د بيړنۍ لويې جرګې او د اساسي قانون د تصويب په لويې  جرګې او د اساسي  قانون له تصويب څخه وروسته دولس مشرۍ او پارلماني ټاکنوکې د خلکو پراخې ونډې  اخستنې وښودله چې د بن د پريکړو په سيمتاتيک پلي کيدلو کې بنسټيزدول افغان ولس لوبولاي او همدوى وه چې  په خپل ګډون سره يې روان سياسي بهير ته مشروعيت ور وباښه خو په ډيره خواشنۍ سره چې د ولس د هلوځلو په پايله کې رامنځ ته شويو حکو متونو  و نه شو کولاى چې له خپلو کړو ژمنو سره سم افغانستان له کړکيچ څخه وباسي او د يوه بريالي  دولت د جوړيدو په لوري يې وخوځوي .

په بيړنۍ لويه جرګه کې د هيواد له ګوټ ګوټ څخه د پنځه سوو په شاوخواکې ولسي استازي سره راغونډ شول او حامد کرزى يې د رايو په مطلق اکثريت سره د انتقالي دولت د مشر په توګه  وټاکه خو کرزى د جرګې په وروستيو ورځوکې د ملي ارادې  په تمثيل کې پاتې راغى او يو ځل بيا يې د جنګ سالارانو اواک دوره د وغزوله.

د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه کې په سلګونو افغانانو د نورو په استازيتوب اساسي قانون تصويب کړ او په افغانستان کې يې د قانون  پنځه ويشت کلنې تشې ته د پاى ټکى کيښود       خو کرزى او  د حکومت غړي يې په دې  ونه  توانيدل چې هغه پلى کړي او په هيواد کې د قانون په واکمنۍ ولاړ نظام او ټولنه جوړه کړي .

 خو د افغانستان ملت له دې  ټولو ستونزو سره سره بياهم د اتلسو کانديدانو له منځ څخه په کرزي ګوته کيښودله او نوموړي ته يې يو بل چانس هم ورکړ خو هغه يو ځل بيا مصلحت پالنې  ته مخه وکړه او هغه څه يې چې ژمنه کړې وه ډير ژر هير کړل او دادى اوس د اووکلونو په تيريدو سره افغانانو د پام وړ پرمختک نه دى کړى او  له هغو ستونزو سره لاس او ګريوان دي کوم چې اوه کاله وړاندې ورسره اخته وه او که امنيتي ستونزې  او د مخالفينو د واک د سيمې پراخيدوته وګورو نه يوازې   دا چې وروسته پاتې يو بلکې څو کاله نورهم شاته ګرځيدلي يو.

د ولسي جرګې له ټاکنو او د انتقالي دورې له پاى  ته رسيدو وروسته هيله کيدله چې د ملي شورا غړي به له خپلو ژمنو سره سم خپل ټول کړه وړه د زوريدلي ملت د سوکالۍ او چوپړ لپاره تر سره کوي ، دولسي جرګې غړي چې د اساسى قانون له مخې  د ملي  ارادې  څرګندونه کوي تمه تري کيدله چې د حکومت په  چاروکې  به د څارنې له لارې سمون راولي او د عادلانه قوانينو په تصويب سره به په افغانستان کې د قانون د واکمنولو لپاره يوه مدني،  ملي ټولنه رامنځ ته کړي او همدارنګه ولسي  جرګې بايد چې په افغانستان کې د اداري  سمون او وړ خلکوته د کار سپارلو په لاره کې تر هر څه زيات زيار ايستلى وه خو په ډير خواشنۍ سره بايد  يادونه  وشي  چې داسې و نه شول اود افغانانو په ورځني او سياسي ژوندکې بدلون را نه غى او ټولې ستونزې هماغسې په خپل حال پاتې دي او خلکو په حکومت، ملي شورا او نړيوالې  ټولنې خپل باور له لاسه ورکړى او راتلونکې  ته هيله من  نه ښکاريږي او  چې داسې ده نو آيا خلک به په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي ..؟

زما پا آند د افغانستان خلکو په روان سياسي بهير باندې خپل باور له لاسه ورکړى او راتلونکي ته کومه ځانګړې هيله نلري ، افغانان فکر کوي چې هيواد يې يو ځل بيا د بهرنيو لاسوهنو او دلويو ځواکونو د سيالۍ ډګر ګرځيدلى  کله هم ددې  په فکر کې نه دي چې ددوى  رايه به په اوسني وضعيت کې  بدلون راوستلى شي ، او ستونزوته  دحل   لاره پيدا کړي.

د افغانستان ډيرى خلک داسي  انګيري چې ګنې  د هيواد برخليک يې د پرديو په لاس کې  دى او ټولي پريکړې  هم د هغو په لاس کې دي چې هرڅه يې زړه  وغواړي کوي يې خو د افغانستان حکومت او سياستوالوته په کارده چې د خلکو د قناعت د لاس ته راوړلو لپاره په وضعيت کې بدلون راولي داسې  بدلون چې ټول خلک يې احساس کړي او د افغانستان وګړي وکولاى شي خپل تصوير د اوسني نظام په هنداره کې وګوري او باور پري وکړي همدارنګه په راتلونکو ټاکنو کې د ټولو افغانانو برخه اخستل يو نوي بديل ته اړتيا لري په دې  مانا چې افغانان نور په زړو خبرو او زړو دوکو نه غوليږي او په کارده چې سياستوال د افغانستان د ستونزې  د ستراتيژيک  حل لپاره معقولې  طرحې وړاندې کړې او په دې توګه د ولس د ملاتړ په جلبولو سره له راتلونکو ټول ټاکنو څخه د افغانستان  د ژغورنې او يووالي لپاره پوره ګټه واخلي .