هرڅه امانت دي
يوه ورځ سادو واسواني په لاره تېریده چې سترګې یې تر یوې وني لاندې په پراته ملنګ ولګېدې چې پښې یې په خټولړلې او شلېدلې او خیرنې جامې یې په تن وې .
سادو واسواني ورځي او په خپلو لاسونو یې پښې وروینځي او خپل کمیس هم ورکوي . ملنګ دهغه په سر خولۍ ته لاس نیسي سادو واسواني له ځنډ پرته خولۍ هم ورکوي او ورته وایي :« داکمیس ، خولۍ او هرڅه چې راسره دي ټول ددې له پاره راسپارل شوي امانتونه دي چې هغه کسانو ته یې ورکړم چې له ماڅخه ورته زیات اړدي .»
په ريښتیا هرڅه چې له مونږ سره دي که هغه وخت، وړتیا ، زدکړې ، ځواک ، شته ، روغتیا ، انرژي او حتی ژوند ټول امانتونه دي اومونږ مکلف یو چې هغه چاته یې وسپارو چې له مونږ څخه ورته زیات اړدي .