دوشنبه /۲۸/فروري
ويکـــټور هوګـــــــــو


 

              زړګۍ !که مې پرون ستا په خوله ستا هغه لیک بېرته درکړای وای چې زه یې لږڅه پریشانه او بوګنولی وم خو بیاهم راته ډېر ګران او زړه ته راتېرؤ ډېر به خواشینی او ځورېدلای وای .
              په ورین تندي  اوپه واز کومي منم چې  ټولې تېروتنې له ما څخه شوي دي چې له کبله یې په ځوړند سر او ژیړ مخ بخښنه غواړم . نه غواړم چې تا ملامته او ګرمه وبولم ځکه بیا هم  زه یم چې ستا ملاتړ او پلوی کوم .نو هیله کوم چې تل مې دخپلو ټولو درپېښو چارو ، ښو اوخرابو پېښو ، فکرونو او رازونو څخه خبروه . 
              دا ځل درڅخه یوه کوچنۍ ګیله لرم : پوهېږم چې له نڅا سره مینه لرې ځکه ډېر ځله دې راته ويلي چې « والس » دې خوښیږي . نو بیا ولې دا ډېره موده کيږي نه ناڅې ؛ او کله چې دنڅا بانډارته بلنه درکوله کېږي نه یې منې ؟ اشتباه مه کوه ؛ که ته ګومان کوې چې زه ستا له پاره د مېلمستیا ګانو ، جشنونو ، نڅاځایونو او شپې روڼیو څخه ډډه کوم دا مانا نه لري چې قرباني ورکوم او له فداکارۍ څخه کار اخلم ؛ مګر ته باید وپوهېږې چې دا شیان راته نور خوند نه لري ، زړه مې یې نه غواړي او خوامې ورڅخه بدیږي ؛ هغه مهال به سرښندنه او فداکاري شمیرل کېدله چې له داسې شي مې سترګې پټې کړې وای چې مینه مې ورسره لرلای . اوس خو زه هغه ګړۍ خوښ وم چې ته مې ترخوا وې .
                نو ګرانې  !
                که ته چې له نڅا سره مینه لرې نڅا نه کوې لویه سرښندنه کوې ؛ زه دې له دې غوره خوی او لوړ شخصیت څخه مننه کوم . خو هېڅکله نه غواړم چې دومره وکړېږي او وځورېږې ؛ که څه هم دبل په غېږ کې ستا په لیدو به له رخې تک سور شم مګر دا خو دهر مین خوی دی او دا ددې لامل نه شي کېدای چې دځوانۍ له خنداګانو ، مستیو او خوښیو دې بې برخې کړم .ځکه که له تاسره دمینې پرځای مې په زړه کې نورو مینو ځای لرلای مابه هم ورته څڼې غورځولې وای .
               لاړه شه ! او وناڅه !خوښه او خندانه اوسه ! خو ما له یاده مه وباسه؛ کېدای شي له ما  څخه به  د ښکلو ځوانیو ، خوږو ژبو او ګلالیو جامو څښتن ځوانان ووینې  خو دزړه له کومې او په جرأت سره درته  ویلای شم چې  هېڅ یو به زما په کچ ساده او سپېڅلې مینه درنه کړي .
                 نه غواړم د خپلو پټو غمونو ، دردونو او آهونو له کبله دې و ځوروم؛ هغه خو هسې نه هم پای نه لري خو تر ټولو دخوښۍ خبره داده چې کله دې خندانه ، خوشاله او نېکمرغه ووینم هرڅه مې له یاده وځي .نوره دې نه ستومانه کوم . الله دې مل شه ، هېڅ شی له ما مه پټوه ، په ژبه یا لیکنه مې ورڅخه خبروه .
                  له مهربان خدای څخه راته دتوان ، احتیاط ، وړاندلیدنې او زغم غوښتنه وکړه ؛ یا یې پرځای دصبر او ځان ساتنې له پاره لاسونه لپه کړه  ځکه تر هغه وخته  چې ته راسره مینه ولرې توان او زړورتوب به راسره مل وي .
                  هیله من یم چې دا لیک ستا د ژړېدو او اوښکو بهېدو لامل نه شي . زه هم ډېر خوشاله کېږم چې کله فکر کوم ته به زماوې ، آه زړګۍ ! په ریښتیا ته زما یې ؟! که څه هم ددنګو غرونو څخه لوړ او لوی غمونه او کړاونه او ستونزې مې مخې ته پرتې دي او ډېر تیاره راتلونکی لرم بیاهم غواړم د اووم شارل په شان په لوړ غږ او مړانې سره ووایم :« خدای ماته راکړې ده اوهېڅ غلیم یې راځینې داخیستنې توان نه لري .» 
                 الله دې مل شه ! ما وبخښه ، او اجازه راکړه چې هغه لس مچوګانې چې لا درباندې پور دي په خيالی دنیا ګۍ کې ستا له ښکلو اننګو څخه واخلم .

                                                      

                                                                        ستا وفادار ویکټور
 
 

                          ***