تل پرانستې دروازه

 

          بي . مکیولي (B.Macaulay) ډېر کلونه داډینبورګ (Edinburgh) دلوی واعظ الکساندر وايټ (Alexander Whyte) دمرستیال په توګاه کاروکړ .
          یوه ورځ راورسېده چې مکیولي باید هغه ښار پرې ايښی وای . وايټ ورته وویل :« مخکې له دې چې له مونږ ځینې لاړشې غواړم یوه ډالۍ او دلاس نښه درکړم ؛ دا ډالۍ یو کتاب یا یوه ښکلې تابلو کېدای شي مګر ته له دې اړخه کوم کمی نه لرې نو اجازه راکړه چې داسې یو شی درکړم چې ....»
         هغه لاس جېب ته کړ او یوه کلي (کونجي) یې راویسته او زیاته یې کړه :« دازما دکور کلي ده ، هرکله چې اډينبورګ ته راتلې کولای شې ورڅخه کټه واخلې»
دمکیولي زړه بل ډول شو ځکه وايټ یې په  مخ تل پرانستې دروازه پرې ایښې وه .
         هوکې! داهغه کار دی چې خدای یې تل له مونږ سره کوي . زمونږ او ستاسې هریو کولای شي هروخت دخدای کورته ننوځي او ورڅخه ګټه واخلي مګر یواځې باید په دروازه کې کلي تاو کړو اوبس !