د هيواد له شمال څخه د خپريدونکې درې مياشتۍ (( پسرلي )) په پرله پسې نهمه ګڼه کې مى ولوستل چې (( د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت .......... د افغانستان ، ايران او تاجکستان تر منځ د فارسي ژبو هيوادونو د اتحاديې او د يوې ګډې فارسي ژبې تلويزيوني شبکې د جوړيدا خبر ورکړى . ))
که څه هم د پورتنيو درې واړو هيوادونو کلتورى ، ژبنيو ، مذهبى او د قومي جوړښت توپيرونو او تناسب ته په پام سره دغه تيوري عملي بڼه نشي موندلاى خو بياهم حامد کرزي ته چې د افغانستان د ملى ګټو په ساتنه يې سوګند کړى ، نه ښايي چې دومره ستره تيروتنه وکړى ځکه دا ډول هڅى چى اصلي لوب غاړى يې ايران دى د هيواد لپاره ناوړې سياسى پايلې لرلاى شي او له حقوقي پلوه به هيڅ راز مجوز ونلري او هيڅ ريښتني افغان نه به د منلو وړنه وي .
په دى ليکنه کې هڅه شوې تر څو له يوې خوا پدې اتحاديه کې د افغانستان د غړيتوب ناوړه سياسي پايلې راوسپړل شي او له بلې خوا د افغانستان عيني واقعيتونو ته په پام سره په فارسي ژبي مثلث کې د ګډون په حقوقي ارزښت باندې رڼا واچول شي او دا چې افغانستان يو فارسي ژبى هيواد نه دى په دى خو هم د (( مثلث )) تيور يسنان پوهيږي او هم د افغانانو په ملي هويت باندې منکر د بهرنيو چارو واکمن خو د انديښنې وړ خبره داده چى له دې ټولو سره سره ولې هڅه کوي چې ز مونږ ملي واقيعتونو ته له پاملرنې پرته ، افغانستان يو ځل بيا .
د کلتوري ښکيلاک ګرو په منګولو کى ورکوي ..؟
له حقوقي پلوه د دوو يا زياتو هيوادونو تر منځ هر ډول ټولنه ( اتحاديه ) د يوه تړون يا معاهدې په مټ را منځ ته کيږي او هره معاهده بايد لږ تر لږه د دى ځانګړتياوې ولري چى په لاندى توګه دي .
١- تړون ديوه مجوز او اړتيا په صورت کې را منځ ته کيږي .
٢- د تړون موخې څرګندې معقولې او روښانه وي .
٣- تړون هغه وخت د پلي کيدو وړوي چې د غړو هيوادونو په مقننه څانګو کى تصويب شي .
حال دا چى د فارسي ژبو هيوادونو په خيالي تړون کى لومړني دوه توکي له ورايه نه ليدل کيږي .
او هغه دا چې په نوموړى ټولنه کى د افغانستان ګډون مجوز نلري ځکه افغانستان لکه چى له نوم څخه يې څرګنده ده د ملى او ټولنيز جوړښت له مخې يو فارسي ژبى هيواد نه دى او نږدې ٨٠ سلنه وګړى ئى په پښتو او نورو ژبو خبرى کوي او همدا دليل دى چې په دې ډول تړون کې د ګډون اړتيا نلري .
له بلې خوا د فارسي ژبو هيوادونو )) د ټولنې د جوړيدو موخې نه يوازې دا چى څرګندې نه دي او که وي هم په سيمه کې د فارسي ژبى له پرمختګ او په دې وسيله د ايران د سياسى نفوذ له پراخوالي پرته به بل څه نه وي چې په دې سره به مونږ ته نورې ستونزې و زيږوي ځکه د څو تيروکلونو تجربو ته په پام سره ايرانيانو تل هڅه کړى چى د خپل سياسي واک او ځواک د خپراوي لپاره د فارسي ژبې دود ته وده ورکړي او د هيواد له کلتوري چاپيريال څخه د پښتو ژبې لمن ټوله کړي ځکه د پښتو ژبې پايښت کولاى شي د ايراني آيت الله ګانو په ککريو کې د فارس د امپراتورى د بيا را ژوندي کولو خيال پلو کمزورى کړي .
