طنز
محمود نظری

سیاسي سپي

په رګ رګ کې د دې وطن انارشي ده
په دوتر دوتر کې د جیب تلاشي ده
خدای دی ددې بدتره حاله ساته
بدتره یې دواک لپاره پرتوګ کشي ده

***
سړی چې یو وا ر د کوم پردي کوکری سي
توپير نه لري چي د کوم بهرني کوتری سي
چي یو وار د وطن په خوږو هډوکو روږد سو
له زوره دا کوچنی کوتری جنګي خروړی سي
په هغه یو او څو بهرني باداره توپیر نه لري
په ډیرو هډوکو اچولو د ډیرو د ور سپی سي
هغه چې خارجي بادار لري ښاغلی غپاند کیږی
هغه دولت ته قدرمن مسلکی او ذاتي سړی سي
وطني کوڅه ډبه سپي بیا ټوله ورځ کړونچیږي
کله کله هم یوې ګولې ډوډۍ ته خندکی سي
د بهرنیو سپي دلته د چور لپاره په غپا دي
یو څلورسترګی بل تازي بل ورته کوټه سپي سي
خلک بیخاري چور اومیراثي واک سپيان کړه
هغه سپي بریالي دي چې دولت ته په کوړنچي سي
خدای دی دولت ددې ذاتي سپو د داړولو ساتي
یو یو چې له کاره لیري سي بیا سم سړي سي
که بهرنیان داخپل سپيان له واکه لیري کړي
ددې خډلو سپو به مو دولت کې ډیر سړي سي