د مالیزیا د لمړي وزیر معاون ډاکټر احمد ذاهد خبریالانو ته ویلي، مالیزیا او استرالیا د خپلو سمندري پولو د ساتنې، د سرحدي جرمونو د مخنیوي او ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې په برخه کې د یو بل سره مرستو او همکاریو ته ژمن دي.

ډاکټر احمد ذاهد استرالیا ته د یکشنبې په ورځ په سفر تللې وو. هغه وویل، "دواړه هیوادونه به ډیر ژر د سرحدي ګزمو روزنه، د استخباراتي معلوماتو شریکول او د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې نژدې همکاري پیل کړي."

نوموړي همداراز زیاته کړه، هیواد یې د ناقانونه مهاجرت لپاره ترانزیتي لاره نه ده بلکه خپله هم له دغه کړکیچ سره لاس او ګریوان ده.

د نوموړي په وینا یوازې د میانمار هیواد ۵۶ زره روهنګیایي کډوال په مالیزیا کې دا مهال ژوند کوي چې ډیر شمیر یې په ناقانونه لارو دغه هیواد ته د تیرو څو کلونو په ترڅ کې راغلي.

ښاغلي احمد ذاهد وویل، "د دواړو هیوادنو د هوکړې په اساس مالیزیا به په نژدې راتلونکي کې خپل د اړوندو ادارو افسران استرالیا ته ولیږي تر څو د سرحدي جرمونو لکه د نشه یي توکو او وسلو قاچاق او همدارنګه د بشري قاچاق د مخنیوي په برخه کې لا ښه روزنه ترلاسه کړي."

هغه ټینګار وکړ، چې مالیزیا هم د خپلو ګاونډیو هیوادنو لکه تایلینډ او اندونیزیا په شان ناقانونه کډوالۍ او سرحدي جرمونو سره مبارزې ته ژمنه ده.