دوېکتور هـــوګو د مينې
او ځوانۍ له کتاب څخه
اې زما د مينې ليکونو!
اې زما د مینې او مستۍ لیکونو ؛ اې زما د لیونتوب او پاکۍ لیکونو اوس هم ستاسې له لیدو خوند اخلم او نېشه کېږم .
کله چې ستاسې دبیا لوستلو نیت کوم له درناوي څخه سر ټیټوم ؛ اجازه راکړﺉ چې هغه له خوښیو ډک کلونو له سره پیل کړم ؛ پرې مې ږدﺉ که ټول مې بختور او نېکمرغه بولي یوه شیبه له تاسې سره په یواځیتوب کې اوښکې تویې کړم .
۱۷ کلن وم ، ډېرې هیلې ، آرمانونه او فکرونو راڅخه چورلېدل ،ښه مې په یاد دي چې هیلوبه په خپلو خواږو آوازونو زیري راکول او ګړۍ په ګړۍ به یې غولولم او د ځوانۍ په آسمان کې به مې د مینې او عشق ستوري ځلېدل .
اې ځوانۍ!دا چې تل به مې په زړه یواځې ستا نوم وریدلو ، هغه مهال د خدای په شان درته ښه او مهربانه وم .
افسوس ! هغه مهال څه پاک ، سپېڅلی او ساده ماشوم وم چې اوس له دې لویۍ سره سره یې ارمان کوم .
اې د خوږو خیالونو او اې د ښیګړو او ځواکونو وختونو او اې دیار په انتظار رڼېدونکو شپو؛ اې هغه ورځو چې زړه به مې دژوندون هرې خوښۍ ته پکې نڅېدلو !!! څه به وشي که یو ځل بیا زما لورته راستانه شئ او دیوه دردمن زړه دریڅه چې په فریادونو پرانستله کېږي پرانیزﺉ ؟
نن مې هغه څه چې باید پېژندلي او ليدلي مې واي ، پېژندلي او ليدلي دي . مګر هغه کلونو چې له ولولو، سرغړاویو او تیارو څخه راته ډک برېښېدل داوسني سکون ، ارامښت او سوکالۍ څخه څومره ځلانده او ښکلي دی .
اې د ځوانۍ کلونو ! ماله تاسې سره څه بد کړي و چې په دومره بېړه راڅخه وتښتېدﺉ ؟
اې له خوښیو ډکو ورځو ! زه چې نور ستاسې په وزرونو د ځوانۍ په هسک کې پرواز او الوت نه شم کولی نو بیا ولې مې په زخمونو مالګې دوړوﺉ او تل مې په سترګو او خیالونو کې راګرځۍ؟
بيا ولې مې غمونه زیاتوئ او په دومره ناز او ادامې سترګوته درېږئ؟ نه پوهېږم کله چې هغه سپېڅلي وختونه او خواږه یادګارونه په سپینو جامو کې نغښتي اومینه په لمن مې خواته راځي ، بې واکه یې ځان لمنې ته اچوم مګر له ګورمه ، له درده او له غمه تودې اوښکې تویوم ځکه دهغه مهال هیڅ هم له ځان سره نه لرم .
د ځوانۍ په تېرېدوبه ښه وي چې یادونه او خاطرې یې هم په یوه دم له کوکرۍ بهر کړاي شي ، پرېږدو چې د مني بادونه د ځوانۍ د فصل وچې شوې پاڼې له ځان سره د نیستۍ تر کهکشانه یوسي .
هوکې! په دې بې وفا دنیاګې کې به له مونږ څخه څه شی پاتې شي؟! هېڅ ؛ که خپل شهکارونه یاد کړو نو هغه هم یو موټی ګډوډ آندونه او فکرونه دي، نو مونږ هم دهمدې بېهوده خيالونو په څېر د نړۍ له دې کوچنۍجونګړې څخه کډه کېږو پرته له دې چه په کوم دیوال مو سیوری پاتې شي .