دغواګانو روزنه

کتاب پيژندنه

د کتاب نوم: دغواګانو روزنه

دچاپ شمير:

دچاپ کال: ١٣٨٧هجري لمريز يا2008ميلاي
:

فهرست
سريزه
دشيدوغواګانوپيدايـښت او تاريخـچه

اهميت
د شيدوغواګانو روزنه
شيدو دمحصولاتوغذائي ارزښت
دصحي اوپاکو شيدولاسته راوړلولپاره لاندي ټکي بايد په نظرکي ونيول شي
دشيدو غواګانو دنسل انتخاب
دشيدو ورکونکي غوا انتخاب
بلوغيت
دغواګانو القاح
دغويمتوب نښي
دبلاربو غواګانو مراقبت اوساتنه
د بلاربوغواګانو تغذيه
دلنګوال په وخت کي دغوامرقبت
دوړوخوسکيو ساتنه اومراقبت
دشيدو لوشل
حفظ الصحه
دمارکيټونو اوکوپراتيفونو جوړول
دشيدو اوکوچو لپاره مارکيټ
د غواګانوځيني عامي ناروغۍ او د هغوي مخنيوي
Anthrax ‌١-انتراکس
Tuberculosis ٢-توبرکلوز
Brucellosis ٣-بروسلوزيس
F.M.D ٤-طبق يا افتوزتبه
P.P.R ) ٥-رينډرپيسټ يا (وبا)
٦-دغولانځي پړسوب    
٧-بليک ليګ يا تور لنګي

په غواګانو کي داخلي پرازيتونه
١-دځګر چينـجي
٢-دسږو چينـجي
په غواګانو کي خارجي پرازيتونه
Tick ١-کني
Lice ٢-سپږي
٣-پم يا ګرک ناروغي

سريزه
افغانستان يو زراعتي هيواد دى چې په سلو کي ٨٥ خلک يي په کرهڼه او ما لدارۍ
بو خت دي چې ددي جملي څخه يواځي %٥٥ خلک يي په مالدارۍ بوخت دي.دايو څرګند حقيقت دي چې داوږدي مودي کورنۍ شخړې موهر څه له څيرمه لولپه کړل چې په همدې کشمکشونو کې مالدارۍ برخه هم ترډيره خواره پاتى شوه.اوس دنورو برخو ترڅنګ دغې برخې ته اساسي اوبنسـټيزه پاملرنه اوبيرته پـښودرولو ته اړتيا ليدل کيږي.
زمونږ دهيواد ګڼ شمير بزګران اودهقانان دزراعت اومالدارۍ سره ډيره مينه لري،په تيره بيا دڅارويو دروزني سره چې دغه علاقه اودمينې تړښت دنارينه و په پرتله په ښځوکي زيات تر سترګو کيږي ،خوددي سره سره دڅارويو دروزنې په برخه کي دوي له ډيرو ستونـزو سره لاس اوګريوان دي ،چې په مسلکي توګه ګـټورو مشورو اولارښونو ته اړتيا لري.نوپه همدي موخه موغوره وگڼله چې د
مالدارواوبزګرو سره دمرستې لپاره دغواګانو دروزني تر سر ليک لاندي يولارښودکتاب وليکو.
چې دغه چاره دکرنې اومالدارۍ رياست په مرسته ترسره شوه،په دي کتاب کې هغه ضروري توکي په لنډ ډول تشريح شوي چې اوس مهال مو بزګران اومالداران ورسره مخ دي چې په لومړيو پاڼو کې دڅاروي دروزني په برخه کي لنډ توضيحات شوي او په وروستي برخه کي يې داړونده موضوع اوڅاروي په اړه دځينوخپريدونکو ناروغيو په اړه لنډ تشريحات شوي.
محترمو لوستونکو:
دغه کتاب کيداىشي ددغې موضوع په اړه ډيرکم معلومات ولري او ډيرئې برخې ترينه پاتي وي خو د ټاکلي حجم په نظر کي نيولو سره دغه څه تا سو ته وړاندې کړاىشوو،خداى(ج) د ي وکړي چې يو څه ترينه يادکړئ او ستاسو د ګټې وړو ګرځي .
محترمو لوستوونکو:
کيداى شي په دغه کتاب کي ډيري خطا وې و تير وتنې شوي وي، خو د اصلاح لپاره يې ستاسو نظريات په دواړسترګو منو.
په احترام

