اېپیک ۲۰۲۶
د شنې پراختیا، چاپېریال ساتنې او اقلیمي همکارۍ په برخه کې د چین نوښتونه

لیکوال: ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنوونکی اندېښمن ځاځی
سریزه
او سمهال چې نړۍ د اقلیمي بدلونونو، د هوا د ککړتیا، د طبیعي سرچینو د کمښت، د ځنګلونو د تخریب او د انرژۍ د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو له جدي ننګونو سره مخ ده، د چاپېریال ساتنه د نړیوالو اقتصادي او سیاسي همکاریو په برخه کې یوه مهمه موضوع بلل کیږي.د اقتصادي پرمختګ او چاپېریالي خوندیتوب ترمنځ د توازن رامنځته کول اوس یوازې د یوه هېواد مسؤلیت نه دی، بلکې نړیوالې همکارۍ، ګډو تګلارو او عملي اقداماتو ته اړتیا لري.په همدې لړ کې د اسیا ـ پاسفیک اقتصادي همکاریو سازمان (APEC) د ۲۰۲۶ کال راتلونکې غونډه چې د چین په کوربه‌توب د نومبر په ۱۸ او ۱۹مه په شنژن ښار کې ترسره کېږي، د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ ترڅنګ د شنې پراختیا، د طبیعي ایکوسیستمونو د ساتنې، د پاکې انرژۍ د پراختیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ګډو هڅو لپاره هم ځانګړی اهمیت لري. چین د دې غونډې لپاره د «ګډې سوکالۍ لپاره د اسیا ـ پاسفیک ټولنې جوړول» شعار ټاکلی او د پرانیستې، نوښت او همکارۍ درې اساسي لومړیتوبونه یې تعریف کړي دي. د دغو لومړیتوبونو په چوکاټ کې دوامداره پرمختګ او شنه، کم‌کاربنه اقتصادي وده ځانګړی ځای لري. په دغه لیکنه کې به د چین په کوربه توب د ۲۰۲۶ کال د (APEC)د راتلونکې غونډې د اجنډا پر مهمو موضوعاتو لنډې خو هراړخیزې خبرې وکړو.
د اېپیک غونډې لپاره د چین شعار د «ګډې سوکالۍ لپاره د اسیا ـ پاسفیک ټولنې جوړول»
د «ګډې سوکالۍ لپاره د اسیا ـ پاسفیک ټولنې جوړول» د شعار اساسي موخه دا ده چې د اسیا او پاسفیک سیمې هېوادونه د سیاسي او اقتصادي توپیرونو پر ځای، د ګډو ګټو، متقابل درناوي او همکارۍ پر بنسټ د پرمختګ ګډه لار خپله کړي.چین غواړي د دې شعار له لارې د سیمې په کچه ازادې سوداګرۍ، پانګونې، ټکنالوژۍ، نوښت، ډیجیټلي اقتصاد، شنې انرژۍ او سیمه‌ییز اتصال ته وده ورکړي، څو د اقتصادي پرمختګ فرصتونه د ټولو غړو هېوادونو په واک کې وي او د سوکالۍ ګټې یوازې په څو هېوادونو پورې محدودې نه شي.د چین لخوا د ۲۰۲۶ کال د (APEC) غونډې لپاره د ټاکل شوي دغه مهم شعار پیغام دا دی چې د سیمې پرمختګ باید د سیالۍ او انحصار پر ځای د ګډې همکارۍ، متقابلو ګټو او ګډې سوکالۍ له لارې ترلاسه شي.
