نعناع(تور ويلنى)د والګي او ګريپ په درملنه كې ګټور دى
تور ويلنى واښه ډوله څو كلنه ګياه ده چې د ځمكې لاندې ساقو نه علاوه چې ويلنى په خاوره كې كلكوي هوايي ساقې هم لري او د دوه پښو(فوټو) په اندازه لوړېږي.


د تور ولينې ساقه څلور كنجه او ارغواني ته ورته سور رنګ لري او د ساقې په مخ په هره ګنډه كې دوه متقابلې پاڼې خارجېږي.


د نعناع ( تور ويلني) پاڼې بيضوى ډوله ، تېره څوكه او غاښوره ( دندانه ) لرونكې دي. ګلان يې د نعناع په ډول ( نوع) پورې اړه لري، كېداى شي چې سره ، ارغواني او يا سپين وي.


نوموړې ګياه په معتدلو  او لمر درلودونكو ځايونو كې ښه وده كوي او د  سرطان ( چنګاښ ) د مياشتې نه تر اسد( زمري) مياشتې پورې ګلان نيسي . منتا پي پريتا ( Mentha piperita) يو يوناني ( هبريد) محصول دى چې د اولسمې پېړۍ په اواخرو كې د مشهور انګليسي ګياه پېژندونكي ( جي. رى) په وا سطه تشريح شو . او دا سې ښكاري چې د نعناع  ټول ډولونه ( ا نواع) چې اوس مهال كرل كېږي. پكې شامل دي .
نعناع په پراخه پيمانه په ا روپا ، د اسيا په سهېل ختيځ ، شمالي او جنوبي امريكا او ستراليا كې كرل كېږي. او په وحشي او خپل سر  ډول هم راټوكېږي .


د نوموړې ګياه هوايي غړي د فرار ( اسانس، پيرمنت) غوړي لري چې ددې غوړيو فعال او اوليه توكى ( عنصر) د منتول په نامه يادېږي.


منتول د خولې نه د هوا د تېريدو په وخت كې د يخوالي احساس پيدا كوي. بايد ووايم چې په نعناع كې د منتول اندازه ( كچه) د ۳۵ – ۵۵% پورې متغيره ده او كه نعناع ډير وروسته را ټول ( جمع آوري ) شي د هغه د منتول كچه را ټيټېږي. د نعناع د فرار غوړي د هوايي غړو د اوبو د بخار  د تقطير د عملې په ذريعه تر لاسه كوي.


د پخواني طب له نظره نعناع نسبتا وچ او ګرم دى، نعناع غاز ماتوونكى دى او د ګېډي او كولمو ګاز را كموي، ګېډه ( معده) قوي كوي ، د معدې  درد تسكينوي، د ويروس قوي ضد ځانګړنې( خواص)  لري چې كولاى شي د د انفلونزا ( ګريپ) د عامل ويروس ، سنوزيت، د ستوني درد، د رېزش له كبله التهاب ، د تناسلي آلې د تب خال سره مقابله  وكړي او هغو ي له پښو وغورځوي.
همدارنګه د والګي په درملنه كې ګټور دى او د ستونې د درد د لرې كولو لپاره يي غړغړه كولاى شۍ.