جمال الدين،روحاني،


دشيدوغواګانو پيدايښت او تاريخچه:
تراوسه پوري داسىشواهد نشته چې په غوايانو تسلط او دهغوي اهلي(کورني) کيدل وښاي خو دهغه معلوماتو له مخي چي لرغون پيژندونکي يي ځيني شواهد په ګوته کوي .چي غوايان د ډيري پخوا زمانى څخه موجودؤچې لومړيو وختوکي په انسانانو د هغوى ښکار کوؤخووروسته بياپه مختلفوتاريخي دوروکي د غوايانو څخه مختلفي استفادي شويدي.
دمثال په توګه په يوه دوره کي دبارکښ حيوان په توګه او په بله دوره کې د معتبرو مذهبي اقسامو په توګه .
په دې وروستيو دوروکي د غوايانو څخه د لوړکيفيت لرونکي غذائي موادو په لاس ته راوړلو کي کار اخستل کيده اوس د غواګانو د شيدو او دهغه د محصولاتوڅخه او همدارنګه د غوايانود غوښي څخه مختلفي خوندوري غذاګاني برابريږي. له ميلاد څخه وړاندي (١٥٥٠ )په يونان او(٧٥٠) تر ميلاد وړاندي په روم کې دلبنياتو ښه توليد اوصنعت دغواګانو څخه لاسته راته،اوله شيدو سربيره يې دکوچ ،پنيراوغواړو څخه دخوارک په برخه کي گټه اخسته په يوناني دوروکي هم دشيدو استعمال ډيرؤ اوپه پورته يادوشويو داوړو هيوادونو کې له کوچو څخه دخوراک ترڅنگ دروغتيا په برخه کي هم گټه اخستل کيده دبيلگي په ډول دوي به دکورني يا يونانى طب له مخې دزخم (پرهر)دغوړولو اويا دسوځيدو پر وخت دکوچو څخه گټه اخيسته ددغه څه مشاهده دمشهور طبيب هيپوکراف په لارښونو کې ښه ترسترگو کيږي.
Importance : اهميت
غواګانې په نړۍ کي دډيروخلکولپاره حيواني غذا برابروي نه يواځي داچې د غواګانو د شيدو څخه ګټه اخستل کيږي بلکي د هغوي دپوستکي،غوښې څخه هم ګټه ا خستل کيږي .ددي څخه سترګي نه شوپټولي چي اهلي(کورنۍ) حيوانات د انسانانو د ژوند ډيرې اړتياوې پوره کوي او انسانان دهغوى څخه د خپل اقتصادد تقويي،فزيکي قوې محافظوي مقاصدواو ديو شميراهلي حيواناتود محصولاتوڅخه دباکيفيته غذايي موادوپه توگه کاراخلي.
غواګانې دوښواو علوفه جاتو څخه چې کم کيفيته مواددي استفاده کوي اودغه مواد په لوړکيفيته باندې بدلوي اوانسانان ورڅخه استفاده کوي.دکليوالوسيموخلکوپه ژوندکي مهم رول لوبوي اوزمونږد هيواد ډيرکم تعداد خلک به وي چي د شيدو غواګاني نه روزي.دشيدوغواګاني باکيفيته غذائي موادتهيه کوي اوهمدارنګه د اقتصاد له پلوه هم ددوى د ورځني ژوند سره تر ډيره حده مرسته کوي.شيدې او د شيدو څخه مختلف محصولات لکه پنير،کوچ،مستي،تروي يا شړامبي لاسته راځي او دشيدو ترڅنګ بچې هم لاسته راځي چي په خپل وار سره تر ډيره پوري د اهميت درلودونکي دي اوددي ترڅنګ په زياتره مواردو کي د غوښي د توليد په منظور ترينه ګټه اخستل کيږي.خودغه ټول څه هغه وخت لاسته راتلاى شي چي روزونکي شخص د روزني ،ناروغيواود غوا اوپه اړونده چارو باندي په ښه ډول وپوهيږي.
که چيري زمونږدهقانان او بزګران د شيدو دغوا د روزني قصد کوي د خپلو امکاناتو په نظرکي نيولو سره دي داسې نسل انتخاب کړي چي دنوروپه پرتله ترينه زياته ګټه واخلي نوضروري بريښي چې د شيدو غواګانو په اړه معلومات ولري.

