اوس هم دا ډول خلک شته


           ژوند هغه مهال ریښتینی رنګ او مفهوم پیدا کوي چې دنورو په چوپړ کې مصرف او وکارول شي . په حقیقت کې هغه چې ترنورو زیات روحي عظمت او لويي لري ډېر متواضع او لوي لوي خدمتونه او کارونه تر سره کوي .
           دوک نورفلک (Norfolk)په انګلستان کې یو شتمن خو د ډېرې عاجزې او مهربانې روح خاوند ؤ او ځانته به په یوه لویه او مجلله ودانۍ کې اوسېده .
           یوه ورځ داورګاډي په تم ځای کې ولاړؤ چې ګوري یوه آیرلېنډي نجلۍ له یوه لوی بکس سره چې ددې یې په لېږدولو زور نه رسېده راکوزه شوه . دانجلۍ چې ددوک په کلا کې به دمزدورې په توګه کمارل کېده حېرانه وه چې ددوک ترکلا پورې خپل دروند بکس په څه ډول ولېږدوي ځکه له یوې خوا ددوک کلا لرې وه او له بل پلوه له دې سره څو ناچېزه سکې وې چې چایې په بدل دا پېټی نه لېږدولو .
          یوه پنډي ته ورغله او دمرستي هیله یې ورڅخه وکړه مګر هغه چې ددې په لاس کې سکې ولېدي نو ورپورې ومسېد او ورځینې روان شو . دامهال چې دوک ډېرې عادي او ملنګانه جامې اغوستې وې ورغی او نجلۍ ته یې دپیټي لېږدونې وړاندیز وکړ .
         کله چې دواړه کلا ته ورسېدل دوک په ډېرې خوښۍ دهغې ناچېزه سکې ومنلې او پرته له دې چې هغې ته ځان وروپېژني ورځینې روان شو .کله چې په بله ورځ نجلۍ دخپل بادار سره دملاقات له پاره اجازه ترلاسه کړه وپوهېده چې هغه سړی چې له دې سره یې د پنډي په توګه کار کړی ؤ له دوک نورفلک څخه پرته بل څوک نه ؤ !