زعفران:
زعفران وينه جوړونكى او د وينې د جريا ن اسانوونكى اغېز  لري،  د نړى په مختلفو برخو كې  د عوامو د طب له نظره ، له زعفران څخه د ارام بخښونكي ، اشتها راوړونكي او د معدې د قوي كوونكي درمل په توګه كار اخيستل شوى دى. د يوناني طب له نظره زعفران وچ او ګرم خواص لري، او د ډېرې پخوا نيو زمانو څخه د خپګان ( ديپريشن) په درملنه كې ورڅخه كار اخلي، زعفران قوي بوي او تريخ خوند لري، اود زعفران څخه جوړ شوى چاى هضم كوونكې اغيزه ښندي، او مسكن اغېز هم لري.
بايد په ياد ولرو چې زعفران وينه جوړوونكى دى او د وينې جريان ته سهولت هم وربخښي.