Dairy Cattle Cows rearing دشيدو غواګانو روزنه:
د شيدو دغواګانود روزني ګټي:
١-غواګانې د علوفه جاتو(واښو) ښه مصرفونکي دي هغه ډول علوفي چې دانسانانو لپاره مستقيمآد استفادي وړنه وي په لوړباکيفيته او ارزښت لرونکي حيواني توليد يې لکه شيدې اوغوښه بدلوي.
٢-بې غوړه شيدې د چرګانو په تغذيه کې استعماليدې شي چې د پروتين ،معدني موادو او ويټامينونوښه منبع ده.
٣-د لبني محصولاتوغذايي ارزښت يې لوړوي.
٤-دخاورې دحاصلخيزئ لپاره حيواني سره برابروي
٥-څو ډوله محصولات ورکوي لکه (شيدي،پنير،مستي)او داسي نور.
دشيدو دغواګانو د روزني تاوانونه:
١-زيات کار ته ضرورت لري.
٢-ډيري سرمايې ته اړتيا لري.
٣-د ناروغيو په خاصه توګه توبرکلوزخپريدل زيات تاوان مينځ ته راوړي.
د شيدو دمحصولاتوغذايې ارزښت:
سربيره پردي چې د شيدو څخه په تازه ډول استفاده کيږي د هغه څخه يو تعداد نور محصولات هم جوړيږي چې لوړغذائي ارزښت لري ځيني يې په لاندي ډول دي .
١-کوچ:دامعمولآ دځينوخوراکونود خوندد زياتوالي لپاره علاوه کيږي او همدارنګه د انرژۍ يوښه منبع هم ده چې په زياته اندازه ويټامين( ا
ے )لري کوچ تقريبآ %٨٠ خالص غوړ لري.
٢-پنېر:دامعمولآ په دوه ګروپونو ويشل شوي دي.
کلک پنيرونه: کلک پنيرونه عينآ لکه د غوښې په شان غذايې ارزښت لري او په زياته اندازه پروتين لري او په ځينووختونو کې د غوښي پرځاي په مصرف رسيږي او همدارنګه د ډيرې مودې لپاره پرته لدې چې خراب شي ساتل کيږي.
نرم پنيرونه:دا هم زيات غذايې ارزښت لري او په زياته اندازه پروتين لري.
٣-تبخير شوي شيدي: عبارت د هغه شيدو څخه دي چې تقريبآ %٥٠ اوبه يې تبخير شوي وي چه د اډول شيدې معمولآ په سفرونوکي د انتقال د سهولت له امله استفاده کيږي او همدارنګه د شيريخ په جوړولو کې هم استعماليږي.
٤-چکه : دامعمولآ د ځينو خوراکونو د خوند د زياتوالي لپاره علاوه کيږي چې يو قسم خواړه هم دي او همدارنګه په کليوالي ژوند کې غوره خواړه اوډيرمعمول دي.
دصحي اوپاکو شيدو دلاسته راوړلو لپاره لاندي ټکي بايد په نظرکي ونيول شي:
١-دسالم اوتندروست حيوان ساتنه: کوم حيوانات چې دشيدو د توليد په منظور ساتل کيږي بايد د ناروغيوڅخه وساتل شي ځکه چه ځينى ناروغۍ د حيواناتو څخه مستقيمآ انسان ته سرايت کوي .لکه تبرکلوزاو بروسلوز.
٢-دشيدو لوشونکي شخص نظافت او صحي حالت: داشخص بايد کاملآ صحتمند وي او هيڅ ډول ساري ناروغي ونه لري.
٣-د پاکواوتعقيم شوو ساما ن آلاتو استعمال: څرنګه چې شيدي د ميکروبونو پواسطه ژرککړيږى نود شيدو لپاره بايد فولادي يا المونيمي ظروف يا سامان آ لات استعمال شي.
٤-د شيدو فلتر کول: په هغه ځايونو کې چې غواګانې د ماشين پواسطه لوشل کيږي فلتر کولو ته اړتيا نشته خو په هغه ځايونوکي چه غواګاني د لاس پواسطه لوشل کيږي بايد فلتر شي ځکه يو تعداد مواد لکه دحيواناتوفضله مواد،ويښته،اودعلوفه جاتوټوټې پکې لويږي نود فلتر کولو پواسطه ورڅخه نوموړي مواد لري کيږي.