او کومې لاسوهنې چي همدا اوس يې ايرانيان په افغانستان کې کوي ناشونې کړي ، له دى لامله ويلاى شو چې ايران ته به ددى ټولنې په جوړيدو سره په افغانستان کې د لاسوهنى شونتياوې ډيرې شي ، او همدغه ټلويزيوني شبکه به چى اوس يې د جوړيدو خبرې کيږي ، د افغانانو په ذهنونوکې د نفاق زړي وشيندي او طبعي ده چې ددي کلاوې سربه له ايرانيانو سره وي ځکه چې له اقتصادي پلوه افغانستان او تاجکستان ښائي و نه شي کولاى چې د نوموړې شبکې د جوړيدو او چلولو لګښت ته اوږه ورکړي او دا د تلويزيون به د هغه چا په خدمت کي وي چى لګښت يې په غاړه اخلي .
ايرانيان به د (( فارسې ژبې ټولنې )) په مټ او د هغى د تلويزيوني شبکى په وسيله وکولاى شى .
خپل هغه پلان په آسانۍ سره پلى کړي کومه چې له کلونو راهيسې يې په لاره اچولى وه او له بيلابيلو وسيلو او لارو چارو څخه يې ګټه اخستې وه تر څو خپلو استراتيژيکو موخوته چى (( د شيعه مذهب وده ( فارسي ژبې خپرول او د افغانستان په نوم د يوه هيواد دوجود نفى کول دي . )) ورسيږي خو دننه په افغانستان کى پرله پسې سياسى بدلونونه د دى لامل شوي چى دا هڅې بى پايلې شوي او ايرانيان اړوتي تر څو وخت په وخت خپلى هڅى له سره پيل کړي او يايې بڼي ته بدلون ورکړي .
د رضا شاه پهلوي دواکمنۍ په مهال د پان ايرانيزم مسئله ترلاس لاندې وه خو په هغه وخت کې له يوىخوا په افغانستان کې د دري ژبو مشاهيرو د افغاني هويت او تاريخى اغيز حس ژوندى وه او له بلې خوا د افغان دري ژبو ژبنۍ او د لهجې خپلواکۍ د ايران د لاسوهنو مخه ډب کړى وه او دا په داسې حال کې وه چې تاجکستان هم د شوروي اتحاد برخه او دسوسيالزم په بلاک کې وه او ايرانيانو ته ګرانه وه ترڅو په داسى چاپيريال کى لاسوهنې ته لاره پيدا کړي .
په ايران کې د اسلامي انقلاب او د امام خميني په واک ته رسيدو سره د ايرانيانو پراخوالي غوښتنه د (( صدور انقلاب اسلامي )) تر چتر لاندې نوې بڼه خپله کړه خو موخه يې هماغه د فارسي ژبې د پراختيا په وسيلي د سياسي نفوذ پراخوالى وه .
په افغانستان د شوروي اتحاد يرغل د پاکستان په څير ايران ته هم يا نه په لاس ورکړه تر څو د ځينو اهل تشيع شخصيتونو په استخدام سره د جهاد په نامه د ځينو ډلو په جوړولو لاس پورې کړي او نه يوازي دا چې ترپايه يې ددي ډلو ملاتړ وکړ بلکې د جهاد له پاي څخه وروسته ئى په افغاني حکومت کى د هغو په ننويستو سره خپل سياسي نفوذ ته لاره هواره کړه خو د طالبانو راتګ دا خوب په او لاهو کړ.
حاجي عزيز الله دين محمد د کابل اوسني والي په خپل کتاب کې چى د مولوى خالص د شخصيت په اړه يې ليکى چى کله په پاکستان کې د مجاهدينو عبوري حکومت جوړ شو د ايران حکومت د مجاهدينو شوراته ويلې وه چې په عبوري حکومت کې د اهل تشيع افغاني تنظيمونو ته برخه نه ده ورکول شوې .
