د كشماليو(Tulsi- ريحان) حيرانوونكى بوټى:
كشمالي يو مقدس بوټى دى چې څو ډوله چې زمونږ په ګران هيواد كې د هغه د خواږه بوى لرلو په خاطر په حوېليو، ګلدانونو او پالېزنو كې كرل كېږي ډيرې نورې ځانګړنې لري او په ډيرو ناروغيو كې ورڅخه كار اخيستل كېږي. د ډيرو پخوا زمانو څخه زمونږ نيكه ګانو دهغه په قدسيت او د هغه په درمليز ه اغېزه باندې باوري ؤ.
څيړنو او پلټنو ثابته كړېده چې ، د كشمالي دوا مداره مصرفول د دريو مياشتو په موده كې ، د ډيرو ناروغيو لكه والګى، ټوخى ، د سر درد، د سترګو ستړيا ، ضعف، اسهال، د وينې لوړ يا ټيټ فشار، د زړه ستونزې، څربښت، د معدې تريو والى، قبضيت، د پښتورګو ستونزې، د مثانې ډبرې او د نقرص دردونو درملنه ورباندې كېږي.
نوموړى بوټى د نارغيو په مقابل كې  بدن د مقاومت  لوړوي  چې د ويټامين سي او اى د كموالي په پايله راښكته شوى وي.

د كشمالي دوامداره كارول ( مصرفول) د لاسونواو مخ د ګونځو د ښه كېدو لامل ګرځي. همدارنګه د ښځو په ناروغيو او جلدي ستونزو او تبو ته هم كار وركوي. په سرطان باندې اخته ناروغانو ته هم دا بوټى توصيه كېږي. 
د تيارولو لارى چارى:
- د كشمالي دېرش يا څلوېښت پاڼې وړې وړې كړۍ.
- د غذاخوړلو په كاشوغه يوه كاشوغه خواږۀ ماسته د كشمالي په هغو پاڼو چې مخكې وړې وړې شوېدي ورزيات كړى. د مستو په ځاى كولاى شې د يوې يا دوه كاشوغو شاتو څخه هم كار واخلۍ.
د ا مخلوط درمل د سهار له خوا په ناشتا كې د دريو مياشتو لپاره مصرف كړى. په ياد ولرى چې بايد د نوموړو درملو د مصرف نه يو ساعت وروسته د سهار چاى وڅښى.
د دۍ درملو مصرف هره ورځ يو ځلې د دريو مياشتو لپاره دى، مګر د سرطان او يا نورو مزمنو نارغيو د دملنې لپاره په ورځ كې دوه يا درې ځلې توصيه كېداى شي.
د پام وړ:

هغه ماسته چې په كشمالي ور زياتېږي. بايد تروه نه وي او حتمآ د خوږو مستو څخه كار  واخلى. 
د ماشومانو په هكله ، د چاى خوړلو د كاشوغې څلورمه برخه د كشماليو د د ميده ميده شويو پاڼو سره يو ه اندازه شات ورزيات كړى. دلته بايد د ماستو څخه ځآن وساتى، د شيدو مصرفول هم نه توصيه كېږي.