لنډه کیسه
لیکوال: سهراب (ویسا)
د ژمی سوړ مازدیګر ؤ او د دفتر څخه د کور په لور ښاری موټر کې روان وم، او په دي سوچونو کې وم چې سبا ته چهارشنبې ده او د دفتر هغه کارونه چې پاي ته رسیدلي هغه به تړم او دوسیو کې به یې ځای پرځای کوم، او هغه کارونه چې نیمګړي پاتې هغه به هم پای ته رسه وم، اول به دا کوم بیا به هغه بل کار ورپسی کوم..............! په همدې ډول فکرونو کې ډوب وم، د دی سوچونو ترڅنګ د موټر راډیو هم چلانه وه او غږېدله اما راډیو ته مې هیڅ پام نه ؤ، ځکه د ژمي لنډي ورځي وي نو ماښام هم رانیږدي شوي ؤ، د ازانونو غږ زمونږ غوږونو ته راورسیده او ډرایور ژر ژر راډیو خاموشه کړله، څنګه چې یی بیرته راډیو ولږوله نو راډیو کې ېو بیړنی خبر روان ؤ ، ویل یې ... نن مازیګر شاوخوا 5:30 نیمی بجی په کابل ښار کې دوه ځانمرګي بریدونه شوی لا تراوسه یې تلفات معلوم نه دي خو ویل کیږي چې ډیره مرګ ژوبله یې ځایی خلکو ته اړه ولي...... له دي خبر اورېدلو سره مې سخت چرت خراب شو، او څومره سوارلی چې په موټر کې ناسته وه دوی هم خپلو جیبونو ته لاس کړ او ژر ژر یې خپلو دوستانو ته زنګ ووهه، خدای مه کړه چې د خپلو څخه یې په دې پيښه کې څوک ښکار شوي نه وي، اما د ناستو سوارلیو څخه دوه کسانو خبري کولي سمدستي یې وویل! انالله و اناالیه راجعون، نو مونږ ټول پوه شو چې هتماً د یادو کسانو کوم نژدی دوست هم په دې پيښه کې قرباني شوي. یادو کسانو په ډرایور غږ وکړ چې استاده موټر اړخ ته کړه چې کوزیږو، ډرایور هم پرته له کومې بلي پوښتنی ژر یې خپل موټر د سړک څنګ ته ودره وه او دا دوه کسان یې له موټر څخه کوز کړل، اما د موټر کرایه یې هم ترې وانخیستله.
په دې لنډه کیسه کې زمونږ د هیوادوالو هغه ستونزي ته اشاره شوي چې تراوسه پورې دولت ورته د حل لار نه ده موندلې.
زه نه بلکې درست افغانان دي ته حیران پاتې چې کله به زمونږ هیواد کې داسي امنیت، داسی ثبات، داسي هوساینه رامینځ ته شي چې ېو کس بل کس ونه وژني. زما په اند دا کار د دولت لپاره شوني دی اما نه پوهیږم چې زمونږ دولتي چارواکې ولي تراوسه پورې په دې برخه کې چوپ پاتې او هیڅ ډول اقدام نه کوي.
زه نه غواړم په هغو ټکو باندې نیوکه وکړم چې ولي په امنیتی ارګانونو کې داسی کدرونه نشته چې د دا ډول خواشینونکو پيښو مخه ونیسي او د خنثی کیدو تدابیر يې مهال ویش سره برابر وي، فقط غواړم ېو ځانګړې او ژوندی مثال وړاندې کړم.
لکه څنګه چې مونږ او تاسو پخپله ملی ژبه کې ېو متل لرو... اول زده کړه بیا کوزده کړه... زمونږ لوړپوړی چارواکې پخپلودندو کې ډیری تجربی لري، شخصاً زه یی د تجربو قدر کوم او ویاړم چې دا ډول با تجربه کسان زمونږ په دولت کې کار کوي، اما نه پوهیږم چې د دومره لوړو لوړو تجربو سره دوی ولي نشی کولي چې د هیواد امنیت ټینګ کړي، په هیواد کې هغه ډلي له مینځه یوسی چې د ناامنی سبب ګرځي، په هیواد کې داسي امنیتی پلانونه په لاره واچوي چې د هری خونړي پيښي مخه ونیسی.
که زده کړه وي نو زمونږ لوړپوړي چارواکي زده کړه هم لري، او که کوزده وي نو بیا دوي له خپل مسلک سره کوزده هم کړي، ځکه د مسلک په مطابق دوي خپلو دندو ته ګمارل شوي، او پخپلو دندو بوخت دي، دا چې د دوي په شتون کې دا ډول خونړي پيښي رامینځته کیږي له دي څخه دا جوتیږي چې دوي اصلاً په نورو کارونو کې بوخت دی، د هیواد د پولو ساتنه ترې هیره شوی، ځکه خو د نا امنیو ښکار کیږو او هره ورځ په سل ګونه هیوادوال د بیلابیلو خونړو پيښو قربانیان ګرځي، ورځ تر بلی بدبختي زمونږ په هیواد کې ډیریږي.
