کله چې هرڅه په تول وي
دهند دیوه سپېڅلي جشن په رارسېدو یوې بې وزلې ښځې چې مېړه یې فلج ؤ له خپلو دریو بچیانو سره ژمنه وکړه چې د جشن په ورځ به ورته کافي خواړه برابروي.ایمان داره مېرمن ډاډه وه چې د جشن په ورځ به خدای ﷻ ورته پوره خواړه ورکوي ترڅو وکولای شي خپل وږي بچیان ورباندې ماړه کړي . دجشن په ورځ دخپل ایماني باور په ملتیا یوه پلورنځي ته ورغله او خواړه یې وغوښتل .
پلورونکي ترې وپوښتل څومره پیسې پرې کولای شې ؟ ښځې وویل :«مېړه مې د څومیاشتو را په دېخوا ناروغه دی ؛ په حقیقت کې هېڅ نه لرم خو دعا درته کولای شم .»
بې ایمانه پلورونکي په پېغورناکه لهجه ورته وویل :«دعادې په کاغذ ولیکه بیا یې په دې تله کې واچوه ، دهغه کاغذ دوزن په اندازه خواړه له دې ځایه وړلای شې .»
ښځې فوراً له جېبه تاو راتاو کاغذ راویست او سړي ته یې ورکړ :« واخله دا زما کوچنۍ دعاده چې تېره شپه مې هغه وخت چې دناروغ مېړه سر ته مې ولاړه وم لیکلې ده .»
دکاغذ په هغه ټوټه دا کلیمې لیکل شوې وې :« خدایه ! ته زما پناځای یې ! ته به دسبا ورځې دجشن له پاره اړین ټول شیان راکوې او حتی له هغه هم ډېر ، ترڅو خپلو وږو او بې وزله بچیانو ته مې یې وړکړم .»
پلورونکي دا جملې ولوستلې او په داسې حال کې چې خوله یې له خندا ډکه وه کاغذ یې په تله کې واچولو او ویې ویل :«اوس به وګورو چې ستا دعا له څومره خوړو سره برابره ده .»
سړی ګوري چې دیوې کڅوړې اوړو په اېښودلو سره بیا هم دتلې پله نه ښوري ، ټکان خوري او له ناچارۍ څخه بله کڅوړه هم وراضافه کوي خو بیا هم هېڅ پېښه نه کېږي
بلاخره بې وزلې ښځې ته وايي :« نه پوهېږم چې نن څه پېښه شوې ده، په خپله خبره ولاړیم ، هرڅومره شی چې وړې وړی یې شې ځکه مالومېږي چې زما د پلورنځي ټول شیان به ستا دکوچیني کاغذ وزن پوره نه کړي .»
ښځې له ځان سره خپل د اړتیا وړ شیان واخیستل او په اوښلنو سترګو یې پلورونکي ته مننه وویله خو په زړه کې یې دهغه خدای ستاینه کوله چې تل دخپلو بندګانو ټولې ستونزې هواروي .
وروسته د پلورونکي پام شو چې تله یې خرابه شوې ده خو تل یې له ځانه پوښتنه کوله چې :« ولې په هماغه شېبه کې تله خرابه شوه او ولې هغه ښځې دې ځای ته تر راتلو دمخه خپله دعا په کاغذ لیکلې وه ؟!» ددې پېښې له لېدو سره د پلورونکي زړه هم واوښت او دخدای دريښتینې لارې پیروان شو .