کميس کميس دی

           یوه پلار خپل څلور کلن ماشوم چې ښکلې جامې یې وراغوستې وې او ماشوم هم دخپلو جامو دخوندي ساتنې په خيال کې ؤله ځان سره  مېله ځای ته یووړ .ناڅاپه یو بایسکل ځغلونکی چې په ډېرې چټکۍ سره راوان ؤ له ماشوم سره وجنګېد او ماشوم په ځمکه ولوید او څنګل یې هم خوږشوه . پلار په ډېره مېنه خپل ژړغونی زوی راپورته کړاو په غېږ کې یې ونيو او څنګل یې په دسمال ور وتړله .
            ماشوم ژړل او پلار یې ددلاساینې هڅه کوله په آرامه اوماشومانه لهجه یې ورته وویل :« ته ښه هلک یې . څنګل به دې هم ښه شي ځکه دومره خوږنه ده .» ناببره ماشوم کوکې کړې :« زه دڅنګلې له لاسه نه ژاړم ، زه مې شلېدلي کمیس ته ژاړم ، څنګل خو به ښه شي مګر کمیس خونه جوړيږي !»
          پلار ورته وویل :« بچيه ته څه وايې ؟! ته فکر وکړه که څنګل دې هم دکمیس په شان هېڅکله نه جوړېدای نو بیا به څه کېدل ؟»
           ګواکې ناڅاپه دماشوم سترګې وغړېدې او نړۍ ته یې له یوه بل لید لوري وکتل اوپه داسې حال کې چې موسکایې په اوښکو لړي مخ ته نوې بڼه وړکړې وه  ویې ویل :« هوکې پلاره ! ته سم وایې ، که مې څنګل دکمیس په شان وای او هېڅکله هم نه رغېدای نو بیا به مې څه کول ؟!خدای پاک مونږ په څه عجیب ډول پیدا کړي یو .»
          ډېر وختونه مونږ اړیو چې دا لوی حقیقت ځان ته را په زړه کړو چې خدایﷻ په یوه ځانګړي او عجیبه ډول هست کړي یو . مادي پېښې له تل پاتې او ابدي هغو سره د پرتلنې وړنه دي  . ژوند ابدي دی که څه هم هرشی پایښت نه لري او له منځه ځي . آيا مونږ باید ځمکنیو شیانو ته په خپل الهي ژوند باندې ډېر ارزښت ورکړو؟!