پام کوه ماشوم ونه لويږي !
ویل کیدل چې اکنټ (Eknath) تل په خپلو احساساتو لاس بری ؤ او هېڅکله به نه په غصه کېده .
یوه ورځ یوه کس غوښتل چې دی وآزمويي نو کورته ورغی اوترهرڅه دمخه یې دده سخت سپکاوی وکړ ،یعنې ښې ډېرې کنځلې یې ورته وکړې او بیا یې ور پورې وخندل ، مګر اکنټ چې یو سپېڅلی سړی وو ورته هېڅ هم ونه ویل او په ورین تندي یې دخپل مېلمه درناوی کاوه .
کله چې سړی له کنځلو او خندلو ستومانه شو اکنټ مخ ورواړاوه او په ډېره مینه یې ورته وویل :« ګرانه ! اوس د ډوډۍ خوړنې وخت دی او کېدای شي ددومره اوږدې وینا له کبله ته هم سخت وږی شوی وې .»
اکنټ خپلې مېرمنې ته وویل چې مېلمه ته ډوډۍ راوړه . کله چې هغې دده په مخ کې د ډوډۍ اېښودنې په مهال ملا کړوپه کړه ، ناڅاپه دمېلمه په ذهن کې یو بل شیطاني خیال راوګرځېد چې ددې کار په کولوسره کېدای شي د کوربه احساسات ورخراب کړي او بلاخره خپله غصه آرامه نه کړای شي .
مېلمه ټوپ کړاو د بوډۍ ښځې په ملا یې پښې واړولې ، خو اکنټ په ډېر آرام او مینه ناک غږ خپلې مېرمنې ته وویل :« ګرانې پام چې پورته نه شې ځکه ماشوم به ولویږي او کوم ځای به یې خوږشي .»
ښځې هم په مهربانۍ سره ځواب ورکړ:«ته سم وايې ، زمونږ بچی چې هم کله ماشوم ؤ همداسې لوبې به یې کولې .»
مېلمه هک پک وړېنګه خوله په ډېر شرم او خجالت د هغه ښځې له شا راکوز شو چې د سپکاوي په ځای دخورا درناوي وړوه .بیا یې داکنټ او دهغه دمېرمنې پښوته ځان وروغورځاوه او په اوښلنو سترګو یې بخښنه غوښتله .
اکنټ او مېرمنې یې له ډېره زړه سویه ورته وویل :«بخښنه دڅه له پاره ؟، ماشومان تل دارنګه لوبې کوي ، آیا ته زمونږ بچی نه یې ؟ »
په یاد ولرئ چې دغصې له لاسه خپله غصه کونکی ځورېږي او که نفساني هوا او غوښتنې کنټرول نه شي نو هغه روح به یې له لاسه سوځیږي چې همدا نفس ورڅخه سرچینه اخلي .اپیکټېټوسEpictetusپه دې اړه څه ښه ويلي دي :« کله چې تاسې په غصه شئ نو ډاډمن اوسئ چې نه یواځې په وړاندې مو شیطان ولاړدی بلکه تاسې دخپل روحاني مانویت په بایللو سره دې اورته ببوزی وهلی دی .»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ـ اپیکټېټوس (Epictetus) دلرغوني روم یو فیلسوف دی چې دلومړۍ زېږدیزې پېړۍ په شاوخوا کې یې ژوند کاوه .