دنیالګیو پیوندول
له تخمونو نه باید باغونه جوړ نه شي ځکه چې له تخم ځخه  تولیدشوې ونې اصلي جنسیت نه لري او خپل جنسیت له لاسه ورکوي . میوې ډول ډول پيوندیږی . هغه میوې چې د غیر زوجي تکثر په نورو طریقو سره نه شي ډیریدلای نو باید د پیوند په طریقه تکثیر شي.
      له هغه نیالګي یا ونې ځخه چې پیوند اخستل کیږی د پیوند بوټی په نوم یادیږي .او هغه نیالګي چې پیوند ورباندې لګول کیږي  د نیله بوټی په نوم یادیږي . دپیوند اخستلو لپاره سالمې ونې چې میوه ئې غوره کیفیت او ډیر حاصل ورکوي انتخابیږي . پیوند دیوه وده ائیز موسم له نودوځخه اخستل کیږي .
په پیوندولو کې باید لاندې ټکوته ډیره پاملرنه وشي:
•    دپیوند اخستلولپاره باید روغې ونې اونودې Bud stick  د غوره میوې له ډله ځخه انتخاب شي.
•    زخې Buds  باید دنیله بوټي Root stock په داسې صیقل ځای کې پیوند شي چې له ځمکې ځخه تر ۲۰ ځخه تر ۲۵ سانتي مترو پورې لوړې وي.
•    بڼوال باید پوه وي چې کوم پیوندي بوټی په کوم نیله بوټی باندې پيوندیدلای شي :

                                                             لکه په دې جدول کې
نیله بوټي
Root stock                                              پیوندي بوټي  Scion



                    بادام         زردالو             شفتالو       شلیل            الو            ګیلاس
بادام               هو             نه                     هو             هو             هو              نه
زردالو             نه             هو                     نه              نه              هو             نه
شفتالو             هو           ښائې                  هو             هو            هو              نه
آلو                   نه              نه                    ښائې          ښائې          هو             نه
شفتالو بادام     هو             ښائې                هو             هو             هو             نه
مزارد                نه              نه                     نه              نه             نه              هو
محلب               نه              نه                     نه              نه              نه             هو

•    زخې باید د باد په مقابل کې په مقابل کې پیوند شي له ماتیدو وژغورل شي او ټول قطارونه  همغې یوې خواته پیوند شي  چې په راتلونکې کې د هغوی په نښه کول او ازمویل آسانه شي.
•    دبوزغلي دنیالګیو په کوم قطارونوکې چې دمیوؤ کوم خاص ډول Variety  پیوندیږي هغه باید د بوزغلي خاوند له ځان سره د بوزغلي په جوړه شوې نقشه کې  په نښه کړي  او نومونه ئې ولیکي.
•    دمیوؤ ځینې ونې ګرده برابرونکی Pollinisers   ته ضرورت لري . دنوموړو میوؤ ځخه لا اقل  دوه داسې ډولونه پیوند شي چې یوه او بلې ته ئې ګرده برابرولی شي او په پسرلي کې یو وخت ګلان وسپړي.

دپیوندولوعملیه
پیوند دشکل له مخې زیات ډولونه لري مګر زخه پیوند چې عبارت له T   پیوند  یا T-Budding   ځخه دی  او په افغانستان کې زیات مروج دی په ونو کې اجراکیږي.

1.   د T-Budding  لپاره د Bud  تیارول:
 د نودې له منځ ځخه د زخې پیوند لپاره ښې رسیدلې زخې غوره کیږی او بیا دپیوند دچاکو پواسطه  پیوندي زخه تیاریږي  هیره دې نه وي  چې د زخې د پیوند لپاره چې کومې نودې Buds sticks  له ونې ځخه غوځیږي په هغې پسې باید سملاسي دپاڼو تیغې غوځې شي او نودې په لنده بوجۍ کې ونغښتل شي   او دا ددې لپاره چې زخې اوبه  له لاسه ورنه کړي او وچې نه شي.

2.   دزخې پیوندلپاره دنیله بوټی Root stock   تیارول:
دنیله بوټی په تیارولو کې دنیله بوټي په ښوی ځای کې د ۲.۵ سانتي مترو په اندازه  عمودي زخم  او د نیله بوټی د ساقې دقطر د ۱/۳ برخې  په اندازه چې د عمودي زخم دسر سره وصل وي د افقي زخم جوړول پکاردی  او بیا وروسته ټپ (زخم) پوستکی یوې او بلې خواته جداشي .
3.   له هغې وروسته بیا دچاقو دځوکې دشاه په واسطه عمودي غوځ شوی پوستکی ډډیژی اوپه احتیاط سره جلا شوې زخه په نوموړي جوړ شوي تکمه شکل زخم کې ځای پرځای کیږي.
4.   په نیله بوټي کې د پیوند بوټي زخه له کیښودو وروسته په پلاستیک سره تړل کیږي.
زمونږ د هیواد په ځینو سیمو کې چې د وبی لنده هوالری او یاباران په کې اوریږی سرچپه ټي پیوندInverted-T-Budding   اجراکیږي.

