پاکستان سره به د تجارت لاره پرانیستل شي؟
په هرو لس- دولس وروځو یا اونۍ کې یوځل- دوه ځله آوازه شي چې پاکستان سره د سوداګري لارې پرانیستل کیږي. خو لاهم ظاهراً لارې بندې دي. سره له دې چې یوشمېر اجناس لکه تقلبي درمل، کیله او یو څو نور اجناس راځي، له دې خوا هم قیمتي اجناس وړل کیږي، خو عادي تجارت خپله عنعنوي بڼه نه ده نیولی. په هغه عادي حالت کې به هم زیاتره وخت پاکستان پرموږ ډمپنګ تحمیل کړ، زموږ د موسمي تولیداتو پرمهال به یې لاره بنده کړه او زموږ سوداګر او بڼوال به یې لوی زیان سره مخامخ کړل. د سوداګري اوسنی بندیز یوه سیاسي لوبه ده. موخه یې خپلو تولیداتو او تجارت د قوت موندلولپاره یو ټکان ایجادول دي. دا په تجارت کې د زماني سلسلې ( time series)هماغه دوراني حرکت(periodic moment )دی. (زمانی سلسله څلور ډوله حرکات لري) چې زیاتره وخت رکود پسې رونق راولي. اقتصاد کې د economic recessionاوeconomic boom/prosperity(economic boon & bust) حالات معموله خبره ده، دغو ته هغوی تدبیر لري، له trough وروسته ورته peakسنجوي، خو موږ خواران په دې مداري ګري نه پوهیږو.کله چې بیا دوباره Peak of the economic cycle ته ورسیږي، ټول زیان جبرانیږي او یو په زړه پوری مثبت ټکان اقتصاد کی راغلی وي، خو د دیورند دا خوا بیا یوه د مادی احتیاج، دبیوزلۍ نوې څپه، د بڼوالو زیان، عامه روحي افسردګي، سیاسي خجلت او د بی پالیسی ګنکس حالت حاکم وي .
دا د اقتصادي هدف ترځنګ؛ یوه نمایشي دوکه هم ده، په دې سره دوی غواړي موجود حاکمیت سره خپل مخالفت وښيي، دا مهمه نه ده چې د لارو د بندیدو له امله د پښتنو دسیمو یو شمیر سوداګر زیانمن کیږي او دې خوا ته بیې لوړیږي. په دې حالت کې دوی د میوو اوسبزي پروسیس ښه کیږي اود خلیج او نورو سیمو خواته یې صادرات زیاتیږي. دا هم ورته مهمه نده چې د دیورند پر پوله په لانجو(لوبو) کی زموږ څو هلیمندیان یا وردګیان ځوانان او دهغی خوا څو قبایلی ملیشه مري، خو لوبه عجیبه ده. سیاسي موخې زموږ بحث ندی، خود تجارت په اړه باید وویل شي:
دافغانستان اوپاکستان ترمنځ سوداګري درې اړخونه لري:
۱.دوه اړخیز تجارت،
۲.دترانزیت مسئله
۳.دواحد ملت ترمنځ د خپلوي، قومی او دودیزې اړیکو شتون.
دا درې مسایل حکم کوي چې پر دیورند تحمیلي کرښه باید هیڅ ډول بندیز نه وي. هرډول بندیز د پښتنود ورځني ژوند مختل کېدل، د دوی د اقتصاد ویجاړیدل، د دوی ترمنځ د نفاق لامل، د دوی دتاریخي رښتې او علایقو ضعیفول او لا کله کله جګړې دي، چې دا ټول پنچاب ته په زړه پورې دي. د دوجانبه تجارت ترڅنګ زموږ د ترانزیت حق هم پایمال کیږي، حال دا چې افغانستان د وچې پورې ایسارو هیوادو landlocked countriesد ګډ کنوانسیون او میثاقونو له مخې دترانزیت حق لري، خو په دغو نمایشی او فریبنده کشمکشونو له دغه ترانزیتی حق محروم کیږي. ځینې ځوانان وایي پاکستان څخه جعلي، زهری، تاریخ تېر او بی کیفیته اجناس راځی، نو باید تجارت ورسره بند شي. د تجارت بندول د دې ستونزې د حل لاره نه ده، بندرونو کې د لابراتوار او قرنتین د څانګو جوړول او قانونی چک او پروسه یی لاره ده. باید لارې پرانیستي وی، ځیني احساساتی ځوانان او عمدی تبلیغات وایی پاکستان سره د تجارت بندول پاکستان ته زیان رسولی او فغان ته رسیدلی، دا هم هسې یوه سیاسی لوبه او د اذهانو فریب دی. پاکستان لوی ملک دی، پیاوړی موسسات، لوی تجارتی شریکان، پیاوړې اقتصادي زیربنا، بشری باکیفیته ځواک، باسواده او متحد خلک، د څیړنې(ریسرچ) ادارې، قانون، مشروع حاکمیت، نړۍ سره فعال دیپلوماتیک او اقتصادی روابط، مجهز بانکی انتقالات او مُدبر بهرنی سیاست لري، چې افغانستان له دې ټولو محروم دی، نو د پولو په بندیدو زموږ فغان اوچتیږي، نه د بل چا! د واحد ولس ترمنځ د جدایی درد نور هم زیاتیږي او د سیمی قومونه متضرر کیږی، خو پنجاب او دلته حاکمه ډله نه یواځې زیانمن کیږي نه، بلکې سیاسي کریدت هم اخلي، چې تاوان یې ولس زغمي. دا دې لوبې په بهیر کې پرون بیا آوازه وه چې د دیورند په کرښه د سوداګري لارې خلاصیږي. الله دې زموږ پرمظلومو او بېکسه خلکو ورحمیږي. دا مې د اقتصاد د درنو اوګرانومحصلانو سره یوه د زړه خواله وه. افسوس چې پر دیورند تحمیلي کرښه زموږ سوداګري او د ترانزیت مسلم حق سیاست سره تړل کیږي.