دراجا جاناک راز
راجاجاناک (Raja janak) په يوه ډېره ښکلې او مجلله ودانۍ کې ژوند کاوه خو ددې ودانۍ او ماڼۍ هېڅ شی به یې دځان نه بلل .هغه په ريښتیني ډول نړۍ ته شا کړې وه ، که ګوري چې یوه ورځ یو بل کس چې ځان یې تارک دنیا ښکاره کاوه او دهمدې ډول سپېڅلو خلکو ځانګړې چپن یې هم په اوږو پرته ده ورته راغي خو چې کله یې راجا په داسې غظمت او لويۍ کې ولید له ځان سره یې وویل :« امکان نه لري چې یو څوک دې په ژوند او دهغه په خوښیو کې داډول ډوب وي او بیا دې هم خداي ته درسېدو هیله ولري !»
سمدلاسه چیغې شوې چې ماڼۍ اورواخیست ؛ سړي چې ځان ورته لوی تارک دنیا ښکاره کېده منډه کړه ترڅوخپله هغه چپنه وژغوري چې څوشېبې دمخه یې پرېوللې وه او دوچېدو له پاره یې دماڼۍ په انګړ کې په طناب غوړولې وه .مګر کله چې بېرته دراجا شخصي خونې ته راستون شو ګوري چې هغه څومره بې پروا او بې غمه ناست دی .
مېلمه چې ګوته په غاښ پاتې شوی ؤ له راجا څخه یې پوښتنه وکړه : «پاچا صېب ! ګومان کوم چې دماڼۍ داور اخیستنې خبردې نه دی اورېدلی چې داسې ډاډه ناست یې لکه چې هېڅ نه وي پېښ شوي ؟»
راجاجاناک په ارامۍ ورغبرګه ګړه :«هغه څه چې په ماپورې تړاو لري له ماسره دي او اور یې د سوځوانې توان نه لري .»
هوکې ! راجا په ريښتیا هم له نړۍ لاسونه پرېوللي ؤ . په حقیقي ډول دنيا پرېښودنه له ظاهري شیانو او ځان سره د تړاو نه لرلو مانا لري . لوی آلماني فیلسوف مسټر اکهارټ (Meister Echhart) ويلي دي :« هغه کس په خدای ډېر ګران دی چې له دریو شیانو سره سروکارونه لري : شتمني ، دوستان او ځان .»