 دپاڼریژو میوؤ دپیوندلو وخت
دزخې پیوند (T-budding) لپاره مناسب وخت هغه دي چې کله پوستکی دنیله بوټي او پیوندي بوټی ځخه په اسانۍ سره جلاکیږي.
   د پاڼریژو میوؤDeciduous fruit  لپاره غوره پيوندی نیالګی هغه نیالګی ګڼل کیږي چې په بزغلي کې کرل کیږي . د افغانستان تقریباً په هیځ سیمه کې د جوزا په میاشت کې د پیوندولو وړ نیالګی وړاندې کولای نه شي  نو له دې امله دپاڼریژو میوؤ دنیالګی پیوندول دسنبلې د ۱۵ او دمیزان تر ۱۵ پورې پیوند چې د Fall Budding  ّپه نوم یادیږی ډیر عمومیت لري.

دمني دزخې پیوند Fall Budding  ګټه لري ځکه چې:
•    دحرارت درجه نسبتاً معتدله وي او دپیوند دکامیابیدو چانس زیات وي.
•     Budder   یا پیوند کوونکی لپاره وخت زیات وي.
•    د زخو دځانګوBud stick  ساتلو ته ضرورت نه وي.
د افغانستان  په سرړو سیمولکه وردګ،غزنی،بامیان، پروان اوداسې نورو کې پاڼریژومیوؤ او مغزبابو Nut crops  دپیوندولو لپاره ډیرښه وخت د اسد دمیاشتې له نیمایی دسنبلې تر نیمائې پورې ګڼل شویدي. د هیواد په تودو سیمو لکه ننګرهار،لغمان،کندهار،هلمند،فراه،نیمروز اوداسې نورو کې د زخې پيوند لپاره غوره وخت دسنبلې دمیاشتې له نیمايي ځخه د میزان دمیاشتې تر نیمايی پورې ګڼل کیږي.
     په پورتنیو وختونوکې T-Budding  یا ټی پیوند شوو نیالګیو ځوکې له پیوندولو وروسته نه غوځيږي نیالګي او پیوندې زخې تر راتلونکي پسرلي پورې پخوا تر دې چې وده پیل شي په خپل حال پریښودل کیږي. له پیوندولو دوه اونۍ وروسته په سړو سیموکې له پیوندې زخې ځخه پلاستیک سستیږی خو پلاستیک باید بیخي لری نه شي  ځکه چې پلاستیک په ژمې کې پیوند شوې زخې له سړو له تاوان ځخه ژغوري. په تودو سیموکې له پیوندولو دوه اونۍ وروسته باید پلاستیک له پیوند شویو زخوځخه لرې شی.نوې پیوندشوې زخې په ژمې کې ویدې پاتې کیږی او بیا په پسرلي کې پخواتر دې چې نوې وده پیل شي  پیوندي نیالګي له پیوند ځخه له لسونه تر شلو سانتي مترو لوړغوځیږي  او کله چې بیا وده پیل ته نږدې شي  نو د زخې له پیوند ځخه یو سانتي متر لوړ ټول پیوندي نیالګي  غوځیږي او په دې توګه پیوندي زخه وده کوي.
     پیوندي نیالګی ته په دویم وده ئیز موسم کې ،لکه د لومړي وده ئیز موسم په ځیر ډیره کلکه پاملرنه کیږي، په نوموړي پاملرنه کې پخپل وخت خړوبول، نایتروجن سره ورکول، دناوړه بوټو کنترول او دحشراتو او ناروغیو مخنیوی شامل دي.