هغه عوامل چې دحيوان په انتخاب کې رول لري په لاندي ډول دي :

١-د حيواناتو نژاد ٢-فزيکي ساختمان ٣-شجره ٤-ريکارډ ٥-د حيوان صحت
دشيدوغواګانو د نسل انتخاب:
Breeds selection of Diary cattle
که څه هم غواګانې مختلف وطني يا داخلي او خارجي يا(بهرني) نسلونه لري چې په دې ځاي کې به يې څيړنه زيات وخت ونيسي خو دځينوغواګانو نسلونه او نمونې په لاندې ډول څيړو.
١-وطني يا داخلي نسلونه: ديادوني وړده چې زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې هم يو تعداد د شيدو غواګاني موجودېدي چې ډيرې مشهورې يې په لاندي ډول دي .
قندهاري نسل:
اصلي وطن يې قندهار دې رنګ يې تور،سپين اوآن تربشپړه توررنگ پوري وي او ځيني يي دتور اوسپين داغونو په مينځ کي تياره داغونه هم لري.د غوا وزن ئي Lb٥٥٢د قد لوړوالى يي inch٤٧دې او اوږد بوقان لري او همدارنګه د شيدو ورځنى توليد يې ٨-٦ليتره او په يوه دوره کې ١٨٢٢ليتره شيدې ورکوي .او په درې کاله کې بلوغ ته رسيږي او ٢٨٣ورځې شيدې ورکوي او همدارنګه د غوړوفيصديې په شيدو کي %٣.٣ يا%٣،٥ ده.

کونړي نسل:
ددې غواګانواصلي ځاي د کنړولايت دې رنګ يې تور،سپين،نصوار ،سور او برګ د
ي او ظاهرى شکل يې وړوکي د ي چې په اوسط ډول
Lb ٣٩٨ وزن لري قد يې
Inch ٣٩ دى او بوکان ئي بر جسته نه دي ورځيني توليد ئي د شيد و٤-٥ ليتره
او په يوه دوره کې ١٠٨٣ليتره شيدې ورکولاى شي او د غوړوفيصدي يې په
شيدوکي %٤.٥ دي.

سستاني نسل:
دغه نسل غواګانې د افغانستان او ايران تر مينځه د سستان د جهيل په شاوخوا کي ژوند درلوده او له سستان څخه يې منشآ اخستى ده اوورځنى توليد يې د شيدو( ٣ )ليتره دي بوکان لري د غاړي او نوم په برخه کي ئي پوستکى ځوړنده وي .

٢-بهرني يا خارجي نسلونه:Imported breeds
په دنيا کې د شيدو غواګانو ډير نسلونه موجود دي خو د هغوى د جملې څخه د هغو غواګانو يادونه کوؤ چي په نړۍ کي ډير شهرت لري.

جرسي نسل : Jersey
ددي نژاد اصلي وطن د جرسى جزيره ده چي په مينځ د فرانسي او انګلستان کي واقع دې چي په دې کې نژدي ٨٠٠٠ رمۍ وجود لري اوچکليټي يا تور ته نژدي قهوايي او په ځينو کې سپين داغونه هم تر سترګو کيږي او په آ سانۍ سره د شرايطو سره ځان عادت کولى شي وړوکى سر لري او نسبتآ نورو ته يې ظاهري شکل وړوکې دي د بالغي غوا وزن يې ٣٩٠-٥٠٠ کيلو ګرامه دى.او دتوليد په وخت کې د خوسکي وزن ٢٣ کيلو ګرامه دى په يوه دوره کي د شيدو منځني اندازه يې٤٠٠٠ -٤٠٤٧ليتره ده او په شيدو کې يې د غوړوفيصدي ئي%٣.٥ده د شيدو د توليد اندازه يې دنوروخارجي نسلونو په پرتله کمه وي.