د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد درلودونکی هېواد چین د اسیا او ارام سمندر سیمې د پرمختګ په برخه کې چې د نړۍ د اقتصادي ودې او سوداګرۍ مهم مرکز دی اغېزمن ګامونه پورته کړي. په دې سیمه کې د ګډ پرمختګ، اقتصادي ثبات او ټکنالوژیکي نوښت لپاره د هېوادونو ترمنځ همکاري ځانګړی اهمیت لري. چین د دغې سیمې د پرمختګ لپاره د سوداګرۍ پراختیا، زیربناوو جوړولو، پانګونې او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې مهم اقدامات ترسره کړي دي.چین د «یو کمربند، یوې لارې» نوښت له لارې د سړکونو، رېل‌پټلیو، بندرونو او انرژۍ په برخو کې پانګونه کړې، چې موخه یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرۍ اسانتیا ده. دغه راز، د سیمه‌ییز جامع اقتصادي مشارکت (RCEP) او د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (APEC) په چوکاټ کې د ازادې سوداګرۍ او متقابلو همکاریو ملاتړ هم د چین د سیمه‌ییزې اقتصادي تګلارې مهمه برخه ده.د چین د روان کال د (APEC) غونډې کوربه‌توب یو بل مهم اړخ د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ټکنالوژۍ موضوع ده. تمه ده چې د دې ټکنالوژۍ پراختیا او په اقتصادي، صنعتي او ټولنیزو برخو کې یې کارونه د غونډې له مهمو بحثونو څخه وي. مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د کرنې، روغتیا، ښوونې او روزنې، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې د تولید کچه لوړه او د خدمتونو کیفیت ښه کړي.چین هڅه کوي چې د ډیجیټلي اقتصاد او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د سیمه‌ییزو همکاریو، د تخنیکي پوهې د تبادلې او د متخصصو کادرونو د روزنې لپاره زمینه برابره کړي. خو په دې برخه کې د معلوماتو خوندیتوب، سایبري امنیت او د ټکنالوژۍ عادلانه لاسرسی هم هغه موضوعات دي چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.د (APEC) سږنۍ غونډه یوازې د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره نه، بلکې د سیمې د راتلونکي ټکنالوژیکي مسیر د ټاکلو لپاره هم مهم فرصت دی. که د چین وړاندیزونه او د غړو هېوادونو ګډې پرېکړې په عملي اقداماتو بدلې شي، د اسیا او ارام سمندر سیمه به د اقتصادي ودې، نوښت او ګډې سوکالۍ لپاره لا زیات فرصتونه ترلاسه کړي.
چاپېریال ساتنه؛ د چین د اقتصادي او سیمه‌ییزې اجنډا مهم اړخ
چین چې اوس مهال د نړۍ دوهم لوی اقتصادي هېواد دی د صنعت او صنعتي تولیداتو په برخه کې پراخ او لوی لاس لري او د ۲۰۲۶ کال (APEC) غونډې د کوربه هېواد په توګه هڅه کوي چې د اقتصادي پرمختګ او چاپېریال ساتنې ترمنځ همغږي د سیمه‌ییزو همکاریو په یوه مهم اصل بدله کړي. د دې تګلارې اساسي موخه دا ده چې اقتصادي وده د طبیعي سرچینو د له منځه وړلو او د چاپېریال د ککړتیا په بیه ترلاسه نه شي، بلکې د ټکنالوژۍ، نوښت او دوامدار مدیریت له لارې د پرمختګ داسې مسیر رامنځته شي چې هم اقتصادي ګټې ولري او هم د راتلونکو نسلونو لپاره سالم چاپېریال خوندي کړي.د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د نومبر په درېیمه د اېپیک د بهرنیو چارو وزیرانو د ۳۷مې غونډې پر مهال د دوامدار پرمختګ، شنې او کم‌کاربنه ودې او د انرژۍ او خوراکي خوندیتوب پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. دغه څرګندونې ښيي چې د چاپېریال ساتنه د چین د روان کال د (APEC) د غونډې له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
د شنې انرژۍ پراختیا او د کاربن د خپرېدو کمول
د چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین له مهمو موخو څخه یوه د پاکې او نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا ده. د لمریزې، بادي او نورو پاکو انرژیو پراختیا د دې هېواد د شنې اقتصادي تګلارې مهم عناصر دي. چین هڅه کوي چې د (APEC) د غړو اقتصادونو ترمنځ د پاکې انرژۍ د تولید، د انرژۍ د اغېزمن مصرف او د کم‌کاربنه ټکنالوژیو په برخه کې همکاري پراخه کړي.د دې تګلارې اهمیت په دې کې دی چې د اسیا ـ پاسفیک ډېری اقتصادونه د صنعتي تولید، ترانسپورټ او ښاري پراختیا له امله د انرژۍ مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو سره مخ دي. له همدې امله د پاکې انرژۍ پراختیا کولای شي د اقتصادي فعالیتونو د دوام ترڅنګ د چاپېریالي زیانونو په کمولو کې هم مرسته وکړي.
