د استرالیا د کډوالو چارو وزیر پیټر ډوټن دا تایید کړې چې د دغه هیواد د مانوس توقیف خونې څخه به ټول هغه کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته استوي چې د کډوالۍ د تحقق په اړینه پروسه کې پاتې راغلي.
د استرالیا د مانوس توقیف خونه چې د پاپوا نیو ګینیا هیواد کې موقعیت لري، اوس مهال په کې کابو ۹۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي ژوند کوي او ټاکل شوې چې د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۳۱ تاریخ رسمآ وتړل شي.
پیټر ډوټن د جمعې په ورځ د 2GB Radio سره په مرکه کې وویل، "په مانوس توقیف خونه کې ځینې داسې کډوال شته چې ریښتینې پناه غوښتونکې نه دي بلکې اقتصادي کډوال دي، د هغوی په اړه زمونږه پریکړه دا ده چې باید بیرته خپولو هیوادونو ته واستول شي."
هغه همداراز وویل، "ډیری دغه پناه غوښتونکي به د یو سیاسي تړون له مخې متحده ایالاتو ته انتقال کړي او هغه پناه غوښتونکي چې له دغه پروسې پاتې کیږي، نو هغوی به پاپوا نیو ګینیا کې میشت کړې شي."
په پام کې ده چې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره )جولي بیشپ(Jollie Bishop  په نږدې څو ورځو کې د متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو له استازې (نیکي هیليNicki Hilly ) سره د یاد تړون د ترسره کیدو په تړاو په واشنګټن کې وګوري.
		
			
					
					
						
							21.05.2017
						
						 - افغان تحرک
					
					دلایلی زیادی موجود است که چرا یک تعدادی زیادی از فعالین حزب جمیعت، شورای نظار و ستمیان در راه پروسه ای صلح بین الافغانی سنگ اندازی نموده و دیگران را نیز به اشکال محیلانه در این راه ضد صلح و ثبات در افغانستان تشویق و ترغیب می نمایند!
چنانچه قسمیکه در این اواخر به مشاهده می رسد، یک تعدادی زیادی از فعالین حزب جمعیت، شورای نظار و ستمیان در کنار افراد آقای دوستم، در کنار افراد آقای سیاف، در کنار افراد آقای خلیلی و همچنان  در کنار افراد آقای محقق خود را چسپانیده و در گوش های آنعده از هموطنا...
			 
			
					
					
						
							22.05.2017
						
						 - آرین صافی
					
					د اسټراليا حکومت وايي چې د هغو شپږو ايرانيانو د بيرته خپل هيواد ته د استولو په اړه غور کوي کومو چې د اسټراليا د کډوالۍ اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په درواغو او ناسمو ادعاو خپل ژوند په ايران کې تر ګواښ لاندې ښودلې وو.
خو اوس د استرالیا حکومت وايي دوی ته معلومه شوې چې دا خبرې او ادعاوې نا سمې وې. 
حکومت وايي يادو ايرانيانو سره له دې چې ايران کې یې خپل ژوند په خطر کې ښودلی وو، خو د اسټراليا د ويزو د ترلاسه کولو وروسته بيا څو وارې دغو کسانو ايران ته بیرته سفر کړی، چې دا په دې معنی...