له ملا نصرالدين څخه يې زده کړئ !


            یوه ورځ ملانصرالدین له کوره بهر په څه شي پسې ګرځېده . چا ورڅخه وپوښتل : « ملاصیب په څه شي پسې ګرځې ؟ »
            ملا ځواب ورکړ : «کونجي (کلي ) مې ورکه کړې »
            سړي بیا وپوښتل :« چېرته درځینې ورکه شوې ده ؟»
            ملا وویل :« په کورکې »
             سړي ورغبرګه کړه :« نوهلته ولې ورپسې نه ګرځې ؟»
             ملا ځواب ورکړ : « دکور دننه تیاره ده او دلته رڼا »
             مونږ هم دځان په لټون بهرته راوتلي یو ؛ ترهغو چې خپل وجود ته رجوع ونه کړو نه شو کولای ځانونه ومومو . نو باید خپل زړه او ګوګل ته ځیر شو هلته چې تیاره ده .