آيا خدای مړدی ؟
دلوتري Lutheran)۱ )کلیسا بنسټ اېښودونکی مارتین لوتر (Martin Luther) له ډېرو ربړو او ستونزو سره مخ ؤ.
یوه ورځ یې دمېرمنې پام شو چې مېړه یې په سخت غم او ویر کې ډوب دی .هغه چې ډېره هوښیاره ښځه وه او په الهي خوښه او اراده یې ټینګ ایمان لرلو له دې غمجن حالت څخه دخپل مېړه دراویستلو په موخه تورې جامې اغوندي او تر لوتر پورې ځان رارسوي .
مارتین ترې وپوښتل :«ولې دې تورې جامې اغوستې دي؟ »
مېرمنې په نرمه ژبه ځواب ورکړ :«نه پوهېږې چې هغه مړدی ؟»
مارتین بیا پوښتي : « څوک مړدی ؟»
مېرمن ځواب ورکوي :« خدای !»
سړی هک پک حیران شو او ترې ویې پوښتل :«داخبره څنګه کوې ؟! څه ډول امکان لري چې خدای مړشي ؟!»
مېرمن بیا وايي :«که خدای مړنه دی نو بیا ولې دومره ویرجن او ناهیلی یې ؟»
دمارتین فوراًخپلې تېــــــــروتنې ته پام شو او په داسې حــــــــــال کې چې په شونډو يې موسکا خپــــــره شوه ويې ویل : « هوکې! ناهيـــــــــلي د شیطان کاردی .»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ـ لوتری (Lutheran) د مسیحیت هغه څانګه ده چې د مارتین لوترڅخه وروسته د پروټسټان په نوم ونومول شوه.