خو مولوى صاحب خالص بياورته ويلي وه چې (( دا زمونږ کورنۍ مسئله ده او مونږ بنه پوهيږو چې چاته ډير حق ورکوو او چاته لږ حق . ))
دغه راز په افغانستان کې د موقتې ادارې په راتګ سره ايران ته دلاسوهنې يونوى باب پرانستل شو او دا هغه وخت ده چې د پخوانيو اهل تشيع تنظيمونو تر څنګ د ايرانيانو يارانه د شمالي ټلوالې له نورو کړيو سره هم پخه شوي وه، په افغاني ملي ترمينولوژى يرغل دا دري ژبې په سوچه لهجې کې د ايراني معصطلحاتو ننويستل ، د پښتنو او پښتو په وړاندې د غير پښتنو را پارول او د ځينو سياسي او جګړه مارو ډلو په تګلاروکى د فدرالزم طرحې ته ځاي ورکول هغه څه دي چې دايران او روسيې د ګډې پروژي لاسته راوړنې يې بللي شو او د ادى اوس ايران يو قدم وړاندې ږدل غواړي او د (( فارسي ژبو هيوادونو په اتحاديه )) کي د افغانستان په ننويستو سره خپلو لاسو هنوته حقوقي او قرار دادي بڼه ورکوي خو د افغانستان حکومت په تيره کرزى لکه هيڅ يې چى د افغانستان تاريخ نه وي لوستلى په دى لوبه کى دورګډيدو عواقبوته له پاملرنى پرته په خپل ملي افغاني هويت پښې ږدي او دا په داسى حال کى ده چې ولس مشر پخپلو ټولو بيانوکې له بهرنۍ لاسوهنى او په ځانګړې توګه له ګاونديو هيوادونو سرټکوي ..؟
آيا پورتني واقعيتونه د افغانستان حکومت ته نه دي څرګند ...؟ آيا دوى ته نه ده معلومه چې ايرانيان په آسيايي جغرافيه کي د افغانستان په نوم کوم هيواد نه پيژني ...؟ او آيا دوي په دې نه پوهيږې چې په ايراني تعليمي نصاب کې که تاريخ ده او که جغرافيه د افغانستان په نامه د يوه هيواد وجود نفى شوى او يوازې د ابو مسلم خراساني له برکته د خراسان تر نامه لاندې يوه وړه ټوټه خراسان بولي يانې ايرانيان خپلو راتلو نکو سلونوته د اورپه ګوته کوي چې اوسنى افغانستان د ايران د خاورې يوه بيله شوې برخه ده .
نو چې داسې ده کره خبره ده چې د ايران حکومت او ايرانيان کله هم افغانستان ديوه خپلواک ، آباد او د افغاني هويت لرونکي هيواد په توګه نه زغمي او تل هڅه کوي چې له هر څه وړاندې ز مونږ هويت له منځه يوسي او د پښتنو دريځ په سياسى او کلتورى ډګر کې کمزورى کړي ، او هغه واقيعت چي پښتانه په افغانستان کې غوځ اکثريت دي معکوس وښيي او که چيرى فارسي ژبې ټولنه جوړه شي ايرانيان دې موخې ته يو ګام نور هم وړاندې شي ځکه چې ددې پروژې يواځنۍ موخه په سيمه او افغانستان کې د فارسي ژبي يکه تاز حاکميت او د پښتو ژبې د تعز ټولول دې چې په دى سره به مونږ خپل افغاني هويت له لاسه ورکړو او د ايران د هضمولو لپاره به په تياره مړى بدل شو .
