له کومې ورځې چې په امريکې کې باراک اوباما ټاکنې ګټلي او د ولس مشر په توګه يې خپله دنده پيل کړې د افغانستان خلک، خپرونې او روڼ آندي په دې هيله دي چې ګڼې د هغه په راتګ سره به د امريکې په تګلاره کې د پام وړ بدلون راځي ځينې خو پخپلو وړاندوينوکې آن دومره خوشبين دي چې د افغانستان د ستونزې حل يوازې او يوازې د بارک او باما په برياليتوب پورې تړي خو په ډيره خواشينۍ سره چې دا واقيعت نه دى او ترڅو پورې چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون کړنې، پوځي عمليات او د افغان دولت او امريکې ترمنځ اړيکې قانوني نه شي په وضعيت کې به هيڅ بدلون را نه شي او د افغانانو عاموژنه به په همدې توګه روانه وي، ولس به په حکومت باورنه کوي او حکومت به ملامتي په بهرنيانو وراچوي.
تيرې اوه کلنې تجربې او د بې شميره بې ګناه افغانانو وژنې او خپل سرو بمباريو وښودله چې ستونزه په افرادوکې نه بلکې د جګړې په ډول اوسيستم کې وه خو د افغانستان حکومت تر اوسه پورې په دې نه ده توانيدلاى چې خپل بهرني دوستان په تيره بيا د امريکې متحده ايالات قانع کړي چې خپل پوځي عمليات د افغانستان له حکومت سره همغږي کړي.
څو ورځې وړاندې افغانستان ته د امريکې د ولس مشر د ځانګړي استازي له را رسيدو وروسته حامد کرزي اعلان وکړ چې د افغانستان خلک به د افغانستان لپاره د امريکې په ستراتيژيکې څيړنې کې برخه ولري او تر هغه وړاندې د ملي دفاع وزير عبدالرحيم وردګ ويلي وه چې د امريکايي ځواکونو له قوماندان سره يې د پوځي همغږۍ تړون لاسليک کړى خو د افغان چارواکو ويناوو او د حکومت کمزوري دريځ ته په پام سره ويلاى شو چې له دې خبرو اترو څخه مثبته پايله لاس ته نه راځي ځکه تيرو تجربو وښودله چې د افغانستان حکومت او په تيره بيا امنيتي ادارې په خپلو منځوکې همغږي نلري نو ددې وړتيا به څنګه پيدا کړي چې له بهرنيو ځواکونو سره د همغږۍ له لارې د ملکي وګړو دمرګ ژوبلې مخه ونيسي .؟ له بلې خوا ددې تړون د پلي کيدو لپاره تضمين نشته ځکه د افغانستان حکومت په سياسي او ديپلوماتيک لحاظ په داسې موقف کې نه دى چې له تړون څخه د سرغړونې په صورت کې اغيزمنه پريکړه وکړي او امريکائي ځواکونه هم دخپلو کړو وړو په اړه هيڅ ډول مسئوليت نه احساسوي ځکه چې تر اوسه پورې د زرګونو بې ګناه افغانانو له وژلو سره سره له کوم قانوني غبرګون سره نه دي مخامخ شوي.
له بلې خوا د افغان او امريکايي ځواکونو تر منځ هغه وخت همغږي راتلاى شي چې د دولتونو تر منځ همغږي شته وي حال داچې د امريکې د نوي ولس مشر او حامد کرزي ترمنځ اړيکې ورځ په ورځ د خړيدو په لور روانې دي په همدې اساس افغانان پوښتنه کوي چې ښاغلي کرزي له بوش سره چې نږدې دوست او ملاتړى يې وه همغږي را نه وسته نو له اوباما سره چې هره ورځ يو د بل په وړاندې نيوکې کوي او د حامد کرزي په وينا نرمه غيږه يې پيل کړې، څنګه هوکړه کولاى شي.؟
د ښاغلي کرزي دا خبره چې افغانان د امريکې د ستراتيژۍ په جوړولوکې برخه اخلي دوه پوښتنې پيدا کړي يو دا چې که اوباما د افغانستان لپاره ستراتيژي جوړوي معنى يې داده چې د افغانستان او امريکې تر منځ د استراتيژيکو اړيکو پخوانى ټړون ښايي له منځه تللى وي او بل دا چې که افغانستان ديوه خپلواک هيواد په توګه مطرح وي نو بيا خو طبعي ده چې افغانان به د امريکي د ستراتيژي په جوړولو کې خپل رول ولري نو بيا ښاغلي کرزى ولې خلک په شک کې اچوي او د ابهام په فضا کې په ولس کې د خپل حکومت په وړاندې پوښتنې را پيدا کوي.
