راهب څه زده کړل ؟


               یو دبودا په مینه مست شهزاده د ژوند له ټولو سوکالیو او خوښیو لاس په سر دراهبانو په کتار کې ودریږي ؛ درهبانیت ټولې ستونزې په ورین تندي ګالي ، په وچه ځمکه ویده کېږي ، له خیراتونو څخه په راغونډېدونکې ډوډۍ ګو‌‌ذاره کوي  او په دې ډول له خپل نفس سره مبارزه کوي .
           یوه ورځ دروماتیزم شدید درد ورباندې برید کوي ؛ په پيل کې کوم ارزښت نه ورکوي خو دوخت په تېریدو درد غښتلی کېږي تردې چې نورنو راهب نه شي ګرځېدای اونه هم راقبه کولای شي ؛ فکر کوي چې دا دژوند دخوښیو پای او بلاخره د بد بختۍ په لور روان دی ؛ احساس کوي چې ذهن یې هم له لاسه ورکړی که هرڅومره زیار وباسي له لاسه وتلی آرامښت به یې په برخه نه شي ؛ ځان ته چې ګوري کمزوری او زړبودن ځپلی ورته ښکاري .
            يوه ورځ چې دخیرات راغونډولو په حال کې دی یوه ماشومه نجلۍ چې یوه پښه نه لري او په ټککو سره ګرځي ويني چې له خپلو همځولو سره په داسې ډول خنداګانې او لوبې کوي چې روغ رمټ بنیادم یې هم نه شي کولای .
 ځوان راهب چې دخوښۍ په دې هيښونکې ننداره کې ورک شوی دی په خپلې ناهیلۍ او کمزورتیا شرمېږي او په زړه کې وايي :
            « وګوره !هغه ماشومه چې په یوه پښه دومره له هیلو او خوښیو ډک ژوند کوي زه چې ځان د حقیقت ريښتینی پیرو بولم بیاهم له داسې کوچني درد څخه ناهیلی او تر پزې راغلی یم .»
             دا پيښه دځوان راهب د بشپړې بدلېدنې لامل ګرځي . اوس نو هغه په ريښتیني ډول د ناهيلۍ له زولانو څخه خلاص شوی وو .