په دې کې شک نشته چې په هر هيواد کې د ډيرکي ( اکثريت ) رغنده سياسي ګډون د هغه هيواد په سياسي جوړښت ،سياسي ثبات ، ملي هويت ، او ملي يووالي کې غوڅ رول لري ، د ځمکي په سر ډيرى هيوادونه او ملتونه د توکميز اکثريت په بنسټ را منځ ته شوي او ددې هيوادونو ملي هويت هم د توکميز اکثريت په هويت پورې تړلى خو دا کله هم په دې مانا نه شي کيداى چې په دې هيوادونوکې د ميشتو وړو قومونو په رول باندې سترګې پټې شوي .
لږ کيان هم د اکثريت تر څنګ د هيوادونو په پرمختګ او بدلون کې رغنده ونډه لري خو په دې بهير کې د اکثريت رول تر بل هر قوم څخه غوڅ او اغيز من دى، په افغانستان کې هم پښتانه د نورو ورونو قومونو په پرتله ډير دي او د ټول ملت ٦٣ سلنه جوړوي او تاريخ هم په دې ګواه دى چې د هيواد په سياسي ثبات او پايښت کې د پښتنو ونډه تر بل هر ورور قوم څخه درنه او اغيز منه ده او يوازې پښتانه کولاى شي په خپل فعال سياسي ګډون سره د افغانستان له خپلواکۍ او ملى هويت څخه ننګه وکړي .
که څه هم د پښتنو تر څنګ نو واړه قومونه لکه : (( تاجکان ، ازبکان . هزارګان ، ترکمن او داسې نور .)) هم ژوند کوي او تل يې له خپلو پښتنو ورونوسره اوږه په اوږه د يوه واحد وجود په توګه له خپل هيواد څخه ننګه کړي او د هغه د پايښت لپاره يې قرباني ورکړې خو دايې منلې چې مشر ورور (( پښتون )) په دې وجود کې حياتي او مخکښ رول لري .
راځى چې د تاريخ پاڼې راواړوو او اوس وګورو چي ټول وګړي ځان افغانان بولې او د افغان په نوم او هويت وياړي ، په هيواد کې ملي سرود تل په پښتو وه او پښتو په ټولو اساسي قوانينو کې د افغان ملت ملي ژبه وه او ده ، د هيواد په ټولو تقنيني اسناد و کې پښتو د لمړنۍ رسمي ژبې په توګه منل شوې او ټول اداري او علمي مصطلحات په پښتو ژبه وه او دي ، ځکه چې پښتو زمونږ د هيواد د يوه غوڅ اکثريت ژبه ده او پرته له همدې ژبې بله هيڅ ژبه نه شي کولاى ملي توب تر لاسه کړي اود افغان ملت د هويت ښکارندويي وکړي او دا هغه څه دي چي ټولو افغانانو پرې اتفاق کړى او د افغانانو پدي اتفاق کړى او د زړه له کومي يې منلي دي خود افغانستان د ملى هويت او ملي يووالى د ښمنانو په ځانګړي توګه ايران او روسيې تل هڅه کړيې او کوي يې چې په هيواد کې د ورونو قومونو تر منځ د بې باورى اورته لمن ووهي د ښمنيو ته يې و هڅوي او په دې توګه د پښتنو او پښتو رول کمزروى کړى،ځکه کله چې اکثريت کمزوري شي د ټولنيز نظام بنسټونه نړيږي، د اکثريت نه ګډون په حکومن کې سياسي ثبات ړنګو لى شي، د ملي يو والي او ملي هويت مسئله پوخوالي ته نه رسيږي او کله چي اکثريت خپل حقوقي او سياسي حيثيت له لاسه ورکړى د ملي هويت ستنې په را لويدو شي او بيا هر ښکيلاک ګر کولاي شي .