زما وړانديز دادى چې دافغانستان حکومت او ولس مشر بايد چې د امريکې د حکومت په وړاندې خپل دريځ روښانه کړي او له هغو څخه دې وغواړي چې د افغانستان له حکومت سره دي يو تړون امضا کړي او په هغه تړون کې دې د بهرنيو ځواکونو مسئوليتونه، د واک حدود، او د عملياتو څرنګوالى روښانه شي له دې پرته به بهرنيو پوځونو ته د ښکيلاک ګرو په سترګه وکتل شي.
او که چيرې داسې و نه شي د ورځې په تيريدو سره به د کرزي د حکومت نيمګړتياوې اودروغجنې وعدې را برسيره کيږي او حکومت به دولس په وړاندې د خپل نيمګړي اعتبار په له لاسه ورکولو سره ورځ په ورځ خپل پلويان له لاسه ورکوي او د حکومت له مخالفو ځواکونو سره به خواخوږي ډيريږي چې دا د افغانستان لپاره ناوړه پايلې له ځانه سره لرلاى شي.
د ښاغلي وردګ له دې وينا وروسته چې له امريکايى پوځي قوماندان سره يې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه د همغږۍ تړون لاسليک کړى، د هرات ولايت د ګذرې په ولسوالۍ کې د پنځلس تنو عامو وګړو شهادت داوښودله چې امريکايان د هيڅ چا او هيڅ تړون پروانه کوي او هر هغه څه يې چې زړه وغواړي کوي يې ځکه چې د افغانستان کمزورى مشرتابه او حکومت يې دومره سياسي او ديپلوماتيک اغيز نلري چې په مقابل لوري باندې خپلې غوښتنې ومني.
له بلې خوا امريکايي لورى په دې پوهيږي چې ولس د کرزي له حکومت څخه ملاتړ نه کوي نو ځکه ځان اړنه بولي چې د يوه کمزوري او غير ملي حکومت غوښتنې واوري او امريکايان پوهيږي چې د کرزي وروستۍ څرګندونې د يوه سپيڅلي ملي هدف ښکارندويي نه کوي بلکې دا هغه شعارونه دي چې کرزى يې دراتلونکو ټاکنو د ګټلو لپاره د کمپاين په موخه کوي او زه خپله باور لرم چې که د کرزي حکومت د ولس له ملاتړ څخه برخمن وه او کومې نيوکې او نرمه غيږه يې چې اوس پيل کړي څلور کاله وړاندې پيل کړې واى، د امريکې حکومت به خامخا له خپل دريځ څخه اوښتى وه او حتماً به يې خپل سري پوځي عمليات درولي وه، ځکه په هغه صورت کې به امريکايان له يوه ملت او د خلکو له ملاتړ څخه برخمن حکومت سره مخامخ وه او هرو مرو به يې د حکومت وړانديزونو او خبروته غاړه ايښې وه خو اس د امريکې پوځيان هم په دې پوهيږي چې کرزى او حکومت يې په خپلو نيوکو کې ريښتيني نه دي بلکې دا ټولې هلې ځلې د انتخاباتي کمپاين لپاره تر سره کوي او دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک هم ورباندې پوه شوي.
زما په آند ترڅو پورې چې په افغانستان کې يوملي او په هيواد او ملت مين حکومت نه وي رامنځ ته شوى، ترڅو پورې چې د پخوانيو معلوم الحالو وسلوالو ډلو ترمنځ د قدرت ويش ته د پاى ټکى نه وي ايښودل شوى، او ترڅو پورې چې د هيواد په مشرتابه کې بدلون نه وي راغلى اوسنۍ ستونزې، په ځانګړي ډول د بهرنيو ځواکونو خپل سرۍ او د عامو افغانانو وژل او زورول به همداسې دوام ولري او په وضعيت کې به هيڅ بدلون را نه شي او مونږ به هره ورځ د افغانانو د عاموژني، ټپي کيدو، د کورونو د تلاشي کيدلو او زندانونوته د بې ګناه خلکو د اچولو شاهدان يو، او افغانان به هره ورځ د خپلو چارواکو د بې کفايتيو قرباني کيږي، او دا حالت به تر هغو پورې روان وي چې افغانستان وړتيا ومومي او په خپل سياسې مشر تابه کې بدلون راولي.