کوچني ماشوم او لويه سرښندنه
په پخوا وختونو کې هغه مهال چې لا دوینې بانکونه نه و جوړشوي ، یوه کوچنۍ نجلۍ ناروغه شوه او په بېړني ډول یې وینې ترلاسه کونې ته اړتیا پیداشوه .
دهغې درملګر ډاکټر دهغې کوچني ورور ته چې شاوخوا دولس کاله عمر به یې درلود وویل : که خپلې خورته وینه ورکړي کېدای شي له مرګه وژغورله شي .
ماشوم تر لږ شېبه چوپ پاتې کېدو وروسته په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې ډاکټر ته وویل : هوکې ! زه چمتو یم .
کله چې دوینې لېږد ترسره شو ماشوم له ډاکټر څخه وپوښتل : ماته ووایه چې کله مړکېږم ؟
ډاکټر ټکان وخوړ او وپوهېد چې ماشوم ولې دده دوړانديز څخه وروسته ديوې شېبې له پاره چوپ او زړه نازړه پاتې شوی دي .
هوکې ! دهغه ماشوم له پاره یواځې یوه شېبه بس وه چې د خپلې خور له پاره د خپل ځان قرباني کولو پرېکړه وکړي .
هغه څوک چې د سرښندني له پاره زړه نازړتوب نه کوي ، له شکه پرته هغه څوک دی چې د خدای په لور روان دی او د روښانه راتلونکي په لور پاخه پاخه ګامونه ږدي .