گرانسي نسل : Guarancy
ددي نژاد اصلى وطن گرانسى دي چه د جرسى دجزيري سره نژدي سيمه ده چې نوموړى نژاد کم رنګه قهوايي او سپين داغونه لري دبالغې غوا وزن يې ٥٠٠ کيلو ګرامه دى او دتوليد په وخت کې د خوسکي وزن ٣٢کيلو ګرامه او په يوه دوره کي يې د شيدو اوسط اندازه ٣٦٠٠ کيلو ګرامه ده د شيدو رنګ يې ژيړ او په شيدو کي يې د غوړو فيصدي %٨.٤ ده او نسبتآ آرامه خاصيت لري.

هولسټن يا فريزن نسل: Holstein or Freeze
ددې نژاد اصلي وطن ها لينډاونيوزلينډ دى توراوسپين رنګونه لري،چې تقريبآ توراو سپين رنګونه پکې مساوي دي او په ځينو هيوادونو کې په سرو او سپينو رنګونو هم پيدا کيږي.ظاهري شکل يې قوي دې د بالغې غوا وزن يې ٦٥٠ کيلو ګرامه او دتوليد په وخت کې د خوسکي وزن تقريبآ ٤١ کيلو ګرامه دى اوپه يوه دوره کې دشيدو اندازه يې٤٩٥٠ کيلو ګرامه ده. په شيدو کي يې دغوړو فيصدي %٥.٣ ده.

براون سويس نسل :Brown Swiss
ددې نژاد اصلي وطن سويس دي نصواري،نقره يې او قهوائي رنګونه لري اوظاهري شکل يې قوي دى.دخولى او پوزې شاو خوا يې توره ده اوآرامه خاصيت لري دبالغې غوا وزن يې ٦٠٠کيلو ګرامه دى او دتوليد په وخت کي د خوسکي وزن ٤٣کيلو ګرامه اوپه يوه دوره کې يې د شيدو اوسط وزن ٤٠٠ کيلو ګرامه په شيدو کې يې د غوړو فيصدي ئ %٣.٧ ده.

دشيدوورکونکي غوا انتخاب :Selection of Diary Cow
په مخکى برخه کي د وطني يا محلي او خارجي يا بهرني نسلونو څخه يادونه وشوه.
خودنسل انتخاب د حاصل په ورکولو کي ځانګړى رول لري خوزمونږ په هيواد کي د شيدو غواګانودانتخاب په برخه کي تر اوسه پوري دکوم ډول پرمخ تللي سيستم څخه کارنه دي اخستل شوي خوبزگران اوکروندگر بايددشيدوورکونکي غوا دانتخاب لپاره لاندي ټکي په پام کي ولري.
١-اوږده نرۍ غاړه ولري اوهمداراز اوږه اودسينې برخه يې سره په مساوي ډول نـښتي وي.
٢-ښه غولانځه ولري.
٣-ښه ظاهري جوړښـت ولري.
٤-ښه مور،پلار،نيکه،نيکه ګان اودتوليد ښه اندازه ولري.
٥-ښه اوسالم صحت ولري.
پورته يادشوي صفتونه سل په سلو کې ښه نسل نه شي ټاکلى ،خو بيا هم تر ډيره دښه نسل په ټاکلو کې ورسره مرسته کوي.په مخکي برخه کي دخارجي نسلونو څخه يادونه وشوه خارجي نسلونه ښه توليد ورکوي خود قيمت،دساتني او مصرف له له مخې زمونږزيات شمير دهقانان اوبزګران ددې د ساتلو وس او توان نه لري اوهمدارنګه زمونږ دهيواد دکونړي غواګانو نسل د جسامت له لحاظه د شيدو دتوليد ښه ظرفيت لري،کم خواړه خوري اوزياتره کورنۍ د ساتلو توانايې لري،دخارجي جرسي نسل ديوځاى والي سره نورهم ښه کيداى شي. لنډ سر،جګه غاړه،لويه خيټه اوغټه غولانځه،دتيونو نه په مخکي برخه کې درګونوموجوديت د يوې غوا ظاهري او بيروني صفتونه دي.کله چې د شيدوغوا اخلئ نوکوښښ وکړي چي دنژدي ګاونډيانو څخه يي واخلئ ځکه چه خصوصيات به يې درته ښه معلوم وي او دبلې خوا څخه به اقتصادي وي.

