د اسټراليا حکومت وايي چې د هغو شپږو ايرانيانو د بيرته خپل هيواد ته د استولو په اړه غور کوي کومو چې د اسټراليا د کډوالۍ اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په درواغو او ناسمو ادعاو خپل ژوند په ايران کې تر ګواښ لاندې ښودلې وو.

خو اوس د استرالیا حکومت وايي دوی ته معلومه شوې چې دا خبرې او ادعاوې نا سمې وې.

حکومت وايي يادو ايرانيانو سره له دې چې ايران کې یې خپل ژوند په خطر کې ښودلی وو، خو د اسټراليا د ويزو د ترلاسه کولو وروسته بيا څو وارې دغو کسانو ايران ته بیرته سفر کړی، چې دا په دې معنی ده د دوی ژوند په لمړیو کې هم له هیڅ کوم ګواښ او خطر سره مخ نه وو.

که څه هم د یادو ۶ ایرانیانو د تحفظ ویزې تیر کال د استرالیا د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن له خوا هغه مهال رد شوې کله چې دوی په ایران کې وو، خو بیا د یوې محکمې له لورې د نوموړي دغه حکم باطل اعلان شوې وو او یادو کسانو ته بیرته استرالیا ته د راتګ اجازه ورکړی شوی وه.

په دی اړه د استرالیا د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن وایي، "حکومت باید خپل دریځ او قوانین د داسې کسانو په وړاندې سخت کړي او د محکمو له خوا باید داسې مهمې پریکړې باطلې نه شي. دغه کسان باید ژر تر ژره اوس بیرته ایران ته واستول شي."

هغه وویل، "د استرالیا د حکومت سیستم د کډوالو په وړاندې ډیر سخاوتمندانه دی او له همدې ډیرې کډوال ناسمه ګټه پورته کوي او په درواغجنو ادعاو استرالیا کې ځان ته ځای پیدا کوي."