د استرالیا حکومت د ۲۰۱۷ مالي کال لپاره خپله بودیجه اعلان کړه. په نوې بودیجه کې به هغو کسانو ته هیڅ ډول مالي مرستې نه ورکول کیږي چې دغه هیواد ته په بېړیو کې په ناقانونه ډول راځي.

همداراز هغه کسانو باندې به هم حکومت د هوساینې لپاره مالې مرستې بندوي چې د ۲۰۱۲ کال را وروسته استرالیا ته د سمندر له لارې راغلي او اوس هم په استرالیا کې ژوند کوي خو لا تراوسه یې د دغه هیواد د هستوګنې ویزې لپاره غوښتنلیک نه دی وړاندې کړې.

د استرالیا د مهاجرت یو چارواکې وایي، حکومت په پام کې لري دغه ډول کسان چې شمیر يې نږدې ۸ زرو ته رسیږي له دې لارې اړ کړي تر څو ویزو لپاره درخواست وړاندې کړي او همدارنګه هغه ۴۷ میلیونه ډالر وسپموي چې په دې برخه کې د حکومت له خوا هر کال لګول کیږي.

د استرالیا د سنا مجلس ویاند (ټیم اوکانر) د دغو ۸ زرو کسانو په اړه چې ولې یې تراوسه د استرالیا د هستوګنې ویزې لپاره غوښتنلیک نه دی وړاندې کړې وایې، "د استرالیا د هستګونیزې ویزې ترلاسه کول ډیر سخت او ستونزمن کاردی او ډیره کړکیچنه پروسه لري، نو له همدې امله ډیری دغه کسان ویریږي چې ښایي ترلاسه به یې نشي کړای او ګواکې خپلو هیوادونو ته به بیرته ستانه کړې شي."

نوموړی همداراز وایي، "دغه ډول کسان د خپلو هیوادونو له جګړو راتښتیدلي او ډیر شمیر یې په انګلیسي ژبه نه پوهیږي، او د استرالیا د حکومت له خوا چې دوی سره د اوسیدنې په برخه کې کومه مالي مرسته کیږي پرې بسنه کوي."