د ځنګلونو او طبیعي ایکوسیستمونو ساتنه
د چین په کوربه توب د ۲۰۲۶ کال (APEC) غونډې د چاپېریالي اجنډا بله مهمه برخه د ځنګلونو، طبیعي سرچینو او حیاتي تنوع ساتنه ده. ځنګلونه د هوا د پاکوالي، د اقلیمي توازن، د اوبو د سرچینو، د خاورې د ساتنې او د ګڼو ژوندیو موجوداتو د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري. د ځنګلونو تخریب او ناقانونه پرېکول نه یوازې چاپېریال ته زیان رسوي، بلکې د سیمې پر اقتصادي او ټولنیز ثبات هم منفي اغېز کوي.په همدې موخه د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۷ او ۲۸مه د چین په شنژن ښار کې د اېپیک د ځنګلونو د وزیرانو شپږمه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ۲۱ غړو اقتصادونو استازو د ځنګلونو د دوامدار مدیریت، د ځنګلي سیمو د بیا رغونې، د ونو د ناقانونه پرېکولو د مخنیوي، د حیاتي تنوع د ساتنې او د طبیعي ایکوسیستمونو د پیاوړتیا په اړه بحثونه وکړل.د غونډې په پای کې د وزیرانو ګډه اعلامیه هم خپره شوه چې پکې د ځنګلونو د ساتنې، د ځنګلونو د بیا رغونې، د ښاري ځنګلونو د پراختیا، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ټکنالوژۍ د کارونې پر پراختیا ټینګار شوی دی. د چین دا هڅې دا ښکاره کوي چې چین د (APEC) د کوربه هېواد په توګه د چاپېریالي همکاریو لپاره د عملي سیمه‌ییزو اقداماتو زمینه برابره کړې ده.
د سمندرونو او اوبیزو سرچینو خوندیتوب
د چاپېریال ساتنه یوازې د ځمکنیو طبیعي سرچینو او ځنګلونو په ساتنه پورې محدوده نه ده، بلکې د سمندرونو، سیندونو او نورو اوبیزو ایکوسیستمونو خوندیتوب هم د دوامدار پرمختګ مهمه برخه ده.د اسیا ـ پاسفیک سیمه د سمندري سرچینو، کب نیونې، سوداګرۍ او نړیوالو سمندري لارو له پلوه ځانګړی اهمیت لري. د سمندرونو ککړتیا، د پلاستیکي کثافاتو زیاتوالی، د سمندري ژوندیو موجوداتو د استوګنځایونو تخریب او د اوبیزو سرچینو بې‌ مسؤلیته استفاده هغه ستونزې دي چې د سیمې پر چاپېریال او اقتصاد اغېز کوي.له همدې امله د (APEC) په چوکاټ کې د سمندري ایکوسیستمونو د ساتنې، د کب نیونې د دوامدار مدیریت او د اوبیزو سرچینو د مسؤلانه استفادې په برخه کې سیمه‌ییزې همکارۍ مهمې دي. د چین لپاره دا هم یو فرصت دی چې د خپلو سمندري او چاپېریالي تجربو له لارې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډو اقداماتو ملاتړ وکړي.
د شنو ټکنالوژیو او چاپېریال‌دوستو صنعتونو پراختیا
د چین د چاپېریالي تګلارې یو مهم ځانګړتیا دا ده چې د چاپېریال ساتنه د صنعتي او ټکنالوژیک پرمختګ له بهیر سره تړلې ګڼي. په دې برخه کې د برېښنايي موټرو، د لمریزې او بادي انرژۍ د تجهیزاتو، د انرژۍ د زېرمه کولو سیستمونو او د چاپېریال‌دوستو تولیدي ټکنالوژیو پراختیا د یادولو وړ ده.چین د دغو برخو په تولید او صنعتي پراختیا کې پراخ ظرفیتونه لري او کولای شي د (APEC) له لارې د خپلو تجربو او ټکنالوژیکو وړتیاوو د شریکولو لپاره زمینه برابره کړي. د دغې همکارۍ موخه یوازې د نوې ټکنالوژۍ معرفي کول نه دي، بلکې د تولیدي لګښتونو کمول، د انرژۍ اغېزمن مصرف او د صنعتي فعالیتونو د چاپېریالي اغېزو محدودول هم دي.د شنو صنعتونو پراختیا کولای شي د سیمې د هېوادونو لپاره د پانګونې، کارموندنې او ټکنالوژیک پرمختګ نوي فرصتونه هم رامنځته کړي. البته، د دغو ټکنالوژیو د ګټو د پراخې استفادې لپاره د تولیدي سرچینو، د کاربن د ټول ژوند دورې او د طبیعي سرچینو د استخراج چاپېریالي اغېزې هم باید په پام کې ونیول شي.
د پرمختیايي هېوادونو لپاره د چاپېریالي همکاریو فرصتونه
د اقلیمي بدلونونو اغېزې د ټولو هېوادونو لپاره یو شان نه دي. په ځانګړي ډول هغه پرمختیايي هېوادونه چې د مالي امکاناتو، پرمختللو ټکنالوژیو او مسلکي ظرفیتونو له کمښت سره مخ دي، د وچکالۍ، سېلابونو، د اوبو د کمښت او د طبیعي سرچینو د تخریب پر وړاندې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.د (APEC) غونډې د چاپېریالي همکاریو یوه مهمه برخه باید د دغو هېوادونو د ظرفیت لوړول، د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ټکنالوژۍ انتقال، د شنو پروژو لپاره د پانګونې زمینه برابرول او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت پیاوړتیا وي.چین په دې برخه کې کولای شي د ځنګلونو د بیا رغونې، د پاکې انرژۍ د تولید، د اوبو د مدیریت، د اقلیمي څېړنو او د چاپېریال‌ساتنې د ټکنالوژۍ په برخه کې خپلې تجربې له نورو هېوادونو سره شریکې کړي. دغه ډول همکاري به د سیمې د پرمختیايي اقتصادونو لپاره د دوامدار پرمختګ زمینه پراخه کړي.