افغانستان تر ستوني تير او هضم کړى :
دا هم د ويلو وړ ده چې ايرانيان او روسان په دې کار کې يو څه بريالي شوي هم دي ځکه دننه په افغانستان کي هم ځېنې ډلې او کسان شته چې په ډيره آسانى سره دپرديو د لاس آله ګرځيدلى او ايرانيانو هڅه کړي چې همدا ډلى او کسان د خپلو شومو موخو د تر سره کولو لپاره وګماري او امکانات ورکړي ، همدا اوس وګورۍ د
B52 الوتکې په وزرو پورې د تړلې د موکراسۍ له برکته ، څوک د فار الزام طرحې وړاندې کوي ، څوک د افغان نوم نه مني ځينې د ايراني مصطلحاتو په دود سره زمونږ د ملي سوچه ترمينولوژۍ له منځه وړل غواړي .
ځينې نور بيا د قومونو تر منځ د دولتي څوکيو ويش ته (( عدالت اجتماعي )) (( مشارکت ملي )) او ......... وايي .
که د ايران دا هڅه (( په فارسي ژبې ټولنه کې د افغانستان ښکيلول )) بريالۍ شي څه پايلې به ولري ....؟ او د افغانستان اوسني حکومت ته چې بهرنى سياست يې له ثابتې ستراتيژى بې برخې دى، ولس مشريې غوڅ دريځ نلري ، او د بهرنيو چارو وزير يې سره له دې چې د يوه غربي هيواد د تابعيت د درلودلو له لامله د افغان ملت ګټو ته ژمن نه دې او دولسي جرګې لخوا د نه باور درايې اخستو په سبب حقوقي او قانوني واک نلري ، څه کول په کار دي ...؟
او له بلي خوا ولسي جرګه چې د حکومت په چارو د څارنې او د نړيوالو تړونونو د تصويب او د د واک لري ، بايد څه دريځ غوره کړي ...؟
١- د ايران د کورني او بهرني سياست مطالعه ښيي چې آيت الله ګان او (( د جمهورى اسلامى )) .
پاليسي جوړونکي ، له دين ، ژبي او مذهب څخه يوازې د خپل سياسي نفوذ د خپراوي لپاره دو سيلې په توګه ګټه اخلي ، او خپلې ملي ګټې يې له دې ټولو څخه لوړې ګڼلي دي .
په ايران کې ٣٥ سلنه فارسيان په ٦٥ سلنه (( ترکانو، کردانو ، ترکمنو ، بلوڅو ، آذريانو او عربو . )) حکومت کوي هلته هيڅ بل قوم حق نلري چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او فارسي يوازنۍ رسمي او ملي ژبه ده ....
د افغانستان حکومتى چارواکي بايد په دې يوه شي چې آيت الله ګان د هيڅ چاله غمه مړه نه دي که هغوى دومره انصاف لري تر هر څه وړاندې دې په خپل هيواد کې ، ترکانو، کردانو ، ترکمنو ، بلو څو او عربو ته حق ورکړي چې په خپله ژبه ليک او لوست او خبري وکړي او بيا څه پاتې شوه چې له خپلو پولو رااوړي د افغانستان دري ژبو او د تاجکستان خلکو ته فارسي ورښيي که ايرانيانو له افغانانو سره دومره مينه درلوده له څلورم پوړ څخه به يې ژوندي افغانان نه را غورځول (( د تل سياه )) او (( سنګ سفيد )) زندانونه به يې له افغان کارګرونه ډکول او داسې نور ..
له دې لامله د (( فارسي ژبې مثلث )) د ايرانيانو لپاره مقدس هدف نه بلکې په افغانستان کې د لاسوهنې وسيله ده او د هيواد په چاروکې د ايران هر ډول لاسوهنه کيداي شي زمونږ ملي يووالي ، ملي هويت ،سياسي ثبات او د ملت جوړنې بهيرته زيان ورسوي او ايرانيانوته د سياسي نفوذ لاره پرانيزي .
