورځینې لرې کړل شي.
•    د پټي لوټې ماتې کړل شي.
•    ډير مرطوب پټی قلبه نه کړل شي ځکه لوټې پیدا کوي.
•    ډیر وچ پټی هم قلبه نه کړل شي ځکه خاوره ډیره میدیږی  او کله چې اوبه کړل شي نو خاوره کلکیږي.
•   او د ونو لپاره شګلنه خاوره ډيره مهمه ده چې په زراعت کې ورته Sandy loam   وائې.
•   او مټینه خاوره Clay soil  که موجوده وي د حیواني سرې  په واسطه دهغه  ساختمان Structure اصلاح کړل شي.
هغه تخمونه چې په پلاستیکي کځوړو کې  کرل کیږي لکه امروت ددې ډول تخمونو لپاره د کروندې فارمول پر اساس خاوره تیاریږي.

1   :  2  :  3

یا دری (۳) برخې د پټي خاوره
دوې (۲) برخې میده پاکه شګه
يوه (۱) برخه حیواني ورسته شوې سره

پورتنۍ اماده شوې خاوره، شګه او حیواني سره ټول یو ځای کیږي بیا د جالۍ پواسطه چاڼیږي،لوټې ډبرې او خځلې ترې جلاکیږي  او چاڼ شوې پاکه خاوره باید په پلاستیکي کځوړو کې وچول شي  او تخمونه پکې وکرل شي.

د میوو د تخمونو دکرلو وخت
د افغانستان دبیلو بیلو منطقو اقلیمي شرایط توپیر سره لري د مثال په ډول په یوه موسم کې د ننګرهار هوا توده وي خو د وردګو او بامیانو هوا بیا سړه وي . د پاڼریژو  میوو تخمونه باید له لندې سړې هوا سره په طبیعي توګه مخامخ شي او داستراحت Dormancy ئې له منځه لاړه شي.
    کیداي شي د دغو تخمونو میوې لومړی په اوبو کې پریمنځل اوبیا تر ۴۸ ساعتونو پورې په اوبو کې ډوب شي اوپه ژمي کې بیا د یوه دیوال یا پولې شمالي خواته ۳۰ سانتي متره ژوره کنده کې  د لندو شګو په طبقو کې وساتل شي په دې وسیله ئې د استراحت دوره له منځه ځي او بیا په پسرلي کې دمیوو په بوزغلي کی وکرل شي.
کله چې د پاڼریژو میوو د تخمونو د استراحت دوره له منځه وړل شویوی بیا نو دهغوي د کرلو وخت د سیمې په اقلیمي شرائطو پورې اړه لري  د مثال په ډول د افغانستان په تودو سیمولکه ننګرهار،لغمان ،کندهاراو هلمند کې  د میوو تخمونه په بزغلي کې د حوت د میاشتې په لومړیو وختونو کې کرل کیږی  او په سړو سیمو لکه کابل،لوګر او وردګو کې د حوت د میاشتې په آخره اونۍ او یا دحمل د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې کرل کیږي.
     ځرنګه چې د ستروسو میوې یواځې په د ننګرهار ،لغمان او کنړونوپه ځینو سیموکې په تجارتي ډول کرل کیدلی شي نو بزغلی ئې هم باید په همغه سیمو کې جوړ شي.

نور دوهمه برخه وګورۍ.
     په ننګرهار کې د ستروسو تخمونه کیدای شي  تر پلاستیک لاندې د قوس یا جدی په میاشت کې هم وکرل شي  او بیا په اوړي( دوبي)  کې ورباندې سیوری جوړ شي  ځکه چې د ستروسو کوچیني نیالګي  د لمر له مستقیمو وړانګو سره ډیر حساسیت لري.

د بوزغلي لپاره د اړتیا وړ تخمونو مقدار معلومولاو د کرلو طریقې
دیوې واحدې ټوټې ځمکې لپاره د تخمونو اندازه په یو شمیر عواملو پورې اړه لري.
•    دمیوې ډول
•    د کرلو مسافه
•    په سلو برخوکې د تخمونو ټوکیدنه
•    خالص والی یا سوچه والی
•    په یو کیلو ګرام کې  د تخمونو شمیر

د بوزغلي د نیالګیو د تخم اندازه د لاندې فارمول پواسطه معلومیږي.

W= A . S / D . P . G . L
           
W: د تخمونه هغه اندازه چې باید په یوه واحده ټوټه ځمکه کې وکرل شي.
S: دمتر مربع په اساس هغه واحد ټوټه ځمکه  چې باید وکرل شي لکه یو جریب ۲۰۰۰ متره مربع کیږی A:  د کرلو د مسافې پر اساس  د هغه تخمونو شمیر دی چې په یو متر مربع کې کرل کیږي.
D:  په یوکیلو ګرام کې په اوسط ډول د تخمونو تعداد.
P: په سلوبرخوکې د تخمونو د خالصوالي یا سوچه والي برخې دي.
G: په سلو برخو کې د هغه تخمونو شمیر دی چې له ټوکیدنې وروسته د موسم په اخر کې ژوندي پاتې شویدي.
L:  په سلو برخو کې  د لابراتواري ټوکیدنې اوسط( د عشارئې له مخې).
او دځمکې  د مساحت ۶/۱ برخه د سړک،لارو او ۵/۶ برخه ئې باید د تخم لپاره  جداشي.

