بې سارې زغم
ابو عثمان الحاري (abu Usman Al-hari) دبې سارې زغم او حوصلې لرلو له کبله نوم وتی سړی ؤ.
یوه ورځ ورته چا مېلمستیا کړې وه ؛ کله چې ابوعثمان هلته ورسېد کوربه ورته وویل :« بخښنه غواړم اوس نه شم کولای تاسې ته هرکلی ووایم هیله کوم له دې ځای څخه ولاړشئ .»
ابوعثمان کورته ستون شو پرته له دې چې تندی یې هم تریو شوی وي .
بل وخت هغه سړي بیا ورته مېلمستیا وکړه ، ابو عثمان له ګیلو مانو پرته ورسره روان شو خو داځل هم دتېر په شان په دروازه کې ودرول شو او له هرکلي څخه یې بخښنه وغوښتل شوه .
ابوعثمان دهېڅ ډول چرت خرابۍ پرته دخپل کور په لور روان شو .
دا لوبه څو ځله تکرار شوه ، خو هرځل هغه خپل زغم له لاسه نه ورکاوه او دسړي بلنې ته یې په ورین تندي مثبت ځواب ورکاوه .بلاخره کوربه ورته وویل :« ابوعثمانه !یواځینی هدف مې ستا دزغم اوصبر مالومول ؤ خو تا په زبات ورسوله چې ريشتینی نارینه یې .زه ستا په صبر اومړانې ویاړم او له درناوي څخه درته سر ټیټوم او هیله کوم چې له خپلو دعاګانو څخه مې مه هېروه .»
ابوعثمان وویل : « نه ، زه یو عادي انسان یم او ځان ددې وړ نه بولم چې چاته دښېګړو دعاګانې او غوښتنې وکړم . ماغوښتل چې ثابته کړم له یوه سپي څخه غوره نه یم ؛ هغه هم که هرڅومره ځله ځان ته راوبلې درته راځي او هرڅومره ځله یې چې وشړې درڅخه ځي .»