٢- ښاريي افغان چارواکي فکر کوي چې د ايران او افغانستان تر منځ به ديو ځاي کيدو به ټکى د اسلام دين وي ، خو ايرانيان د خپلو ملي ګټو او سياسي پراخوالي غوښتنې په وړاندې هيڅ خنډ نه شي زغملاي او هر څه يې ترې ځار کړي او آن نوې جوړيدونکى مثلث به هم ترې ځار کړې و ګورى داچې ايران اسرائيل ځان ته ګواښ بولي له امريکې سره تاريخي د ښمني لري .
په ډاګه د فلسطينانو ننګه کوي او مالي مرستې ورسره کوي او دا هرڅه د اسلامي عقيدې تر عنوان لاندې ترسره کوي خو ددې لپاره چې له هند ، پاکستان او روسيې سره ئې اړيکې خړې پړې نه شي د چيچينيا او کشمير په اړه ځان ړوند او کوڼ بولي ، آيا د چيچينيا‌‌ء او کشمير مبارزه په حقه نده خو ايرانيان يوازې په هغه ځاي کې مسلمان دې چې ګټې ئې ايجاب کوي په دې اساس افغان سياست وال بايد په دې پوه وي چې آيت الله ګان نه ددين پروا لري نه د مذهب بلکې يوازې سياسي ګټې دي چې لپاره يې هرڅه کوي .
که چېرې ايرانيانو له افغانستان سره ديوه اسلامي هيواد په توګه خوا خوږي درلوده نو طالبان خو دوي ته له هرچاوه خو خبره داده چې طالبان شيعه ګان نه وه او بل دا چې پښتانه وه ، او د طالبانو دواکمنۍ تر پايه يې د هغوى له مخالفو وسله والو ډلو سره مالي مرستې کولې ځکه چې ايران کولاى شول د طالبانو د مخالفو ژبنيو او مذهبي ډلو په واکمنۍ کې په افغانستان کې سياسي نفوذ ولري او خپلې ګټې خوندي کړي.
٣- تاجکستان يو له هغو هيوادونو څخه دى چې د شوروي اتحاد يوه برخه او د سوسيالزم په بلاک کې روزل شوى دى په مذهبي لحاظ سيکولر ډوله ټولنه لري او همدا اوس هم د روسيې تر نظامي او سياسي اغيزې لاندې شپې ورځې تيروي .
که چيرې د فارسي ژبې مثلث را منځ ته کيږي حتمي ده چي د دوسيه به هم خپله برخه په کې کوي او د تاجکستان په وسيله به له همدې لارې خپلو ناوړو موخوته د رسيدلو لپاره هڅې وکړي له ايران سره به په افغانستان کې د قومي اختلافاتو په را پارولو کې لاس ورکړي او په دې توګه به پښتون قوم چې د افغان ملت د ملاتير دې په سياسي او کلتورى لحاظ کمزورى کړي اود داسې يو حکومت را منځ ته کيدو ته به هڅې وکړي چې دوى ته ګوډاګى او محتاج وي او کله هم د روسيي څخه د شوروي اتحاد د تيرو پخوانيو جنايتونو تاوانونه وغواړي .
لکه وړاندې موچې د ايران په اړه يادونه وکړه روسيه هم نه غواړي چې پښتانه او پښتو ژبه د افغانستان په سياسي نظام کې خپل حقوقي حيثيت و ساتي چې ښه بيلګه يې په هيواد کې د پښتون ضد ډلو ټپلو ښکاره او په پټه ملاتړ دي .
د روسيې د دفاع وزير ايوانوف د افغانستان دولس مشري د ټول ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته د ١٣٨٣ کال د ليندى په دوولسمه له هندي چارواکو سره د خبرو په بهير کې انديښنه وښوده او ويې ويل چې :
(( يوازنى شى چې د افغانستان په هکله مونږ له هغه څخه ويره لرو داده چې افغانستان دپښتوني کيدو په لور روان ده او دا به ديوې بلي قومي جګړې پيلامه وي . ))
دا دوسيې له دې غبرګون څخه په ډاګه کيږي چې په افغانستان کې يو پښتون ولس مشر نه شي زغملاى او تل هڅه کوي چې خپل کيڼ اړخه او ښي اړخه ګوډاګيان د ملک ته ورسوي او دا هغه څه دي چې ايران ئي غواړي له دې لامله د فارسي ژبي هيوادونو (( ايران او تاجکستان )) په منځ کې د افغانستان ښکلتيا د روس او ايران تر منځ د افغانستان سياسى او کلتورى کلابندي بللى شو چې هيله ده افغان چارواکي يې ناوړه پايلو ته ځيرو اوسي او په دې وزلو به کې له ورګډيدو څخه لاس واخلي .
