له جې .پي .واسواني سره پېژندګلوي

        

             جې.پي.واسواني (J.P.Vaswani) چې په هندوستان کې یې دادا(Dada) بولي د۱۹۱۸ز کال د آګست دمیاشتې په دویمه نېټه د هند دسند په حیدرآباد کې  زېږېدلی او لوړې زدکړې یې په سند کالج کې په حیرانونکي بریالیتوب سره بشپړې کړې او بیا د ژوند په کږه وږه لاره د خپل مانوي لارښود سادو واسواني(Sadhu Vaswani)په پله پل په پل خو ډېر په چټکۍ خو ځېدلی دي . دادا او سادو په هندي مذهب کې د ویاړه ډک ستاینومونه دي چې د ډېرو لوړو پوړیو لرونکو مانوي لارښودونکو په برخه کېږي .
               دې لوی فیلسوف او انسان دوست به خپل ژوند دسپېڅلو کتابونو ، او د خپل لارښود سادو واسواني چې له بل پلوه یې تره هم کېده د باورونو او لارښونو له مخې کاوه .
اوس مهال جې .پي . واسواني دسادو واسواني دمرکز چې د سادو واسواني په درناوي دهغه په نوم نومول شوی دی او په ټوله نړۍ کې رنګارنګ څانګې لري د مانوي لارښونوکو سردنګه دی .
  سادو واسواني باور درلود چې مونږ باید له خدای سره مینه وکړو او دهغه د ټولو رنځېدلو بچیانو چوپړ په عاشقانه ډول وکړو .حیواناتو ، مرغانو او بلاخره ټولو موجوداتو ته باید دمینې په سترګه وګورو ځکه خلقت له یوې سرچینې څخه منشأ اخلي .
               د ټولو موجوداتو په وړاندې درناوی اومینه د جې. پي . واسواني پیغام هم دی . د خپلو ښو او زړه راښکونکو ویناو له کبله یې په هندوستان کې سخت درناوی کېږي ، دملګرو ملتونو د ویناکونې په ډي . اچ (D.H) تالارکې ځانګړی ځای لري او د انګلستان د استازو په جرګه کې هم ورته یوه چوکۍ ځانګړې شوې ده .
               یاد شوي وتلي هندي فیلسوف تردم ګړۍ په انګریزي ژبه له دېرشو زیات کتابونه لیکلي چې له هغه ډلې څخه د «دوزخ څخه تر جنته /From Hell to Heaven» او «له خدای سره ملاقات /Daily Appointment with God» نومونه اخیستلای شو .په خپله مورنۍ ژبه یانې سیندي باندې د واسواني د کتابونو شمېر له دې هم زیات دی . د« ستاسې ښېګړې ستاسو لوري ته بېرته ستنیږي /The Good You Do Returns»او د «ابيسا لاره /Way of abhyasa» یې په لومړي ځل په امریکا کې خپاره شوی کتابونه دی .