بلوغيت :Puberty
بلوغيت ته رسيدل د غوا د نسل پورې اړه لري زياتره نسلونه په يو کلنۍ کې ځوانۍ يا بلوغيت ته رسيږي اوځينې نسلونه يې په زيات عمر کي بلوغ ته رسيږي.د غواګانو بلوغ ته رسيدل په تغذيه،ساتنې اونسل پورې اړه لري.لکه د مثال په ډول دبرون سويس نسل خوسکۍ چې ښه تغذيه شوي وي په ٨ مياشتو کي بلوغ ته رسيږي.دبوسټريس کراس
Bos Taurus cross نسل خوسکۍ چې ښـه تـغذيه شوي وي په ١٤مياشتو کي بلوغ ته رسيږي.کله چه دغوا بدن پوره وده وکړى اودبدن ټولوبرخو يي پوره انکشاف کړي وي بايد د غوايي سره يو ځاى شي چي دزياتره نسلونو لپاره دغه مـوده ١٨مياشتي عمر ټاکل شوى خو ولې د شيدو د غواګانوپه مختلفو نژادو کې بلوغيت فرق کوي د جرسى اوګرانسى غوايان وروسته تر ٢٤مياشتو عمر پوري توليدي سن ته رسيږي .خو دځينو غټو نژادونو توليد ي سن ٢٨-٣٠مياشتو پوري دي. او ددې څخه په کم عمرکي دي خوسکي دغوايي څخه لرى وساتل شي ځکه چه ددي څخه په کم عمر کي دخوسکي دبدن ټولوبرخو وده او انکشاف نه وي کړي.
دواړونـژادونو دسخوندرکو روزنه تر بلوغيت پوري لږ مصرف ته اړتيا لري دا چې دغټو نسلونو مصارف تر بلوغيت سن پوري زيات دي خو داهم بايد په ياد ولرو چې يو بالغ سخوندرد غټ نژاد څخه نسبت وړه نژاد ته زيات قيمت لري
دسخوندرکو دبلوغيت په عمـر باندي د غذا تآثير:
عموماً هغه خوسکي چې مناسبه غـذا اخلي نظر هغه خوسکيو ته چې کمه غـذا اخلي ژربلوغ ته رسيږي ښه غذا دشيدوخوړونکو خوسکيود ودي لپاره ډير مناسبه ده ځکه چه ژربلوغ ته رسيږي اوژرحامله کيږي او په کم وخت کي حاصل ورکوي.
د غواګانو القاح:
Insemination
په عمومي ډول دغواګانو القاح په دوه ډوله ده:
١-طبعي القاح :Natural insemination
طبعي القاح هغه ده چې مستقيمآ د غوايي په واسطه تر سره کيږي.هغه غوايان چې القاح لپاره ساتل کيږي بايد ١٨ مياشتې او يا ددې څخه زيات عمر ولري. هغه غوايي بايد دالقاح لپاره انتخاب شي چې دښه نسل څخه وي اوهيڅ ډول مرض ونه لري اوکه چيري غوايي دښه نسل څخه نه وي اومرض ولري نوښه پايله به هم ونه لري دغوايي سره دغوا ديوځايوالي وخت د غويمتوب وروستي موده ده.
د يوځاى کيدو يا القاح لپاره دغوايي او غوايوځاي کيدل يو وار کفايت کوي.اوکه چيري دا کار څوواري تکرار شي نو په ځينو وختونو کي د ناوړه عواقبو درامينځته کيدو سبب ګرځي. د٤٠-٥٠ غواګانو د القاح لپاره د يوه کال په دوران کي يوغوايي په ښه ډول القاح کولاى شي دالقاح په وخت کي بايد غوايي ښه تغـذيه کړاي شي اوددي ترڅنگ ديو ځاي کيدو په وخت کي لازم احتياط ورسره وشي.
دغوا او غوايي ديو ځاي کيدو لپاره بايد د يو مخصوص ځاي څخه کار واخستل شي.

٢- مصنوعي القاح :Artificial insemination
نوموړي القاح په نيوزلينډ کي ډيره مروجه ده چې اکثره خلک يي ددي طريقي څخه کار اخلي ځکه چې نوموړي طريقه د نسل داصلاح يوه ښه طريقه ده اوهمدارنګه يو غوايي د( ٥٠٠٠)غواګانو لپاره کفايت کوي .دنوموړي القاح په واسطه مونږ کولاي شو د ناروغيو مخنيوي وکړو اودغوښتني سره سم نسل لاسته راوړو خو د مصنوعي القاح لپاره فني اومسلکي اشخاص پکار دي اوبل قيمتي وسايل ددي لپاره په کاردي چه دمصنوعي القاح لپاره تازه سيمين ( مني) اويا منجمد سيمين څخه کاراخستل کيږي.