د ډول ډول میوو د تخمونو تعداد په اوسط ډول په یو کیلو ګرام کې:

میوې                                    په یو کیلو ګرام کې د تخمونو تعداد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مڼې                                                     ۳۰۰۰- ۳۲۰۰
ناک                                                     ۳۰۰۰- ۳۲۰۰
شفتالو                                               ۲۵۰-    ۳۵۰
زردالو                                                    ۵۰۰- ۶۰۰
بادام                                                    ۳۵۰-  ۴۰۰
چهار مغز                                                       ۱۵۰

که چیرې ځوک نه غواړي چه په وزن د میوو د تخونو مقدار معلوم کړي اویاله پورتنی فارمول ځخه ګټه اخستلی نشي  نو کولای شی چې د شمیر پر اساس د پورتنی جدول  له مخې د خپل ضرورت وړ تخمونه معلوم کړي او بیا هغه په بوزغلي کې وکري . لومړی د خوښې وړ مسافه او بیا دهغې له مخې په متر مربع کې  د تخمونو شمیر معلوم کړي او بیا دټولې کرونکې ساحې لپاره د تخمونو شمیر معلوم کړي.
   د تخمونو دکرلو ژوروالی  د تخمونو په غټوالي او کوچینوالي  پورې اړه لري  که چیرې تخمونه په مناسب  ژوروالي  ونه کرل شي  ښائې  هلته په خاوره کې ئې اوبه تبخیر شي او ونه ټوکیږي.
   که چیرې تخمونه ډير سر سري یا په لږ ژور والي وکرل شي ښائې هلته به خاوره کې ئې اوبه تبخیر کړې وي  او خاوره پوره رطوبت ونه لري چې په دې توګه بیا تخمونه ټوکیدلی نه شي.
   که چیرې تخمونه ډیر ژور وکرل شي نو ښائې چې بیا هم ونه ټوکیدلی شي ځکه ښائې دهغوي ذخیروی غذائې مواد خلاص شي او دځمکې سرته راو نه ختلی شي.
   د میوو د تخمونوتیره یا نري ځوکه باید په خاوره کې ښکته خواته شي ځکه چې له نرۍ ځوکې ځخه د نیالګی ریښه تولیديږي  چې ښکته خواته په خاوره کې وده کوي او له غټې ځوکې ځخه دنیا لګي تنه راوزي د ځمکې د سطې په سر نیغه وده کوي.
په نرمو او پستو خاوروکې د Pome fruit  او Citrusستروس  تخمونه له ۳ ځخه تر ۶ سانتي متر په ژوروالي  او په کلکو خاوروکې له ۲ځخه تر ۳ سانتي مترو په ژوروالي کې کرل کیږي.
     د کلک زړو میوو  Stone fruit   لکه زردالو،شفتالو، الوتخمونه په نرمو او پستو خاوروکې له ۵ ځخه تر ۸ سانتي مترو په ژوروالي کې کرل کیږي . په بوزغلي کې باید د میوو تخمونه دپولې په دواړو غاړو وکرل شي ځکه چې لاندې فایدې لري.
   1.  د Budding   او Grafting   لپاره به اسانه وي.
   2.   د خشاوې (للون) لپاره به اسانه وي.
د دوو قطارونو تر منځ فاصله باید ۷۵ سانتی متره او دتخمونو ترمنځ فاصله باید ۱۲ سانتي متره پریښودل شي.
   او د Stone fruit  میوو تخونو باید حتماً په جیوؤ باندې وکرل شي ځکه چې:
•    رطوبت زیات ساتي.
•    ددې نباتاتو ریښې  د زیات رطوبت سره حساسیت لري.