٤- لکه وړاندې موچې وويل د افغانستان په ٣٠ ميلونه وګړوکې ٦٣،٧ سلنه پښتانه ١٢،٣ سلنه تاجک ، ٨،٩ سلنه هزاره ٦،١ سلنه ازبک ، ٤،٤ سلنه ايماق ، ٢،٦ سلنه ترکمن او پاتې نور يې نور لږ قومونه لکه پشه يان ، عرب ، هندوان او ګوجر دي .
او له دې څخه څو واقيعتونه په ډاګه څرګنديږي .
الف : پښتانه د افغانستان تر ټولو ستر او اکثريت قوم دى او پښتو تر ټولو لويه ژبه ده .
ب : افغانستان د ټولنيز او توکميز جوړ بنسټ له مخې هيڅکله يو فارسي ژبى هيواد نه دى .
ج : د هيواد په ټولو وګړوکې يوازې ٢١،٢ په سلوکې په دري ژبه خبرې کوي او پاتي نور ٧٩ سلنه يې ځان ته جلا جلا ژبې لري.
د : له پښتو پرته بله هيڅ ژبه نه شي کولاي چې ملي حيثيت ترلاسه کړي او د بهرنيو يا د نړى د نورو ملتونو سره د افغان ملت د شاخص او توپير لپاره د افغانستان هر حکومت ته په کارده چې پښتو ژبې ته د هيواد ملي ژبي په توګه تعميم ورکړي .او پاتي نوري ژبې دې د اساسي قانون د حکم سره سمې رسمي وي او د هر قوم او هرى ژبى ويونکي حق لري چي پخپله مورنۍ زده کړي وکړي .
پورتنيو انکار نه منونکو واقيعتونوته په پام سره په ډاګه ويلاي شو چې :
د افغانستان حکومت او خلک اړنه دي چې په (( فارسي ژبې اتحاديه )) کې غړيتوب واخلي ځکه نه يوازې دا چې افغانستان يو فارسي ژبى هيوادنه دى بلکي په نوموړې اتحاديه کې د افغانستان د ملي ګټو خونديتوب ته زيان رسيږي ، روسيه او ايران چې تل يې دا هيواد په اړه ناسمې څرګندونى کړي او دلاسوهنو له لارې يې کوښښ کړى چي په افغانستان کې ملي يووالي او دملي هويت ستنې کمزورې کړى او په دې توګه د يوه مزدور حکومت په راوستو سره افغانستان پخپل ګوډاګيتوب کې وساتي دوى به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د امريکې د متحده ايالاتو په ګټو تيرى وکړي او خداي مکړه هيواد به مو يوځل بيا د ختيځ او لويديز د جګړو ميدان وګرځي ، لکه چې وه .
زه د افغانستان په ولس مشر غږ کوم چي کرزي صيب !
ستا په واکمنۍ کې چې امريکايي جنرالانو د پښتنو په وژلو او قتل عام کې رتبې واخستې خو تاسو څه ونه شو کړاى ، د هيواد ټولې کتابتونونه له ايراني کتابونو ډک شول .
خو تا سو ښائى خبر هم نه ياست د شمالى ټلوالى قوماندانو او وزيرانو په اوپراتيفي پيسو او ډالري معاشونو ماڼي جوړې کړې او بانکي حسابونه يې پرانستل خو تر اوسه يوه افغانۍ هم د پښتو کتابونو د چاپ اوژ باړي لپاره ستا له بود جې نده راوتلې .