دغويمتوب نښي :Signs of Estrus
زياتره غواوي چې د تغذيي حالت يي ښه وي اوکومه ستونـزه ونه لري نو د ٢٠-٢٤ ورځو په موده کې يو ځل غويمتوب ښايي،اودا کار د کال په زياتره فصلونو کې تر سره کيږي.دغويمتوب د ځيني نښو څخه په لاندي ډول يادونه کوو.
رمباړي وهل ،نارامي، د فرج څخه دصافۍ لزجي ما يع وتل ،په نورو غواګانو يا سړي باند ي ختل ، په ملا باندې د لکۍ غورځول او داسي نور .خو ددې سره سره که بيا هم د غه نښې ښئ څرګندي نه شوي نو نـيټه د ي وليکل شي او ٢١-٢٠ ورځي دي ورته وکتل شي تر څو بيـا پري وار راشي.دغه موده ١٩-٢١ ساعته دوام کوي اوښه به داوي چې دغويمتوب په وروستى وخت (دريمه نيمايي )کي غوا دغوايي سره يو ځاي شي.

دبلاربو غواګانو مراقبت او ساتنه : Care of Pregnant cows
دبلاربوغواګانو د حاملګۍ دوره ٢٧٧-٢٨٤ ورځو څخه زياته اويا کمه کيداى شي.په دغه موده کي په خاصه توګه د حاملګۍ په وروستيو دريو مياشتوکې غوا دغذا اوساتنى په برخه کي ځانگړي پاملرني ته اړتيا لري.په دغه دوره کې بايد حيوان د نورو حيواناتو څخه په امن کې وې تر څو ضرر ورته ونه رسيږي . اوکه چيري غوا په ناروغۍ اخته شي نود ناروغيوضد دوا بايد په احتياط سره استعمال شي په هغه صورت کي چې کوم تاوان ورته ونه رسوي.ځيني غواګاني د غويمتوب نـښي ښکاره کوي اوکه ترڅومياشتو پوري دغويمتوب نـښي په غوا کي ښکاره نه شوي نو احتمال دې ولري چې غوا بلاربه شوي وي .اويا د دووڅخه تر دريو مياشتو وروسته دي په تجربه لرونکي وترنرډاکټر دې وکتل شي.اوځيني وخت داسي هم کيږي چې د غوا په رحم باند ناروغي راشي اورحم تر اغيزي لاندي راولي اوپه غواکي سقوط يا وقفـه رامينځته کړى.
دبلاربو غـواګانـو تغـذيـه:
هغه غواګانى چې ښي شيدي ورکوي که دلکتيشن (شيدو دوره) په اخره کې د٦-٨ اونيوڅخه مخکي د لنګيدوبايد استراحت ورکړل شي اوونه لوشل شي په بل لکتـيـشن کې به ښي شيدي ورکړي. دغوا وچوالي په استراحت کي د لنګوال په وخت کي غوا قوي کوي.داستراحت په وخت کي بايد غوا ښه تغـذيه کړاي شي ځکه چې په دي وخت کي دغوا بچې زيات غـذايې موادوته د بدن دجوړيدولپاره ضرورت لـري.کوشش دي وشي چې بلاربو غواوته يو مقدار ويټامين
Aورکړل شي ځکه دويټامين Aد کموالي په صورت کي بچې ضعيفـه وي اوددى ويره هم وي چې بچې ضايع کړي اوهمدارنګـه کـه چيري دشيدو ورکولو په اخره دوره يا داستراحت په وخت کي حيوان ته ښـه غـذا ورنه کړل شي نوله يوي خوابه غوا دلنګوال پر مهال دستونزو سره مخ شي.اود بل لوري به يي دلوشلو پروخت شيدي هم کمـي وي.د يو څيړني له مخي که چيري يوه غوا(٦٠)ورځي مخکي وچه کړاي شي دهغي په پرتله چې تر اخره لوشل کيږي (٥،٧٤٨ )کيلو گرامه شيدې او٤فيصده زيات کوچ به په لاس راشي.

 

پاتې هم لري .........