۸. د زمزمو په اوبو کې اته قسمه مهم عناصر موجود دي چې ددوى اندازه د نورو اوبو په پر تله خورا ډیر زیات دي چې دا عناصر مګنیزیم سلفیټ، سودیم سلفیټ، سودیم کلورایډ، کلسیم کاربونټ، پوتاشیم نایتریټ، هایدروجن سلفیټ، سلفور او باي کاربونټ دي .
د زمزمو اوبو د څښلو آداب
د ابن عباس رضي الله عنه په یوه حدیث کې روایت شوی چې وایي (( یو سړی ابن عباس (رض) ته راغی، نو ابن عباس (رض) ورڅخه پوښتنه وکړه چې له کومه ځایه راغلې؟ نوموړي سړي ځواب ورکړ چې د زمزم له چینې څخه راغلم. بیا ابن عباس (رض) ورڅخه وپوښتل، آیا د زمزم اوبه دې لکه څنګه چې باید وڅښل شي وڅښلې؟ سړي ځواب ورکړ ای ابن عباسه ! د زمزم اوبه څرنګه باید وڅښل شي؟ ابن عباس ځواب ورکړ او ورته یی وویل کله چې د زمزم اوبه څښې نو مخ د باید د قبلې په لور وي، الله (ج) باید یاد کړې، په دریو دمو یې وڅښې، څومره چې څښلی شې باید ویې څښې او په آخر کې باید شکر وباسې. ابن عباس به چې کله د زمزم اوبه څښلې همیشه به يې د نافع علم، پراخه روزۍ او د ښه صحت دعا کوله.
د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کې لاندې آداب باید په نظر کې ونیول شي: ۱. د زمزمو اوبه باید په دریو دمو وڅښل شي. ۲. د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کي مو مخ باید د قبلې په لور وي. ۳. د زمزم اوبه څومره چې څښلی شو باید ویې څښو. ۴. د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کې باید دعا وکړو او شکر وباسوو. ۵. د زمزم اوبه چې د هر مقصد لپاره وڅښل شي نو خدای به مو مقصد پوره کړي. نو ښه به داوي چې د ابن عباس (رض) په شان د نافع علم، پراخې روزۍ او پوره صحت غوښتنه وکړو.
په آخر کی راځۍ چې د الله (ج) لوی دربار ته لاس په دعا شو چې لمړی د بیت الله شریف حج را په نصیب کړي او بیا د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کې د پوره صحت، نافع علم، له ګناهو څخه د مغفرت، له مرګ نه وروسته ژوند په جنت کې، د جمعې په ورځ د با وقاره مرګ او په دنیا او آخرت کې د پوره عزت او سر لوړي ژوند غوښتنه وکړو.