چین؛ د اقتصادي ودې او ایکولوژیکي خوندیتوب ترمنځ د توازن هڅې
چین په وروستیو کلونو کې د ایکولوژیکي تمدن د مفهوم پر بنسټ د چاپېریال ساتنې، د ځنګلونو د پراختیا، د ککړتیا د کمولو او د شنې انرژۍ د تولید په برخو کې پراخ پروګرامونه عملي کړي دي. د دغه هېواد د چاپېریالي تګلارې مهم اصل دا دی چې اقتصادي پرمختګ باید د طبیعي سرچینو له ساتنې او د چاپېریالي کیفیت له ښه کېدو سره هممهاله پر مخ ولاړ شي.د چین د ځنګلونو د پراختیا، د شمالي سیمو د شګو او دښتو د مهار، د لمریزې او بادي انرژۍ د ظرفیتونو د لوړولو او د برېښنايي موټرو د صنعت پراختیا د دغو هڅو ځینې بېلګې دي. د چین د چارواکو په وینا، دغه هېواد د نړۍ د نوې شنې ساحې په پراختیا کې د پام وړ ونډه لري. له بلې خوا، د چین په څېر لوی صنعتي اقتصادونه د انرژۍ د مصرف، د کاربن د خپرېدو او د صنعتي تولیداتو د چاپېریالي اغېزو له ننګونو سره هم مخ دي. له همدې امله د شنې پراختیا د موخو ترلاسه کول دوامداره پانګونې، اغېزمنو مقرراتو او د عملي اقداماتو منظمې ارزونې ته اړتیا لري.
د اېپیک غونډه او د نړیوالې چاپېریالي همکارۍ راتلونکی
د ۲۰۲۶ کال د (APEC)غونډه د دې فرصت برابروي چې د اسیا ـ پاسفیک هېوادونه د چاپېریال ساتنې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې خپلې تجربې، اړتیاوې او وړاندیزونه سره شریک کړي. د دې غونډې اهمیت یوازې د چاپېریالي موضوعاتو په مطرح کولو کې نه دی، بلکې په دې کې دی چې دغه بحثونه په عملي همکاریو، ګډو پروژو او د هېوادونو ترمنځ په دوامداره همغږۍ بدل شي.د غونډې د پایلو یوه مهمه برخه به دا وي چې مشران تر کومه بریده د شنې پراختیا، د طبیعي سرچینو د ساتنې، د انرژۍ د امنیت او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو په اړه پر عملي همکاریو هوکړې ته رسېږي. همدارنګه، د پرمختیايي هېوادونو اړتیاوو ته پاملرنه او د شنو ټکنالوژیو د ګټو عادلانه وېش به د دې همکاریو د بریا لپاره مهم عوامل وي.
پایله
د (APEC)د ۲۰۲۶ کال غونډه د چین لپاره یوازې د یوه نړیوال اقتصادي فورم د کوربه‌توب فرصت نه دی، بلکې د دې هېواد د شنې پراختیا، چاپېریال ساتنې او سیمه‌ییزې همکارۍ د لیدلوري د وړاندې کولو مهم ډګر هم دی. چین هڅه کوي چې د اقتصادي ودې، ټکنالوژیکي نوښت او طبیعي سرچینو د خوندیتوب ترمنځ داسې اړیکه رامنځته کړي چې د اسیا ـ پاسفیک د ټولو غړو اقتصادونو ګډې ګټې خوندي کړي.په ټوله کې، د چین د ۲۰۲۶ کال د (APEC) غونډې پر مهال د چاپېریالي اجنډا له لارې دا پیغام وړاندې کوي چې اقتصادي پرمختګ او د طبیعت ساتنه باید د یو بل پر وړاندې نه، بلکې د ګډې سوکالۍ د دوو اړینو بنسټونو په توګه وپېژندل شي. د دغې اجنډا واقعي بریا به هغه وخت څرګنده شي چې د غونډې خبرې او ژمنې په دوامدارو پروژو، سیمه‌ییزو همکاریو او د چاپېریال په کیفیت کې په محسوسو مثبتو بدلونونو بدلې شي.