جنوري ـ ۱۸۲۰ز ـ ديکشنبې شپه
ويـــــــکټـــــــــــــور هــــــوګــــــــو

 

             اې زړګۍ !ستا خوږو خبرو مې په یوه دم زړه اوروح دواړه واړول ، فکرونه مې بدل شول نو له دې کبله که ریښتیا ووایم هرڅه دې چې زړه غواړي له ماسره یې کولای شې .
            که وپوهېږم چې نور نو ستا په زړه پورې خبرې ، تودې او خوږې مچوګانې زما وراسته بدن ته روح نه شي بخښلای له ځنډ پرته به دمرګ غېږې ته پناه وروړم . نه پوهېږم چې ننۍ اوپرونۍ شپه به په خپلو کې څومره توپير لری ؛ مګر پرون مې ټولې هيلې راځینې تللې وې ، نور مې ستا اوستا د مینې په اړه فکر نه کاوه او مرګ راته د راغلې ناوکۍ په څېر برېښېده خو بیا به مې هم په خوښۍ سره ویل :«که په ريښتیا هم له ماسره مینه و نه لري او دهغې دمینې او عشق او لورینې وړ نه وم هغه څه  چې زړه مې ورباندې ژوندی دی آیا باید دمرګ خواته ورشم ؟ آیا ژوند یواځې دخوښیو او بریاؤ له پاره غواړم ؟ نه داسې نه ده ؛ زما تن ، ژوند او روح ټول دهغې په واک کې دي ؛ او هم  په کومو سترګو او جرأت  یې دلورینې او مینې غوښتونکی یم ؟ مګر زه خدای یا فرشته یم ؟ نه نه ؛ خو ریښتیا ده چې له هغې سره مینه لرم او چمتو یم چې خپل هرڅه ورڅخه ځار کړم ، دهغې  دلورینې هیله هم له زړه وباسم او هېڅ داسې شی نه وینم چې دهغې دیوې خولې خندا او لید له پاره یې قربان نه شم کړای ، خو آیا له دې پرته هم څه کولای شم ، آیا هغه مې دژوند یواځینی هدف نه دی ؟
             نو که زما دمینې په وړاندې له بې پرواتوب کار اخلي او یا مې له ځانه شړي او له لیرې والي څخه مې خوند اخلي ، نو بدبختي ، غم او ویر راته څه ارزښت لري ؟»
              آه !هوکې ؛ که هغه له ماسره مینه نه لري ستونزه په ماکې ده چې یې دمینې وړتیا نه لرم ، زما دنده ده چې نېکمرغیو او بریاو ته یې ورسوم ، دغمونو او ستونزو دتېروغشو له پاره یې ټټر سپر کړم او دمکافاتو له پاره یې هم کومه هیله ونه لرم .
             زما یواځينۍ خوښي به هغه وخت وي چې په ستونزو او سوکالیو کې مې کله کله یاد کړي .آیا لازمه به وي چې له ماځینې مننه وکړي ؟! دهغې څه ګناه ده چې زه ورسره مینه لرم ؟ آیا دهغې زړه هم مجبور دی چې له ماسره مینه وکړي ؟
              نه ،نه ! هغه کولای شي زما په زړه ، روح ، ژوند ، مینه او لورینو لوبې وکړي ، دزړه په ټولو هیلو مې وپوهېږي او بیا یې هم ناڅیزه وشمېري او زه پرته له دې چې له هغه آسماني او سپېڅلې فرشتې څخه د شکایت حق ولرم .ځکه  که د عمر تر پایه دهغې دمینې  له پاره سرښندنې وکړم او هرڅه چه لرم دهغې په پښوکې واچوم بیاهم څه رنګه چې ښايي پور یې نه شم ادا کولای .
             هوکې زړګۍ ! پرون مې هم همدا ګومانونه اوفکرونه کول او نن هم ،خوپه دې توپير چې نن مې یوې لویې نېکمرغۍ زړه روښانه کړی دی او دراتلونکي په لوري مې سترګې رڼې شوې  دي .
             اې زړګۍ ! په  ريښتیا له ماسره مینه لرې ؟ آیا کولای شم په دې خواږه خيال سره خوښ او وویاړم ؟ آيا ګومان نه  کوې چې له خوښۍ څخه به لېونی شم که وکولای شم دژوند یو څو شېبې ستا ترڅنګه تېرې کړم او باور ي وم  چې له ماسره په ژوند کې به نېکمرغه وې؟ له که څه شان چې ستا عبادت کوم ته هم زما عبادت کوې؟!
              آه ! نه پوهېږم چې په لیک دې څومره ډاډمن او آرامه شوی یم ، د پرونۍ شپې خبرو دې څومره خوښ او خمار کړی یم !ډېره ډېره مننه !
              اې زړګۍ ، اې مهربانې فرشتې !
              زړه مې غواړي ستا په پښو کې ولویږم او ماته درابخښلې خوښۍ او نېکمرغۍ بدل در ادا کړم ؛ لوی الله دې مل شه .
             اوس نو غواړم سترګې پټې کړم ، ویده شم او ستا په خيالي غېږ کې په خوښۍ او آرامۍ سره شپه تېره کړم ؛ ته هم په آرامه او ډاډمن زړه ویده شه ؛خو ترهرڅه دمخه دې دخپلې پخوانۍ ژمنې له مخې مېړه ته اجازه ورکړه چې ستا له شونډانو څخه دولس خيالي مچکې واخلي .

                                                                 ویکټور هوګو


                                                             ***