په بزغلي کې د سرو استعمال

کله چې د بزغلي لپاره ځمکه تیاره شوله  نو له هغې وروسته باید د حیواناتو ښه خوسا او ورسته شوې سره well composed  چې د شپږو ځخه تر دوولسو ۶- ۱۲ میاشتو پورې وخت پرې تیر شوی وي ورکړل شي او د قلبې پواسطه  له خاورې سره ګډه شي.
د حیوانې سرې (FYM) مقدار د خاورې دکیفیت Soil quality   پورې اړه لري  په هر صورت باید ځمکې ته په یوه جریب کې پنځه ټنه حیواني سره  Farm yard Manure   استعمال شي . برسیره پر حیواني سره په یو جریب ځمکه کې یوه بوجۍ توره یا فاسفورس داره کیمیاوي سره هم اچول کیږي او بیا دقلبې په واسطه له خاورې سره ګډه شي. د حیواناتو تازه سره باید استعمال نه شی ځکه چې له یوې خوا د نیالګیو ریښې سوځوي او له بلې خوا  ونې د نایتروجن  په کمبود Nitrogen difeciency   اخته کوی . وروسته د بوزغلي ځمکه په پټو وویشل شي ،لښتي،پولې او لارې پکې جوړې شي پولې یا قطارونه باید دبادپه مقابل کې جوړې شي.
    که چیرې سیمه ډير باد ولري باید د بزغلي له جوړولو ځخه دوه یا دری کاله مخکې  د باد ماتونکو Wind breaks  ونو دوه  یا دری قطارونه وکرل شي.
کله چې په پسرلي کې تخمونه وټوکیدل  اونوي زرغون شوي نیالګي  له ۱۰ ځخه تر ۱۵ سانتي مترو په لوړوالي  لوړ شول  نو باید زرغون شویو نیالګیو تر ځنګ په قطاري ډول ۱۵ کیلو ګرامه یوریا (نایتروجن لرونکې سره) په یوه جریب کې استعمال شي او سملاسی بزغلي اوبه کړل شي.  او ددوهم ځل لپاره بیانو یو ځه ژر خړوب شي . له لومړی نایتروجنې سرې ځخه ۲۰ یا ۲۵ ورځې وروسته بیا د دوهم ځل لپاره په یوه جریب کې د لومړی ځل په شکل ۱۵ کیلو ګرامه یوریا استعمال شي او بیا یوه میاشت پخوا تر پیوندولو د دریم ځل لپاره ۱۵ کیلوګرامه یوریا په یوه جریب کې استعمال شي.

د نویو زرغون شوؤ نیالګیو پالنه او روزنه
نوی زرغون شوي نیالګي ډیرې جدي او نژدې پاملرنې ته اړتیا لري .ځرنګه چې نیالګي ډیر کوچیني وي نو دهر ډول افتونو لکه پوپنکي ناروغۍ،د اوبو کموالی، د ناوړه بوټو سره مقاومت ، د حشراتو اوداسې نورو په مقابل کې زیات حساسیت لري.
     له ناروغیو نیالګیو ځخه باغ نه شي جوړیدلای باید کوشش وشی چی د بوزغلي نیالګي له هیځ ډول افت سره مخامخ نه شي.
   نویو زرغون شوو نیالګیو ته باید په خپل وخت نایتروجني سره ورکړل شي  او کوښښ وشي چې ټول ناوړه بوټي Weed   تر شنه کیدو  وروسته سملاسی ترې لرې  او له منځه یوړل شي. نیالګي باید په خپل وخت کې اوبه شي  اوهر ډول افت لکه فنګسي ناروغۍ Fungal diseases   او حشرات insects باید کنترول شي.
   د ځینو میوو لکه Stone fruit (شفتالو،زردالو،الو یا لوچو، ګیلاس) او مغز بابو Nut crops  لکه  ( چهارحغز،بادام،) نوی زرغون شوي نیالګي یوه عمده اصلی ریښه Main root تولیدوي  او دنوموړی ریښې په ځنګونوکې ډیر لږ یا هیځ ریښې نه تولیدوي  د نوموړو میوو او مغزبابو دا ډول خاصیت دوه غټ او مهم تاوانونه لري.
•   یو داچې له بزغلي ځخه د ایستلو په وخت کې ستونزه رامنځ ته کوي  ځکه چې اصلي ریښې يې ډیرې په خاورو کې ژورې تللې وي.
•  بل داچې دير شمیر ئې په باغونوکې له کرلو وروسته مړې کیږي او له منځه ځي ځکه چې اصلي عمده ريښه د ځنګ کوچينۍ تغذیوي ریښې Feeder roots   نه لري.
ددې لپاره چې په نوموړو میوؤ او مغزبابو کې پورتڼۍ دوه ستونزې رامنځ ته نه شي  نو کله چې کوچيني نیالګي په بزغلي کې تر ۱۰ سانتي مترو پورې جګ شول ټولې عمده یا اصلي ریښې د ځوکې له خوا  د تیره چاکو اویا تیره لور پواسطه په خاوره کې لنډه او غوځه شي دا ځکه  چې نیالګي باید د ځنګ تغذیوي ریښې Feeder roots  تولیدکړي.
په لنډ ډول باید وویل شي چې د میوؤ نوي زرغون شوي نیالګي د لومړنی وده ئیز موسم Growth season  په لومړیو ځلورو یا پنځو میاشتوکې باید داسې  اصلاح شي چې د هغوی د راتلونکې ژوند ستونزی حل شي او په اسانۍ د لومړی وده ئیز موسم د سنبلې په میاشت کې پیوندولو ته تیار شي.