یو عادی ملا داسې وایی : راسۍ حکومت غواړۍ
څوکۍ غواړۍ
نورڅه غواړۍ داخبرې کټ مټ دغنی پېښې کولو ته ورته دی .
هغه تل باعزته سوله غوښته زه نه پوهیږم چې بې عزته لا څه ډول ده؟
لومړی داوسنی حکومت بڼه ، څوکۍ او مقام ورپسې څه ………دافغانستان هغه برخلیک ، ارزښت او ضرورتونه نه ټاکی کوم چې دیوه حکومت مسقبل تمثیلوی.
داهلیت په واجدو شرایطو درکول کیږی حال داچې بلنه غوښتونکی دغه شرا یط تر پښو لاندې کړی ، انحصار کړی، دنړۍ په کچه یې له کتاره انزوا کړی.
دایران لوی پخوانی اجنت عمر داؤدزی په پسته ژبه په جنګ، جګړه او تشنج کې حلوا ویشی ، ټوکه په پالیسی ور ګډوی دغه مکار تیوریسن مسخره ګړیږی دیوویشتمې پېړۍ خبره کوی خو خپله محافظه کاری کې دملا […..] خرخره کوی ددې ګوجر په خوله کې د «ګفتمان» کلیمه کلکه نښتې خو عوامل اواغیز یې دجبر او اختیار دیالېکتیک نشی راسپړلی ځکه داجنایت کار فکر کوی چې ولس ګونګ اویاړوند دی.
خو مخکې له هغه دعمر داؤدزی مرکې ته یوه لنډه کتنه دبین الافغانی ګفتمان تر عنوان لاندې:
وایی کور کورا پیدا میکند ګودال آب ګنده را
د Benon Sevon خبره داودزی باید لومړی خپل ځان په شیشه کې سم او صفا وګوری!
د افغانستان ولس ته د بلنې (دعوت یا سیاسي او ټولنیز پیغام) ورکول ځانګړو دیني، کلتوري او ټولنیزو اصولو ته اړتیا لري چې د دې ټولنې له ارزښتونو سره سمون ولري. بېلابېل لوري لکه دیني عالمان، سیاسي شنونکي او ټولنیز اګاه او هوښیار فعالان دې
نه یو شمېر یوتیوبران، دروغجن سفاکان ، دهر اخور خوسکیان لاف زن او باټوګان خو پوهان کولای شی موضوع ته له کورنی اوبهرنۍ مختلفو اړخونو وګوري، خو ټول په دې یوه خوله دي چې بریالۍ بلنه باید پر درناوي، رښتینولۍ او د ولس پر واقعي اړتیاوو ولاړه او متکی وي. نه نمایش هغه چې د ق او ک، امونیت او امنیت، رول او اغېز، تور او سره بانجڼ په توپیر نه پوهیږی دنارینه او ښځینه په مفرد اوجمع خبر هم نه دی !
۱. دیني او شرعي اصول عملی او پوهای کچه
د دیني عالمانو او اسلامي دعوتګرو په اند، له افغان ولس سره هر ډول بلنه باید پر اسلامي ارزښتونو ولاړه وي:
• حکمت او غوره نصیحت:
• د قرآن کریم د لارښوونو له مخې، بلنه باید په پوهه، نرمښت ، ثبات، پاکی ، تقوی او غوره استدلال سره وشي، نه په زور او توندۍ.نه خرابه تاریخی انتحارۍ ، نه سازش او نه دجوال خوله له غلطو سره نیول
نه دملا فاروک [ق]په خوله ګواښۍ. اوبرګی
• د اسلامي احکامو درناوی: افغان ملت یو مذهبي ولس دی؛ وه او وی به نو هره سیاسي، ټولنیزه یا کلتوري بلنه باید له اسلامي عقیدې او ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي. یاتش تر نوم لاندې یا داسلام له نوم نه دګټې اخیستلو په مانا چې په تیره کې وار په وار تکرار شوې نه بار بار .
۱. ټولنیز او کلتوري موازین
د ټولنپوهانو او قومي مشرانو په باور، افغاني ټولنه خپل ځانګړي دودونه او ډیر مهم حساسیتونه لري چې باید په پام کې ونیول شي:
• د عزت او وقار ساتل:
افغانان خپل ملي او شخصي عزت ته ډېر ارزښت ورکوي. بلنه باید داسې وي چې د دوی غرور او هویت ته پکې درناوی شوی وي.
• د قومونو او ژبو یووالی:
هره بلنه باید ټولیزه بڼه ولری واقع ټول شموله وي چونګی اوشخصی اړیکی په کې ونه پالل شی او د افغانستان د ټولو قومونو، ژبو او مذهبونو ترمنځ یووالی او ورورولي پیاوړې کړي، نه دا چې تفرقې ته لمن ووهي.او دجنایت کارانو غورو اوډبو ته زمینه برابره شی
• ساده او عام فهمه ژبه:
پیغام باید په داسې روانه او ساده ژبه وړاندې شي چې د کلي او ښار عام وګړي پرې په اسانۍ پوه شي.
۱. سیاسي او عملي اړخونه
د سیاسي چارو شنونکي بیا د ولس د قناعت حاصلولو لپاره پر عملي ګامونو ټینګار وګړی اسستحکام ورکړی :
• رښتینولي او عمل:
افغان ولس د تېرو لسیزو د جګړو او سیاسي بدلونونو له امله پر تشو شعارونو باور نه کوي. بلنه کوونکي باید لومړی خپل صداقت په عمل کې ثابت کړي.
• د ولس ستونزو ته پاملرنه:
یوه بریالۍ بلنه هغه ده چې د ولس د ورځني ژوند اصلي ستونزو لکه بېوزلۍ، بېکارۍ، فقر ،تعلیم او امنیت ته عملي حل لارې وړاندې کړي.
• بې طرفي او خپلواکي:
ولس هغو بلنو ته ډېر لبیک وايي چې د بهرنیو لاسوهنو پر ځای د افغانستان پر ملي ګټو او خپلواکۍ ولاړې وي.
په درناوی