تا ښايې په تيرو اووکلونوکې له سلو څخه زيات بهرني سفرونه کړي وي خو تر اوسه پورې په هيڅ هيواد او هيڅ نړيوال کنفرانس کې په پښتو ته ئي غږيدلي .
کرزي صيب !
ستا په واکمنۍ کې او ستا په اداروکې په پښتو د ليکل شوې عريضې او مکتوب په تور خلک له دندو منفک شوي خو تاسې خبر نه ياست .
ستاسو په واکمنۍ کې مطبوعات په پښتنو مشاهيرو او اتلانو ملنډې وهي خو تاسوو اياست خير دى ډيموکراسي ده ، او د تا په اداره کې او آن ستا په دفترکې او ستا په ټولو فرمانونو او حکمونو کې پښتو د ( ط ) ټکى ده .
ستا په ٧ کلنه دوره کې پښتانه ماشومان په کابل او نيمائي هيوادکې په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې حق نلري ، او ستا اساسي قانون يوازې د کاغذ پر مخ قانون دي .
زه له تا څخه نه غواړم چي دا ټولې ستونځې را حل کړه ځکه پوهيږم چې دا هر څه ستا له وس پوره نه دي او له بليې خوا ټاکنې را روانې دي او نه غواړې چې .
څوک درڅخه ناراضه شي خو دا يوه خبره درته کوم چې ګوره ښاغليه يو دا نوم را پاتې دى (( افغانستان )) د امه را څخه اخله او په لوى لاس مو مه (( فارسي زبان )) کوه ځکه مونږ خپله افغانان ، يو تاريخ هيواد او ملي هويت لرو ، او هيڅ چاته حق نه ورکوو چې زمونږ په ملي اصليت کې د بدلون راوستو هڅه وکړي همدا راز لکه څنګه چې د بهرنيو چارو وزير دولسى جرګې له خوا د نه باور رايه اخستې او هيڅ راز حقوقي صلاحيت نلري ، نوموړي ته په کارده چي د افغانستان تاريخ کلتور او ټولنيز جوړښت ته له پاملرني پرته په هيڅ سياسي غوبل کې ور ګډ نه شي او ولسي جرګه چي د افغانستان د خلکو استازيتوب کوي د رخصتيو له بشپړيدو وروسته دې د بهرنيو چارو يې باوره و زير يو ځل بيا وروغواړي او په دې اړه دې سپيناوي ترې وغواړي او که داسي و نه شول ملي شورا به هم لکه د اجرائيه او قضائيه قوې په شان خپل ملي اعتبار او حيثيت له لاسه ورکړي .
يو ځل بيا د يادونې وړ بولم چې د هر افغان دنده ده چې د دې مثلث په وړاندې خپل غږ اوچت کړي او خپل ملي هويت دې وژغوري او که څوک ددې تړون ملاتړ وي نو کرزي ته په کارده چې له پاکستان سره دې د پښتنو اتحاديه د له ازبکستان سره دې د ازبک ژبو اتحاديه له ترکمنستان سره دې د ترکمنانو اتحاديه له عربستان سره دي د عربو اتحاديه اوله ترکمنستان سره دې د ترکمنانو اتحاديه له عربستان سره دې د عربو اتحاديه او له هندوستان سره دې د هندواند اتحاديه جوړه کړي او که داسې وشول د افغان ملت دښمنان به هيڅ نه ستړي کيږي او په لږ وخت کي به افغانستان به ټوټو وويشي او تر ستوني به ئي تير کړي او کيداى شي چې حامد کرزى په دې کار سره يوه بله جايزه هم واخلي چي تر اوسه يې هيڅ څوک او هيڅ ديپلومات له هيواد څخه نا اميده نه ده ليږلي او ښه ده چې د ځمکې په سر د حيواناتو کوم هيواد نشته که نه نو له هغو سره يې هم يوه اتحاديه جوړوله .