له بوغلي ځخه د پیوندي نیالګیو را ایستل او باغ ته وړل
ښه او غوره پیوندي نیالګي هغه دي چې د دوو کالونو په موده کې په ښه توګه په بزغلي کې تولید شوي وی.  په بزغلي کې د پیوندي نیالګیو د ایستلو په وخت کې باید ډیر احتیاط وشي  چې د نیالګي ډیرې اصلي او فرعي ریښې په خاوره کې پاتې نه شي  باید دایستلو په وخت کې کوښښ وشی چې ریښې ماتې نه شي او تغذیوي ریښې له نیالګي سره یو ځای  راویستل شي.
     له ایستلو وروسته باید ډیره پاملرنه وشي چې د ایستل شوو نیالګیو نیلې وچې نه شي ، دلمر د مستقیمووړانګو سره مخامخ نه شي او تړلو او باغ ته دوړلو په وخت کې ئې ریښې ماتې او زخمي نشي. نیالګي باید په داسې ورځ راونه یستل شي  چې ډیر باد لګیږي .ځکه چې باد بیا د ایستل شویو نیالګیو ریښې او نیلې وچوي.

ستونزې:
په افغانستان کې عموماً بزګران دبوزغلي د جوړولو په وخت کې دلاندې مشکیلاتواو ستونزو سره مخ وي:
•   میوه لرونکې ونې اکثراً دتخم پواسطه تکثیروي چې دتخم په واسطه تکثیر عین جنسیت نه ورکوي او ژرپه حاصل نه راځي چې بالاخره د بزګز دنارضائې سبب ګرځي.
•   په بزغلي کې دنیالګیو پاملرنه نه کیږي  په وخت نه اوبه کیږي  په مناسب وخت کې په مناسب اندازه کود نه ورعلاوه کیږي  چې با لاخره دبزغلي دناکامۍ سبب کیږی.
•    پیوند په مناسب وخت کې نه ترسره کیږي.
•    دفني کسانو عدم موجودیت هم یوه لویه سوتزه منځ ته راوړي.
•    په بزغلي کې دBudder  او Grafter  دناپوهۍ په موجودیت کې په بزغلي کې مشکل او ستونزې رامنځ ته کیږي.

نتایج او سپارښتنې:
دبزغلي د جوړولو په وخت کې بایددهغه موقعیت په نظر کې ونیول شي دبزغلي لپاره مناسب ځای هغه ګڼل کیږي چې باد ماتونکی ولري تر ځود یخ وهلو ځخه مخنیوی وشي  اوبل داچې دعمومی سړکونوسره وصل وي تر ځو دانتقال په وخت کې نیالګي زخمي او متضرر نه شي.
   دبزغلي لپاره باید داسی تخم انتخاب شي  چې دمارفولوژي له نظره غوره خصوصیات ولري او داستراحت Dormancy  له حالت ځخه وتلي وی  او که چیر دې استراحت په حالت کې وي نوباید دلندې سړې هواپواسطه چې Moist chilling  ورته وايي دمنځه لاړشي.
دتخم دکرلو مناسب وخت او دتخم دکرلو مناسبه طریقه  په بزغلي کې یوه ستره کامیابي بلل کیږي  تخمونه باید په سرچپه ډول په منظمو قطارونو کې کیښودل شي تر ځو چې د پیوند کولو عملیه ئې اسانه شي.
دتخم دزرغون کیدوځخه  وروسته باید دهغه اوبول،سره ورکول،خشاوه کول  اونور کرنیزو عملیاتو ته زیاته توجه وشي.
    کله چې نیالګي دپیوند لپاره  اماده شي نو باید دپیوندولو وخت ئې  معلوم شي ځکه چې په افغانستان کې زخه پیوند ډيرعمومیت  او رواج لري چې په دریو وختونو کې اجراکیږي پسرلی،جوزا اومنی.
دپیوندولو په وخت کې دپیوند اچوونکی مهارتونه اوپوهه زیاته مهمه ده  تر ځو وپوهیږي  چې کوم نیله بوټی او پيوند بوټی سره مطابقت لري وروسته له پیوند کولو دنیالګیو د انتقال په وخت کې چې کله باغ یا بڼ ته انتقالیږی ډیره پاملرنه وشي.
 
مأخذ:
1.  حمزه خیل، ن ۱۳۵۹،دنباتاتودتکثیرلارې،دکابل پوهنتون خپرونې مخ ۶۵- ۶۶
2.  حمزه خیل،ن ۱۳۸۴ دنباتاتو دتکثیر لکچر نوت
3.   حمزه خیل ،ن ۱۹۹۲ ، دهارتیکلچر اساسات،دکابل پوهنتون خپرونې
4.   شیرزاد،ب ۱۳۷۸ ، په افغانستان کې دبوزغلي جوړونه  اوروزنه ،داریک دګرځنده کتابتونونودخپرونولړۍ، مخ د۵ نه تر  ۱۵ اود ۲۹ ځخه تر ۳۱ پورې.
5.  ظاهریان،ګ ۱۳۸۴ ،دنباتاتو دتکثیر لابراتوار،مخ ۵۹-