د خدای لپاره ای زمونږ پوهو او با تجربه لیډرانو لږ پخپل ملت رحم وکړي، له عیش او عشرت څخه لاس واخلي، له بې اتفاقې څخه لاس واخلي، ېو موټي شي، دا مسایل پریږدي چې واکونه پخپل مینځ کې سره وویشی، دا چې ستا واک څومره دی، او زما واک څومره دی، د خدای لپاره دا ډول ویشنه پریږدي، ځکه چې تاسو خپل د هیواد ملت په سور اور کې پریښي، د دي هیواد پلارونه وژغوري، د دي هیواد هغه سرمایه وژغوري چې د هیواد راتلونکي یې په لاس کې دی، د خدای لپاره په دي موضوع لږ فکر وکړي، که ته ووایې چې زه یم او زه ووایم چې زه یم، نو نه به ته وي او نه به زه یم، او که زه ووایم چې ته یې او ته ووایی چې ته یې نو هم به زه یم او هم به ته وي، د خدای لپاره په همدا ډول خبرو سره متفق شي او له بې اتفاقې څخه لاس واخلي، لږ مو خپله ککره په کار واچوي، او د هیواد امنیت ټینګ کړي.
دا چې په هیواد کې فقر او غربت خپل اوج ته رسیدلی اما بیا هم خلک کوښښ کوي چې په ېوه مړي سپوره ډوډۍ باندې قناعت وکړي نو بیا ولي تاسو داسي بې کیفیته کیږي او نه پریږدي چې زمونږ فقیر او غربت ځپلي خلک په ارامه فضاء کې دا ېوه مړۍ وچه او سپوره ډوډۍ له ستوني تیره کړي. دا څنګه مدیریت دی چې تاسو یې کوي، دا څنګه امنیتی پلانونه دي چې تاسو یې په کار اچوي اما نتیجه ضرب د صفر ده. لږ د خپلو ګاونډیو هیوادونو څخه زده کړي چې هغوی څنګه او په څه ډول د خپل هیواد امنیت ټینګ کړی، تاسو وګوري ګاونډ کې مونږ سره جوخت ایران هم پروت دی په دومره اوږده موده کې چې افغانستان کې جنګ او جګړې دی، په هره سیمه کې انسان وژني روانه دي ما تر نن ورځی پورې داسی ېو خبر د ایران په هکله نه دی اورېدلی چې ویل شوي وي، ایران کې داسی ېو ځانمرګی برید وشو او پړه یې فلانی ډلی په غاړه اخیستی او بې شمیره خلک یې ووژل، ای د هیواد لیډرانو، تاسو ښه پوهیږي چې ایران ډير زیات او بې شمیره دښمنان لري اما بیا هم د ایران دولت خپله خاوره داسي په امن کې ساتلي چې څوک ټک په کې هم نشي کولي، د خدای لپاره لږ څه د ګاونډیو هم زده کړی، لږ ځان ته پام وکړی چې په کومی خوا روان یو او څه کؤ! خپل تاریخ ته وګوري د مثبتو کړنو څخه یې کار واخلی او له منفي کړنو څخه يې ډه ډه وکړي.
اخر ترکله به مونږ د دي ډول پيښو قربانیان ګرځو، تر کله به میندۍ کونډي کیږي او ماشومان به یتیمان کیږي، ایا تاسو نه پوهیږي چې د ټولني بدبختی په څه کې ده؟ د ټولني بدبختی په همدې کې ده چې د ېوي ستري کورني پلار، ورور، خور یا هغه غړۍ بې ګناه وژل کیږي چې د همدې کورنۍ نفقه راوړونکی وي، د دي قرباني شوي کورني اقتصادي مشکل به څوک حله وي چې پلار یا ورور یې په ځانمرګې برید کې وژل شوي وي، د دوي راتلونکی به څنګه وي؟ جوته ده چې د دي کورنۍ هر ماشوم به له زده کړو پاتې کیږي، د ژوند له نښتیځنو سره به مخ کیږي او په پاې کې به داسي ېو کس ټولني ته وړاندې شي چې د هیواد د نا امنی سبب وګرځي.
په پای کې همدا هیله لرم چې زمونږ د هیواد لیډران، مشران، او هر هغه مسؤل شخص چې د هیواد په لوړو چارو کې دندې لري د زړه له کومې خپل هیواد ته خدمت وکړی ترڅو په هیواد کې داسي ېو ثبات، امنیت ټینګ شي چې بیلګه یې په درسته منطقه کې نه وي.