له ماشومانو يې پيل کړئ

         دا مازدیګر هم هغه چې سوداګر ؤ له دندې ستړی ستومانه کورته راغي ، په یوه چوکۍ کې یې ډډه واچوله او ددمې جوړولو له پاره یې ځان دورځ پاڼې په لوستلو بوخت کړ مګر پینځه کلن زوی یې چې ټوله ورځ یې د پلار راتګ ته په انتظار بیګاه کړې وه دهغه په اوږوکښته پورته کېده او هغه یې خپل آرام او دمې ته نه پرېښود ؛ پلار دماشوم د بوختونې او دلاسا کونې له پاره په یوه خبرتیا باندې دنړۍ چاپ شوې نخچه څيرې ویرې کړه او هغه ته دسپارنې په ترڅ کې یې وویل : «لاړشه ، دا پارچې پارچې کاغذونه یود بل په څنګ کې سم کېږده ترڅو دنړۍ نخچه ورڅخه جوړه شي ، که بریالی شوې یوپاکټ خوږه درته اخلم .»
          اوس نو سوداګر په ډېر آرام سره خپله ورځپاڼه لولي ځکه باوري ؤ چې ماشوم دجغرافیايي مالوماتو دنه لرلو له کبله نه شي کولای هغه نخچه سمه کړي مګر ګوري چې ماشوم له څه ځنډوروسته راځي او په خوښۍ سره چیغې وهي :«پلاره ! پلاره ! وګوره ما دنړۍ نخچه جوړه کړه !»
            سوداګر په حیرانۍ سره ورڅخه پوښتنه کوي :« داکاردې په څه ډول ترسره کړ؟»
            ماشوم په داسې حال کې چې خوله یې له خندا ډکه وه په مسخروسره وايي:« وګوره پلاره د نړۍ ددې نخچې په څټ دیوه ماشوم تصویرو ، ما دهغه ماشوم تصویر سم کړ ، نړۍ په خپله جوړه شوه .»
             نو که مونږ هم غواړو چې نړۍ جوړه شي لومړی یې باید له ماشومانو پیل کړو ! که غواړو چې له جګړې ، کرکې او شخړو پاکه نړۍ ولرو راځئ چې له ماشومانو یې پیل کړو .